د برېتانیا درې شاهي سمندري ځواکونه د یوې پوځي چورلکې پرېوتو له امله مړه شوي

د برېتانیا درې شاهي سمندري ځواکونه د یوې پوځي چورلکې پرېوتو له امله مړه شوي دي. دغه مرګونې پېښه د چورلکې د تمرین پرمهال رامنځته شوې. د برېتانیا لومړي وزیر کېیر سټارمر په یوه پیغام کې دغه پېښه خورا غمجنه وبلله او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړه.
د برېتانیا د ملکي هوايي چلند ادارې په وینا؛ د دفاعي پېښو د څېړنو څانګې د چورلکې پرېوتو د اصلي لامل معلومولو لپاره څېړنې پیل کړې دي.
