ناپېژاندو کسانو د خیبر پښتونخوا په مردان کې د یوې کورنۍ درې غړي وژلي

د خیبر پښتونخوا د مردان ښار د شیخ ملتون ټاون په سیمه کې ناپېژاندو کسانو د یوې کورنۍ درې غړي په خپل کور کې وژلي دي. ځایي پولیسو ویلي، چې په وژل شویو کسانو کې یوه مېرمنه هم شامله ده.

د خیبر پښتونخوا د مردان ښار د شیخ ملتون ټاون په سیمه کې ناپېژاندو کسانو د یوې کورنۍ درې غړي په خپل کور کې وژلي دي. ځایي پولیسو ویلي، چې په وژل شویو کسانو کې یوه مېرمنه هم شامله ده.
پولیس وايي، د وژل شوې جوړې دوه واړه ماشومان هم تر پېښې وروسته تري تم شوي وو؛ خو وروسته د چارسدې چوک ته نږدې روغ رمټ وموندل شول. د پېښې د لامل او بریدګرو د پېژندلو لپاره پلټنې روانې دي.

د خېبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپریدي ویلي، په افغانستان کې د طالبانو واک ته رسېدو پر مهال په پاکستان کې خوشحالۍ وې او حتی خواږه پرې وېشل کېدل، خو اوس له هغوی سره هم اړیکې خرابې کړل شوې دي.
سهیل اپریدي د سه شنبې په شپه د پنجاب د راولپنډۍ ښار د اډیاله زندان مخې ته له رسنیو سره په خبرو کې وویل، چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت جوړېدو پر مهال په پاکستان کې دومره خوشحالي وه چې «مټايانې پرې وېشل کېدې او خوړل کېدې».
خو هغه پوښتنه وکړه: «اوس داسې څه وشول او د چا د خوښې لپاره زموږ اړیکې له هغوی سره خرابېږي؟ زموږ ګټه پاکستان ته پکار ده، که له کوم هېواد سره په اړیکو کې د پاکستان خیر وي، باید اړیکې ورسره جوړې وساتل شي».
هغه زیاته کړه، چې د تحریک انصاف ګوند بنسټګر عمران خان به ویل چې «افغانستان زموږ مسلمان ورور هېواد دی»، او د هغه د حکومت پر مهال چې په افغانستان کې کوم حکومت و پاکستان ته یې ښه نه کتل، خو بیا هم له کابل سره ښې اړیکې وساتل شوې.
سهیل اپریدي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې پاکستان ادعا کوي د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد د ترهګرۍ لپاره کارول کېږي، او وایي چې له هغه راهیسې چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسېدلي، په پاکستان کې ناامني او ترهګري زیاته شوې ده.
خو طالبان دا تورونه ردوي او وایي چې په پاکستان کې ناامني د دغه هېواد کورنۍ ستونزه ده.
د دوشنبې په ورځ د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف یو ځل بیا ویلي، چې طالبانو د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي ټي پي) ملاتړ نه دی پرېښی.
سهیل اپریدي د خېبر پښتونخوا د خراب امنیتي وضعیت په اړه بیا ټینګار وکړ، چې هلته ناامني د «تړلو دروازو تر شا د پرېکړو» نتیجه ده.
هغه همدارنګه د عمران خان له خوېندو سره یو ځای رسنیو ته وویل، چې حکومت یې کلنۍ بودجه وړاندې کوي او دوی غواړي له عمران خان سره وویني، د بودجې په اړه ورسره خبرې وکړي او منظوري ترې واخلي، خو ورته د لیدو اجازه نه ورکول کېږي.
هغه زیاته کړه، دوی په دغه اړوند د اسلام اباد سترې محکمې ته عريضه کوي خو که غوښتنې یې بيا هم ونه منل شي، نو د جون په لسمه به په اسلام اباد کې د ملي پارلمان مخې ته پرلت ووهي او د مرکزي بودجې د منظورېدو مخه به ونیسي.
د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې مشر رافایل ګروسي، په ابوظبۍ کې اعلان وکړ چې د ایران ډېری هغه اټومي فعالیتونه چې له دې وړاندې روان وو، اوس درېدلي دي.
هغه وویل، د ایران د اټومي پروګرام په اړه ارزونه په بنسټیز ډول بدله شوې ده، ځکه چې اوس د جګړې وضعیت حاکم دی او دغه پروګرام د بریدونو هدف ګرځېدلی دی.
ګروسي زیاته کړه چې د جګړې له تجربو څخه د زده کړو او په راتلونکي کې د چمتووالي د څرنګوالي د ارزونې لپاره به غونډې ترسره شي. نوموړي وویل، د ترمیماتو د بشپړولو لپاره به یو لړ نور فعالیتونه هم ترسره شي.
هغه همداراز وویل چې د متحده عربي اماراتو چارواکو پر براکه اټومي بټۍ د برید په غبرګون کې ډېر ژر اقدام وکړ او د بهرنۍ برېښنا د پرې کېدو له امله یې یو اټومي ریاکټر بند کړ. ګروسي ټینګار وکړ چې دا چاره ښيي د برید عاملان په بشپړه توګه پوهېدل چې څه کوي.
