• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پر رسنیو د محدودیتونو سربېره؛ د افغانستان د رسنیو نړیوال فدراسیون رسمي فعالیت پیل کړ

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۴ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۲۶ GMT+۱

د اروپا او اسیا په بېلابېلو هېوادونو کې د افغان خبریالانو، رسنیزو مدیرانو او د رسنیو د فعالانو یوې ډلې د «افغانستان د رسنیو نړیوال فدراسیون» په نوم د رسنیو د ملاتړ بنسټ د جوړېدو او رسمي فعالیت د پیل خبر ورکړی دی.

د دغه سازمان بنسټ‌اېښودونکو په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا فدراسیون د افغانستان د رسنیزې ټولنې د پراخو ستونزو او ننګونو د حل لپاره رامنځته شوی او موخه یې د خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو ملاتړ، د بیان ازادۍ او معلوماتو ته د لاسرسي دفاع، د رسنیو ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا او د نړیوالو بنسټونو د ملاتړ جلبول دي.

د اعلامیې له مخې، د افغانستان د رسنیو نړیوال فدراسیون یو خپلواک، غیرانتفاعي، نادولتي او غیرسیاسي بنسټ دی چې هڅه کوي د افغانستان دننه او بهر د رسنیو او خبریالانو ترمنځ د همکارۍ او مسلکي اړیکو لپاره یو ګډ چوکاټ رامنځته کړي.

د فدراسیون بنسټ‌اېښودونکو ویلي چې افغان خبریالان او رسنۍ په وروستیو کلونو کې د بیان ازادۍ پر وړاندې له سختو محدودیتونو، اقتصادي ستونزو، اجباري کډوالۍ او حقوقي او مسلکي فشارونو سره مخ شوي دي. د دوی په وینا، د داسې یوه بنسټ جوړېدل کولی شي د دغو ستونزو د حل او د رسنیزې ټولنې د ملاتړ لپاره اغېزناک رول ولوبوي.

د یاد بنسټ مسؤلین وایي چې فدراسیون به د یوه «همغږي کوونکي او مسلکي چتر» په توګه فعالیت وکړي او د تجربو د تبادلې، مسلکي روزنو، ظرفیت لوړونې او د رسنیو ترمنځ د همکارۍ د پراختیا لپاره به زمینه برابره کړي.

د فدراسیون د اعلان شویو موخو له مخې، دغه بنسټ به د خبریالانو د حقونو ملاتړ، د بیان ازادۍ او معلوماتو ته د لاسرسي دفاع، د ګواښ سره مخ خبریالانو د وضعیت تعقیب، په جلاوطنۍ کې د افغان رسنیو ترمنځ د همکارۍ پیاوړتیا او د مسلکي او روزنیزو پروګرامونو پراختیا ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

بنسټ‌اېښودونکو ټینګار کړی چې ازادې او خپلواکې رسنۍ د عامه پوهاوي، د قانون د حاکمیت او د ډیموکراتیکو ارزښتونو د ساتنې لپاره مهم رول لري او له همدې امله د رسنیو ملاتړ یوه اساسي اړتیا ګڼل کېږي.

د افغانستان د رسنیو نړیوال فدراسیون له خبریالانو، رسنیو، نړیوالو بنسټونو، د بشري حقونو سازمانونو او د رسنیو له فعالانو غوښتي چې د افغان رسنیزې ټولنې د پیاوړتیا لپاره ورسره همکاري وکړي.

په اعلامیه کې راغلي چې دغه فدراسیون به د خپلواکۍ، روڼتیا، بې‌طرفۍ، مسلکیتوب او بشري حقونو ته د درناوي پر اصولو ولاړ فعالیت کوي او خپلې چارې به د همدې ارزښتونو پر بنسټ مخته وړي.

دا په داسې حال کې ده چې د رسنیو ملاتړو بنسټونو د معلوماتو له مخې، په تېرو څلورو کلونو کې پر رسنیزو فعالیتونو ګڼ محدودیتونه لګول شوي دي. د بیان ازادۍ د ملاتړو په وینا، دغه محدودیتونه د رسنیو د فعالیتونو پر بهیر اغېز کړی او یو شمېر خبریالان یې له جدي ننګونو سره مخ کړي دي.

بل خوا، د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت په وروستیو کې اعلان کړی چې د رسنیزو بنسټونو د فعالیتونو د تنظیم په موخه یې د ځینو بنسټونو جوازونه تمدید کړي او د یو شمېر نورو ادارو فعالیتونه یې درولي دي. وزارت ویلي چې دغه پرېکړه د رسنیزو فعالیتونو د لا منظمېدو او د بنسټونو د اعتبار د ساتنې لپاره شوې ده.

ډېر لیدل شوي

طالبان: په افغانستان کې د «ال‌نینو» پدیدې نښې نښانې څرګندې شوې دي
۱

طالبان: په افغانستان کې د «ال‌نینو» پدیدې نښې نښانې څرګندې شوې دي

۲
لوبې

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې له روسیې سره لوبه ۳-۳ مساوي کړه

۳

د زمري ۱۵مه؛ د افغانستان د سقوط د پیل پنځه کاله او دوامدارې ننګونې

۴

چینایي رسنۍ: طالبان له سترو قدرتونو سره اړیکې د سیاسي امتیازونو د ترلاسه کولو لپاره کاروي

۵
ځانګړی

طالبانو کروندګرو ته تر ځانګړو شرایطو لاندې د کوکنارو د کر پټه اجازه ورکړې ده