• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په مسکو کې د طالبانو سفیر له روسي چارواکو سره د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو په اړه غږېدلی

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۵ جون ۲۰۲۶، ۱۶:۴۸ GMT+۱تازه شوی: ۱۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۵ جون ۲۰۲۶، ۱۷:۵۶ GMT+۱

په مسکو کې د طالبانو سفارت ویلي، چې مولوي ګل حسن حسن د سنټ پیټرزبورګ نړیوال اقتصادي فورم کې ګډون کړی او د یاد فورم په څنډه کې یې له روسي چارواکو، اقتصادي استازو او د شانګهای همکاریو سازمان له ځانګړي استازي سره د دوه اخیزو اقتصادي او سوداګریزو همکاریو په اړه خبرې کړي دي.

په روسیه کې د طالبانو سفارت د جمعې په ورځ پر خپل اېکس‌پاڼه لیکلي، چې په یادو لیدنو کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا، د افغاني صادراتو د زیاتوالي او د سیمه‌ییزو اړیکو د پیاوړتیا په اړه خبرې شوې دي.

د سنټ پیټرزبورګ نړیوال اقتصادي فورم د روسیې له مهمو اقتصادي غونډو څخه ګڼل کېږي چې هر کال د بېلابېلو هېوادونو دولتي چارواکي، سوداګر او اقتصادي استازي پکې ګډون کوي.

ترویج لرونکی

افغان ایواک: د امریکا نوې طرحه زرګونه افغان متحدین د قانوني کار له حقه بې‌برخې کولی شي
۱

افغان ایواک: د امریکا نوې طرحه زرګونه افغان متحدین د قانوني کار له حقه بې‌برخې کولی شي

۲

د ایستل‌شویو افغانانو د الوتنې لغوه؛ طالبان جرمني کې د نورو ډیپلوماتانو د ملنو غوښتنه کوي

۳
تازه خبر

سرچینې: د ازبکستان په ترمذ ښار کې د طالبانو او پاکستاني چارواکو تر منځ ناسته ترسره شوې

۴

متقي: موږ ۲۰ کاله له ۵۰ هېوادونو سره جنګېدلي یو اوس دا توقع نه‌لرو چې پر موږ ګلان وشیندي

۵

یوې موسسې په جوزجان کې له نږدې ۷ زره کورنیو سره نغدي او د خوراکي توکو مرسته کړې

•
•
•

نور کیسې

په جرمني کې یو افغان کډوال د چاقو په برید کې وژل شوی

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۵ جون ۲۰۲۶، ۱۵:۱۳ GMT+۱
په جرمني کې یو افغان کډوال د چاقو په برید کې وژل شوی
100%

د جرمني پولیسو ویلي، چې یو ۴۰ کلن افغان د بایرن ایالت د هرشینګ ښار د کډوالو په کمپ کې له بل افغان سره د شخړې پر مهال د چاقو په برید کې وژل شوی دی.

د جرمني رسنیو د پنجشنبې په ورځ راپور ورکړی چې یاد دواړه افغان کډوال د کډوالو د استوګنې په یوه مرکز کې له یو بل سره شخړه کړې وه. د پولیسو د لومړنیو موندنو له مخې، ۳۶ کلن افغان وګړي د شخړې پر مهال چاقو راایستلی او څو ځله یې پر بل افغان برید کړی دی.

عیني شاهدانو ویلي، چې قرباني د سر او ځیګر برخه کې سخت ټپي شوی و، خو د بیړنیو مرستندویه خدماتو او د ډاکټرانو د هڅو سربېره یې په روغتون کې ساه ورکړه.

پولیسو شکمن کس له هېڅ ډول مقاومت پرته د هغه د استوګنې له کانتینر څخه نیولی دی.

پولیسو ویلې، قاضي د شکمن کس د موقتې توقیف او زندان ته لېږدولو پرېکړه کړې ده.

د جرمي پولیسو او څارنوالۍ د دې پېښې د انګېزې او نورو جزییاتو په اړه جلا څېړنې پیل کړې دي.

