سوداګر او بڼوال وایي، یوازې د صادراتي لارو ستونزې د بازار د محدودېدو لامل شوې نهدي؛ بلکې د سړو خونو محدود ظرفیت، د ترانسپورټ لوړ لګښتونه، د پیسو د لېږد ستونزې او د سوداګرۍ په برخه کې اداري خنډونه هم د دوی پر فعالیتونو منفي اغېز کړی دی.
کندهاري انځر د افغانستان له مهمو صادراتي محصولاتو څخه دي او په سیمهییزو او نړۍوالو بازارونو کې ځانګړی ځای لري؛ خو د صادراتو پر وړاندې روان خنډونه د دې لامل شوي، چې د محصول ارزښت راکم شي او د تولیدوونکو او سوداګرو عواید زیانمن شي.
سوداګر وایي، که د افغانستان لپاره بدیلې او باثباته سوداګریزې لارې رامنځته نهشي او د صادراتو پر وړاندې شته خنډونه حل نهشي؛ نو د کندهار د انځرو سکتور به له لا جدي ستونزو سره مخ شي او د زرګونه هغه کورنیو اقتصاد به اغېزمن کړي، چې عاید یې له همدې محصول سره تړلی دی.
سوداګر او بڼوال له اړوندو ادارو غواړي، چې د صادراتي لارو د پرانیستې، د ترانزیټي ستونزو د حل، د سړو خونو د ظرفیت لوړولو او د نویو بهرنیو بازارونو د موندلو لپاره بېړني او عملي ګامونه پورته کړي؛ څو د دوی محصولات پر وخت بازارونو ته ورسېږي او د مېلیونونه افغانیو د احتمالي زیان مخه ونیول شي.