• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د خېبر پښتونخوا سر وزیر د پاکستان قامي اسمبلۍ مخې ته د پرلت ګواښ وکړ

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۴ جون ۲۰۲۶، ۰۹:۵۵ GMT+۱

د خیبر پښتونخوا سر وزیر سهیل اپریدي خبرداری ورکړی، که د پاکستان تحریک انصاف ګوند له بنسټګر عمران خان سره پر ملاقات بندیز دوام وکړي؛ نو د ګوند وکیلان او استازي به (د جون په ۱۰مه) د پاکستان د قامي اسمبلۍ مخې ته پرلت ووهي.

اپریدي د سې‌شنبې په ورځ د راولپنډۍ اډیاله زندان مخې ته له رسنیو سره په خبرو کې وویل، چې هغه ته له عمران خان سره د لیدنې اجازه ورنه کړل شوه. نوموړي زیاته کړه، که دغه وضعیت دوام وکړي؛ نو د فدرالي بودجې د تصویب بهیر به هم له خنډ سره مخ شي.
د خیبر پښتونخوا سر وزیر غوښتنه وکړه، چې هغه او د ایالتي مالي سلاکار ته دې له عمران خان سره د لیدنې اجازه ورکړل شي؛ څو د راتلونکي مالي کال د بودجې وړاندیزونه ورسره شریک او د هغه مشورې ترلاسه کړي.
هغه وویل، د خیبر پښتونخوا حکومت د عمران خان د سیاسي نفوذ او ولسي ملاتړ پر بنسټ واک ته رسېدلی او له همدې امله د بودجې په مهمو پرېکړو کې د هغه نظر اخیستل اړین دي.
د یادونې وړ ده، چې نوموړي له عمران خان سره د لیدنې د اجازې ترلاسه کولو لپاره د اسلام‌اباد سترې محکمې ته عریضه وړاندې کړي.
نوموړي ادعا وکړه، چې عمران خان لاهم په محدودو شرایطو کې ساتل کېږي او باید د خپلو شخصي ډاکټرانو تر څار لاندې د شفا نړۍوال روغتون کې د درملنې اسانتیا ورته برابره شي.
هغه همداراز د عمران خان له کورنۍ، د ګوند له مشرانو او شخصي ډاکټرانو سره د لیدنو پر دوامداره بندیز اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل، چې دغه وضعیت د شکونو او اندېښنو لامل ګرځي.

ترویج لرونکی

ایټالیا کې ژغورل شوی افغان: د مزدورۍ پیسو د غوښتلو له امله یې اور را واچاوه
۱

ایټالیا کې ژغورل شوی افغان: د مزدورۍ پیسو د غوښتلو له امله یې اور را واچاوه

۲

د طالبانو چاپېریال ساتنې ادارې د ملګرو ملتونو د درول شویو پروژو د بیا پیلولو غوښتنه کړې

۳

د طالب غړو خپل‌سرې محکمې؛ کونړ کې یوه طالب وسله‌وال د خواله رسنیو یو فعال وهلی

۴
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له جهاده تر سیاسي معاملو؛ د طالبانو او جهادي ډلو د روایت تاریخي تضاد

۵

انډیا ټوډې: روسیه د طالبانو لپاره په یوه مهم ستراتیژیک شریک بدلېږي

•
•
•

نور کیسې

په جنوبي کوریا کې ټاکنې؛ واکمن ګوند په سیمه‌ییزو ټاکنو کې اکثریت څوکۍ ګټلي

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۴ جون ۲۰۲۶، ۰۱:۴۰ GMT+۱
په جنوبي کوریا کې ټاکنې؛ واکمن ګوند په سیمه‌ییزو ټاکنو کې اکثریت څوکۍ ګټلي
100%

د جنوبي کوریا د ولسمشر لی جې-میونګ واکمن ډیموکراټیک ګوند د سیمه‌ییزو ټاکنو په لومړنیو پایلو کې د اکثریت څوکۍ ګټلې دي، خو په ورته وخت کې د پلازمېنې سیول ښاروالۍ د مهمې څوکۍ د بایللو له ګواښ سره مخ شوی دی.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د پنجشنبې په ورځ د رایو د لومړنیو شمېرنو پایلې ښيي چې ډیموکراټیک ګوند په عمومي ډول په سیمه‌ییزو ټاکنو کې قوي بریا ترلاسه کړې، خو د سیول ښاروالۍ سیالي لا هم تر سختې لانجې لاندې ده.

