• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګري ملتونه: یوازې ۳۳ سلنه افغانان برېښنا ته لاسرسی لري

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۵ جون ۲۰۲۶، ۱۷:۲۲ GMT+۱

د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام (یو این ډي پي) وایي، چې په افغانستان کې یوازې ۳۳ سلنه وګړي برېښنا ته لاسرسی لري او دا شمېره په کلیوالي سیمو کې تر ۲۰ سلنې هم ټیټه ده.

د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام د وروستې د راپور له مخې، په افغانستان کې د هر وګړي کلنی د انرژۍ مصرف ۷۰۰ کیلوواټه ساعتونه دی. دغه اداره وایي دا اندازه د نړیوال اوسط په پرتله ۳۰ برابره ټیټه ده، چې د افغانستان د پراختیا پر وړاندې جدي ننګونه ښيي.

په راپور کې راغلي، چې په افغانستان کې د پاکې انرژۍ لور ته تګ یوازې د ککړتیا د کمولو موضوع نه ده، بلکې د انساني کرامت، معیشت او د خلکو د بقا سره مستقیم تړاو لري.

یاد راپور زیاتوي چې په ډېرو کلیوالو سیمو کې ښځې اړې دي چې د سون لپاره د بوټو راټولو لپاره لرې واټونونه ووهي.

د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام خبرداری ورکړی چې په کلیوالو سیمو کې د جامدو سون توکو کارول د کور دننه د هوا د ککړتیا له امله جدي روغتیایي خطرونه رامنځته کوي او د پراختیا فرصتونه، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو لپاره، محدودوي. دغه اداره وایي چې د دې وضعیت د ښه کولو لپاره یې په افغانستان کې د بیارغیدونکې وړ انرژۍ پروژې عملي کړې دي.

د راپور له مخې، له ۲۰۲۱ کال راهیسې د دې ادارې د انرژۍ پروګرامونو تر ۶ زرو زیات مرکزونو کې لمریز سیستمونه نښلولي دي او په دغو مرکزونو کې له ۵ زرو ۴۲۰ څخه زیات روغتیایي مرکزونه، له ۸۰۰ څخه زیات ښوونځي او له ۸۵۰ څخه زیات کاروباري مرکزونه شامل دي.

په راپور کې ویل شوي چې دغه پروژې هر کال د ۳۳ زره ټنه کاربن ډای اکسایډ د خپرېدو مخه نیسي او د ۱۲ میلیونو لیټرو ډیزلو مصرف کموي.

ترویج لرونکی

افغان ایواک: د امریکا نوې طرحه زرګونه افغان متحدین د قانوني کار له حقه بې‌برخې کولی شي
۱

افغان ایواک: د امریکا نوې طرحه زرګونه افغان متحدین د قانوني کار له حقه بې‌برخې کولی شي

۲

د ایستل‌شویو افغانانو د الوتنې لغوه؛ طالبان جرمني کې د نورو ډیپلوماتانو د ملنو غوښتنه کوي

۳
تازه خبر

سرچینې: د ازبکستان په ترمذ ښار کې د طالبانو او پاکستاني چارواکو تر منځ ناسته ترسره شوې

۴

متقي: موږ ۲۰ کاله له ۵۰ هېوادونو سره جنګېدلي یو اوس دا توقع نه‌لرو چې پر موږ ګلان وشیندي

۵

یوې موسسې په جوزجان کې له نږدې ۷ زره کورنیو سره نغدي او د خوراکي توکو مرسته کړې

•
•
•

نور کیسې

طالبانو د کابل په یوولسمه حوزه کې چاودنه تایید کړه

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۵ جون ۲۰۲۶، ۱۷:۲۱ GMT+۱
طالبانو د کابل په یوولسمه حوزه کې چاودنه تایید کړه
100%

د طالبانو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته تایید کړه، چې نن سهار د کابل د یوولسمې حوزې اړوند سیمه کې چاودنه شوې. د طالب سرچینو په وینا، په یاده چاودنه کې درې ملکي وګړي ټپیان شوي او د چاودیدونکو توکو انتقالونکی کس هم په ټپي حالت کې نیول شوی دی.

