• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امریکا په هسپانیا کې پخوانی افغان سفیر له طالبانو سره د کار د ادامې په تور توقیف کړی

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۴ جون ۲۰۲۶، ۱۲:۰۷ GMT+۱تازه شوی: ۱۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۴ جون ۲۰۲۶، ۱۳:۱۵ GMT+۱

د امریکا د کډوالۍ چارو مامورینو په هسپانیا کې پخوانی افغان سفیر رحیم پیرزاده په واشنګټن کې له دې امله په توقیف کې ساتلی، چې په ۲۰۲۱ کال کې یې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته له دې ډلې سره په همغږۍ د سفارت چارې پرمخ وړې دي.

د پولیتیکو او ولټ رسنیو د راپورونو له‌مخې، رحیم پیرزاده د ۲۰۲۵ کال د مارچ په ۳۰مه نېټه د امریکا د کډوالۍ چاراکو ونیوه. د فدرال قاضي د ۲۰۲۵ کال د مې میاشتې د حکم پر بنسټ، له طالبانو سره د پیرزاده په مشرۍ د هسپانیا سفارت همکاري د طالبانو لپاره مادي ملاتړ ګڼل شوی دی.

د راپور له‌مخې، د رحیم پیرزاده وکیل د روان کال په اپریل میاشت کې د هغه د خوشې کېدو غوښتنه کړې، خو تر اوسه محکمې د هغه د قضیې په اړه نېټه نه ده ټاکلې.

د اروپايي رسنیو د راپورونو له‌مخې، په ۲۰۲۲ کال کې یوې جرمني مېشتې افغان مېرمنې هم په هسپانیا کې پر پخوانيي افغان سفیر رحیم پیرزاده د جنسي تېري تور لګولی و او اعا یې کړې چې هغې ته د جنسي تېرې ځانګړې درمل ورکړل شوي وو.

له یاد تور وروسته هسپانیا د پیرزاده کاري دوره پای ته ورسوله او له هسپانیا څخه د وتلو امر یې ورکړ.

پیرزاده له هسپانیا څخه تر وتلو وروسته امریکا ته ولاړ، خو په هوايي ډګر کې د کډوالو ادارې له لوري د جنسي تېري په اړه له پوښتونو سره مخ شو. نوموړي د تحقیقاتو پر مهال د جنسي تېري تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې ځینې کسان د هغه د بدنامولو هڅه کوي.

پیرزاده د تحقیاتو پرمهال د رضایت او تېري د تعریف په اړه د پوښتنو په ځواب کې ویلي:« په اروپا کې ډېر څه قانوني دي. که وغواړې یوې نجلۍ ته لاړ شې، نو نجلۍ ترلاسه کولی شې».

د امریکا د کډوالۍ ادارې مامورینو له پیرزاده څخه د پلټنو پرمهال د هغه د ټیلیفون په ړنګ کړل شویو پیغامونو کې یو داسې سکرین شاټ هم موندلی، چې یو چا ورته لیکلي:«نور هر څه پای ته ورسېدل، تا دوه نیم کاله وړاندې پر هغې جنسي تېری کړی و او اوس به په خبرونو کې راشې.»

پیرزاده د یاد پیغام په اړه ویلي، چې یاد کس یې د بدنامولو هڅه کوي.

په راپور کې راغلي، کله چې له پیرزاده څخه پر افغان مېرمنې د جنسي تېري د تور په اړه وپوښتل شول، هغغه وویل چې ادعا کوونکې مېرمن نه پېژني. نوموړي ویلي، چې هغه واده کړی.

ترویج لرونکی

ایټالیا کې ژغورل شوی افغان: د مزدورۍ پیسو د غوښتلو له امله یې اور را واچاوه
۱

ایټالیا کې ژغورل شوی افغان: د مزدورۍ پیسو د غوښتلو له امله یې اور را واچاوه

۲

د طالبانو چاپېریال ساتنې ادارې د ملګرو ملتونو د درول شویو پروژو د بیا پیلولو غوښتنه کړې

۳

د طالب غړو خپل‌سرې محکمې؛ کونړ کې یوه طالب وسله‌وال د خواله رسنیو یو فعال وهلی

۴

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر: په قطر کې مېشت افغان کډوال امریکا ته نه لېږدول کېږي

