• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
لوبې

د سریلانکا په کوربه‌توب د درې اړخیزې لوبلړۍ لپاره د افغان لوبډلې نوملړ اعلان شو

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۴ جون ۲۰۲۶، ۰۴:۲۴ GMT+۱

د افغانستان کرېکټ بورډ د لوبغاړو د غوراوي کمېټې د سریلانکا الف او هند الف لوبډلو پر وړاندې په درې اړخیزې یو ورځنۍ سیالۍ کې د ګډون لپاره د افغانستان الف لوبډلې (افغان ابدالیانو) نوملړ اعلان کړ. دغه سیالۍ به د غبرګولي له ۱۹مې تر ۳۱مې پورې د سریلانکا په ډمبولا ښار کې ترسره شي.

د افغانستان کرېکټ بورډ په وینا؛ په دغه ډله‌ییز پړاو کې درې ګډون کوونکې لوبډلې به دوه ځله له یو بل سره لوبه وکړي او د یادې لوبلړۍ په پای کې د جدول دوه غوره لوبډلې به پای لوبې ته لاړې شي.
د دغه سیالیو لومړۍ لوبه به (د غبرګولي ۱۹مه) د سریلانکا او هندوستان لوبډلو ترمنځ ترسره شي. د افغانستان الف لوبډله به خپله لومړۍ لوبه (د غبرګولي ۲۱مه) د هند الف لوبډلې پر وړاندې وکړي او بیا به (د غبرګولي ۲۳مه) د سریلانکا الف لوبډلې پر وړاندې ولوبېږي.
د افغان ابدالیانو لوبډلې نوملړ:
عمران میر (لوبډلمشر)، نورالرحمان (وېکت‌ ساتونکی)، محمد اسحاق (وېکت‌ ساتونکی)، خالد تڼی‌وال، حسن عیسی‌خېل، اعجاز احمدزی، بهیرشاه محبوب، فیصل خان شینوزاده، شمس‌الرحمان، فرمان‌الله صافی، خلیل ګربز، ظاهرخان پکتین، فریدون داوودزی، محمد ابراهیم عبدالرحیم‌زی او عبدالله احمدزی.

100%

ترویج لرونکی

افغان ایواک: د امریکا نوې طرحه زرګونه افغان متحدین د قانوني کار له حقه بې‌برخې کولی شي
۱

افغان ایواک: د امریکا نوې طرحه زرګونه افغان متحدین د قانوني کار له حقه بې‌برخې کولی شي

۲

ایټالیا کې ژغورل شوی افغان: د مزدورۍ پیسو د غوښتلو له امله یې اور را واچاوه

۳

د طالبانو چاپېریال ساتنې ادارې د ملګرو ملتونو د درول شویو پروژو د بیا پیلولو غوښتنه کړې

۴

متقي: موږ ۲۰ کاله له ۵۰ هېوادونو سره جنګېدلي یو اوس دا توقع نه‌لرو چې پر موږ ګلان وشیندي

۵

د ایستل‌شویو افغانانو د الوتنې لغوه؛ طالبان جرمني کې د نورو ډیپلوماتانو د ملنو غوښتنه کوي

•
•
•

نور کیسې

د افغانستان د ښځینه فوټبال لوبډله له کوک ټاپوګانو سره دوستانه سیالۍ کوي

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۴ جون ۲۰۲۶، ۰۰:۵۹ GMT+۱
د افغانستان د ښځینه فوټبال لوبډله له کوک ټاپوګانو سره دوستانه سیالۍ کوي
100%

نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې د افغانستان د ښځینه فوټبال لوبډله، د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) له لوري په نړیوالو سیالیو کې د ګډون د اجازې د ترلاسه کولو وروسته، په نیوزیلنډ کې د کوک ټاپوګانو د ښځینه فوټبال لوبډلې پر وړاندې د دوستانه سیالیو ډګر ته ښکته کېږي.

د راپورونو له مخې، دغه لوبډله به د روانې اوونۍ په ترڅ کې له کوک ټاپوګانو سره دوه دوستانه لوبې ترسره کړي. اې‌بي‌سي نیوز راپور ورکړی چې د افغانستان د ښځینه فوټبال لوبډلې ۲۳ غړې دا مهال د نیوزیلنډ په اوکلنډ ښار کې په یوه تمریناتي کمپ کې حضور لري او د راتلونکو سیالیو لپاره چمتووالی نیسي.

فیفا هم تر دې وړاندې اعلان کړی و چې د افغانستان د ښځینه فوټبال لوبډله به د جون په ۴مه او ۸مه نېټه په اوکلنډ ښار کې د اوقیانوسیې سیمې له استازې لوبډلې، یعنې د کوک ټاپوګانو له لوبډلې سره دوه دوستانه سیالۍ ترسره کړي.

