• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د فولادو د اتحادیې مسوولان: په افغانستان کې د اوسپنې ویلې کولو ۴۸ فابرېکې فعالې دي

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۵ جون ۲۰۲۶، ۱۳:۰۸ GMT+۱تازه شوی: ۱۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۵ جون ۲۰۲۶، ۱۴:۱۰ GMT+۱

د فولادو د صنعت اتحادې مسوولان وايي، په افغانستان کې د فولادو تولید د پام وړ پرمختګ کړی او د کورنیو اړتیاوو د پوره کولو تر څنګ نورو هېوادونو ته د صادراتو وړتیا هم لري. د دوی په خبره دمګړی په افغانستان کې د اوسپنې ویلې کولو ۴۸ فابرېکې فعالیت لري.

د افغانستان د فولادو د صنعت اتحادیې رییس عبدالنصیر ریښتیا ځايي رسنیو ته ویلي، چې د افغانستان او ترکمنستان د اوسپنې فابرېکو ترمنځ د ۱۵۰ زره ټنه ګول سېخ تړون لاسلیک شوی دی او د اتقال پروسه یې هم پیل شوې ده.

نوموړی ویلي، چې تېر کال یې یوازې پاکستان ته ۶۰ زره ټنه ګول سېخ صادر کړی دی.

د اوسپنې د وېلو کولو د فابرېکو ځینو مسوولان ویلي، چې د افغانستان د اوسپنې فابرېکو د تولید کیفیت نړبوال معیارونو سره برابر دي.

په ورته وخت کې د بلخ ولایت د اوسپنې فابرېکو ټولنې مسوولین وايي، چې په دغه ولایت کې ۴ د اوسپنې د وېلو کولو فابرېکې فعالیت لري.

د طالبانو د بلخ ځايي چارواکو د اوسپنې د وېلې کولو یوې فابرېکې پرانیستلو پرمهال ویلي، افغان سوداګر دې د اوسپنې وېلو کولو پرخه خپلې پانګونې زیات کړي. د دوی په وینا، پخوا اوسپنیز کباړ توکي بهرنیو هېوادونو ته صادرېدل، خو اوس ترې په کور دننه بېلابېل فولادي محصولات تولیدېږي.

مسوولین زیاتوي، د فولادو د تولید پراختیا نه یوازې د صنعتي ودې لامل شوې، بلکې د کارموندنې او اقتصادي پرمختګ لپاره یې هم نوي فرصتونه رامنځته کړي دي.

ترویج لرونکی

افغان ایواک: د امریکا نوې طرحه زرګونه افغان متحدین د قانوني کار له حقه بې‌برخې کولی شي
۱

افغان ایواک: د امریکا نوې طرحه زرګونه افغان متحدین د قانوني کار له حقه بې‌برخې کولی شي

۲

د ایستل‌شویو افغانانو د الوتنې لغوه؛ طالبان جرمني کې د نورو ډیپلوماتانو د ملنو غوښتنه کوي

۳

متقي: موږ ۲۰ کاله له ۵۰ هېوادونو سره جنګېدلي یو اوس دا توقع نه‌لرو چې پر موږ ګلان وشیندي

۴
تازه خبر

سرچینې: د ازبکستان په ترمذ ښار کې د طالبانو او پاکستاني چارواکو تر منځ ناسته ترسره شوې

۵

یوې موسسې په جوزجان کې له نږدې ۷ زره کورنیو سره نغدي او د خوراکي توکو مرسته کړې

•
•
•

نور کیسې

د نجونو پر زده کړو ۱۷۲۱ ورځنۍ بندیز؛ افغانې نجونې وایي هېڅوک زموږ مرستې ته نه راځي

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۵ جون ۲۰۲۶، ۱۳:۰۲ GMT+۱
د نجونو پر زده کړو ۱۷۲۱ ورځنۍ بندیز؛ افغانې نجونې وایي هېڅوک زموږ مرستې ته نه راځي
100%

د طالبانو له لوري د نجونو پر زده کړو د بندیز له لګېدو ۱۷۲۱ ورځې تېرې شوې، خو لا هم میلیونونه نجونې له زده کړو بې برخې دي او د جبري ودونو، کورني تاوتریخوالي، رواني ستونزو او ټولنیز انزوا له پراخ ناورین سره مخ دي.

