• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

یوې موسسې په جوزجان کې له نږدې ۷ زره کورنیو سره نغدي او د خوراکي توکو مرسته کړې

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۴ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۴۳ GMT+۱تازه شوی: ۱۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۴ جون ۲۰۲۶، ۲۰:۰۴ GMT+۱

د کلیوالي سیمو د پراختیا او سوکالۍ لپاره د اقدام په نوم یوې موسسې په جوزجان کې له ۶۷۳۰ اړمنو کورنیو سره د یوې اندازې نغدي او خوراکي توکو مرسته وکړه. دغه اړمنې کورنۍ یادې مرستې کافي نه‌بولي او د ورته مرستو د دوام غوښتونکي دي.

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې د پنجشنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۴مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د کلیوالي سیمو د پراختیا او سوکالۍ لپاره د اقدام موسسې په مردیان، درزاب او منګجېک ولسوالیو او همداراز شبرغان ښار کې پر ۶۷۳۰ اړمنو کورنیو د یوې اندازې نغدي او خوراکي توکو مرسته وکړه.

د خبرپاڼې له‌مخې، له دې منځه پر ۲۴۱۱ کورنیو پر هر یوې کورنۍ ۵۰ کیلوګرامه اوړه، څه باندې ۶ کیلو دال‌نخود، نیم‌ کیلو مالګه او څه باندې ۴نیم کیلو غوړي وېشل شوي دي.

خبرپاڼه کاږي، پر پاتې ۴۳۲۰ کورنیو پر هر یوې ۲۹۰۰ افغانۍ وېشل شوي چې ټولیز ارزښت یې ۱۲ میلیونه او ۵۲۸ زره افغانۍ کېږي.

د یوه بل خبر له‌مخې، د ګالو په نوم یوې موسسې په خوست ولایت کې له ۱۳۵۵ هغو کورنیو سره چې له طبیعي پېښو زیانمنې او په ډیورند کرښه کې د وروستیو جګړو له امله بې‌ځایه شوي هرې کورنۍ ته په دویم پړاو کې د ۵۸۰۰ افغانۍ مرستې کړي.

خوست
100%
خوست

یادې اړمنې کورنۍ دغه شوې مرستې کافي نه‌بولي او له دوی سربېره د طالبانو ولایتي ادارې هم د ورته مرستو د دوام غوښتنه وکړه.

ترویج لرونکی

ایټالیا کې ژغورل شوی افغان: د مزدورۍ پیسو د غوښتلو له امله یې اور را واچاوه
۱

ایټالیا کې ژغورل شوی افغان: د مزدورۍ پیسو د غوښتلو له امله یې اور را واچاوه

۲

د طالبانو چاپېریال ساتنې ادارې د ملګرو ملتونو د درول شویو پروژو د بیا پیلولو غوښتنه کړې

۳

د طالب غړو خپل‌سرې محکمې؛ کونړ کې یوه طالب وسله‌وال د خواله رسنیو یو فعال وهلی

۴

متقي: موږ ۲۰ کاله له ۵۰ هېوادونو سره جنګېدلي یو اوس دا توقع نه‌لرو چې پر موږ ګلان وشیندي

۵

روسی کارپوه: د روسیې او طالبانو پوځي هوکړه د پاکستان پر وړاندې غبرګون دی

•
•
•

نور کیسې

محمد حنیف اتمر: په ایټالیا کې د افغان کډوالو وژنه د دولتونو د مسوولیتونو د ناکامۍ نښه ده

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۴ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۲۷ GMT+۱
محمد حنیف اتمر: په ایټالیا کې د افغان کډوالو وژنه د دولتونو د مسوولیتونو د ناکامۍ نښه ده
100%

د افغانستان د پخواني جمهوري نظام د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر په ایټالیا کې د افغان کډوالو د وژل کېدو پېښه«دردناکه او ټکان ورکوونکې»بللې او ویلي یې دي چې دغه غمیزه یو ځل بیا د پناه‌غوښتونکو د ساتنې او د هغوی د اساسي حقونو د تضمین په برخه کې د دولتونو مسوولیتونه رابرسېره کوي.

اتمر د ایکس خواله رسنۍ په یوه پیغام کې د ایټالیا له حکومت څخه غوښتي چې د افغان پناه‌غوښتونکو د حقوقي وضعیت ارزونه او هغوی ته د خوندي او قانوني کار زمینه برابرول د خپلو لومړیتوبونو په سر کې ځای کړي.

هغه د ایټالیا د چارواکو، په ځانګړې توګه د دغه هېواد د لومړۍ وزیرې جوجیا ملوني د هغې پرېکنده دریځ هرکلی کړی چې د یادې پېښې عاملان به عدالت ته سپاري.