تېره ورځ له پاکستان او ایران نه څه باندې ۳زره کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۵ جون ۲۰۲۶، ۱۴:۵۹ GMT+۱
تېره ورځ له پاکستان او ایران نه څه باندې ۳زره کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي
100%

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، چې تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۵۶۴ افغان کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي. یاد افغان کډوال د تورخم، سپین بولدک، د ورېښمو پُل او اسلام کلا له لارو هېواد ته داخل شوي دي.

د طالبانو د ویاند مرستیال نن جمعې ورځ، د غبرګولي پر ۱۵مه په اېکس کې لیکلي، چې دغو راستنېدونکو کورنیو ته په بېلابېلو سرحدي سیمو کې مالي، روغتیايي او ترانسپورټي خدمات وړاندې شوي دي.

د خپرو شویو شمېرو له مخې، د تورخم له لارې ۴۹۲ کورنۍ چې ۲۷۰۹ تنه کېږي هېواد ته راستنې شوې، چې له دې جملې څخه ۴۷۵ کورنۍ ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته لېږدول شوې دي.

د طالبانو ادارې د دغو کورنیو د لېږد لپاره له ۲ میلیونه او ۱۷۰ زره څخه ډېرې افغانۍ کرایه ورکړې او له ۵۰۵ کورنیو سره یې مالي مرسته کړې ده.

په دې وروستیو کې د پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو د جبري اېستلو پروسه په چټکۍ سره ادامه لري او دوی د کابل په ګډون په بېلابېلو ولایتو کې مېشت شوي دي.

طالبان وايي په کابل کې د منځنۍ اسیا د فکري مرکزونو د فورم ناسته جوړېږي

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۵ جون ۲۰۲۶، ۱۴:۰۸ GMT+۱
طالبان وايي په کابل کې د منځنۍ اسیا د فکري مرکزونو د فورم ناسته جوړېږي
100%

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ستراتېژیکو مطالعاتو مرکز وايي، د روانې د جون میاشتې په ۱۶مه نېټه په کابل کې د افغانستان او منځنۍ اسیا د څېړنیزو او فکري مرکزونو (تینک ټانکونو) ګډ فورم جوړېږي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ستراتېژیکو مطالعاتو مرکز نن جمعه، د غبرګولي پر ۱۵مه په اېکس کې لیکلي، چې په کابل کې د افغانستان او منځنۍ اسیا د هېوادونو د څېړنیزو مرکزونو ترمنځ د تینک ټانکونو د فورم پر جوړېدو خبرې شوې دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ستراتېژیکو مطالعاتو مرکز د معلوماتو له مخې، د دغه فورم د جوړېدو په اړه پرېکړه او مفصلې خبرې د ترمذ ډیالوګ د دویمې غونډې په څنډه کې شوې دي.

د ترمذ ډیالوګ دویمه غونډه د غبرګولي په ۱۴مه نېټه ترسره شوه، چې په کې د څه باندې ۴۰ هېوادونو او ۱۰ نړیوالو او سیمه‌ییزو سازمانونو شاوخوا ۲۰۰ استازو ګډون کړی و.

په دې ناسته کې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په انلاین بڼه او د بهرنیو چارو وزارت د ستراتېژیکو مطالعاتو د مرکز په استازولۍ ذاکر جلالي او غنچه ګل ارمان ګډون کړی و.

د ترمذ ډیالوګ په دغه غونډه کې ګډونوالو د بېلابېلو سیمه‌ییزو مسایلو په اړه بحثونه وکړل.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ستراتېژیکو مطالعاتو مرکز ویلي، چې د ترمذ د دویمې ناستې د بحثونو اصلي تمرکز د افغانستان له لارې د منځنۍ او سویلي اسیا ترمنځ پر اقتصادي همکاریو او په ځانګړي ډول پر اقتصادي اتصال او ترانزیټ و.

د طالبانو اداره هڅه کوي چې د دا ډول ناستو له لارې له منځنۍ اسیا سره خپلې سوداګریزې او ډیپلوماټیکې اړیکې پراخې کړي.

