• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو د کابل په ګډون په څو ولایتونو کې د نشه‌يي توکو او جنايي جرمونو په تور ۴۷کسان نیولي

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۴ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۱۳ GMT+۱تازه شوی: ۱۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۴ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۰۷ GMT+۱

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په کابل، هرات او اوو نورو ولایتونو کې د نشه يي توکو د پلور او بېلابېلو جنايي جرمونو په تړاو د ۴۷ کسانو د نیولو خبر ورکړی دی. د دې وزارت په دوو جلا خبرپاڼو کې ویل شوي چې دا کسان د هېواد بېلابېلو برخو کې د ځانګړو او جلا عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي.

خبرپاڼه کې راغلي، د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو په کابل ولایت کې ۱۹ تنه او د هرات ولایت په مربوطاتو کې اته تنه د نشه يي توکو د قاچاق او پلور په تور نیولي دي. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، له دغو نیول شویو کسانو څخه نږدې څلور کیلوګرامه چرس، له یو زر او ۷۰۰ څخه زیات نشه يي ټابلېټونه او یو مقدار تریاک، شیشه، هیرویین او الکولي مشروبات هم ترلاسه شوي دي.

د طالبانو یاد وزارت همدا راز وایي، د دوی د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو په اوو نورو ولایتونو کې ۲۰ تنه د غلا، ناقانونه وسلو ګرځولو او قاچاق په تور نیولي دي. په دغو تورنو کسانو کې درې غله په نیمروز، دوه تنه په بغلان، دوه غله په فراه، یو تن د ناقانونه وسلې د ګرځولو په تړاو په فاریاب، یو د څارویو غل په کاپیسا او یو بل تن په کونړ ولایت کې نیول شوي دي.

د دغه وزارت د راپور له مخې، د هلمند ولایت د امنیې قومندانۍ له جنایي جرمونو سره د مبارزې منسوبینو هم د تېرو دوو ورځو په ترڅ کې لس تنه د دغه ولایت په مرکز او بېلابېلو ولسوالیو کې د بېلابېلو جنایي جرمونو په تړاو نیولي دي. د کونړ ولایت په ماڼوګي ولسوالۍ کې نیول شوی کس بیا د ځنګلي لرګیو د ناقانونه قاچاق په تور تر پوښتنو لاندې دی.

هم‌مهاله په بېلابېلو ولایتونو کې خلک د جنایي جرمونو له ډېرېدو څخه هم تنګ ته راغلي او نیوکه کوي چې طالبان د جنایي پېښو په مخنیوي کې پاتې راغلي دي.

ډېر لیدل شوي

د زمري ۱۵مه؛ د افغانستان د سقوط د پیل پنځه کاله او دوامدارې ننګونې
۱

د زمري ۱۵مه؛ د افغانستان د سقوط د پیل پنځه کاله او دوامدارې ننګونې

۲

طالبان: په افغانستان کې د «ال‌نینو» پدیدې نښې نښانې څرګندې شوې دي

۳

چینایي رسنۍ: طالبان له سترو قدرتونو سره اړیکې د سیاسي امتیازونو د ترلاسه کولو لپاره کاروي

۴
ځانګړی

طالبانو کروندګرو ته تر ځانګړو شرایطو لاندې د کوکنارو د کر پټه اجازه ورکړې ده

۵

د جرمني د پارلمان غړې: اندېښنه لرم چې د افغان کډوالو ایستل به نور هم زیات شي