ګریس منګ وپوښتل: «ولې د سویلي افریقا د ۱۷زره او ۵۰۰ سپینپوستو لپاره چې له امریکا سره هېڅ اړیکه نهلري سره غالۍ هواروو؛ خو ۱۱۰۰ افغان متحدین چې زموږ د هېواد لپاره یې خپل ژوند له ګواښ سره مخ کړی و، پرېښي دي؟»
مارکو روبیو د ټرمپ د ادارې د سیاست په دفاع کې وویل، چې د سویلي افریقا سپینپوستي په امریکا کې د ژر جذبېدو او بریالي کېدو لوړه وړتیا لري. هغه وویل: «موږ ارزونه کړې، چې د سویلي افریقا د خلکو له یوې ځانګړې ډلې څخه امریکا ته د کډه کېدو ریښتینه لېوالتیا شته او د دې احتمال هم ډېر دی چې هغوی به ژر زموږ له ټولنې سره عیار او بریالي شي».
روبیو دغه پروګرام د کډوالو د بیا مېشتېدو یو لنډمهاله پلان وباله او زیاته یې کړه:«دا د امریکا د ملي ګټو برخه ده، چې داسې کسان ومنو چې وکولای شي په چټکۍ سره زموږ په ټولنه کې مدغم شي».
خو ګریس منګ په ځواب کې وویل، دغه پرېکړه په داسې حال کې شوې چې شاوخوا ۱۱۰۰ افغانان چې پخوا یې له امریکايي ځواکونو سره همکاري کړې وه؛ له څه باندې یو کال راهیسې په قطر کې له ناروښانه برخلیک سره مخ دي.
هغې دا هم وویل، ان داسې ګونګوسې خپرې شوې وې چې ښايي دغه افغانان د کانګو دیموکراتیک جمهوریت ته ولېږدول شي؛ هغه هېواد چې د اېبولا ناروغۍ له خپرېدو سره مخ و.
ګریس منګ ټینګار وکړ، دغه افغانان چې پهکې د امریکايي ځانګړو ځواکونو ژباړن، همکاران او د فعالو امریکايي سرتېرو د کورنیو غړي شامل دي؛ لا له وړاندې په امریکايي ټولنو کې مدغم شوي، مالیه ورکوي او امریکا باید له دوی سره خپله کړې ژمنه پوره کړي.
ګریس منګ زیاته کړه: «د ټولنې سره عیارېدل ځواب نهدی. دا یو پټ تبعیضي پیغام او ناسم کار دی». د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د سېشنبې په ورځ وویل، چې په اوسنیو شرایطو کې هېڅ افغان پناه غوښتونکی امریکا ته د ننوتو اجازه نهلري.
هغې د قطر د سیلیه پنډغالي د افغان پناه غوښتونکو د برخلیک په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې دغه کسان به په نورو خوندي هېوادونو کې مېشت کړای شي. همدارنګه سناتور کریس کونز په همدې غونډه کې وویل، شاوخوا ۱۱۰۰ پخواني افغان همکاران چې ۴۰۰ ماشومان او د امریکايي پوځیانو د کورنیو ۱۵۰ غړي پهکې شامل دي؛ لاهم په قطر کې په ناروښانه وضعیت کې پاتې دي.
هغه خبرداری ورکړی، چې ښايي دغه کسان بېرته افغانستان ته واستول شي یا داسې هېوادونو ته ولېږدول شي لکه د کانګو دیموکراتیک جمهوریت چې د اېبولا ویروس له خپرېدو سره مخ دی.
دغه ډیموکرات سناتور د امریکا له بهرنیو چارو وزیر وغوښتل، چې د دغه کسانو، په ځانګړي ډول د امریکايي پوځیانو د کورنیو غړو د لېږد لپاره له کانګرس سره همکاري وکړي. خو مارکو روبیو په ځواب کې وویل: «زه داسې ژمنه نهشم کولی. لومړی دا چې د ملي ګارد پر غړو د تېرکال له برید وروسته یو اجرایوي فرمان صادر شوی دی؛ نو اوسمهال موږ هېڅ افغان هېواد ته نهشو داخلولای».
روبیو زیاته کړه، امریکا له څو هېوادونو سره د دغه افغانانو د منلو په اړه خبرې کړې دي او لږ تر لږه پنځه هېوادونه چمتو دي چې د دغه پناه غوښتونکو یوه برخه ومني.