• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ډونالډ ټرمپ: د ایران نږدې ټول پوځي ظرفیت او د رهبرۍ جوړښت مو له منځه وړی

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۴ جون ۲۰۲۶، ۲۳:۵۵ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې متحده ایالاتو د ایران د حکومت د پوځي وړتیاوو او رهبرۍ جوړښت ته سخت زیان رسولی او ادعا یې کړې چې د ایران سمندري او هوايي ځواکونه نور اغېزناک نه دي پاتې.

ټرمپ دا څرګندونې د سپینې ماڼۍ د کابینې په غونډه کې وکړې او د روانو خبرو اترو او د هرمز تنګي د وضعیت په اړه یې وویل چې د هر احتمالي هوکړې یو مهم اصل د هرمز تنګي سمدستي پرانیستل او د بېړیو د تګ راتګ خوندي کول دي.

هغه ټینګار وکړ چې امریکا به «هم د جګړې په ډګر او هم د ډیپلوماسۍ په ډګر کې» بریالۍ شي. ټرمپ ادعا وکړه چې د ایران پوځي ځواک په پراخه کچه کمزوری شوی او زیاته یې کړه: «هغوی نور اغېزمن سمندري او هوايي ځواک نه لري. موږ د هغوی نږدې ټول پوځي ظرفیت او د رهبرۍ جوړښت له منځه وړی دی.»

د امریکا ولسمشر د دې پوښتنې په ځواب کې چې که د ایران حکومت له خوا امریکايي ځواکونه ووژل شي، ایا جګړه بیا پیل کېدای شي، وویل چې دا ډول اقدام به د نوي پوځي غبرګون لپاره کافي دلیل وي او امریکا به په هغه صورت کې «ډېر ژر» ځواب ورکړي.

ټرمپ د ایران د غني شویو یورانیمو د زېرمو په اړه هم وویل چې واشنګټن یو وخت د دغو موادو د انتقال امکان ارزولی و، خو د امریکايي ځواکونو د اوږدمهاله حضور اړتیا له امله یې له دې طرحې تېر شو. د هغه په وینا، امریکا لا هم دغو موادو ته د لاسرسي وړتیا لري.

نوموړي زیاته کړه چې متحده ایالات د پرمختللو څارنیزو سیسټمونو او فضايي امکاناتو په وسیله ټولې اړوندې سیمې تر بشپړې څارنې لاندې لري او هر ډول تحرکات تعقیبوي.

ټرمپ د مجتبی خامنه یي سره د احتمالي لیدنې په اړه هم وویل چې شخصاً ورته لېوالتیا نه لري او داسې وړاندیز یې هم نه دی کړی، خو که دا ډول لیدنه ترسره شي، نو په درناوي به ورسره چلند وکړي.

ترویج لرونکی

ایټالیا کې ژغورل شوی افغان: د مزدورۍ پیسو د غوښتلو له امله یې اور را واچاوه
۱

ایټالیا کې ژغورل شوی افغان: د مزدورۍ پیسو د غوښتلو له امله یې اور را واچاوه

۲

د طالبانو چاپېریال ساتنې ادارې د ملګرو ملتونو د درول شویو پروژو د بیا پیلولو غوښتنه کړې

۳

متقي: موږ ۲۰ کاله له ۵۰ هېوادونو سره جنګېدلي یو اوس دا توقع نه‌لرو چې پر موږ ګلان وشیندي

۴

قرغیزستان او قزاقستان له افغانستان نه د قاچاق کېدونکو نشه‌يي توکو د بانډ نیولو خبر ورکړی

۵

ټرمپ ومنله چې له نتنیاهو سره په ټیلیفوني خبرو کې یې هغه «لیونی» بللی

•
•
•

نور کیسې

پوتین ته پرانیستی لیک؛ د اوکراین ولسمشر د جګړې پای ته رسولو لپاره د مذاکراتو وړاندیز کړی

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۴ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۵۱ GMT+۱
پوتین ته پرانیستی لیک؛ د اوکراین ولسمشر د جګړې پای ته رسولو لپاره د مذاکراتو وړاندیز کړی
100%

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته په یوه پرانیستي لیک کې د څلور کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره د مستقیمو خبرو اترو وړاندیز کړی او خبرداری یې ورکړی چې که داسې ونه شي، کېیف مبارزې ته چمتو دی.