د ګارډین ورځپاڼۍ د راپور له مخې، د ۲۰۲۱ کال له اګست راهیسې، شاوخوا ۱،۲ میلیونه نجونې له منځنیو او لېسو زده کړو محرومې شوې دي. د راپور له مخې، د زده کړو بندیز د ګڼو نجونو د ژوند لوری بدل کړی او ډېری یې د کم عمره ودونو او محدودیتونو ښکار شوې دي.

کارډین د اسما په نوم د یوې نجلۍ کیسه هم راخیستې چې وایي د ښوونځي له تړل کېدو وروسته یې کورنۍ واده ته اړ کړه. نوموړې اوس امېندواره ده او د خپل راتلونکې او د خپل راتلونکې لور د ژوند په اړه اندېښنه لري.

ګارډین د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د حقونو د برخې د چارواکې هېدر بار له قوله لیکلي چې طالبانو د نجونو یوازې زده کړې نه دي درولې، بلکې د هغوی هیلې او راتلونکی یې هم له منځه وړی دی.

په راپور کې راغلي چې د زده کړو له بندیز وروسته د نجونو ترمنځ د خپګان، اضطراب او نورو رواني ستونزو کچه لوړه شوې ده. د ملګرو ملتونو د یوې سروې له مخې، ډېری افغانو ښځو او نجونو خپل رواني وضعیت «بد» یا «ډېر بد» ارزولی دی.

کارډین د یوې افغانې مور له قوله لیکلي چې د خپلې لور د راتلونکې په اړه هېڅ هیله نه لري او باور لري چې «هیڅوک زموږ د مرستې لپاره نه راځي».

فریحه چې په کابل کې د یوې ۱۶ کلنې نجلۍ مور ده، وايي لور یې لا هم هیله لري چې یوه ورځ به ښوونځي بېرته پرانستل شي، خو نوموړې خپله هېڅ هیله نه لري. هغې وویل: «دا یوازې زموږ د لوڼو تراژیدي نه ده، بلکې د افغانستان او ټولې نړۍ لپاره یوه ستره غمیزه ده. زه پوهېږم چې هېڅوک زموږ د مرستې لپاره نه راځي.»

ملګرو ملتونو په یوه سروې کې موندلې چې ۷۶ سلنه ښځو او نجونو خپل رواني وضعیت «بد» یا «ډېر بد» بللی دی. بې خوبي، خپګان، اضطراب، د اشتها له لاسه ورکول او دوامداره سر درد د هغو ستونزو له ډلې دي چې ښځې او نجونې ورسره مخ دي.

ګارډین د افغانو میندو له قوله لیکلي چې د هغوی لوڼې د ښوونځیو له تړل کېدو وروسته منزوي شوې او د راتلونکې په اړه یې هیله کمه شوې ده.

راپور زیاتوي مرضیه، چې د ۱۵ کلنې ارزو مور ده، وايي لور یې له ښوونځي د محرومېدو وروسته ډېره ګوښه او خپه شوې ده. هغې وویل: «کمې خبرې کوي او ډېری وخت ویده وي. زه پوهېږم چې لامل یې د ښوونځي تړل دي، خو زموږ له لاسه هېڅ نه کېږي».

د بشري حقونو فعالان وايي، د زده کړو او ټولنیز ژوند له لاسه ورکول د نجونو پر رواني او ټولنیز وضعیت ژور اغېز کړی دی. دوی خبرداری ورکوي چې که نړیواله ټولنه چوپه پاتې شي، د افغان ښځو او نجونو وضعیت به لا پسې خراب شي.د راپور له مخې، بشري حقونو سازمانونه له نړیوالې ټولنې غواړي چې د افغان نجونو د زده کړو او اساسي حقونو د خوندیتوب لپاره جدي اقدامات وکړي.