د خيبرپښتونخوا په مرکزي ښار پېښور کې د توپاني بادونو او دوړو له امله رامنځته شوو پېښو کې لږ تر لږه ۱۵ کسان ټپيان شوي دي.
په پېښور کې د ژغورنې ادارې ۱۱۲۲ د خبر پاڼې له مخې، د سه شنبې په ماسخوتن د پېښور په بېلابېلو سيمو کې د توپاني بادونو امله د ونو د راپرېوتو، د دېوالونو او چتونو د نړېدو، او د سولر تختو او لویو لوحو د رالوېدو ګڼې پېښې رامنځته شوې.
دوی زیاته کړې «د توپاني بادونو له امله په بېلابېلو پېښو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۵څخه زیات کسان ټپیان شوي دي، خو د هغوی روغتیايي حالت له خطر څخه بهر دی او درملنه یې روانه ده».
همداراز په خبره پاڼه کې زياته کړل شوې، د تېزو بادونو له امله پر سړکونو راپرېوتې ونې، سولر تختې، لویې لوحې او نور خنډونه لیرې کړل شول او په ګڼو ځایونو کې تړل شوي سړکونه د ترافیکو پر مخ بېرته پرانیستل شول».
د دوشنبې په ورځ د خيبرپښتونخوا د پېښو د مدیریت ادارې د ایالت په شمالي سيمو کې د واورې د غرونو ښوېدو او ډنډونو د چاودېدو او ناڅاپي سېلابونو د خطر خبرداری وکړی او د جون له ۴مې څخه یې په لوړو سیمو کې د تالندې او برېښنا سره د باران اټکل کړی دی.
ادارې د بارانونو سره د ځمکې ښوېدنې، د خټو او ډبرو د راغورځېدو او د نښلوونکو سړکونو د اغېزمنېدو د خطر سره،په لښتيو او سیندونو کې د ناڅاپي سېلابونو له امله په ژوورو سیمو کې د سېلابي حالت احتمل څرګند کړی دی.
ادارې سیلانیانو او مسافرو ته هم لارښوونه کړې چې له غیر اړين سفرونو څخه ډډه وکړي او په حساسو سیمو کې احتیاط وکړي.
د پاکستان پوځ ویلي، چې د بلوچستان په مرکزي ښار کویټه کې یې د اورګاډي له پېښې وروسته د دغه ايالت په يو شمېر سيمو کې يو لړ عمليات ترسره کړي او د ۱۷ وسله والو د وژلو ادعا یې کړې ده.
پوځ د سه شنبې په ورځ يوه خبرپاڼه کې وویل، د ۲۰۲۶ کال د می پر ۲۴مه د ریل ګاډي له پېښې وروسته، امنیتي ځواکونو د بلوچستان ایالت په مستونګ، نوشکي، زهري، خضدار او کیچ ولسوالیو کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ یو لړ عملیات ترسره کړل.
د خبرپاڼې له مخې، د دغو عملیاتو د ترسره کولو پر مهال، «ځواکونو د ترهګرو ګڼ شمېر ځایونه په نښه کړل. د سختې او توندې نښتې په پایله کې، د بلوچستان ازادۍ پوځ چې پاکستان یې د هند په ملاتړ تورنوي، ۱۷ وسله وال وژل شوي دي.
دوی زیاتوي، د وژل شوو وسله والو څخه د وسلو، مهماتو او په لویه کچه چاودېدونکيو توکيو او چمتو شويو لاسي بمونو ترلاسه کولو هم ويل شوي دي.
د پاکستان پوځ وخت نا وخت دغه ډول ادعا کوي چې له ازادو سرچينو څخه یې تاييد نه کيږي.
د يادونې وړ ده، د بلوچستان په مرکز کوټه کې د پاکستاني عسکرو پر لېږدونکي اورګاډي د موټر بم کې شاوخوا ۲۴ کسان ووژل شوي او تر ۵۰ډېر ټپیان شوي وو.
د بلوڅانو د ازادۍ پوځ (بي اېل اې) چې یوه بېلتون غوښتونکې ډله ده، د دغه برید مسوولیت یې په غاړه اخیستی و.
سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته خبر ورکړی، چې د خېبر پښتونخوا ایالت د مردان ولسوالۍ په شیخ ملتون سیمه کې له یوه کور څخه د یوې ښځې په ګډون د درېیو کسانو مړي موندل شوي دي.
د ژغورنې او مرستندویه ادارې یا ریسکیو ۱۱۲۲ مسوولینو ویلي چې د پېښې له راپور ترلاسه کېدو سره سم، د دوی طبي ډله سمدستي د پېښې ځای ته ورسېده.
د سرچینو په وینا، طبي کارکوونکو د پولیسو په شتون کې لومړنۍ طبي ارزونې ترسره کړې او وروسته یې مړي د قانوني او عدلي چارو د بشپړولو لپاره روغتون ته لېږدولي دي. سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته تایید کړې چې د دغو جسدونو موندل کېدو په سیمه کې د خلکو ترمنځ سخته وېره او اندېښنه خپره کړې ده.
د پولیسو د لومړنیو معلوماتو له مخې، د موندل شویو مړو کې یو ښځه او خاوند او ورسره یو بل کس هم شامل دي.
تر اوسه د دې پېښې اصلي علت او انګېزه نه ده روښانه شوې، خو پولیسو ویلي چې د شواهدو د راټولولو ترڅنګ یې رسمي پلټنې پیل کړې دي. پولیس چارواکو زیاته کړې چې د پېښې ټول اړخونه تر څېړنې لاندې دي او د پلټنو له بشپړېدو وروسته به نور جزییات له رسنیو سره شریک کړي.