هبت الله وايي چې له مخالفانو سره یې نه مخکې حساب کړی او نه یې اوس ورسره کوي
د طالبانو مشر مولوي هبت الله اخوندزاده د شمال لویدیځ او شمال ختیځ زون د ۹ ولایتونو له والیانو او چارواکو سره په لیدنه کې ویلي، کومه بښنه یې چې خپلو مخالفانو ته کړې، اوس هم دوی له هغوی سره حساب نه کوي.
نوموړي خپلو والیانو ته سپارښتنه کړې، چې دده فرمانونه خلکو ته ورسوي.
هبت الله اخوندزاده د افغانستان په شمال لویدیځ او شمال ختیځ کې د خپلې ډلې د ۹ ولایتونو له والیانو، د علماوو شورا رییسانو او د استیناف محکمې له رییسانو سره په کندهار کې د یوې ناستې پرمهال ویلي، دوی چې کومه ټولبښنه کړې، هغه یې د غچ اخېستنو د مخنیوي لپاره کړې او افغانستان باید په سوله کې واوسي.
نوموړي په خپلو خبرو کې د افغانستان په شمالي ولایتونو کې طالب چارواکي بښنې او د بدیو له منځه وړو ته هڅولي دي.
هبت الله ویلي، چې خپل جنګیالي یې د پخوانۍ ادارې له کارکوونکو نه د غچ اخېستنې له چارې راګرځولي، ځکه دده په وینا، هغوی وسلې کښېښودې او د همدې بښنې پر بنسټ حساب ورسره نه کیږي.
هبت الله زیاته کړې چې « دوی هم اسلحه کښېښوله، موږ هم عفوه ورته وکړه، بیا مو حساب نه دی ورسره کړی اوس یې هم نه ورسره کوو».
سوداګر او بڼوال وایي، یوازې د صادراتي لارو ستونزې د بازار د محدودېدو لامل شوې نهدي؛ بلکې د سړو خونو محدود ظرفیت، د ترانسپورټ لوړ لګښتونه، د پیسو د لېږد ستونزې او د سوداګرۍ په برخه کې اداري خنډونه هم د دوی پر فعالیتونو منفي اغېز کړی دی.
کندهاري انځر د افغانستان له مهمو صادراتي محصولاتو څخه دي او په سیمهییزو او نړۍوالو بازارونو کې ځانګړی ځای لري؛ خو د صادراتو پر وړاندې روان خنډونه د دې لامل شوي، چې د محصول ارزښت راکم شي او د تولیدوونکو او سوداګرو عواید زیانمن شي.
سوداګر وایي، که د افغانستان لپاره بدیلې او باثباته سوداګریزې لارې رامنځته نهشي او د صادراتو پر وړاندې شته خنډونه حل نهشي؛ نو د کندهار د انځرو سکتور به له لا جدي ستونزو سره مخ شي او د زرګونه هغه کورنیو اقتصاد به اغېزمن کړي، چې عاید یې له همدې محصول سره تړلی دی.
سوداګر او بڼوال له اړوندو ادارو غواړي، چې د صادراتي لارو د پرانیستې، د ترانزیټي ستونزو د حل، د سړو خونو د ظرفیت لوړولو او د نویو بهرنیو بازارونو د موندلو لپاره بېړني او عملي ګامونه پورته کړي؛ څو د دوی محصولات پر وخت بازارونو ته ورسېږي او د مېلیونونه افغانیو د احتمالي زیان مخه ونیول شي.