د اوکراین د ولسمشرۍ دفتر ویلي چې دغه لیک د امریکا په ګډون یو شمېر نورو هېوادونو ته هم استول شوی دی.

ولادیمیر زیلنسکي په خپل لیک کې لیکلي چې د روسیې اکثریت خلک د اوکراین د توغندیزو او ډرون بریدونو، انفلاسیون او د تېلو له کمښت څخه ستړي شوي او سولې ته چمتو دي. هغه زیاته کړې، دا چې د امریکا متحده ایالات دا مهال په ایران کې پر روانې جګړې تمرکز کوي، نو دا به لویه تېروتنه وي چې دوی یوازې په اروپا کې جګړې ته د واشنګټن د پاملرنې بېرته راګرځېدو ته انتظار وباسي.

د اوکراین ولسمشر ټینګار کړی چې د سولې لاره باید له لومړۍ کرښې څخه پیل شي او د خبرو اترو د جریان لپاره یې د بشپړ اوربند غوښتنه کړې ده. نوموړي د دغې لیدنې لپاره د مشخصې نېټې د ټاکلو وړاندیز کړی او د سویس، ترکیې او یو شمېر عربي هېوادونو نومونه یې د احتمالي کوربه په توګه یاد کړي دي.

زیلنسکي د روسیې ولسمشر ته په خطاب کې لیکلي چې له دې جګړې څخه د وتلو لپاره له ګام اخیستلو مه وېرېږئ او که چېرې پوتین په شخصي توګه د جګړې د پای ته رسولو پرېکړه ونه کړي، اوکراین به د خپلې بقا لپاره جګړې ته دوام ورکړي. په مسکو کې کرملین ماڼۍ اعلان کړی چې د زیلنسکي لیک یې لیدلی او په دې اړه به ولادیمیر پوتین ته معلومات ورکړل شي.

دا پرانیستی لیک په داسې حال کې خپرېږي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په تازه څرګندونو کې ویلي چې د اوکراین په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرامپ د سولې وړاندیزونه کولای شي روانې جګړې ته د پای ټکی کېږدي، خو په ورته وخت کې یې ټینګار کړی چې کېیف هم باید په دې برخه کې یو لړ جوړجاړیو ته غاړه کېږدي.

د ایستل‌شویو افغانانو د الوتنې لغوه؛ طالبان جرمني کې د نورو ډیپلوماتانو د ملنو غوښتنه کوي

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۴ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۰۰ GMT+۱
د ایستل‌شویو افغانانو د الوتنې لغوه؛ طالبان جرمني کې د نورو ډیپلوماتانو د ملنو غوښتنه کوي
100%

طالبانو هغه الوتنه لغوه کړې چې ټاکل شوې وه، له جرمني څخه ایستل شوي افغان کډوال کابل ته ولېږدوي. د جرمني «اېن‌ډي‌ار» په نوم خبري اژانس د رسمي سرچینو له قوله راپور ورکړی چې دا اقدام په جرمني کې د طالبانو د ډیپلوماتیک حضور د پراخولو لپاره د دغې ډلې د هڅو یوه برخه ده.

د راپور له مخې، ټاکل شوې وه تېره اوونۍ یوه الوتکه چې افغان ایستل شوي کډوال یې لېږدول، له جرمني څخه کابل ته ولاړه شي، خو طالبانو د الوتنې له ترسره کېدو لږ مخکې د هغې جواز لغوه کړ. ډیپلوماتیکو سرچینو اېن‌ډي‌ار ته ویلي چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د دې پرېکړې لامل په جرمني کې د خپلو ډیپلوماتانو کموالی بللی دی.

طالبانو استدلال کړی چې له جرمني څخه د افغان وګړو د منظم ایستلو په بهیر کې د همکارۍ لپاره په دغه هېواد کې لا ډېرو کارکوونکو او استازو ته اړتیا لري. دا مهال یوازې دوه طالب استازي په جرمني کې رسمي اعتبارلیکونه لري.