ملګرو ملتونو په کابل کې د خپلې یوې کارکوونکې مړینه تایید کړه

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۵ جون ۲۰۲۶، ۱۳:۱۸ GMT+۱
ملګرو ملتونو په کابل کې د خپلې یوې کارکوونکې مړینه تایید کړه
100%

په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر د جمعې په ورځ، د فرشتې عمادي په نوم د خپلې یوې کارکوونکې د مړینې خبر تایید کړ. د ملګرو ملتونو دفتر د مېرمن عمادي پر مړینه خواشیني ښودلې خو د هغې د مړینې د لامل په اړه څه نه دې ویلي.

دوه ورځې وړاندې پر ټولنیزو رسنیو باندې د ملګرو ملتونو د دفتر د کارکوونکې فرشتې عمادي د وژل کېدو خبرونه خپاره شول.

نن د جمعې په ورځ په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر د مېرمن عمادي د مړینې په اړه پر خپل اېکس‌پاڼه لیکلي:«په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولي د وګړو صندوق د کورنۍ د ارزښتمنې غړې اغلې فرشتې عمادي پر مړینې ژوره خواشیني څرګندوي. د هغې نشتون به په کلکه احساس شي. موږ د هغې له کورنۍ، خپلوانو او دوستانو سره خپله د زړه له کومې خواخوږي شریکوو».

په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر غوښتنه کړې، چې د مېرمن عمادي د کورنۍ شخصي حریم ته دې درناوی وشي.

طالبانو تر اوسه د فرشتې عمادي د مړینې او یا هم وژل کېدو په اړه څه نه دې ویلي.

د فولادو د اتحادیې مسوولان: په افغانستان کې د اوسپنې ویلې کولو ۴۸ فابرېکې فعالې دي

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۵ جون ۲۰۲۶، ۱۳:۰۸ GMT+۱
د فولادو د اتحادیې مسوولان: په افغانستان کې د اوسپنې ویلې کولو ۴۸ فابرېکې فعالې دي
100%

د فولادو د صنعت اتحادې مسوولان وايي، په افغانستان کې د فولادو تولید د پام وړ پرمختګ کړی او د کورنیو اړتیاوو د پوره کولو تر څنګ نورو هېوادونو ته د صادراتو وړتیا هم لري. د دوی په خبره دمګړی په افغانستان کې د اوسپنې ویلې کولو ۴۸ فابرېکې فعالیت لري.

د افغانستان د فولادو د صنعت اتحادیې رییس عبدالنصیر ریښتیا ځايي رسنیو ته ویلي، چې د افغانستان او ترکمنستان د اوسپنې فابرېکو ترمنځ د ۱۵۰ زره ټنه ګول سېخ تړون لاسلیک شوی دی او د اتقال پروسه یې هم پیل شوې ده.

نوموړی ویلي، چې تېر کال یې یوازې پاکستان ته ۶۰ زره ټنه ګول سېخ صادر کړی دی.

د اوسپنې د وېلو کولو د فابرېکو ځینو مسوولان ویلي، چې د افغانستان د اوسپنې فابرېکو د تولید کیفیت نړبوال معیارونو سره برابر دي.

په ورته وخت کې د بلخ ولایت د اوسپنې فابرېکو ټولنې مسوولین وايي، چې په دغه ولایت کې ۴ د اوسپنې د وېلو کولو فابرېکې فعالیت لري.

د طالبانو د بلخ ځايي چارواکو د اوسپنې د وېلې کولو یوې فابرېکې پرانیستلو پرمهال ویلي، افغان سوداګر دې د اوسپنې وېلو کولو پرخه خپلې پانګونې زیات کړي. د دوی په وینا، پخوا اوسپنیز کباړ توکي بهرنیو هېوادونو ته صادرېدل، خو اوس ترې په کور دننه بېلابېل فولادي محصولات تولیدېږي.

مسوولین زیاتوي، د فولادو د تولید پراختیا نه یوازې د صنعتي ودې لامل شوې، بلکې د کارموندنې او اقتصادي پرمختګ لپاره یې هم نوي فرصتونه رامنځته کړي دي.