په سیول کې د اپوزیسیون د خلکو ځواک ګونداوسنی ښاروال او سې-هون د بریا نږدې اعلان شوی، او ویل کېږي چې هغه د ډیموکراټیک ګوند له سیال چونګ وون-او څخه په ډېر لږ توپیر مخکې دی.

د راپور له مخې، د رای پاڼو د کمښت په اړه د رامنځته شوې لانجې له امله د سیول ښاروالۍ سیالي تر ټولو مهمه او حساسه برخه ګڼل کېږي، چې پایلې یې لا هم نهایي شوې نه دي.

د ټاکنو شنونکي وايي که څه هم د ولسمشر د ګوند بریا په سیمه‌ییزو ټاکنو کې د هغه د سیاسي نفوذ د پیاوړتیا نښه ده، خو د سیول ښاروالۍ له لاسه ورکول کولی شي د واکمن ګوند لپاره مهم سیاسي او سمبولیک زیان وي.

ټاکل شوې چې د رایو وروستۍ شمېرنې او رسمي پایلې په راتلونکو ساعتونو کې اعلان شي.

امریکا د لبنان او اسراییل ترمنځ د اوربند د هوکړې اعلان وکړ

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۴ جون ۲۰۲۶، ۰۱:۱۳ GMT+۱
امریکا د لبنان او اسراییل ترمنځ د اوربند د هوکړې اعلان وکړ
100%

د امریکا متحده ایالاتو اعلان کړی، چې لبنان او اسراییل د اوربند پر یوه هوکړه سلا شوي دي. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دغه خبر د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره اعلان شوی دی.

د راپور له مخې، دا هوکړه په واشنګټن کې له ترسره شویو ډیپلوماتیکو خبرو اترو وروسته شوې او موخه یې د دواړو لورو ترمنځ د پوځي تاوتریخوالي او سرحدي نښتو کمول دي.

امریکايي چارواکو ویلي چې دغه اوربند د سیمه‌ییز ثبات د ټینګښت او د شخړو د پراخېدو د مخنیوي لپاره د ډیپلوماتیکو هڅو پایله ده. خو تر اوسه د هوکړې د شرایطو او عملي میکانیزمونو په اړه نور جزییات نه دي خپاره شوي.

دا پرمختګ داسې مهال رامنځته کېږي چې په وروستیو میاشتو کې د لبنان او اسراییل ترمنځ سرحدي ترینګلتیا او پراخې نښتې زیاتې شوې وې. د دواړو لورو ترمنځ د راکټي بریدونو او پوځي عملیاتو له امله د سیمې د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې هم ډېرې شوې وې.

شنونکي باور لري چې که دا اوربند په عملي ډول پلی شي، کولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي په کمېدو او د سیمې د امنیتي وضعیت په ښه کېدو کې مهم رول ولوبوي.

تر اوسه د لبنان او اسراییل چارواکو د اوربند د هوکړې د جزییاتو په اړه جلا څرګندونې نه دي کړې، خو تمه کېږي چې په راتلونکو ورځو کې به د دې هوکړې د عملي کېدو څرنګوالي په اړه نور معلومات هم خپاره شي.

ایټالیا کې د افغان کډوالو د سوځېدو پېښه؛ لومړۍ وزیرې د څېړنو او عدالت د پلي کېدو خبر ورکړ

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۴ جون ۲۰۲۶، ۰۱:۰۷ GMT+۱
ایټالیا کې د افغان کډوالو د سوځېدو پېښه؛ لومړۍ وزیرې د څېړنو او عدالت د پلي کېدو خبر ورکړ
100%

د ایټالیا لومړۍ وزیره جورجیا ملوني په دې هېواد کې د درېیو افغان پناه‌غوښتونکو او یوه پاکستاني وګړي د ژوندي سوځول کېدو په غبرګون کې ویلي چې دغه «وېروونکي جنایت» سخت ټکان ورکړی او حکومت به یې عاملین د عدالت منګولو ته وسپاري.