د افغانستان یو شمېر پخوانیو ډیپلوماتانو اېن‌ډي‌ار سره خبرو کې وایي چې د جرمني حکومت په دې موضوع کې د طالبانو له فشار سره مخ دی. د جرمني د بهرنیو چارو او کورنیو چارو وزارتونو تر اوسه د دې رسنۍ پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی، خو راپور یې هم نه دی رد کړی.

اېن‌ډي‌ار همدارنګه د طالبانو په اړه د جرمني د بهرنیو چارو او کورنیو چارو وزارتونو ترمنځ د نظر اختلاف ته اشاره کړې ده. د راپور له مخې، د جرمني د بهرنیو چارو وزارت غواړي چې د طالبانو پر وړاندې سخت دریځ غوره شي، خو د جرمني د کورنیو چارو وزیر الیکسانډر ډوربینټ اندېښنه لري چې پر طالبانو د فشار زیاتېدل به د افغان کډوالو د ایستلو بهیر له ستونزو سره مخ کړي.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویاند یادې رسنۍ ته ویلي چې حکومت افغانستان ته د منظمې بېرته ستنولو د زمینې برابرولو لپاره د اړوندو ادارو ترمنځ نږدې او د باور وړ همغږي لري. هغه په ورته وخت کې د حکومت دننه د احتمالي اختلافونو په اړه له څرګندونو ډډه کړې ده.

طالبانو له ۲۰۲۴ کال راهیسې په جرمني کې د افغانستان د پخواني حکومت د ټاکل شویو ډیپلوماتانو د لرې کولو بهیر پیل کړی او هڅه یې کړې چې د افغانستان پر ډیپلوماتیکو استازولیو بشپړ کنټرول ترلاسه کړي. د افغانستان سفارت په برلېن او د افغانستان کونسلګرۍ په بون کې اوس د طالبانو د استازو له‌خوا اداره کېږي.

راپور زیاتوي چې طالبان د افغان کډوالو د ایستلو موضوع د یوې سیاسي او ډیپلوماتیکې وسیلې په توګه کاروي، څو په جرمني کې خپل ډیپلوماتیک دریځ پیاوړی کړي او د افغانستان پر استازولیو خپل نفوذ نور هم پراخ کړي.

اوکراین د سویډني جنګي الوتکو «ګریپن» د پېرلو تړون لاسلیک کړ

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۴ جون ۲۰۲۶، ۲۰:۲۱ GMT+۱
اوکراین د سویډني جنګي الوتکو «ګریپن» د پېرلو تړون لاسلیک کړ
100%

اوکراین د سویډن له حکومت سره د «ګریپن» جنګي الوتکو د پېرلو لوی تړون لاسلیک کړی او اعلان یې کړی چې دا الوتکې به د دغه هېواد د هوايي ځواک د ملا تیر جوړ کړي. چې تمه ده ګریپن به د روسیې پر وړاندې جګړه کې د لومړی ځل لپاره وازمویل شي.

د اوکراین حکومت د اروپايي ټولنې له ۹۰ میلیارده یورويي پور څخه ۲،۵ میلیارده یورو د ۲۰ نوو ګریپن جنګي الوتکو د پېرلو لپاره ځانګړي کړي دي. سربېره پر دې، ټاکل شوې چې سویډن اوکراین ته د دغو الوتکو ۱۶ پخوانۍ نمونې هم وسپاري، څو د اوکراین د ښارونو او حیاتي تاسیساتو هوايي دفاع نوره هم پیاوړې شي.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي تېره اوونۍ د سویډن له لومړي وزیر اولف کریسټرسن سره د تړون د لاسلیک پر مهال وویل: «موږ دغو الوتکو ته اړتیا لرو او دا زموږ لپاره د اوکراین په دفاعي تاریخ کې یوه نوې پاڼه ده.»

د راپور له مخې، که د تړون ټول پړاوونه عملي شي، نو د اخیستل کېدونکو الوتکو شمېر ښايي ۱۵۰ ته ورسېږي. پوځي شنونکي باور لري چې ګریپن به په راتلونکو میاشتو کې د روسیې د هوايي او دفاعي سیسټمونو پر وړاندې خپلې وړتیاوې وازمويي.