۵

روسی کارپوه: د روسیې او طالبانو پوځي هوکړه د پاکستان پر وړاندې غبرګون دی

•
•
•

نور کیسې

هبت الله وايي چې له مخالفانو سره یې نه مخکې حساب کړی او نه یې اوس ورسره کوي

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۴ جون ۲۰۲۶، ۱۱:۳۸ GMT+۱
هبت الله وايي چې له مخالفانو سره یې نه مخکې حساب کړی او نه یې اوس ورسره کوي
100%

د طالبانو مشر مولوي هبت الله اخوندزاده د شمال لویدیځ او شمال ختیځ زون د ۹ ولایتونو له والیانو او چارواکو سره په لیدنه کې ویلي، کومه بښنه یې چې خپلو مخالفانو ته کړې، اوس هم دوی له هغوی سره حساب نه کوي. نوموړي خپلو والیانو ته سپارښتنه کړې، چې دده فرمانونه خلکو ته ورسوي.

هبت الله اخوندزاده د افغانستان په شمال لویدیځ او شمال ختیځ کې د خپلې ډلې د ۹ ولایتونو له والیانو، د علماوو شورا رییسانو او د استیناف محکمې له رییسانو سره په کندهار کې د یوې ناستې پرمهال ویلي، دوی چې کومه ټولبښنه کړې، هغه یې د غچ اخېستنو د مخنیوي لپاره کړې او افغانستان باید په سوله کې واوسي.

نوموړي په خپلو خبرو کې د افغانستان په شمالي ولایتونو کې طالب چارواکي بښنې او د بدیو له منځه وړو ته هڅولي دي.

هبت الله ویلي، چې خپل جنګیالي یې د پخوانۍ ادارې له کارکوونکو نه د غچ اخېستنې له چارې راګرځولي، ځکه دده په وینا، هغوی وسلې کښېښودې او د همدې بښنې پر بنسټ حساب ورسره نه کیږي.

هبت الله زیاته کړې چې « دوی هم اسلحه کښېښوله، موږ هم عفوه ورته وکړه، بیا مو حساب نه دی ورسره کړی اوس یې هم نه ورسره کوو».

د طالبانو مشر دې تجربې ته په پام پر خپلو لاس لاندې کسانو غږ کړی، چې دوی هم ورته لاره غوره کړي.

نوموړي زیاته کړې: « نو چې موږ دومره غټه عفوه وکړه، د شلو کالو جنګونو چې په هغه کې ډیر ظلمونه شوي وو، نو کوښښ وکړئ خلک وهڅوئ تر څو عفوې سره وکړي».

د طالبانو مشر د خپلې ډلې غړي او دیني عالمان ددین په تړاو نصیحت ته هڅولي او ټینګار یې پرې کړی چې خپلې دندې په ښه ډول ترسره کړي او دده په وینا، مسلمانان ناکامه نه کړي.

هبت الله هیله ښودلې، چې د طالبانو په دوره کې افغانستان داسې جوړ شي، چې هيڅ بدي پکې نه وي.

هغه دغه راز د شریعت او امربالمعروف او نهی عن المنکر پر پلیتابه ټینګار کړی او د طالبانو چارواکو او د علماوو شوراګانو مشرانو ته یې سپارښتنه کړې، چې دده فرمانونه لومړی په ځانونو پلې کړي او بیا یې خلکو ته ورسوی.

د طالبانو ارګ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دیني عالمانو په دې ناسته کې له هبت الله سره خپل بیعت بېرته نوی کړی دی.

هبت الله داسې مهال له مخالفانو سره د حساب نه کولو یادونه کوي، چې په وروستیو پنځو کلونو کې د تېرې ادارې ګڼ سرتېري نیول شوي، شکنحه شوي او ځینې په زندانونو کې مړه شوي او په کوردننه پخواني سیاستوال د بیان، سیاسي فعالیتونو او ناستو پاستو له حقونو بې برخې کړای شوي دي.

