له ۲۰۲۳کال راهیسې؛ په غزه کې تر ۹۵۰۰ ډېر فلسطینیان تري تم شوي دي

د بشري حقونو یو بنسټ «الدمیر» وايي، د ۲۰۲۳کال په اکتوبر میاشت کې د اسراییل د جګړې له پیل راهیسې په غزه کې تر ۹۵۰۰ زیات فلسطینیان تري تم شوي دي. د یاد بنسټ په وینا؛ په دې ډله کې ۴زره او ۷۰۰ ښځې او ماشومان هم شامل دي.
یاد بنسټ په یوه راپور کې ویلي، ښایي شاوخوا ۸۱۰۰ کسان تر کنډوالو لاندې شوي وي. د راپور له مخې؛ ۲۵۰ نور فلسطینیان د مرستو د وېش ځایونو ته نږدې لادرکه شوي او تر ۸۰۰ زیات له شمال څخه سویل ته د وتلو پرمهال د اسراییل په پوځي پوستو کې نیول شوي دي.
په راپور کې دا هم ویل شوي، د هغو ۳۵۰ کسانو برخلیک چې د ۲۰۲۳کال د اکتوبر په ۷مه اسراییل ته تللي وو؛ لاهم ناروښانه دی. یاد بنسټ ویلي، چې دغه لادرکه کېدل د روانې جګړې له امله رامنځته شوی یو له خورا پېچلو او دردناک بشري ناورینونو دی.
دغه بنسټ زیاته کړې، چې جبري ورکېدل د انسانیت پر وړاندې جرم دی. یاد بنسټ په دې برخه کې د سملاسي نړۍوالې مداخلې غوښتنه کړې؛ ترڅو اسراییل دې ته اړ باسي، چې فلسطیني بندیان خوشې کړي او د وژل شویو هغو د جسدونو پاتې شوني یې کورنۍ ته وسپاري.
