حماس: په اوسنیو شرایطو کې خپلې وسلې نه تسلیمو

د حماس د سیاسي دفتر غړي حسام بدران ویلي، د دوی ډله به په اوسنیو شرایطو کې خپلې وسلې تسلیم نه کړي. نوموړي له الجزیره تلویزیون سره په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي چې د حماس د وسلو د راتلونکي او وروستي برخلیک په اړه پرېکړه به له نورو فلسطیني ډلو سره تر هراړخیزو خبرو اترو وروسته وشي.