د طالبانو وزیر وايي افغانستان د ارتباطي پله په توګه منځنۍ او سویلي اسیا سره نښلولی شي

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۴ جون ۲۰۲۶، ۱۰:۵۵ GMT+۱
د طالبانو وزیر وايي افغانستان د ارتباطي پله په توګه منځنۍ او سویلي اسیا سره نښلولی شي
100%

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د منځنۍ او سوېلي اسیا ترمنځ د اتصال په تړاو د ترمذ خبرو اترو په دویمه ناسته کې انلاین ګډون کړی او ویلي یې دي، چې افغانستان د منځنۍ او سوېلي اسیا ترمنځ د یو ارتباطي پُل په توګه د ځانګړي رول لوبولو وړتیا لري.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، چې نوموړي د ترمذ خبرو اترو دویمې ناستې ته په خبرو کې د سیمه‌ییزو اقتصادي همکاریو د پراختیا، د سوداګرۍ د اسانتیا او له ترانزیټي ظرفیتونو څخه د ګټې اخیستنې په اړه د افغانستان لید لوری بیان کړی دی.

عزیزي ویلي، چې د افغانستان د ځانګړي ستراتیژیک موقعیت له امله د منځنۍ او سوېلي اسیا ترمنځ د یوه ارتباطي پُل په توګه د ځانګړي رول لوبونې غوره ظرفیت لري.

همدارنګه عزیزي افغان ټرانس پروژه د سیمه‌ییز اتصال یو له خورا مهمو پرژو څخه بللې او وايي، چې د یادې پروژې له لارې د منځنۍ او سوېلي اسیا د ریل پټلۍ د نښلولو، د سوداګرۍ او ترانزیټ په اسانتیا او د اقتصادي همکاریو په پیاوړتیا کې مهم رول لوبوي.

د زده کړو یوه بنسټ له امریکايي پوهنتونونو څخه د ۷۴ افغان نجونو فراغت ونمانځه

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۴ جون ۲۰۲۶، ۱۰:۳۶ GMT+۱
د زده کړو یوه بنسټ له امریکايي پوهنتونونو څخه د ۷۴ افغان نجونو فراغت ونمانځه
100%

د زده کړو د ملاتړ نړۍوال بنسټ له پوهنتون نه د هغو ۷۴ افغان نجونو د فراغت مراسم ونمانځل چې د قطر د یوه بنسټ په ملاتړ سکالر شېپونه ورکړل شوي وو. دا هغه نجونې دي چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته یې د زده کړو بهیر له خنډ سره مخ شوی و.

قطري رسنیو راپور ورکړی، چې تېره ورځ د امریکا له پوهنتونونو څخه د هغو ۷۴ افغان نجونو د فراغت مراسم ترسره شول، چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته یې د زده‌کړو بهیر نیمګړی پاتې شوی و.

یادو افغان نجونو د ۲۰۲۵ کال په پای او په ۲۰۲۶ کال کې د امریکا په ۲۷ پوهتونونو کې خپلې زده‌کړې پای ته رسولې دي.

د افغان نجونو د زده کړو لپاره د قطر د بورسونو په پروژه کې ۴۲۶ نجونې شاملې دي، چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته یې زده‌کړې له ځنډ او خنډ سره مخ شوې وې.

مسوولان وايي، چې د یادې پروژې موخه دا وه، چې افغان نجونو ته په امریکا کې په یوه خوندي او ډاډمن چاپېریال کې د لیسانس او ماسټرۍ په کچه د زده کړو زمینه برابره کړي، څو خپل راتلونکی جوړ کړي.

د قطر د افغان فنډ بسټ اجرایوي رییس محمد سعد الکبیسي د افغان نجونو د فراغت د مراسمو پرمهال ویلي:« موږ نن یوازې یو علمي بریالیتوب نه نمانځو، بلکې د هغو افغان محصلانو مېړانه، نظم او قوي عزم نمانځو چې د ژوند په سختو او بې‌برخلیکه شرایطو کې یې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړ».

دغه افغانې نجونې پر داسې مهال د امریکا له پوهنتونونو فارغې شوې، چې په افغانستان کې د طالبانو د بندیزونو له امله میلیونونه نجونې له تېرو څلورو کلونو راهیسې له شپږم ټولګي پورته ښوونځيو او پوهنتونونو ته د تګ اجازه نه لري.

