د دغه سازمان بنسټاېښودونکو په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا فدراسیون د افغانستان د رسنیزې ټولنې د پراخو ستونزو او ننګونو د حل لپاره رامنځته شوی او موخه یې د خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو ملاتړ، د بیان ازادۍ او معلوماتو ته د لاسرسي دفاع، د رسنیو ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا او د نړیوالو بنسټونو د ملاتړ جلبول دي.
د اعلامیې له مخې، د افغانستان د رسنیو نړیوال فدراسیون یو خپلواک، غیرانتفاعي، نادولتي او غیرسیاسي بنسټ دی چې هڅه کوي د افغانستان دننه او بهر د رسنیو او خبریالانو ترمنځ د همکارۍ او مسلکي اړیکو لپاره یو ګډ چوکاټ رامنځته کړي.
د فدراسیون بنسټاېښودونکو ویلي چې افغان خبریالان او رسنۍ په وروستیو کلونو کې د بیان ازادۍ پر وړاندې له سختو محدودیتونو، اقتصادي ستونزو، اجباري کډوالۍ او حقوقي او مسلکي فشارونو سره مخ شوي دي. د دوی په وینا، د داسې یوه بنسټ جوړېدل کولی شي د دغو ستونزو د حل او د رسنیزې ټولنې د ملاتړ لپاره اغېزناک رول ولوبوي.
د یاد بنسټ مسؤلین وایي چې فدراسیون به د یوه «همغږي کوونکي او مسلکي چتر» په توګه فعالیت وکړي او د تجربو د تبادلې، مسلکي روزنو، ظرفیت لوړونې او د رسنیو ترمنځ د همکارۍ د پراختیا لپاره به زمینه برابره کړي.
د فدراسیون د اعلان شویو موخو له مخې، دغه بنسټ به د خبریالانو د حقونو ملاتړ، د بیان ازادۍ او معلوماتو ته د لاسرسي دفاع، د ګواښ سره مخ خبریالانو د وضعیت تعقیب، په جلاوطنۍ کې د افغان رسنیو ترمنځ د همکارۍ پیاوړتیا او د مسلکي او روزنیزو پروګرامونو پراختیا ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
بنسټاېښودونکو ټینګار کړی چې ازادې او خپلواکې رسنۍ د عامه پوهاوي، د قانون د حاکمیت او د ډیموکراتیکو ارزښتونو د ساتنې لپاره مهم رول لري او له همدې امله د رسنیو ملاتړ یوه اساسي اړتیا ګڼل کېږي.
د افغانستان د رسنیو نړیوال فدراسیون له خبریالانو، رسنیو، نړیوالو بنسټونو، د بشري حقونو سازمانونو او د رسنیو له فعالانو غوښتي چې د افغان رسنیزې ټولنې د پیاوړتیا لپاره ورسره همکاري وکړي.
په اعلامیه کې راغلي چې دغه فدراسیون به د خپلواکۍ، روڼتیا، بېطرفۍ، مسلکیتوب او بشري حقونو ته د درناوي پر اصولو ولاړ فعالیت کوي او خپلې چارې به د همدې ارزښتونو پر بنسټ مخته وړي.
دا په داسې حال کې ده چې د رسنیو ملاتړو بنسټونو د معلوماتو له مخې، په تېرو څلورو کلونو کې پر رسنیزو فعالیتونو ګڼ محدودیتونه لګول شوي دي. د بیان ازادۍ د ملاتړو په وینا، دغه محدودیتونه د رسنیو د فعالیتونو پر بهیر اغېز کړی او یو شمېر خبریالان یې له جدي ننګونو سره مخ کړي دي.
بل خوا، د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت په وروستیو کې اعلان کړی چې د رسنیزو بنسټونو د فعالیتونو د تنظیم په موخه یې د ځینو بنسټونو جوازونه تمدید کړي او د یو شمېر نورو ادارو فعالیتونه یې درولي دي. وزارت ویلي چې دغه پرېکړه د رسنیزو فعالیتونو د لا منظمېدو او د بنسټونو د اعتبار د ساتنې لپاره شوې ده.