• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د امریکا سنا د کډوالۍ ضد او د پولو د خوندیتوب لپاره د ۷۰ میلیارده ډالرو بودیجه تایید کړه

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۵ جون ۲۰۲۶، ۱۰:۴۱ GMT+۱تازه شوی: ۱۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۵ جون ۲۰۲۶، ۱۲:۱۱ GMT+۱

د امریکا مشرانو جرګې اکثریت غړو د جمعې په ورځ د ډونالډ ټرمپ له‌خوا د کډوالۍ د قوانینو سخت پلي کولو او پولو خوندیتوب لپاره د ۷۰ میلیارده ډالرو اضافي بودیجې غوښتنه تایید کړه.

د قانون جوړونکو له‌خوا پرې طرحه او د هغې پر تعدیلاتو اوږده بحثونه وشل. ډیموکراټانو او ځینو جمهوري غوښتونکو هڅه وکړه چې په مسوده کې د سپینې ماڼۍ په انګړ کې د ټرمپ په خوښه د ۹۰ زره مربع فوټه د نڅا لوی تالار پر جوړولو د فدرال بودیجې د لګولو بندیز شامل کړي، خو بریالي نه شول.

د سنا مجلس له‌خوا تایید شوې ۷۰ میلیارد ډالري بودیجه به په راتلونکو درېیو کلونو کې د کډوالو د شړلو په جنجالي لړۍ کې د کورني امنیت وزارت د کډوالۍ او ګمرکونو پلي کولو ادارې او د پولو د ساتنې اژانسونو سره مرسته وکړي.

ترویج لرونکی

افغان ایواک: د امریکا نوې طرحه زرګونه افغان متحدین د قانوني کار له حقه بې‌برخې کولی شي
۱

افغان ایواک: د امریکا نوې طرحه زرګونه افغان متحدین د قانوني کار له حقه بې‌برخې کولی شي

۲

د ایستل‌شویو افغانانو د الوتنې لغوه؛ طالبان جرمني کې د نورو ډیپلوماتانو د ملنو غوښتنه کوي

۳

متقي: موږ ۲۰ کاله له ۵۰ هېوادونو سره جنګېدلي یو اوس دا توقع نه‌لرو چې پر موږ ګلان وشیندي

۴
تازه خبر

سرچینې: د ازبکستان په ترمذ ښار کې د طالبانو او پاکستاني چارواکو تر منځ ناسته ترسره شوې

۵

یوې موسسې په جوزجان کې له نږدې ۷ زره کورنیو سره نغدي او د خوراکي توکو مرسته کړې

•
•
•

نور کیسې

د سیمه‌ییزو ترینګلتیاوو تر سیوري لاندې؛ د ناټو تر ټولو ستر سمندري پوځي تمرین پیل شو

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۵ جون ۲۰۲۶، ۰۹:۴۴ GMT+۱
د سیمه‌ییزو ترینګلتیاوو تر سیوري لاندې؛ د ناټو تر ټولو ستر سمندري پوځي تمرین پیل شو
100%

د ناټو د «۲۰۲۶کال بالتوپس» په نوم د بالتیک عملیاتو ۵۵م پړاو د پنجشنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۴مه) د پولنډ د ګدنیا له بندر نه د ناټو د غړو هېوادونو د ۲۰ بېړیو په وتلو سره پیل شو. دغه پوځي تمرین د امریکا د سمندري ځواکونو د شپږمې بېړۍ ډلې په مشرۍ ترسره کېږي.

بالتوپس د بالتیک سمندرګي په سیمه کې د ناټو تر ټولو مهم کلنی سمندري پوځي تمرین ګڼل کېږي، چې موخه یې د عملیاتي همغږۍ پیاوړتیا، د جګړه‌ییز چمتووالي لوړول او د ناټو ځواک پراخول دي.
دغه تمرین داسې مهال ترسره کېږي، چې په منځني ختیځ کې د ایران او امریکا ترمنځ سیاسي او پوځي ترینګلتیا روانه ده او په بېلابېلو سیمو کې د خپل پوځي حضور پر پیاوړتیا ټینګار کوي.