له دې وړاندې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، دغه چاودنه غرمه مهال د سیدالناصري په نوم د هلکانو د یوه ښوونځي مخې او د کابل لپاره د طالبانو د مرستیال والي کور ته څېرمه شوې ده. افغانستان انټرنشنل ته په رارسېدلو ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې د طالبان یو ټپي کس په خپل رنجر موټر کې له سیمې څخه لېږدوي.

قدرت الله امیني چې اوسمهال د کابل لپاره د طالبانو د والي د مرستیال په توګه دنده ترسره کوي، د پنجشېر ولایت اوسېدونکی دی.

نوموړی تر دې وړاندې په پنجشېر ولایت کې د طالبانو د والي په توګه هم کار کړی دی.

په جرمني کې یو افغان کډوال د چاقو په برید کې وژل شوی

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۵ جون ۲۰۲۶، ۱۵:۱۳ GMT+۱
په جرمني کې یو افغان کډوال د چاقو په برید کې وژل شوی
100%

د جرمني پولیسو ویلي، چې یو ۴۰ کلن افغان د بایرن ایالت د هرشینګ ښار د کډوالو په کمپ کې له بل افغان سره د شخړې پر مهال د چاقو په برید کې وژل شوی دی.

د جرمني رسنیو د پنجشنبې په ورځ راپور ورکړی چې یاد دواړه افغان کډوال د کډوالو د استوګنې په یوه مرکز کې له یو بل سره شخړه کړې وه. د پولیسو د لومړنیو موندنو له مخې، ۳۶ کلن افغان وګړي د شخړې پر مهال چاقو راایستلی او څو ځله یې پر بل افغان برید کړی دی.

عیني شاهدانو ویلي، چې قرباني د سر او ځیګر برخه کې سخت ټپي شوی و، خو د بیړنیو مرستندویه خدماتو او د ډاکټرانو د هڅو سربېره یې په روغتون کې ساه ورکړه.

پولیسو شکمن کس له هېڅ ډول مقاومت پرته د هغه د استوګنې له کانتینر څخه نیولی دی.

پولیسو ویلې، قاضي د شکمن کس د موقتې توقیف او زندان ته لېږدولو پرېکړه کړې ده.

د جرمي پولیسو او څارنوالۍ د دې پېښې د انګېزې او نورو جزییاتو په اړه جلا څېړنې پیل کړې دي.

تېره ورځ له پاکستان او ایران نه څه باندې ۳زره کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۵ جون ۲۰۲۶، ۱۴:۵۹ GMT+۱
تېره ورځ له پاکستان او ایران نه څه باندې ۳زره کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي
100%

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، چې تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۵۶۴ افغان کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي. یاد افغان کډوال د تورخم، سپین بولدک، د ورېښمو پُل او اسلام کلا له لارو هېواد ته داخل شوي دي.

د طالبانو د ویاند مرستیال نن جمعې ورځ، د غبرګولي پر ۱۵مه په اېکس کې لیکلي، چې دغو راستنېدونکو کورنیو ته په بېلابېلو سرحدي سیمو کې مالي، روغتیايي او ترانسپورټي خدمات وړاندې شوي دي.

د خپرو شویو شمېرو له مخې، د تورخم له لارې ۴۹۲ کورنۍ چې ۲۷۰۹ تنه کېږي هېواد ته راستنې شوې، چې له دې جملې څخه ۴۷۵ کورنۍ ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته لېږدول شوې دي.

د طالبانو ادارې د دغو کورنیو د لېږد لپاره له ۲ میلیونه او ۱۷۰ زره څخه ډېرې افغانۍ کرایه ورکړې او له ۵۰۵ کورنیو سره یې مالي مرسته کړې ده.

په دې وروستیو کې د پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو د جبري اېستلو پروسه په چټکۍ سره ادامه لري او دوی د کابل په ګډون په بېلابېلو ولایتو کې مېشت شوي دي.

