دغه بنسټ ویلي، د امریکا د کورني امنیت وزارت د جون په پنځمه هغه مقرره خپره کړې چې له مخې یې د افغان پناهغوښتونکو او بشري ویزه لرونکو کسانو لپاره د کار جواز ترلاسه کول او نوي کول له سختو محدودیتونو سره مخ کېږي. د افغان ایواک په وینا، دا مقرره په ځانګړې توګه هغه افغانان په نښه کوي چې د «ښه راغلاست» او ورته پروګرامونو له لارې امریکا ته انتقال شوي دي.
د بنسټ د معلوماتو له مخې، د نوې طرحې له مخې به یوازې نیول کېدل، حتا که محکومیت هم ورسره نه وي، د کار جواز د ردولو لپاره کافي دلیل وګڼل شي. همداراز، هغه افغانان چې د کار جواز د تمدید غوښتنه کوي، باید د داسې کار ورکوونکي لپاره کار وکړي چې د «E-Verify» سیسټم غړی وي؛ هغه شرط چې د ګڼو افغانانو د دندو د له لاسه ورکولو لامل کېدای شي.
افغان ایواک ویلي چې د دې مقرراتو له مخې به د کار جواز موده یو کال ته محدوده شي او که د بشري ویزې د تمدید بهیر وځنډېږي یا رد شي، د کار جواز به هم په اوتومات ډول پای ته ورسېږي.
بنسټ ټینګار کړی چې دا یوازې یوه وړاندیز شوې مقرره ده او لا تراوسه وروستۍ شوې نه ده. د عامه نظرونو د وړاندې کولو موده د ۲۰۲۶ کال د اګست تر څلورمې دوام لري او د امریکا حکومت مکلف دی چې د خلکو او اغېزمنو لورو نظرونه وارزوي.
افغان ایواک په خپل بیان کې ویلي: «دا عادي اداري بدلون نه دی، بلکې یوه هدفي تګلاره ده چې که تصویب شي، زرګونه افغان متحدین به د قانوني کار کولو له حقه محروم کړي.»
دغه بنسټ زیاته کړې چې ډېری افغانان چې د «اپریشن الایز وېلکم» له لارې امریکا ته رسېدلي، د بشري پارول تر چتر لاندې ژوند کوي او همدا ډله د نوې طرحې اصلي هدف بلل کېږي.
افغان ایواک ویلي چې د امریکا د کورني امنیت وزارت خپله اټکل کړی چې د دې مقرراتو له امله اغېزمن کارکوونکي ښايي هر کال تر ۲،۹ میلیاردو ډالرو پورې د معاشونو له زیان سره مخ شي، چې پایلې به یې پر کورنیو، ټولنیزو بنسټونو او مرستندویه ادارو هم ولویږي.
بنسټ همداراز یادونه کړې چې د امریکا د مهاجرت اساسي قوانین نه دي بدل شوي او که دا مقرره په اوسني شکل تصویب شي، تمه ده چې پر وړاندې یې حقوقي دعوې او قضايي ننګونې راپورته شي.
افغان ایواک له هغو افغانانو چې اوس د کار قانوني جواز لري غوښتي چې د خپل وضعیت په اړه د کډوالو اړوند مسلکي وکیلانو سره سلا مشوره وکړي، ځکه د مقرراتو وروستۍ بڼه لا نه ده ټاکل شوې.