100%

د پولنډ د سمندري ځواکونو مفتش یاروسواف زیمېنسکي د تمرین له پیل وړاند په یوې خبري غونډه کې وویل: «بالتوپس یوازې یو تمرین نه؛ بلکې زموږ د یووالي او د ګډو ژمنو د پوره کولو لپاره د چمتووالي څرګندونه ده».

دغه تمرین له ۱۹۷۲کال راهیسې د لومړي ځل لپاره د ناټو د ګډو ځواکونو د قوماندانۍ له‌خوا چې د هالنډ په برونسوم ښار کې موقعیت لري، تر قوماندې او کنټرول لاندې ترسره کېږي. د یادې قوماندانۍ مرستیال جان مید ویلي، بالتوپس د روسیې د احتمالي ګواښونو پر وړاندې د عملیاتي چمتووالي لوړولو او د ناټو ټلوالې د لا زیاتې همغږۍ لپاره ترسره کېږي.

ټاکل شوې ده، چې په راتلونکو دوو اوونیو کې د امریکا او د ناټو د متحده هېوادونو ځواکونه د اوبو او وچې ګډ عملیات، هوايي دفاع او د اوبتل ضد جګړې په ګډون په بېلابېلو برخو کې پوځي تمرینونه ترسره کړي.

په دغه ستر پوځي تمرین کې د امریکا په ګډون د ۱۵ هېوادونو شاوخوا ۶زره سرتېري برخه لري.

ازبکستان کې د پوتین او میرضیایف په امر د اټومي انرژۍ مرکز د جوړېدو چارې پیل شوې

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۵ جون ۲۰۲۶، ۰۶:۱۸ GMT+۱
ازبکستان کې د پوتین او میرضیایف په امر د اټومي انرژۍ مرکز د جوړېدو چارې پیل شوې
100%

د روسیې او ازبکستان ولسمشرانو ولادیمیر پوتین او شوکت میرضیایف په ګډ فرمان سره په ازبکستان کې د اټومي انرژۍ مرکز د جوړولو چارې په رسمي ډول پیل کړې. د یادې پروژې د پرانیستې په مراسمو کې د اټومي انرژۍ د نړۍوالې ادارې (IAEA) عمومي رییس رافایل ګروسي هم ګډون لاره.

دغه پروژه چې د ازبکستان د جیزک په سیمه کې جوړېږي، د نړۍ په کچه یوه ځانګړې پروژه بلل شوې؛ ځکه د لومړي ځل لپاره به په یوه ساحه کې هم د ټیټ ظرفیت لرونکي او هم د لوړ ظرفیت لرونکي اټومي ریاکټورونه په یو وخت جوړ شي.

د اټومي انرژۍ د نړۍوالې ادارې د معیارونو له مخې؛ د بنسټیز کانکریټ اچونې له پیل سره دغه پروژه په رسمي ډول د جوړېدو پړاو ته رسېدلې. پوتین په خپلو څرګندونو کې وویل، چې دغه پروژه به نه یوازې د ازبکستان د انرژۍ امنیت پیاوړی کړي؛ بلکې د منځنۍ اسیا ټولې سیمې ته به هم ګټه ورسوي.

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف دغه اقدام تاریخي بللی او ویلي یې دي، چې دغه پروژه به د دغه هېواد د علمي، صنعتي او ټېکنالوژۍ پرمختګ نوی فصل پرانیزي. هغه ټینګار کړی: «امنیت زموږ مطلق او نه بدلېدونکی لومړیتوب دی او د جوړولو ټول پړاوونه به د اټومي انرژۍ د نړۍوالې ادارې تر دوامداره څار لاندې ترسره شي».

