د راپور له مخې، ټاکل شوې وه تېره اوونۍ یوه الوتکه چې افغان ایستل شوي کډوال یې لېږدول، له جرمني څخه کابل ته ولاړه شي، خو طالبانو د الوتنې له ترسره کېدو لږ مخکې د هغې جواز لغوه کړ. ډیپلوماتیکو سرچینو اېنډيار ته ویلي چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د دې پرېکړې لامل په جرمني کې د خپلو ډیپلوماتانو کموالی بللی دی.
طالبانو استدلال کړی چې له جرمني څخه د افغان وګړو د منظم ایستلو په بهیر کې د همکارۍ لپاره په دغه هېواد کې لا ډېرو کارکوونکو او استازو ته اړتیا لري. دا مهال یوازې دوه طالب استازي په جرمني کې رسمي اعتبارلیکونه لري.
د افغانستان یو شمېر پخوانیو ډیپلوماتانو اېنډيار سره خبرو کې وایي چې د جرمني حکومت په دې موضوع کې د طالبانو له فشار سره مخ دی. د جرمني د بهرنیو چارو او کورنیو چارو وزارتونو تر اوسه د دې رسنۍ پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی، خو راپور یې هم نه دی رد کړی.
اېنډيار همدارنګه د طالبانو په اړه د جرمني د بهرنیو چارو او کورنیو چارو وزارتونو ترمنځ د نظر اختلاف ته اشاره کړې ده. د راپور له مخې، د جرمني د بهرنیو چارو وزارت غواړي چې د طالبانو پر وړاندې سخت دریځ غوره شي، خو د جرمني د کورنیو چارو وزیر الیکسانډر ډوربینټ اندېښنه لري چې پر طالبانو د فشار زیاتېدل به د افغان کډوالو د ایستلو بهیر له ستونزو سره مخ کړي.
د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویاند یادې رسنۍ ته ویلي چې حکومت افغانستان ته د منظمې بېرته ستنولو د زمینې برابرولو لپاره د اړوندو ادارو ترمنځ نږدې او د باور وړ همغږي لري. هغه په ورته وخت کې د حکومت دننه د احتمالي اختلافونو په اړه له څرګندونو ډډه کړې ده.
طالبانو له ۲۰۲۴ کال راهیسې په جرمني کې د افغانستان د پخواني حکومت د ټاکل شویو ډیپلوماتانو د لرې کولو بهیر پیل کړی او هڅه یې کړې چې د افغانستان پر ډیپلوماتیکو استازولیو بشپړ کنټرول ترلاسه کړي. د افغانستان سفارت په برلېن او د افغانستان کونسلګرۍ په بون کې اوس د طالبانو د استازو لهخوا اداره کېږي.
راپور زیاتوي چې طالبان د افغان کډوالو د ایستلو موضوع د یوې سیاسي او ډیپلوماتیکې وسیلې په توګه کاروي، څو په جرمني کې خپل ډیپلوماتیک دریځ پیاوړی کړي او د افغانستان پر استازولیو خپل نفوذ نور هم پراخ کړي.