سهیل اپریدي د اسلاماباد له سترې محکمې غوښتي چې له عمران خان سره د لیدنې اجازه ورکړي

د خیبر پښتونخوا سر وزیر سهیل اپریدي د اسلاماباد سترې محکمې ته عریضه کړې او غوښتنه یې کړې، چې د راتلونکي مالي کال د ایالتي بودجې په اړه د مشورو لپاره دې له پخواني لومړي وزير عمران خان سره په زندان کې د لیدنې اجازه ورکړي.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې؛ سهیل اپریدي په خپله عریضه کې ویلي، چې بودجه یوه حساسه او مهمه موضوع ده او د اساسي قانون، قانوني او بشري لاملونو پر بنسټ باید له عمران خان سره د لیدنې اجازه ورکړل شي.
هغه ویلي، چې د خیبر پښتونخوا د راتلونکي مالي کال بودجه چمتو شوې؛ خو وروستۍ منظوري یې باید عمران خان ورکړي، له همدې امله له هغه سره یې لیدنه اړینه ده. بلخوا د خیبر پښتونخوا د مالیې سلاکار مزمل اسلم پر وفاقي حکومت نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې د فدرالي پراختیايي پروژو په نوملړ کې د خیبر پښتونخوا یوازې شپږ پروژې شاملې دي.
مزمل اسلم ادعا کړې، چې په راتلونکي فدرالي بودجه کې د خیبر پښتونخوا لپاره د پام وړ ځانګړې شوې بودجې یا نوي پرمختیايي پروګرامونه نه تر سترګو کېږي.