د لوبډلې مشرې روزونکې، پائولین همیلl، ویلي چې دغه سیالۍ د لوبغاړو لپاره مهم فرصت برابروي څو له نړیوالو سیالیو، فشارونو او بېلابېلو شرایطو سره لا ډېر بلد شي او خپلې تخنیکي او سیالیزې وړتیاوې پیاوړې کړي.

هغې زیاته کړې چې د لوبغاړو د چمتووالي لپاره په بېلابېلو هېوادونو کې تمریناتي کمپونه جوړېږي، څو د لوبډلې غړې د راتلونکو نړیوالو سیالیو لپاره لا ښه همغږي او چمتووالی ترلاسه کړي.

د «افغان متحدو ښځو» د فوټبال لوبډله، چې د افغانستان د ښځینه فوټبال لوبغاړو له ډلې جوړه شوې، د ۲۰۲۵ کال په مې میاشت کې رامنځته شوه. دغې لوبډلې د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر او نومبر میاشتو کې د لومړي ځل لپاره د مراکش په کوربتوب د فیفا د ښځو د لړۍ سیالیو کې ګډون کړی و.

د افغانستان د ښځینه فوټبال لوبډلې راتلونکې دوستانه سیالۍ د نړیوالو سیالیو لپاره د دې لوبډلې د چمتووالي او تجربې د لوړولو په برخه کې یو مهم ګام بلل کېږي.

شپږ لوبډلې د افغانستان د فوټبال اتلانو لیګ د غوراوي پړاو د بریا لپاره سیالي کوي

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۴ جون ۲۰۲۶، ۰۰:۴۰ GMT+۱
شپږ لوبډلې د افغانستان د فوټبال اتلانو لیګ د غوراوي پړاو د بریا لپاره سیالي کوي
100%

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د فوټبال فدراسیون اعلان کړی، چې د هېواد د فوټبال اتلانو لیګ د لومړي پړاو غوراوي سیالۍ د مرکزي زون په کچه پیل شوې دي. دغه سیالۍ د کابل په کوربتوب ترسره کېږي او د بېلابېلو ولایتونو شپږ لوبډلې پکې د بل پړاو د جواز ترلاسه کولو لپاره سیالي کوي.

د سیالیو له پیل مخکې د ګډون کوونکو لوبډلو د مسئولانو او مدیرانو ګډه غونډه او د پچې اچونې مراسم ترسره شول. په دې غونډه کې، چې د کابل د فوټبال فدراسیون د تخنیکي مرستیال محمدشریف چاه‌ابي په حضور کې جوړه شوې وه، د سیالیو اصول، مقررات او د ترسره کېدو څرنګوالی هم د لوبډلو استازو ته تشریح شول.

د مرکزي زون په دغو سیالیو کې د اردو فوټبال کلب کابل، د پروان عقابان، د پنجشېر افق سبز، د دایکنډي افتخار کیټي، د لوګر باستان او د کاپیسا اله‌سای لوبډلې برخه لري.

د اعلان شوې مهالوېش له مخې، سیالۍ نن د دوو لوبو په ترسره کېدو سره پیلېږي. په لومړۍ لوبه کې به د دایکنډي افتخار کیټي لوبډله د پروان د عقابانو پر وړاندې میدان ته ښکته شي او په دویمه لوبه کې به د کاپیسا اله‌سای لوبډله د پنجشېر له افق سبز لوبډلې سره مخامخ شي.

دغه سیالۍ د افغانستان د فوټبال اتلانو لیګ دویم پړاو ته د غوره لوبډلو د ټاکلو بهیر یوه مهمه برخه ده او د مرکزي زون لوبډلو ته دا فرصت برابروي چې خپلې وړتیاوې او سیالیز ځواک د هېواد په کچه نندارې ته وړاندې کړي.

کورنۍ لوبې؛ په میدان وردګ کې د ۶۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳ جون ۲۰۲۶، ۰۸:۴۵ GMT+۱
کورنۍ لوبې؛ په میدان وردګ کې د ۶۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
100%

په میدان وردګ کې د طالبانو تر واک لاندې د المپیک، بدني روزنې او ورزش ریاست وايي، چې د دغه ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې د ۶۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې. یاد ریاست زیاته کړې، چې دغه سیالۍ یې د اختر په مناسبت د «یووالي جام» په نوم ترسره کړې دي.

په میدان وردګ کې د طالبانو تر واک لاندې د بدني روزنې او ورزش ریاست د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۳مه) ویلي، په دغه سیالیو کې د والیبال ۶۰ لوبډلو برخه اخیستې وه چې پایلوبه د شاهد بدلون او مجاهد لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.

دوی زیاته کړې، چې شاهد لوبډلې ۲ پر ۱ میدانونو مجاهد لوبډلې ته ماتې ورکړه او د یادو سیالیو اتلولي یې خپله کړه. سیمه‌ییز طالب ورزشي مسولینو همدارنګه ویلي، چې په جایزو کې یې اتلې لوبډلې ته یو موټر، دویم مقام ته ۲۵زره افغانۍ او درېیمې لوبډلې ته ۶ موبایلونه ورکړي دي.