د روسیې دولتي اټومي شرکت «روس‌اتوم» ژمنه کړې، چې د برېښناکوټ د جوړولو ترڅنګ به د سون توکو برابرول، تخنیکي ملاتړ او د ساتنې خدمات هم وړاندې کړي.
د اټومي انرژۍ د نړۍوالې ادارې عمومي ریس رافایل ګروسي د یادې پروژې هرکلی کړی او ویلي دي: «دغه پروژه د کوچنیو اټومي ریاکټورونو له ټېکنالوژۍ ګټه اخلي. هغه ټېکنالوژي چې د نړۍ یوازې محدود شمېر هېوادونه یې لري. اداره به د جوړولو او فعالیت په ټولو پړاوونو کې د خوندیتوب، فزیکي امنیت او د اټومي وسلو د نه خپرېدو د تضمین لپاره له یادې پروژې سره همکاري وکړي».

د روس‌اټوم او اوزاتوم د اعلان شویو پلانونو له مخې؛ د RITM-200N کوچني ریاکټورونه به د ۲۰۲۹ زېږدیز کال تر پایه ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. همداراز د VVER-1000 لوی ریاکټورونه به په تدریجي ډول د ۲۰۳۳ او ۲۰۳۵ کلونو ترمنځ بشپړ شي او اټومي انرژي به خپل بشپړ ظرفیت ته ورسېږي.

خو د دغه مهال‌وېش عملي کېدل د پروژې د بې‌ځنډه پرمختګ، د خوندیتوب د معیارونو رعایت او د نړۍوالو جوازونو ترلاسه کولو پورې تړلي دي.

اسراییل د حماس د څو نورو جګپوړو قوماندانانو د وژلو خبر ورکړی

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۵ جون ۲۰۲۶، ۰۴:۲۳ GMT+۱
اسراییل د حماس د څو نورو جګپوړو قوماندانانو د وژلو خبر ورکړی
100%

د اسراییل پوځ اعلان کړی، چې د غزې په شمال کې یې د هوا او سمندر له لارې په یوه ګډ برید کې د حماس د عامه امنیت ادارې یوشمېر لوړپوړي چارواکي په نښه کړي او وژلي دي. اسراييل ویلي، چې دغه عملیات د کورني امنیت ادارې «شاباک» په همکارۍ ترسره شوي دي.

د اسراییل پوځ په وینا؛ د حماس د عامه امنیت اداره یو مهم او پټ امنیتي بنسټ دی، چې د یادې ډلې د مشرانو د امنیت، د هغوی د اړیکو او غونډو د همغږۍ او همدارنګه د استخباراتي معلوماتو د راټولولو مسوولیت لري.

یاد پوځ ویلي، چې دغه عملیات د اسراییل د کورني امنیت ادارې (شاباک) په همکارۍ ترسره شوي دي. د اسراییلي پوځ د معلوماتو له مخې؛ په دغه برید کې د حماس د عامه امنیت د مشر مرستیال حسن رباح حسن لبد او همدارنګه عصام امین شلاش شبیر، عبدالله عطا یونس ابو کلوب او محمد نعمان زکي ابو مرق چې د یادې ادارې لوړپوړي چارواکي بلل شوي؛ وژل شوي دي.

اسراییلي پوځ ویلي، چې دغه کسان د حماس د تشکیلاتو د بیارغونې او د یادې ډلې د فعالیتونو د ملاتړ له امله په نښه شوي دي. نوموړي پوځ زیاته کړې، تر برید وړاندې د ملکي وګړو د احتمالي زیان د کمولو لپاره لازم تدابیر نیول شوي وو چې د دقیقو وسلو کارول او هوايي څارنه هم په‌کې شامله وه.

د اسراییل پوځ ویلي، چې ځواکونه یې د سویلي قوماندانۍ تر مشرۍ لاندې په سیمه کې ځای پرځای شوي او د هر ډول احتمالي ګواښ د له‌منځه وړلو لپاره خپلو عملیاتو ته دوام ورکوي.