د سویډن د دفاعي پوهنتون استاد او پوځي کارپوه یوهان هووینن ویلي: «دا به د هغو سیسټمونو پر وړاندې ازموینه وي چې دغه الوتکه په اصل کې د مقابلې لپاره جوړه شوې ده؛ یعنې د روسیې پر وړاندې.»

ګریپن که څه هم د امریکا د «اېف-۳۵» پرمختللې جنګي الوتکې په څېر د پټې الوتنې وړتیا نه لري، خو د جګړې په سختو شرایطو کې د عملیاتو ځانګړې وړتیاوې لري. دغه الوتکه کولای شي له لویو لارو، لنډمهاله هوايي ډګرونو او حتا له عادي سړکونو الوتنه او ناسته وکړي، هغه ځانګړنه چې د اوکراین د جګړې له شرایطو سره مناسبه بلل کېږي.

د اوکراین د دفاع وزارت د نړیوالو همکاریو مسؤول اولیکسي انتونیوک ویلي چې د اوکراین هوايي ځواک د ناټو د معیاري او خوندي هوايي اډو پر ځای له بېلابېلو لنډمهاله ځایونو څخه کار اخلي او ګریپن په دقیق ډول د همدې ډول عملیاتو لپاره طرحه شوې ده.

هغه زیاته کړې: «یوازې شپږ کسیزه ډله کولای شي الوتکه تر لسو دقیقو په کم وخت کې د بل ماموریت لپاره چمتو کړي، چې دا د جګړې په شرایطو کې یوه مهمه ګټه ده.»

د اوکراین چارواکي وايي، د ګریپن د عملیاتو لګښت هم د اېف-۳۵ په پرتله خورا کم دی او د اوږدې جګړې په شرایطو کې دا اقتصادي برتري ځانګړی اهمیت لري.

ولادیمیر پوتین: روسیه به اوکراین ته ماتې ورکړي

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۴ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۵۳ GMT+۱
ولادیمیر پوتین: روسیه به اوکراین ته ماتې ورکړي
100%

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې هېواد به یې که اړتیا شوه په جګړه کې اوکراین ته ماتې ورکړي، خو په ورته وخت کې چمتو دی چې د ډیپلوماسۍ له لارې دغه جګړه پای ته ورسوي او له خپل امریکایي سیال ډونالډ ټرمپ سره پر شویو هوکړو او جوړجاړي عمل وکړي.

پوتین چې د روسیې د کلني اقتصادي فورم په څنډه کې د بهرنیو رسنیو له مدیرانو سره خبرې کولې، داسې هېڅ نښه ونه ښودله چې ګواکې د اوکراین د ختیځ ډونباس سیمې د پاتې برخو د لاندې کولو په اړه یې په خپل دریځ کې بدلون راوستی وي.

هغه وویل چې اوسمهال روسي ځواکونو د لوهانسک سیمه سل سلنه او د ډونېڅک د سیمې څه باندې ۸۵ سلنه خاوره تر خپل کنټرول لاندې راوستې ده او د دوی پوځي عملیات هره ورځ دوام لري.

د روسیې ولسمشر زیاته کړه چې مسکو په بشپړ ډول چمتو او لېواله دی چې له اوکراین سره د سولې له لارې هوکړې ته ورسېږي، خو ټینګار یې وکړ چې دا هوکړه باید د هغو روغو جوړو پر بنسټ وي چې په اینچوریج کې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په لیدنه کې ورباندې خبرې شوې وې. د پوتین په وینا، که اوکرایني لوری هم دغو جوړجاړیو ته غاړه کېږدي، نو روانه جګړه به په ډېرې اسانۍ او طبیعي توګه پای ته ورسېږي.

ولادیمیر پوتین همدارنګه په خپلو خبرو کې یادونه وکړه چې هېواد یې تراوسه د اوکراین پر وړاندې په حقیقي جګړه کې د خپل «اورېشنیک» په نوم نوی هایپرسونیک توغندی نه دی کارولی او یوازې د دغه توغندي ازموینې یې کړې دي. هغه وویل چې دا ازموینې د پایلو د ارزولو او په راتلونکي کې د ښاري اهدافو په ګډون د دغه توغندي د بشپړ کارولو په اړه د پرېکړې کولو په موخه ترسره شوې دي.