پخواني بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی چې د افغانانو د کډوالۍ بنسټیز لاملونه باید له پامه ونه غورځول شي او زیاته کړې یې ده چې په افغانستان کې د تلپاتې سولې او مشروع نظام د رامنځته کېدو لپاره سیاسي همکاري د ستونزې د حل اساسي لاره ده.

اتمر ویلي: «د افغانانو د مهاجرت د ریښه‌ییزو عواملو څېړل او حل یې، د افغانستان د اوسنیو واکمنانو، سیاسي ځواکونو او نړیوالې ټولنې له مهمو لومړیتوبونو څخه باید وي.»

هغه د وژل شویو افغانانو له کورنیو سره ژوره خواخوږي څرګنده کړې، قربانیانو ته یې د جنت فردوس او د هغوی پاتې کورنیو ته یې د زغم او صبر دعا کړې ده.

د ایټالیا په دې وروستۍ پېښه کې یو شمېر افغان کډوال چې د کار او ښه ژوند په لټه کې دغه هېواد ته تللي وو، سوځول شوي چې دې پېښې د افغانانو او د بشري حقونو د ملاتړو ادارو پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

پر رسنیو د محدودیتونو سربېره؛ د افغانستان د رسنیو نړیوال فدراسیون رسمي فعالیت پیل کړ

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۴ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۲۶ GMT+۱
پر رسنیو د محدودیتونو سربېره؛ د افغانستان د رسنیو نړیوال فدراسیون رسمي فعالیت پیل کړ
100%

د اروپا او اسیا په بېلابېلو هېوادونو کې د افغان خبریالانو، رسنیزو مدیرانو او د رسنیو د فعالانو یوې ډلې د «افغانستان د رسنیو نړیوال فدراسیون» په نوم د رسنیو د ملاتړ بنسټ د جوړېدو او رسمي فعالیت د پیل خبر ورکړی دی.

د دغه سازمان بنسټ‌اېښودونکو په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا فدراسیون د افغانستان د رسنیزې ټولنې د پراخو ستونزو او ننګونو د حل لپاره رامنځته شوی او موخه یې د خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو ملاتړ، د بیان ازادۍ او معلوماتو ته د لاسرسي دفاع، د رسنیو ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا او د نړیوالو بنسټونو د ملاتړ جلبول دي.

د اعلامیې له مخې، د افغانستان د رسنیو نړیوال فدراسیون یو خپلواک، غیرانتفاعي، نادولتي او غیرسیاسي بنسټ دی چې هڅه کوي د افغانستان دننه او بهر د رسنیو او خبریالانو ترمنځ د همکارۍ او مسلکي اړیکو لپاره یو ګډ چوکاټ رامنځته کړي.

د فدراسیون بنسټ‌اېښودونکو ویلي چې افغان خبریالان او رسنۍ په وروستیو کلونو کې د بیان ازادۍ پر وړاندې له سختو محدودیتونو، اقتصادي ستونزو، اجباري کډوالۍ او حقوقي او مسلکي فشارونو سره مخ شوي دي. د دوی په وینا، د داسې یوه بنسټ جوړېدل کولی شي د دغو ستونزو د حل او د رسنیزې ټولنې د ملاتړ لپاره اغېزناک رول ولوبوي.

د یاد بنسټ مسؤلین وایي چې فدراسیون به د یوه «همغږي کوونکي او مسلکي چتر» په توګه فعالیت وکړي او د تجربو د تبادلې، مسلکي روزنو، ظرفیت لوړونې او د رسنیو ترمنځ د همکارۍ د پراختیا لپاره به زمینه برابره کړي.

د فدراسیون د اعلان شویو موخو له مخې، دغه بنسټ به د خبریالانو د حقونو ملاتړ، د بیان ازادۍ او معلوماتو ته د لاسرسي دفاع، د ګواښ سره مخ خبریالانو د وضعیت تعقیب، په جلاوطنۍ کې د افغان رسنیو ترمنځ د همکارۍ پیاوړتیا او د مسلکي او روزنیزو پروګرامونو پراختیا ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

بنسټ‌اېښودونکو ټینګار کړی چې ازادې او خپلواکې رسنۍ د عامه پوهاوي، د قانون د حاکمیت او د ډیموکراتیکو ارزښتونو د ساتنې لپاره مهم رول لري او له همدې امله د رسنیو ملاتړ یوه اساسي اړتیا ګڼل کېږي.

د افغانستان د رسنیو نړیوال فدراسیون له خبریالانو، رسنیو، نړیوالو بنسټونو، د بشري حقونو سازمانونو او د رسنیو له فعالانو غوښتي چې د افغان رسنیزې ټولنې د پیاوړتیا لپاره ورسره همکاري وکړي.