سید عباس عراقچي: په جګړه کې د ابوظبي د مستقیمې ښکېلتیا په اړه شواهد موجود دي

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۵ جون ۲۰۲۶، ۰۱:۱۳ GMT+۱
سید عباس عراقچي: په جګړه کې د ابوظبي د مستقیمې ښکېلتیا په اړه شواهد موجود دي
100%

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ادعا کړې چې د متحده عربي اماراتو د ابوظبي له لوري په ځینو پوځي عملیاتو کې د مستقیمې ښکېلتیا شواهد موجود دي.

عراقچي د المیادین ټلوېزیوني شبکې سره په مرکه کې ویلي چې داسې شواهد شته چې امریکا او اسراییل د ایران پر ضد عملیاتو کې د متحده عربي اماراتو له هوايي حریم او خاورې څخه استفاده کړې ده.

هغه ویلي: «د ابوظبي د مستقیمې ښکېلتیا په اړه په ځینو عملیاتو کې شواهد زموږ په لاس کې دي.»

د ایران د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه د تهران او ابوظبي ترمنځ د اړیکو د ترینګلتیا یو لامل په متحده عربي اماراتو کې د اسراییل حضور او له تل ابیب سره د دغه هېواد نږدې اړیکې بللې دي.

عراقچي زیاته کړې چې دا ډول پرمختګونه د سیمه‌ییزو اړیکو پر ثبات منفي اغېز لري او د تاوتریخوالي د زیاتېدو لامل کېدای شي.

د یمن د اطلاعاتو وزیر: حوثـ .ـیان د ایران د بهرني پوځي او امنیتي جوړښت برخه ده

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۵ جون ۲۰۲۶، ۰۰:۳۹ GMT+۱
د یمن د اطلاعاتو وزیر: حوثـ .ـیان د ایران د بهرني پوځي او امنیتي جوړښت برخه ده
100%

د یمن د اطلاعاتو وزیر معمر الاریانی ویلي، چې د عربي خلیج هېوادونو پر ضد د ایران د بریدونو هرکلی د حوثـ .ـیانو او تهران ترمنځ د ژورې اړیکې او بشپړې همغږۍ څرګندونه کوي.

الاریاني د پنجشنبې په ورځ په ایکس خواله رسنۍ کې لیکلي چې حوثیانو د عربي خلیج هېوادونو، په ځانګړي ډول د کویټ نړیوال هوایي ډګر پر وړاندې د ایران د بریدونو ملاتړ کړی، چې د نوموړي په وینا دا چاره ښيي چې دغه ډله د تهران له سیاستونو سره بشپړه تړاو لري او د سیمې له ګډو ګټو او عربي هویت څخه لرې شوې ده.

هغه زیاته کړې چې حوثیانو د عربي خلیج هېوادونو د امنیت، ثبات او حیاتي بنسټونو پر ضد بریدونه د غندلو پر ځای توجیه او ستایلي دي. د یمن د اطلاعاتو وزیر په وینا، د حوثیانو دریځونه څرګندوي چې دغه ډله د تهران په ژبه خبرې کوي او د هغو تګلارو پیروي کوي چې د ایران حکومت یې د خپلو سیمه‌ییزو متحدانو د مدیریت لپاره کاروي.

الاریاني ویلي چې د حوثیانو دا چلند ثابتوي چې هغوی یوازې د ایران متحدان نه دي، بلکې د ایران د بهرني پوځي، امنیتي او سیاسي جوړښت یوه برخه ګڼل کېږي.

د نوموړي په وینا، حوثیانو یمن د داسې پروژو او سیاستونو د عملي کولو په ډګر بدل کړی چې د ایران له سیمه‌ییزو موخو سره تړاو لري او د یمن د خلکو له ګټو او د سیمې له ثبات سره په ټکر کې دي.

د یمن د اطلاعاتو وزیر ټینګار کړی چې د حوثیانو وروستي دریځونه او اقدامات د سیمې د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې زیاتوي او د عربي هېوادونو پر وړاندې د هغوی د سیاسي او پوځي تمایلاتو څرګندونه کوي.