په کابل کې د طالبانو د مرستیال والي کور ته څېرمه چاودنه شوې

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۵ جون ۲۰۲۶، ۱۱:۳۲ GMT+۱
په کابل کې د طالبانو د مرستیال والي کور ته څېرمه چاودنه شوې
100%

سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د جمعې په ورځ، د کابل ښار د ۱۱مې حوزې اړوند سیمه کې د کابل لپاره د طالبانو د مرستیال والي قدرت الله امیني کور ته څېرمه چاودنه شوې ده.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، دغه چاودنه د غرمې په شاوخوا کې د سیدالناصري په نوم د هلکانو د یوه ښوونځي مخې او د کابل لپاره د طالبانو د مرستیال والي کور ته څېرمه شوې ده.
افغانستان انټرنشنل ته په رارسېدلو ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې د طالبان یو ټپي کس په خپل رنجر موټر کې له سیمې څخه لېږدوي.

د دغې چاودنې د څرنګوالي او د سر د زیانونو د کره شمېر په اړه تر اوسه پورې دقیق معلومات نه دي خپاره شوي.

قدرت الله امیني چې اوسمهال د کابل لپاره د طالبانو د والي د مرستیال په توګه دنده ترسره کوي، د پنجشېر ولایت اوسېدونکی دی.

نوموړی تر دې وړاندې په پنجشېر ولایت کې د طالبانو د والي په توګه هم کار کړی دی.

تر اوسه پورې د طالبانو چارواکو د دغې چاودنې په اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي او هېڅ کومې ډلې هم د دغه برید مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.

طالبانو ښوونځیو او مدرسو ته د ځیرکو مبایلونو پر وړلو بندیز لګولی

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۵ جون ۲۰۲۶، ۱۱:۰۷ GMT+۱
طالبانو ښوونځیو او مدرسو ته د ځیرکو مبایلونو پر وړلو بندیز لګولی
100%

د طالبانو د پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو امریت په یوه مکتوب کې ښوونځیو او مدرسو ته امر کړې چې له دې وروسته دې زده‌کوونکي خپل ځیرک مبایلونو له ځان سره تعلیمي مرکزونو ته نه وړي.

افغانستان انټرنیشنل د طالبانو د پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو امریت هغه مکتوب ترلاسه کړی، چې پکې د کابل ښوونځیو او مدرسیو ته امر شوی، چې له دې وروسته، زده کوونکې ښوونځیو او مدرسو ته د ځیرک مبایلونو د وړلو اجازه نه لري.

په مکتوب کې د زده کوونکو له خوا د ځیرک مبایلونو پر استعمال د بندیز دلیل پر زده کړو د زده کوونکو تمرکز ښودل شوی دی.

دغه مکتوب وروسته له هغې صادر شوی چې څو ورځې وړاندې پر ټولنیزو رسنیو داسې زده کوونکو داسې انځورونه او ویډیوګانې خپرې شوې، چې هغوی په خپلو ټولګیو کې پر میزونو ویده وي او یا هم د ښوونکي په نه شتون کې په ټولګي رقصونه کوي.
پر همدغه مهال شنونکي په تعلیمي نظام کې دا ډول بې‌نظمي د طالبانو له واکمنېدو وروسته د ټول تعلیمي نظام د کمزورتیا او ضعیف کېدو بېلګه بولي.

شنونکي او د زده کوونکو کورنۍ وايي، چې طالبان دې د مبایلونو بندولو پر ځای د زده کړو پر کیفیت او د مسلکي ښوونکو پر استخدام تمرکز وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د تېرو څه باندې څلورو کلونو راهیسې طالبانو د میلیونونو نجونو د زده کړو پر مخ دروازې تړلې دي او له دې سره سم د هلکانو په ښوونځیو کې هم د زده کړو کیفیت ټیټ شوی دی، خو په مقابل کې یې بیا د مدرسو جوړولو ته پاملرنه ډېره شوې ده.

په ملګرو ملتونو کې د اماراتو استازې د افغان ښځو د حقونو د خوندیتوب غوښتنه وکړه

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۵ جون ۲۰۲۶، ۱۰:۵۲ GMT+۱
په ملګرو ملتونو کې د اماراتو استازې د افغان ښځو د حقونو د خوندیتوب غوښتنه وکړه
100%

په ملګرو ملتونو کې د متحده عربي اماراتو د دایمي استازولۍ مرستیالې غسق شاهین په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ پلاوي (یوناما) له سرپرستې جورجت ګانیون سره په لیدنه کې د افغان ښځو او نجونو د حقونو په ځانګړې توګه د زده کړو د حق پر خوندیتوب ټینګار کړی دی.