په اعلامیه کې راغلي چې دغه فدراسیون به د خپلواکۍ، روڼتیا، بې‌طرفۍ، مسلکیتوب او بشري حقونو ته د درناوي پر اصولو ولاړ فعالیت کوي او خپلې چارې به د همدې ارزښتونو پر بنسټ مخته وړي.

دا په داسې حال کې ده چې د رسنیو ملاتړو بنسټونو د معلوماتو له مخې، په تېرو څلورو کلونو کې پر رسنیزو فعالیتونو ګڼ محدودیتونه لګول شوي دي. د بیان ازادۍ د ملاتړو په وینا، دغه محدودیتونه د رسنیو د فعالیتونو پر بهیر اغېز کړی او یو شمېر خبریالان یې له جدي ننګونو سره مخ کړي دي.

بل خوا، د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت په وروستیو کې اعلان کړی چې د رسنیزو بنسټونو د فعالیتونو د تنظیم په موخه یې د ځینو بنسټونو جوازونه تمدید کړي او د یو شمېر نورو ادارو فعالیتونه یې درولي دي. وزارت ویلي چې دغه پرېکړه د رسنیزو فعالیتونو د لا منظمېدو او د بنسټونو د اعتبار د ساتنې لپاره شوې ده.

د یوه افغان له شکایت وروسته اروپايي محکمې پر پناه غوښتونکو د مرستو کمول ناقانونه وګڼل

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۴ جون ۲۰۲۶، ۱۷:۳۲ GMT+۱
د یوه افغان له شکایت وروسته اروپايي محکمې پر پناه غوښتونکو د مرستو کمول ناقانونه وګڼل
100%

د اروپايي اتحادیې د عدالت محکمې (EuGH) پرېکړه کړې چې په جرمني کې د هغو پناه غوښتونکو د مرستو کمول چې بل اروپايي هېواد ته د لېږد لپاره غوره شوي وي، له اروپايي قانون سره په ټکر کې دي. دغه پرېکړه د یوه افغان له شکایت وروسته شوې، چې ځینې مرستې پرې بندې شوې وې.

قضیه په یو افغان پناه غوښتونکي پورې تړلې ده، چې په ۲۰۲۱ کال کې یې په جرمني کې د پناه غوښتنه کړې وه. د جرمني چارواکو پرېکړه کړې وه چې هغه رومانیا ته واستوي، ځکه د هغه د دوسیې مسوولیت د دوبلین مقرراتو له مخې د رومانیا اړوند ګڼل کېده.

وروسته د بایرن ایالت د شواینفورت ولسوالۍ هغه ته ورکړل شوې مرستې کمې کړې.

هغه ته یوازې خوراک، استوګنځی او روغتیایي خدمات ورکول کېدل، خو د جامو، د کور د استعمال توکو او نغدو پیسو مرستې ترې اخیستل شوې وې.

دغه کس پر دې پرېکړه اعتراض وکړ او قضیه د اروپايي عدالت محکمې ته ورسېده.

محکمې ویلي چې د اروپايي قانون له مخې د انسان اساسي اړتیاوې، لکه جامې او د ورځني ژوند لپاره نغدي مرسته نه شي محدودېدای، ځکه دا د ژوند د مناسب معیار لپاره ضروري دي.

محکمې ټینګار کړی چې دا حقونه حتا هغه وخت هم نه ختمېږي کله چې د یو کس د بېرته لېږد پرېکړه شوې وي، بلکې یوازې د عملي لېږد تر ترسره کېدو پورې اعتبار لري.

د جرمني رسنیو د رپوټونو له مخې، کارپوهان وایي، دا پرېکړه د جرمني د هغو سختو قوانینو پر وړاندې مهمه قانوني مداخله ده چې له مخې یې ځینو پناه غوښتونکو ته تر بشپړ بندیز پورې مرستې کمېدای شي.

د بشري حقونو سازمان پرو ازیل دا پرېکړه د جرمني حکومت پر مهاجرتي سیاستونو سخت انتقاد بللی او ویلي یې دي چې د مرستو کمول د اروپايي قانون خلاف عمل و.

په مقابل کې، د اروپايي اتحادیې د نوي ګډ پناه سیستم (GEAS) له مخې تمه کېږي چې له جون وروسته به ځینې مقررات بدل شي، خو بیا هم باید لږ تر لږه د ژوند اساسي معیارونه تضمین شي.

جرمني پولیسو د یوه افغان کور د کولن د یهودانو عبادتځي د څارنې له امله پلټلی

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۴ جون ۲۰۲۶، ۱۷:۱۶ GMT+۱
جرمني پولیسو د یوه افغان کور د کولن د یهودانو عبادتځي د څارنې له امله پلټلی
100%

په جرمني کې پولیسو یو ۲۶ کلن افغان ځوان د کولن ښار په رون شتراسه کې د یهودانو عبادتځي د څارلو په تور تر پلټو لاندې نیولی. دغه ځوان د مې په ۲۱مه د کولن د یهودي ټولنې د عبادتځي مخې ته د موبایل له لارې ویډیو اخیسته.

