د پاکستان پي ای اې هوايي شرکت بیجینګ ته مستقیمې الوتنې پیلوي

د پاکستان «پي ای اې» هوايي شرکت اعلان کړی، چې راتلونکې میاشت بیا ځلي د اسلاماباد او بجینګ ترمنځ مستقیمې الوتنې پیلوي. یاد شرکت ویلي، چې دغه پرېکړه یې په چین کې د مېشتو پاکستاني محصلینو، سوداګرو او ګرځندویانو د غوښتنو په ځواب کې کړې ده.
