د مالدیف پر وړاندې تر بریا وروسته؛ افغان لوبډله نن د بنګلهدېش پر وړاندې لوبه کوي

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله به نن پنجشنبه (د غبرګولي ۱۴مه) په مالدیف کې د «ډایمنډ جوبېلي» نړۍوالو څلور اړخیزو سیالیو پر دوام په خپله دویمه لوبه کې له بنګلهدېش سره مخ شي. دغه لوبه به د کابل په وخت د شپې په ۸:۳۰ بجو د مالدیف په پلازمېنه ماله ښار کې ترسره شي.
