• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په مصر کې طالبانو او اذربایجاني چارواکو د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړي

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۴ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۱۷ GMT+۱تازه شوی: ۱۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۴ جون ۲۰۲۶، ۲۳:۵۹ GMT+۱

په مصر کې د طالبانو سفارت وايي، چې طالب سفیر مولوي عبدالمقیم قرار په قاهره کې د اذربایجان د خپلواکۍ ورځې په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې ګډون کړی او د اذربایجان له سفیر سره یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.

له دغه سفارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه مراسم د اذربایجان سفارت له لوري جوړ شوي وو او د مصر یو شمېر حکومتي چارواکو او په دغه هېواد کې مېشتو بهرنیو ډیپلوماټانو هم په کې ګډون کړی و.

د خبرپاڼې له مخې، مولوي عبدالمقیم قرار د اذربایجان سفیر ډاکټر الخان بولوخوف ته د خپل هېواد د خپلواکۍ ورځې مبارکي ورکړه او ورسره یې د افغانستان او اذربایجان ترمنځ د اړیکو د پراختیا او پیاوړتیا په اړه هم خبرې وکړې.

سفارت د دغو خبرو د جزییاتو په اړه نور معلومات نه دي ورکړي، خو ویلي یې دي چې د دواړو لورو ترمنځ د اړیکو د لا پیاوړتیا پر اهمیت ټینګار شوی دی.

ترویج لرونکی

ایټالیا کې ژغورل شوی افغان: د مزدورۍ پیسو د غوښتلو له امله یې اور را واچاوه
۱

ایټالیا کې ژغورل شوی افغان: د مزدورۍ پیسو د غوښتلو له امله یې اور را واچاوه

۲

افغان ایواک: د امریکا نوې طرحه زرګونه افغان متحدین د قانوني کار له حقه بې‌برخې کولی شي

۳

د طالبانو چاپېریال ساتنې ادارې د ملګرو ملتونو د درول شویو پروژو د بیا پیلولو غوښتنه کړې

۴

متقي: موږ ۲۰ کاله له ۵۰ هېوادونو سره جنګېدلي یو اوس دا توقع نه‌لرو چې پر موږ ګلان وشیندي

۵

یوې موسسې په جوزجان کې له نږدې ۷ زره کورنیو سره نغدي او د خوراکي توکو مرسته کړې

•
•
•

نور کیسې

د ایستل‌شویو افغانانو د الوتنې لغوه؛ طالبان جرمني کې د نورو ډیپلوماتانو د ملنو غوښتنه کوي

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۴ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۰۰ GMT+۱
د ایستل‌شویو افغانانو د الوتنې لغوه؛ طالبان جرمني کې د نورو ډیپلوماتانو د ملنو غوښتنه کوي
100%

طالبانو هغه الوتنه لغوه کړې چې ټاکل شوې وه، له جرمني څخه ایستل شوي افغان کډوال کابل ته ولېږدوي. د جرمني «اېن‌ډي‌ار» په نوم خبري اژانس د رسمي سرچینو له قوله راپور ورکړی چې دا اقدام په جرمني کې د طالبانو د ډیپلوماتیک حضور د پراخولو لپاره د دغې ډلې د هڅو یوه برخه ده.

د راپور له مخې، ټاکل شوې وه تېره اوونۍ یوه الوتکه چې افغان ایستل شوي کډوال یې لېږدول، له جرمني څخه کابل ته ولاړه شي، خو طالبانو د الوتنې له ترسره کېدو لږ مخکې د هغې جواز لغوه کړ. ډیپلوماتیکو سرچینو اېن‌ډي‌ار ته ویلي چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د دې پرېکړې لامل په جرمني کې د خپلو ډیپلوماتانو کموالی بللی دی.

طالبانو استدلال کړی چې له جرمني څخه د افغان وګړو د منظم ایستلو په بهیر کې د همکارۍ لپاره په دغه هېواد کې لا ډېرو کارکوونکو او استازو ته اړتیا لري. دا مهال یوازې دوه طالب استازي په جرمني کې رسمي اعتبارلیکونه لري.

د افغانستان یو شمېر پخوانیو ډیپلوماتانو اېن‌ډي‌ار سره خبرو کې وایي چې د جرمني حکومت په دې موضوع کې د طالبانو له فشار سره مخ دی. د جرمني د بهرنیو چارو او کورنیو چارو وزارتونو تر اوسه د دې رسنۍ پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی، خو راپور یې هم نه دی رد کړی.

اېن‌ډي‌ار همدارنګه د طالبانو په اړه د جرمني د بهرنیو چارو او کورنیو چارو وزارتونو ترمنځ د نظر اختلاف ته اشاره کړې ده. د راپور له مخې، د جرمني د بهرنیو چارو وزارت غواړي چې د طالبانو پر وړاندې سخت دریځ غوره شي، خو د جرمني د کورنیو چارو وزیر الیکسانډر ډوربینټ اندېښنه لري چې پر طالبانو د فشار زیاتېدل به د افغان کډوالو د ایستلو بهیر له ستونزو سره مخ کړي.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویاند یادې رسنۍ ته ویلي چې حکومت افغانستان ته د منظمې بېرته ستنولو د زمینې برابرولو لپاره د اړوندو ادارو ترمنځ نږدې او د باور وړ همغږي لري. هغه په ورته وخت کې د حکومت دننه د احتمالي اختلافونو په اړه له څرګندونو ډډه کړې ده.