هغې ویلي چې د دې پېښې شکمن کسان نیول شوي او دا اقدام د حقیقت د روښانېدو او د عدالت د تامین په لاره کې یو مهم ګام ګڼل کېږي.

ملوني د دوسیې پر جدي تعقیب ټینګار وکړ او ویې ویل: «په کالابریا کې د څلورو کرنیزو کارګرانو وحشیانه وژنې موږ ټول سخت حیران او خواشیني کړي یو. ایټالیا به د تاوتریخوالي او وحشت پر وړاندې هېڅکله شاتګ ونه کړي».

د ایټالیا لومړۍ وزیرې زیاته کړه چې د دې جنایت د ټولو اړخونو روښانول او عاملانو ته سزا ورکول د حکومت له مهمو لومړیتوبونو څخه دي. هغې وویل چې د جنايي پلټونکو له خوا راټول شوي شواهد او اسناد، د پېښې د ځای د امنیتي کمرې د انځورونو په ګډون، د تورنو کسانو د پېژندلو او نیولو لامل شوي دي.

د قضیې مسئول څارنوال الیساندرو دآلسیو د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل: «د خپل ۳۰ کلن کاري ژوند په اوږدو کې مې هېڅکله دومره بې‌رحمي او قساوت نه دی لیدلی».

د ایټالیايي رسنیو د راپورونو له مخې، دغه پېښه د ایټالیا په سوېل کې د کوزنزا ولایت د آمندولارا ښار په سیمه کې رامنځته شوې ده. قربانیان څلور تنه کډوال کارګران وو او هویتونه یې هم تثبیت شوي دي.

په قربانیانو کې درې افغان پناه‌غوښتونکي شامل دي چې امین افضل خوګیاڼی (۲۸ کلن)، صفي ایجاد (۲۷ کلن) او عصمت‌الله قائمي (۱۹ کلن) و. څلورم قرباني ۲۹ کلن پاکستانی وګړی وسیم خان و. ټول دغه کسان د کرنې په برخه کې په کار بوخت وو.

راپورونه ښيي چې دوه ۳۲ کلن پاکستانیان، چې د کډوالو کارګرانو د استثمار په تور تورن دي، د هغه موټر دروازې چې کارګران پکې سپاره وو، قلف کړې، پرې یې پټرول شیندلي او وروسته یې موټر اور ته اچولی دی. د څلورو قربانیانو سوځېدلي جسدونه وروسته د تېلو د یوه پمپ ترڅنګ د هماغه موټر دننه وموندل شول.

د دې پېښې جزییات تاج‌محمد، هغه افغان پناه‌غوښتونکي رسنیو ته بیان کړي چې له دې پېښې ژوندی ژغورل شوی دی. هغه ویلي چې د موټر د ښیښې په ماتولو سره یې ځان د اور له لمبو څخه راویستلی او تښتېدلی دی.

د نوموړي په وینا، کارګرانو تر یوې میاشتې زیات معاش نه و ترلاسه کړی او تورنو کسانو به هغوی د چړو او وسلو په زور کار ته اړ ایستل. هغه دا ادعا هم کړې چې یاد کسان د یوې داسې شبکې برخه دي چې له کډوالو کارګرانو ناوړه ګټه پورته کوي او هغوی استثماروي.

د راپورونو له مخې، دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې کارګرانو د رسمي قرارداد له نشتوالي او د استثماري شرایطو له امله د کار دوام ته غاړه کېنښوده.

د اته ساعته کار په بدل کې ۴۵ یورو

په ایټالیا کې د کډوالو د کار ځواک استثمار یوه اوږدمهاله ستونزه ده چې کله ناکله مرګونې پایلې هم لري. د «پلاچیدو ریزوتو څار بنسټ» د راپور له مخې، په ۲۰۲۳ کال کې شاوخوا ۳۰ سلنه کرنیز کارګران په غیرقانوني او غیررسمي ډول په کار بوخت وو.

دې پېښې یو ځل بیا په ایټالیا کې د «کاپورالاتو» په نوم نظام ته پام رااړولی دی؛ هغه سیستم چې پکې دلالان او ناقانونه شبکې، په ځانګړې توګه د ایټالیا په سوېلي سیمو کې، د کډوالو له کاري ځواک څخه ناوړه ګټه اخلي.