پاکستان په سپین بولدک ولسوالۍ کې نږدې ۲۰۰ افغان بندیان طالبانو ته سپارلي

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۴ جون ۲۰۲۶، ۱۰:۲۵ GMT+۱
پاکستان په سپین بولدک ولسوالۍ کې نږدې ۲۰۰ افغان بندیان طالبانو ته سپارلي
100%

د کندهار ولایت د سپین بولدک له لارې ۱۹۹ افغان بندیان چې تازه د پاکستان له زندانونو خوشې شوي وو، نن طالبانو ته وسپارل شول. په کندهار کې د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو ادارې ویلي، چې په دې ډله کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د طالبانو یادې ادارې ویلي، په دغه بندیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي چې د پاکستان د کراچۍ ښار په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي وو. د طالبانو یادې ادارې زیاته کړې، چې یادو کسانو شاوخوا شپږ میاشتې د پاکستان په زندانونو کې تېرې کړې دي.

د دوی په خبره؛ د بند پرمهال له زندانیانو څخه د هغوی شخصي او ګران بیه توکي او نغدې پیسې هم اخیستل شوې دي. د معلوماتو له مخې؛ د خوشې شویو کسانو ډېری برخه د افغانستان د شمالي ولایتونو اوسېدونکي دي، چې د بېلابېلو لاملونه له امله پاکستان ته تللي وو او وروسته هلته نیول شوي وو.

ورته مهال د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۴مه) خبر ورکړی، ۷۹ افغان کډوال چې د پاکستان په زندانونو کې بندیان وو؛ له زندانه تر خوشې کېدو وروسته د تورخم له لارې بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

تېر کال په افغانستان کې ۱۷ میلیونه نیالګي کېنول شوي او سږ کال ۹ میلیونه په پام کې دي

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۴ جون ۲۰۲۶، ۱۰:۲۰ GMT+۱
تېر کال په افغانستان کې ۱۷ میلیونه نیالګي کېنول شوي او سږ کال ۹ میلیونه په پام کې دي
100%

د بغلان په دوشي ولسوالۍ کې د تازه کرل شویو چنارونو تر سیوري لاندې د کلي مشر غلام علي پویا ویاړي چې د جګړو له کلونو وروسته اوس خلک د ونو ارزښت بیا پېژني. هغه وویل، چې «مرغانو ته قفسونه مه جوړوئ»، ونې وکرئ، هغوی پخپله راځي.

هغه اې ایف پي ته وویل، چې د جګړو او کورنۍ جګړې پر مهال په چارباغ کې د پستې ځنګلونه ټول له منځه لاړل او هېچا د لرګیو د پرې کولو مخه نه شوای نیولی.

د جنوبي کارولینا پوهنتون څېړونکي محمد نصیر شالیزي په وینا، په ۱۹۷۹کې د شوروي له یرغل څخه د طالبانو د لومړنۍ واکمنۍ تر سقوط پورې «شاوخوا ۵۰ سلنه د افغانستان ځنګلي پوښ له منځه تللی».

طالبانو هدف ټاکلی چې له۲۰۲۳څخه تر ۲۰۳۰ پورې ۲۰۰ میلیونه نیالګي کینوي، چې نادولتي موسسې، ملګري ملتونه او خصوصي سکتور هم پکې شامل دي.

د افغانستان په ختیځ کې پاکستان ته د لرګیو قاچاق د ونو د پراخې غوڅونې لامل شوی، په داسې حال کې چې په وچو مرکزي او شمالي سیمو کې چې «د پستې کمربند» بلل کېږي، خلک د سون لپاره لرګي کاروي.

خو د شالیزي په باور، په وروستیو شاوخوا دوو لسیزو کې د ځنګلونو له منځه تلل «د پام وړ» ورو شوي.

د طالبانو تر واک لاندې د ملي احصایې او معلوماتو ادارې د معلوماتو له مخې، له ۲۰۱۱کال راهیسې د هېواد د ځنګلي پوښ کچه ۳۵ سلنه زیاته شوې، خو په ۲۰۲۵ کې یوازې ۲،۵ سلنه افغانستان ځنګل لرونکی و او په ځینو سیمو کې دا پوښ لا هم کمېږي.

کارپوهان وایي ټولنې د ځنګل پوښ د ښه کولو لپاره کار کوي. هم پخواني حکومت (تر ۲۰۲۱ پورې) او هم اوسنۍ ادارې د ونو د کرلو کمپاینونو ملاتړ کړی دی.