د اورېشنیک په نوم دا توغندی چې روسیه یې د اټومي سروکو د لېږدولو وړتیا لري، څه باندې ۵ زره کیلومتره واټن ویشتلی شي او لومړی ځل په ۲۰۲۴ کال کې د اوکراین پر وړاندې وکارول شو. پوتین تر دې وړاندې ادعا کړې وه چې د دغه توغندي شنډول او مخنیوی ناممکن دی، خو لوېدیځو کارپوهانو د روسیې دغه ادعا تر پوښتنې لاندې راوستې ده.

هغه توغندی چې افغانستان کې یې د شوروي هوايي ځواک کمزوری کړ اوس په اوکراین کې هم اغېزمن دی

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۴ جون ۲۰۲۶، ۱۷:۴۸ GMT+۱
هغه توغندی چې افغانستان کې یې د شوروي هوايي ځواک کمزوری کړ اوس په اوکراین کې هم اغېزمن دی
100%

د «اېف‌آی‌اېم-۹۲ سټېنګر» په نوم له اوږې توغول کېدونکی امریکايي هوايي دفاعي توغندی، چې شاوخوا څلور لسیزې وړاندې یې د افغانستان په جګړه کې د شوروي هوايي ځواک پر عملیاتو ژور اغېز کړی و، اوس په اوکراین کې هم د روسیې د هوايي ځواک پر فعالیتونو ورته اغېز ښودلی دی.

د «نشنل سیکیورټي» ژورنال د راپور له مخې، سي‌ای‌اې په ۱۹۸۶ کال کې افغان مجاهدینو ته د سټېنګر توغندیو ورکول پیل کړل. د دغو توغندیو د لومړۍ کارونې پر مهال پنځه توغندي وتوغول شول او شوروي درې «اېم‌ای-۲۴ هاینډ» جنګي چورلکې یې راوغورځولې. له دې وروسته شوروي هوايي ځواک د پخوا په څېر د افغانستان په فضا کې د ازاد فعالیت وړتیا له لاسه ورکړه.

ویل کېږي چې د ۱۹۸۷ کال تر نیمایي پورې د افغانستان د هوايي حریم نږدې نیمایي برخه د شوروي الوتکو له حضور څخه پاکه شوې وه. ځینې اټکلونه ښيي چې د جګړې پر مهال سلګونه شوروي چورلکې د سټېنګر توغندیو له امله له منځه ولاړې.

له سړې جګړې وروسته ګڼو پوځي شنونکو سټېنګر زوړ او له کاره لوېدلی سیستم باله، خو امریکا په وروستیو کلونو کې دا توغندی پرمختللی کړ او د کوچنیو بې‌پیلوټه الوتکو د ویشتلو وړتیا یې هم ورزیاته کړه.

کله چې روسیې په ۲۰۲۲ کال کې پر اوکراین یرغل وکړ، اوکرایني ځواکونو په زرګونو لوېدیځ ورکړل شوي سټېنګر توغندي وکارول. دغو توغندیو د روسیې چورلکې او ټیټ الوتونکې الوتکې اړې کړې چې په لوړو ارتفاعاتو کې الوتنې وکړي او یا د جګړې له لومړۍ کرښې لرې پاتې شي.

سټېنګر یو سپک او د یوه سرتېري له خوا د کارونې وړ توغندی دی چې د ټیټ ارتفاع الوتکو، چورلکو او بې‌پیلوټه الوتکو د ویشتلو لپاره جوړ شوی. دا توغندی د حرارتي نښو پر بنسټ هدف تعقیبوي او له توغولو وروسته د کاروونکي له لوري نورې لارښوونې ته اړتیا نه لري.

پوځي کارپوهان وايي، سره له دې چې د سټېنګر بنسټیزه ټکنالوژي د ۱۹۶۰مې لسیزې ده، خو د پرله‌پسې پرمختګونو له امله لا هم د هوايي ګواښونو پر وړاندې یوه اغېزناکه وسله بلل کېږي او په دوو بېلابېلو جګړو کې یې د روسي ځواکونو پر هوايي عملیاتو د پام وړ اغېز کړی دی.