د ایټالیا د کارګرانو ټولنه وایي چې په دغه هېواد کې له ۲۰۰ زرو زیات کډوال کارګران له قانوني اسنادو پرته کار کوي او د قانوني ملاتړ د نشتوالي له امله د استثمار، تاوتریخوالي او جبري کار له ګواښ سره مخ دي.

د بشري حقونو بنسټونو هم له جورجیا ملوني حکومت څخه غوښتي چې د ورته پېښو له رامنځته کېدو وروسته یوازې لنډمهالي اقدامات ونه کړي، بلکې د دې ستونزې د بنسټیز حل لپاره جدي او دوامدار ګامونه پورته کړي.

د افغانستان د څېړونکو شبکه: چاپېریالي ناورین د خلکو له ژوند سره کلک تړاو لري

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۴ جون ۲۰۲۶، ۰۰:۲۴ GMT+۱
د افغانستان د څېړونکو شبکه: چاپېریالي ناورین د خلکو له ژوند سره کلک تړاو لري
100%

د افغانستان د څېړونکو شبکه وایي، چې په هېواد کې د چاپېریال ناورین له وچکالۍ، سېلابونو، د اوبو له کمښت، ککړتیا، خوراکي ناامنۍ او پر ښارونو له زیات فشار سره تړلی دی او اغېزې به یې په راتلونکو کلونو کې د افغانستان د خلکو پر ژوند سیوری وغوړوي.

په هغه راپور کې چې د چهارشنبې په ورځ، د غبرګولي په ۱۳مه، د دغې څېړنیزې ادارې له لوري خپور شوی، راغلي چې د اوبو کمښت اوس یوازې د فراه او نیمروز په څېر د وچو ولایتونو ستونزه نه ده، بلکې د افغانستان ډېر ښارونه هم له دې کړکېچ سره مخ دي.

راپور زیاتوي چې که څه هم تر ۲۰۳۰ کال پورې د کابل د ځمکنیو اوبو د بشپړېدو اټکل نړیوال پام ځان ته اړولی، خو یوازې کابل نه، بلکې د افغانستان نور ښارونه هم د اوبو له جدي بحران سره لاس او ګرېوان دي.

د افغانستان د څېړونکو شبکې په وینا، د هېواد په بېلابېلو ښارونو کې د اوبو نلونه وچېږي، څاګانې لا ژورې کیندل کېږي او دولتي ادارې د اوبو د مخ پر زیاتېدونکې غوښتنې او د خلکو د اړتیاوو د پوره کولو د کمزوري توان له امله تر سخت فشار لاندې دي.

خو په همدې راپور کې ویل شوي چې د کرنیز اقلیم متخصصینو د غنمو لپاره، چې د افغانستان اصلي کرنیز محصول ګڼل کېږي، نسبتاً مثبت راتلونکی اټکل کړی دی. د راپور له مخې، د وچکالۍ پر وړاندې د مقاومو تخمونو پراخ وېش د دې لامل شوی چې د هېواد په کچه د غنمو حاصلات زیات شي.

د افغانستان د څېړونکو شبکې ویلي چې د هېواد خوراکي نظام له مخ پر زیاتېدونکي فشار سره مخ دی. کورني حاصلات نه کافي دي او نه هم په یوشانډول ترلاسه کېږي، او د سوداګرۍ لارې هم په وروستیو کلونو کې څو ځله بدلې شوې دي.

په راپور کې راغلي چې د پسرلي بارانونه د غنمو د ښه حاصل لپاره کافي وو، خو د اقلیمي بحران اوږدمهاله حقیقت او پرله‌پسې وچکالۍ لا هم ویجاړوونکې اغېزې لري.

راپور وایي، سره له دې چې افغانستان د نړۍ د ککړونکو ګازونو په تولید کې ډېره کمه ونډه لري، خو بیا هم د اقلیمي بدلونونو له امله له مخ پر زیاتېدونکو اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره مخ دی.

د راپور له مخې، اقلیمي پېښې لکه سېلابونه، وچکالۍ، د ځمکې ښوېدل، واورین ښوېدنې او سختې تودوخې هر کال د افغانستان اقتصاد ته په عادي کلونو کې شاوخوا ۵۵۰ میلیونه ډالره او د سختې وچکالۍ په کلونو کې نږدې درې میلیارده ډالره زیان اړوي.