په چارباغ کې د اغا خان پرمختیایي شبکې په مرسته نږدې یو کیلومتر مربع ځنګل جوړ شوی چې د چنار، انار او خورما په څېر ونې پکې شاملې دي.

دغه ځمکه د بزګرې بس بېګم احمدي ملکیت ده، چې هیله لري د مېوو پلورلو له لارې عاید ترلاسه کړي، خو دا ځنګل د ۳۵۰ کورنیو ټولنې ته هم پرانېستی دی.

دغه ۴۵ کلنه ښځه وایي، « د دې ونو درلودل راته ښه احساس راکوي؛ زموږ چاپېریال شین دی او موږ تازه هوا تنفس کوو».

هغه له خپل مېړه سره د دې ونو پالنه کوي څو خپل څلور ماشومان پرې وساتي.

د مایکرو ځنګل سازمان د افغانستان د کرنې همغږې کوونکې پاريسا ملکزاده وویل چې مایکرو ځنګلونه ایکوسیستمونه بېرته رغوي، د خاورې سمسورتیا ښه کوي، د اقلیم پر وړاندې مقاومت زیاتوي او د خلکو د معیشت ملاتړ کوي».

دغه سازمان په اوو ولایتونو کې ۵۰۰ مایکرو ځنګلونه کرلي دي.

پویا وویل دا ځنګل چې د سیند تر څنګ پروت دی، د سېلاب پر مهال د خاورې د تخریب مخه نیسي او د خلکو لپاره «یو ماډل» جوړوي.

په افغانستان کې، چې ډېری سیمې لرې پرتې دي او د دولت سرچینې محدودې دي، د ټولنې په کچه د ځنګلونو مدیریت د بیا ځنګل‌کولو تر ټولو اغیزناکه لاره بلل کېږي.

د طالبانو تر واک لاندې د چاپېریال ساتنې د عمومي ادارې د اقلیم بدلون مشر روح‌الله امین وویل، چې«تېر کال هدف اته میلیونه و، خو په پای کې ۱۷ میلیونه نیالګي کښېنول شول». د روان کال هدف ۹ میلیونه نیالګي دي.

ستونزې پکې د ځایي او اقلیم سره متناسبو ډولونو ټاکل، د اوبو کمښت، او د څارویو له خوا د نیالګیو خرابېدل دي.

100%

امین ومنله چې ځینې ځنګلونه د «پاملرنې یا اوبو نشتوالي» له امله زیانمن شوي او په یوه ځای کې وچکالۍ ۷۰ سلنه کرل شوي د زړو ونې له منځه وړې دي.

په ځینو ځایونو کې قومي شوراګانې ځنګلونه ساتي او د زیان رسوونکو خلکو لپاره سزاوې ټاکي. په نورو ځایونو کې د ټاکل شویو کلیوالو او بزګرانو له خوا د ځنګل مدیریت ټولنې جوړې شوې دي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان له ۲۰۱۹ راهیسې د۵ میلیونه ونو په کرلو کې مرسته کړې ده.

د طالبانوادارې په دولتي ځمکو کې د کابل شاوخوا سیمو لکه پغمان کې د ځايي ډولونو له مخې د نیالګیو د روزلو لپاره نرسري جوړې کړې دي.

په چریکار کې، چې سږ کال پکې زرګونه نیالګي د سړکونو، پارکونو او غونډیو پر سر کرل شوي، ښاروالۍ وایي د ونو په اړه د خلکو چلند بدل شوی دی.

یوه اوسېدونکي احمد خالد صابري وویل چې هغه د چاپېریال د ګټې لپاره رضاکارانه برخه اخیستې.

کارپوهان وایي لا هم اړتیا ده چې پاتې زاړه ځنګلونه وساتل شي، نه یوازې په ښارونو کې بلکې په طبیعي ځنګلونو کې هم کرنه وشي.

د اغا خان بنسټ د اقلیم بدلون مشر اپوروا اوزا وویل: « ښه کار روان دی، خو د نړیوالې تودوخې د اغېزو د کمولو لپاره لا ډېر کار ته اړتیا ده».

په چارباغ کې پویا د ونو مثبت اغېز په بیولوژیکي تنوع کې ویني، ځکه له اوږده وخته ورک مرغان بېرته راګرځي.

هغه وویل، « مرغانو ته قفسونه مه جوړوئ؛ د خپل کور ترڅنګ ونې وکرئ».