طالبانو له ۲۰۲۴ کال راهیسې په جرمني کې د افغانستان د پخواني حکومت د ټاکل شویو ډیپلوماتانو د لرې کولو بهیر پیل کړی او هڅه یې کړې چې د افغانستان پر ډیپلوماتیکو استازولیو بشپړ کنټرول ترلاسه کړي. د افغانستان سفارت په برلېن او د افغانستان کونسلګرۍ په بون کې اوس د طالبانو د استازو له‌خوا اداره کېږي.

راپور زیاتوي چې طالبان د افغان کډوالو د ایستلو موضوع د یوې سیاسي او ډیپلوماتیکې وسیلې په توګه کاروي، څو په جرمني کې خپل ډیپلوماتیک دریځ پیاوړی کړي او د افغانستان پر استازولیو خپل نفوذ نور هم پراخ کړي.

ملګري ملتونه: بامیان د بیارغونې، ځان‌بسیاینې او ټول‌شموله پرمختګ یوه مهمه بېلګه ده

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۴ جون ۲۰۲۶، ۲۰:۴۸ GMT+۱
ملګري ملتونه: بامیان د بیارغونې، ځان‌بسیاینې او ټول‌شموله پرمختګ یوه مهمه بېلګه ده
100%

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (یو اېن ډي پي) وايي، یوه ګډ پلاوي بامیان ولایت ته د سفر پر مهال د خلکو د معیشت، د ښځو د پیاوړتیا، روغتیايي خدمتونو، خوراکي خوندیتوب او د فرهنګي میراثونو د ساتنې په برخو کې روانې هڅې له نږدې ارزولي دي.

یاد پروګرام په ایکس خپاره شوي پیغام کې ویلي چې دغه سفر د بامیانو د سیمه‌ییزو نوښتونو او پرمختیايي فعالیتونو د ارزونې په موخه ترسره شوی و.

د یو اېن ډي پي په وینا، د سفر پر مهال هغه پروژې او فعالیتونه وڅېړل شول چې د خلکو د ژوند د ښه والي، اقتصادي فرصتونو د رامنځته کولو، د روغتیايي خدماتو د پراختیا، د خوراکي خوندیتوب د پیاوړتیا او د فرهنګي ارزښتونو د ساتنې لپاره پلي کېږي.

دغه سازمان ویلي چې بامیان د افغانستان د بیارغونې، ټولنیزې ځان‌بسیاینې او ټول‌شموله پرمختګ په برخه کې مهم رول لوبوي او د سیمې تجربې ښيي چې د ټولنو د ملاتړ او پراختیايي پانګونې له لارې د خلکو د ژوند شرایط ښه کېدای شي.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام زیاته کړې چې په بامیانو کې روانې هڅې د دې ولایت د مقاومت، بیا رغونې او دوامدار پرمختګ وړتیاوې په ډاګه کوي او د افغانستان د پراختیايي بهیر لپاره یوه مهمه بېلګه ګڼل کېږي.

د مالدیف څلور اړخیزې سیالۍ؛ افغان فوټبال لوبډلې له بنګله‌دېش سره لوبه مساوي کړه

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۴ جون ۲۰۲۶، ۲۰:۲۲ GMT+۱
د مالدیف څلور اړخیزې سیالۍ؛ افغان فوټبال لوبډلې له بنګله‌دېش سره لوبه مساوي کړه
100%

د طالبانو د المپیک، بدني روزنې او سپورټ ادارې ویلي، چې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د مالدیف ۲۰۲۶ کال په څلور اړخیزو سیالیو کې خپله دویمه لوبه د بنګلادېش د ۲۳ کلونو څخه د کم عمرو له لوبډلې سره صفر پر صفر مساوي پای ته ورسوله.

دغه لوبه چې د دواړو لوبډلو ترمنځ خورا سخته وه، په پای کې هېڅ لوري ونه شو کولای ګول ووهي او لوبه په بې‌ګوله ډول مساوي پای ته ورسېده.

د دغه ریاست د معلوماتو له مخې، افغان لوبډلې په دغو سیالیو کې تر دې وړاندې په خپله لومړۍ لوبه کې کوربه هېواد مالدیف ته ماتې ورکړې وه او ښه پیل یې درلود. د فوټبال دغه ملي لوبغاړي اوس د خپلې بلې لوبې لپاره چمتووالی نیسي ترڅو په دغو سیالیو کې خپل دریځ نور هم پیاوړی کړي.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د روانې میلادي میاشتې پر اوومه نېټه په خپله درېیمه لوبه کې د پاکستان د ملي لوبډلې پر وړاندې میدان ته ووځي. د سپورت مینه وال د دغې لوبې لیدو ته ډېر په تمه دي ځکه د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ لوبې تل ځانګړی حساسیت لري.