د متحده عربي اماراتو د دایمي استازولۍ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې لیدنه کې د سولې او ثبات په ملاتړ کې د یوناما د رول او د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې اترې وشوې.
ابوظبۍ په افغانستان کې د ښځو او نجونو لپاره د زده کړې، کار او په ټولنیز ژوند کې د مساوي ګډون د حقونو د تضمین غوښتنه کړې ده.

دا ډیپلوماټیکې خبرې اترې په ملګرو ملتونو کې د دوو مهمو غونډو په درشل کې کېږي. ټاکل شوې ده چې د روانې غبرګولي میاشتې په ۱۷مه نېټه یوناما د افغانستان په اړه خپل نوی راپور وړاندې کړي او همدارنګه د غبرګولي په ۲۷مه به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په افغانستان کې د یوناما د ماموریت د غځولو پرېکړه وڅېړي.
متحده عربي اماراتو تر دې وړاندې هم د بشري حقونو د شورا په ناستو کې د افغان ښځو او نجونو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې وه.

د تېر کال د چنګاښ په میاشت کې یو شمېر افغان ښځینه فعالانو د دغه هېواد له چارواکو سره په لیدنه کې د ښځو د حقونو د ملاتړ غوښتنه کړې وه.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو او کار بندیز لګولی دی.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) ویلي چې دا بندیز په کلني ډول ۸۴ میلیونه ډالره اقتصادي زیان اړوي او تر ۲۰۳۰ کال پورې به افغانستان د ۲۵ زره ښوونکو او روغتیايي کارکوونکو له کمښت سره مخ کړي.

بلخوا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنیټ دا محدودیتونه د نه منلو وړ بللي دي.

ننګرهار کې یو طالب چارواکی: «موسسات د دجال لښکر دی»

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۵ جون ۲۰۲۶، ۰۹:۵۰ GMT+۱
ننګرهار کې یو طالب چارواکی: «موسسات د دجال لښکر دی»
100%

په ننګرهار کې د طالبانو ښاروالۍ د عوایدو رییس اکرام الدین مفتون ویلي، چې بهرني بنسټونه او موسسې د مرستو، روغتیايي خدمتونو، زده‌کړو او عامه پوهاوي تر نامه لاندې د خلکو شخصي معلومات راټولوي او بهرنیو لورو ته یې لېږدوي. نوموړي دغه موسساتو ته د «دجال» کلمه کارولې.

هغه دغه څرګندونې پر فیسبوک پاڼه په یوه یادښت کې کړې او ویلي یې دي، چې نړۍوال بنسټونه د بېلابېلو پروګرامونو له لارې کورنیو ته لاسرسی پیدا کوي او د کورنیو د غړو هویت، ټولنیز وضعیت او نور معلومات ثبتوي. د هغه په وینا؛ دغه معلومات په منظم ډول راټولېږي او بهر ته لېږدول کېږي.

په ننګرهار کې د طالبانو د ښاروالۍ دغه چارواکي ادعا کړې، چې ځینې بهرني بنسټونه او رسنیزې شبکې د اوږدمهاله موخو لپاره فعالیت کوي او باید د هغوی فعالیتونه له نږدې وڅارل شي. هغه ټینګار کړی، چې د بهرنیو موسسو او کارکوونکو مخینه او فعالیتونه باید په دقت وڅېړل شي او د هغوی هر اقدام تر څار لاندې وي.

نوموړي زیاته کړې، د اسلامي هېوادونو د یووالي او پیاوړي نظام د جوړېدو لپاره اړینه ده چې د بهرنیو لاسوهنو او نفوذ مخه ونیول شي. دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو له بیا واکمنۍ راهیسې د یادې ډلې لوړپوړو چارواکو د بهرنیو مرستو د جلب لپاره په وار، وار له نړۍوالې ټولنې د مرستو غوښتنه کړې ده.
د ځینو راپورونو پر بنسټ؛ طالبانو د ګڼو بهرنیو موسسو کارونه محدود کړي، پر ښځینه کار کوونکو یې بندیزونه لګولي او همداراز په وار، وار د طالبانو له‌خوا د مرستو په بهیر کې د لاسوهنې راپورونه خپاره هم شوي دي.