د یادې ادارې په خبره؛ د یادو سیالیو موخه «د ځوانانو ترمنځ د یووالي او ورورولۍ پیاوړتیا، ورزش ته وده او د اختر لمانځل» وو.

په پکتیکا کې د څلورو ولایتونو د فوټبال لوبډلو ترمنځ سیالۍ پیل شوې

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۵۰ GMT+۱
په پکتیکا کې د څلورو ولایتونو د فوټبال لوبډلو ترمنځ سیالۍ پیل شوې
100%

د طالبانو تر ادارې لاندې د المپیک، بدني روزنې او سپورټ ریاست اعلان کړی، چې د پکتیکا په کوربه‌توب د څلورو ولایتونو د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې دي. د دغه ریاست په وینا، دا لوبې د ځوانانو ترمنځ د یووالي او همغږۍ د رامنځته کولو په موخه تنظیم شوې دي.

د دغه ریاست د معلوماتو له مخې، یادې سیالۍ د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت په همکارۍ او د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ارګون ولسوالۍ په قره‌خېل ورزشي لوبغالي کې پیل شوې دي. په دغو سیالیو کې د کوربه پکتیکا ترڅنګ د غزني، خوست او پکتیا ولایتونو څخه اتو پیاوړو لوبډلو برخه اخیستې ده.

د دغو سیالیو په پرانیستونکې لوبه کې د پکتیا او غزني ولایتونو لوبډلې سره مخامخ شوې، چې د دواړو لورو ترمنځ لوبه د یو یو ګول په وهلو سره مساوي پای ته ورسېده. د المپیک او سپورټ ریاست چارواکو ویلي چې دغه سیالۍ به ۱۶ ورځې دوام وکړي.

د پکتیکا په ارګون کې د دغو لوبو تنظیموونکي وایي چې د داسې سیالیو د ترسره کېدو اصلي هدف د بېلابېلو ولایتونو د ځوانانو او ورزشکارانو ترمنځ د اړیکو پیاوړي کول او د سالمې تفریح برابرول دي. په سیمه کې د فوټبال مینه والو هم د دغو سیالیو له پیلېدو خوښي ښودلې ده.

بل خوا، د طالبانو د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست هڅه کوي چې په بېلابېلو ولایتونو کې ورته سیمه ییزې لوبې تنظیم کړي. په همدې لړ کې، د یاد ریاست عمومي رییس احمدالله وثیق په دې وروستیو کې د روسیې په بلنه د مسکو په یوه نړیواله ورزشي غونډه کې ګډون وکړ، ترڅو د افغانستان د ورزشي ادارې لپاره بهرنی ملاتړ جلب کړي.

په مسکو کې یو شمېر افغان ورزشکارانو د طالبانو له سفیر سره لیدلي دي

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۲۶ GMT+۱
په مسکو کې یو شمېر افغان ورزشکارانو د طالبانو له سفیر سره لیدلي دي
100%

یو شمېر افغان ورزشکارانو په مسکو کې د طالبانو له سفیر ګل حسن حسن سره کتلي دي. دغه ورزشکاران د روسیې فدراسیون په کوربتوب د المپیکي مډال ګټونکو ځوانانو د تشویق په اتم نړیوال فورم کې د ګډون لپاره روسیې ته تللي.

د طالبانو سفیر ګل حسن حسن په دې کتنه کې له ورزشکارانو مننه وکړه چې په دغه نړیوال فورم کې یې د افغانستان استازیتوب وکړ. هغه وویل چې ورزش د ملتونو ترمنځ د نږدېوالي او په نړیواله کچه د هېواد د مثبت انځور د وړاندې کولو لپاره یوه مهمه او اغېزناکه وسیله ده.

سفیر هیله څرګنده کړه چې افغان ورزشکاران به د خپلو لاسته راوړنو له لارې د هېواد نوم لا روښانه کړي او په راتلونکو نړیوالو سیالیو کې به هم د افغانستان ښه استازیتوب وکړي. د غونډې په پای کې، په مسکو کې د طالبانو سفیر د ورزشکارانو د هڅو او لاسته راوړنو د ستاینې لپاره هغوی ته ستاینلیکونه او ډالۍ ورکړې.

د طالبانو د سپورټ د ادارې مشر احمدالله وثیق د دغه لیدنې په اړه په خپل اېکس پاڼه کې معلومات خپاره کړي او دا لیدنه یې د افغان لوبغاړو د روحیې د پیاوړتیا لپاره مهمه بللې ده.

احمدالله وثیق په مسکو کې د المپیکي مډال ګټونکو ځوانانو د تشویق په اتم نړیوال مجمع او فورم کې د ګډون په موخه د روسیې د چارواکو په رسمي بلنه دغه هېواد ته سفر کړی دی. دغه مجمع د ماشومانو د نړیوالې ورځې په مناسبت په مسکو کې جوړه شوې وه چې پکې د بېلابېلو هېوادونو استازو ګډون کړی و.