دا څلور اړخیزې سیالۍ د مالدیف په کوربه‌توب د افغانستان، مالدیف، بنګلادېش او پاکستان د لوبډلو په ګډون د روانې میلادي میاشتې پر لومړۍ نېټه پیل شوې دي. د تنظیموونکو په وینا، دغه سیالۍ به د روانې جون میاشتې تر ۱۰مې نېټې پورې دوام وکړي ترڅو اتله لوبډله معلومه شي.

طالبان: پنجشېر کې ۱۶۵ دښمنۍ حل او ورسره لسګونه تښتېدلې کورنۍ بېرته خپلو مېنو ته ستنې شوي

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۴ جون ۲۰۲۶، ۲۰:۰۸ GMT+۱
طالبان: پنجشېر کې ۱۶۵ دښمنۍ حل او ورسره لسګونه تښتېدلې کورنۍ بېرته خپلو مېنو ته ستنې شوي
100%

د پنجشېر لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر مسوولین وايي، په تېرو درېیو کلونو کې ۱۶۵ دښمنۍ پر سولې بدلې شوې دي. د دوی په وینا، په دې سره په یادو دښمنیو کې ښکېلې لسګونه کورنۍ بېرته خپلې مېنو ته ستنې شوې دي.

د پنجشېر ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د پنجشنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۴مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په دې دښمنیو کې قتل، ذات‌البیني خصومتونه، حقوقي او ورته نور مسایل شامل وو او په وینا یې د دغو دښمنیو مخینه له ۱۵ تر شلو کلونو پورې رسېده.

ځايي طالب مسوولین ادعا لري: «په تېر رژیم کې تفرقې اچونې د هغو چارواکو لپاره د سرتېرو د جذب زمینه برابره کړې وه، چې لاسونه یې د پنجشېر د خلکو په وینو سره وو، خو د افغانستان د اسلامي امارت په واکمنۍ سره، دغو دښمنیو ته په بشپړه توګه د پای ټکی اېښودل شوی او د ټول پنجشېر د اوسېدونکو ترمنځ د یووالي او اتحاد د رامنځته کېدو زمینه برابره شوې ده».

په خبرپاڼه کې راغلي، دغه دښمنۍ د پنجشېر په ۷ ولسوالیو کې وې او پر سولې د یادو دښمنو له بدلېدو وروسته لسګونه هغه کورنۍ چې د خپلو مېنو پرېښودو ته اړې شوې وې، بېرته خپلو مېنو ته هم ستنې شوې دي.

د یادونې وړ ده، چې په دې دښمنیو کې یوازې ۳۰ د قتل پېښې وې او د دښمنۍ په موده کې په هرې دښمنۍ کې له ښکېلو خواو تر څلور کسان هم په قتل رسېدلي وو.

د عامې روغتیا طالب وزیر: د نړیوالو بنسټونو په همکارۍ د روغتیايي خدماتو د پراختیا هڅه کوو

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۴ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۵۱ GMT+۱
د عامې روغتیا طالب وزیر: د نړیوالو بنسټونو په همکارۍ د روغتیايي خدماتو د پراختیا هڅه کوو
100%

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وايي، چې مولوي نور جلال جلالي د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان له مشر ډاکټر اډوین سنیزا سلواډر او مل پلاوي سره په کتنه کې د هېواد د روغتیايي سیستم د پیاوړتیا، د نړیوالې ټولنې د ملاتړ او د روغتیايي پروګرامونو د ښه پلي کېدو په اړه خبرې کړې دي.

د یاد وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې لیدنه کې د روغتیايي سکټور د ملاتړ، د پولیو لابراتوار د فعالیت، په روغتیايي برخه کې د نویو کړنو د پلي کېدو او د ځینو روغتیايي پروګرامونو د اغېزمن تطبیق لپاره د همغږۍ پر لارو چارو بحث وشو.

د خبرپاڼې له مخې، مولوي نور جلال جلالي ویلي چې د افغانستان د روغتیايي سیستم د پیاوړتیا لپاره په جدي توګه کار روان دی او هڅه کېږي چې د نړیوالو بنسټونو په همکارۍ د هېواد ټولو اوسېدونکو ته باکیفیته روغتیايي خدمات وړاندې شي.

هغه زیاته کړې: «موږ په پوره ژمنتیا سره د هېواد روغتیايي سیستم د پیاوړتیا لپاره کار کوو او هڅه کوو چې د نړیوالو بنسټونو په همکارۍ ټولو هېوادوالو ته باکیفیته روغتیايي خدمات وړاندې کړو.»

د عامې روغتیا وزارت ویلي، په دې کتنه کې د روغتیا نړیوال سازمان د راتلونکو پروګرامونو په اړه هم خبرې وشوې او د وزارت سرپرست په یو شمېر اړوندو موضوعاتو کې لازمې سپارښتنې وکړې.

یاده دې وي، چې د افغانستان روغتیايي سکټور لا هم د نړیوالو مرستو او ملاتړ له مهمو برخو څخه ګڼل کېږي او نړیوال بنسټونه د روغتیايي خدمتونو د دوام لپاره له افغان روغتیايي ادارو سره همکاري کوي.