طالبان وايي په کابل کې د منځنۍ اسیا د فکري مرکزونو د فورم ناسته جوړېږي

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۵ جون ۲۰۲۶، ۱۴:۰۸ GMT+۱
طالبان وايي په کابل کې د منځنۍ اسیا د فکري مرکزونو د فورم ناسته جوړېږي
100%

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ستراتېژیکو مطالعاتو مرکز وايي، د روانې د جون میاشتې په ۱۶مه نېټه په کابل کې د افغانستان او منځنۍ اسیا د څېړنیزو او فکري مرکزونو (تینک ټانکونو) ګډ فورم جوړېږي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ستراتېژیکو مطالعاتو مرکز نن جمعه، د غبرګولي پر ۱۵مه په اېکس کې لیکلي، چې په کابل کې د افغانستان او منځنۍ اسیا د هېوادونو د څېړنیزو مرکزونو ترمنځ د تینک ټانکونو د فورم پر جوړېدو خبرې شوې دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ستراتېژیکو مطالعاتو مرکز د معلوماتو له مخې، د دغه فورم د جوړېدو په اړه پرېکړه او مفصلې خبرې د ترمذ ډیالوګ د دویمې غونډې په څنډه کې شوې دي.

د ترمذ ډیالوګ دویمه غونډه د غبرګولي په ۱۴مه نېټه ترسره شوه، چې په کې د څه باندې ۴۰ هېوادونو او ۱۰ نړیوالو او سیمه‌ییزو سازمانونو شاوخوا ۲۰۰ استازو ګډون کړی و.

په دې ناسته کې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په انلاین بڼه او د بهرنیو چارو وزارت د ستراتېژیکو مطالعاتو د مرکز په استازولۍ ذاکر جلالي او غنچه ګل ارمان ګډون کړی و.

د ترمذ ډیالوګ په دغه غونډه کې ګډونوالو د بېلابېلو سیمه‌ییزو مسایلو په اړه بحثونه وکړل.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ستراتېژیکو مطالعاتو مرکز ویلي، چې د ترمذ د دویمې ناستې د بحثونو اصلي تمرکز د افغانستان له لارې د منځنۍ او سویلي اسیا ترمنځ پر اقتصادي همکاریو او په ځانګړي ډول پر اقتصادي اتصال او ترانزیټ و.

د طالبانو اداره هڅه کوي چې د دا ډول ناستو له لارې له منځنۍ اسیا سره خپلې سوداګریزې او ډیپلوماټیکې اړیکې پراخې کړي.

ملګرو ملتونو په کابل کې د خپلې یوې کارکوونکې مړینه تایید کړه

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۵ جون ۲۰۲۶، ۱۳:۱۸ GMT+۱
ملګرو ملتونو په کابل کې د خپلې یوې کارکوونکې مړینه تایید کړه
100%

په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر د جمعې په ورځ، د فرشتې عمادي په نوم د خپلې یوې کارکوونکې د مړینې خبر تایید کړ. د ملګرو ملتونو دفتر د مېرمن عمادي پر مړینه خواشیني ښودلې خو د هغې د مړینې د لامل په اړه څه نه دې ویلي.

دوه ورځې وړاندې پر ټولنیزو رسنیو باندې د ملګرو ملتونو د دفتر د کارکوونکې فرشتې عمادي د وژل کېدو خبرونه خپاره شول.

نن د جمعې په ورځ په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر د مېرمن عمادي د مړینې په اړه پر خپل اېکس‌پاڼه لیکلي:«په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولي د وګړو صندوق د کورنۍ د ارزښتمنې غړې اغلې فرشتې عمادي پر مړینې ژوره خواشیني څرګندوي. د هغې نشتون به په کلکه احساس شي. موږ د هغې له کورنۍ، خپلوانو او دوستانو سره خپله د زړه له کومې خواخوږي شریکوو».

په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر غوښتنه کړې، چې د مېرمن عمادي د کورنۍ شخصي حریم ته دې درناوی وشي.

طالبانو تر اوسه د فرشتې عمادي د مړینې او یا هم وژل کېدو په اړه څه نه دې ویلي.