دغه کس، چې نوم یې محمد س. یاد شوی، مخکې هم د «اسلامي بنسټپالنې تر شک لاندې قضیه» کې د جرمني ایالتي جنایي پولیسو ثبت کړی و.

امنیتي کارکوونکو هغه د څارنې له کامرو وپېژاند او وروسته یې پولیسو ته خبر ورکړ.

پولیسو ویلي چې د امنیتي ځواک له مداخلې وروسته شکمن کس ودرول شو او پوښتنې ترې وشوې، چې په ترڅ کې یې په متضادو څرګندونو کې ښکېل شو.

د پولیسو د معلوماتو له مخې، د هغه د موبایل له معاینې وروسته داسې خبرې وموندل شوې چې ښيي هغه د وسلو د پلور هڅه کړې ده. همدارنګه ویل کېږي چې هغه یو شمېر پیغامونه له خپل موبایله پاک کړي وو، چې له امله یې د عبادتځي د ویډیو بشپړ شواهد نه دي موندل شوي.

د جرمني د فوکس انلاین د رپوټ له مخې، وروسته د جرمني څارنوالۍ د وسلو د ناقانونه کاروبار په تور د هغه د کور د پلټنې امر ترلاسه کړ. د هغه له کور څخه لپټاپ، ټابلیټ او څو یو اېس بي وسایل ضبط شوي چې اوس تر څېړنې لاندې دي.

تر اوسه پر هغه رسمي تورونه نه دي ثابت شوي او له همدې امله بېرته خوشې شوی دی، خو څېړنې دوام لري.

راپورونه زیاتوي چې د دغه افغان ځوان کورنۍ له وړاندې د جرمني حکومت د هغه پروګرام له لارې چې له خطر سره مخ افغانانو لپاره پلان شوی و، جرمني ته راغلې وه. د پلار په اړه یې ویل کېږي چې هغه په افغانستان کې له جرمني ځواکونو سره د همکارۍ له امله محلي همکار په توګه پېژندل کېده او کورنۍ یې په ۲۰۱۳ کال کې جرمني ته انتقال شوې وه.

ازبکستان د سیمې د ټیکاو لپاره له طالبانو سره د اړیکو پر پراخولو ټینګار کړی

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۴ جون ۲۰۲۶، ۱۶:۳۸ GMT+۱
ازبکستان د سیمې د ټیکاو لپاره له طالبانو سره د اړیکو پر پراخولو ټینګار کړی
100%

د منځنۍ او سوېلي اسیا لوړپوړو چارواکو په تاشکند کې د ترمذ خبرو اترو تر چتر لاندې د سیمه‌ییزې سوداګرۍ او اتصال د پیاوړتیا لپاره د افغانستان پر ادغام او د اتصال پر ستراتیژۍ غږېدلي دي. په دې ناسته کې ازبکستان د سیمې د ټیکاو لپاره له طالبانو سره د اړیکو پر پراخولو ټینګار کړی دی.

د یادې ناستې پرمهال د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت لومړي مرستیال بهرام جام اعلایوف ویلي، چې د منځنۍ اسیا هېوادونو لپاره سمندري بندرونو ته تر ټولو لنډه لاره د افغانستان له لارې تیرېږي.

نوموړي ویلي، چې د طالبانو له مشرتابه سره د اړیکو پراختیا د سیمې د ثبات لپاره خورا مهم دي.

په یاده ناسته کې له افغانستان سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په اړه خبرې شوې دي. خو د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژندل او پر یاده ډله نړۍوال بندیزونه د افغانستان د سوداګرۍ او ترانزیټي لارو د پراختیا پر وړاندې لوی خنډونه بلل کېږي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس سید کریم هاشمي له یورېشیا نېټ سره په مرکه کې پر افغانستان د بندیزنو د پالیسۍ د بیا کتنې غوښتنه کړې ده. نوموړي ویلي، چې د خصوصي سکټور سوداګر غیر سیاسي دي او لګول شویو بندیزونو زیانمن کړي دي.

هاشمي زیاته کړې، چې بندیزونه باید داسې تعدیل شي چې سوداګرو ته له ګاونډیو هېوادونو سره د راکړې ورکړې لپاره لا ډېر اقتصادي فرصتونه برابر شي.

په یاده غونډه کې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي انلاین ګډون کړی و او ویلي یې دي، چې افغانستان د منځنۍ اسیا ترمنځ د یو ارتباطي پُل په توګه د ځانګړي رول لوبولو وړتیا لري.