دغه راپور د هوا ککړتیا ته هم اشاره کوي او لیکي چې د کابل ژمي له خفه کوونکي لوګي سره مل وي، ځکه خلک د خپلو کورونو د تودولو لپاره سکاره، لرګي او آن پلاستیک سوځوي او له زړو موټرو څخه کار اخلي.

خو راپور زیاتوي چې په افغانستان کې تر ټولو خرابه هوا په کابل کې نه، بلکې د هېواد په سوېل لوېدیځو او شمالي سیمو کې لیدل کېږي.

په راپور کې دا هم راغلي چې ککړتیا یوازې د هوا ستونزه نه ده. په ښارونو کې د فاضله اوبو پرانیستي کانالونه په کوڅو کې بد بوی خپروي، غیرمعیاري سپټیک څاګانې د ځمکې لاندې اوبه ککړوي او کثافات پر وخت نه راټولېږي.

راپور همدارنګه د غږیزې ککړتیا ستونزې ته اشاره کوي او وایي چې د ورځې له خوا د پلورونکو د لوډسپیکرونو لوړ غږونه او د شپې له خوا د کوڅه‌ډبو سپیو غپا د خلکو پر ورځني ژوند منفي اغېز کوي.

د امریکا استازو جرګې د ایران جګړې په اړه د ټرمپ د واکونو محدودولو طرحه تصویب کړه

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳ جون ۲۰۲۶، ۲۳:۰۴ GMT+۱
د امریکا استازو جرګې د ایران جګړې په اړه د ټرمپ د واکونو محدودولو طرحه تصویب کړه
100%

د امریکا د استازو جرګې یو پرېکړه لیک تصویب کړی چې موخه یې د ایران اسلامي جمهوریت پر وړاندې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جګړې واکونه محدودول او د دې جګړې پای ته رسول دي.

دغه پرېکړه لیک چې د ډیموکراتانو له‌خوا وړاندې شوی و، په واشنګټن کې د کانګرس د غړو ترمنځ د روانې جګړې په تړاو د اندېښنو د زیاتېدو ښکارندویي کوي.

په دې رایه اچونه کې ۲۱۵ استازو موافق او ۲۰۸ تنو مخالفه رایه ورکړه، چې په پایله کې یې د ولسمشر ټرمپ پرېکړو ته په کانګرس کې یو بل زیان ورسېد. په دغو موافقو رایو کې څلورو جمهوري غوښتونکو استازو هم د ډیموکراتانو په پلوۍ رایه ورکړې ده، چې دا په جرګه کې د ټرمپ د ګوند د لږ اکثریت سره سره یو مهم پرمختګ بلل کېږي.

دا پرېکړه لیک تر ډېره سمبولیک بڼه لري، ځکه چې د پلي کېدو لپاره باید د امریکا د سنا مجلس لخوا هم تصویب شي. همدارنګه، د دې لپاره چې دا طرحه د ولسمشر ټرمپ د احتمالي او باوري ویټو څخه وژغورل شي، په دواړو مجلسونو کې د غړو د درېیمې برخې اکثریت رایو ته اړتیا شته.

تر دې وړاندې د جګړې د واکونو د محدودولو درې نور پرېکړه لیکونه د استازو په جرګه کې له ماتې سره مخ شوي وو. خو تېره میاشت د امریکا سنا مجلس په یوه جلا خو ورته اقدام کې، له اوو ناکامو هڅو وروسته، د رایې اچونې له لارې ورته طرحه مخته یووړه.

د امریکا او ایران اسلامي جمهوریت ترمنځ دغه جګړه په داسې حال کې روانه ده چې په جېنوا او اسلام‌اباد کې د دواړو لوریو ترمنځ غیرمستقیمې او مستقیمې خبرې اترې له ماتې سره مخ شوې دي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې وروستیو کې ویلي چې واشنګټن غواړي د ایران د غني شویو یورانیمو د لېږدولو موضوع په جدي توګه تعقیب کړي، خو د تهران او واشنګټن ترمنځ د غني کولو د کچې پر سر اختلافاتو دغه کړکېچ لا پسې زیات کړی دی.