• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د اوکراین د خبرو اترو وړاندیز؛ پوتین له زیلېنسکي سره کتنه بې ګټې وبلله

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۵ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۳۴ GMT+۱

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلېنسکي هغه وړاندیز رد کړی، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره یې د مخامخ خبرو اترو غوښتنه کړې وه.

پوتین د جمعې په ورځ (د غبرګولي ۱۵مه) په یوې اقتصادي غونډه کې وویل، چې په اوسني وخت کې له زیلېنسکي سره د لیدنې لپاره هېڅ دلیل نه‌ویني او د هغه لیک یې غیر مخلصانه وباله.

ولادیمیر زیلېنسکي په خپل پرانیستي لیک کې چې د امریکا په ګډون یو شمېر نورو هېوادونو ته هم لېږل شوی، لیکلي وو، چې د روسیې اکثریت خلک د اوکراین له توغندیزو او ډرون بریدونو، لوړ انفلاسیون او د تېلو له کمښت څخه ستړي شوي او سولې ته چمتو دي.

هغه همدارنګه خبرداری ورکړی وو، چې د جګړې دوام د پوتین خپل دریځ ګواښي، ځکه تاریخ ښودلې کله چې روسیه ستړې شي، نو بدلون راځي.

پوتین د دغه لیک په غبرګون کې وویل، چې لیک «بې‌ادبه» څرګندونې لري او موخه یې د لیدنې لپاره د شرایطو برابرول نه، بلکې د خبرو خرابول دي.

د روسیې ولسمشر چې د زیلېنسکي د نوم له اخیستو یې ډډه کوله او هغه ته یې یوازې د «لیک لیکوال» خطاب کاوه، ټینګار وکړ، چې له لیدنې وړاندې باید د دواړو خواوو کارپوهان پر یوې اوږدمهالې حل‌لارې کار وکړي.

بل لور ته د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلېنسکي په خپله ویډیويي وینا کې ویلي، د پوتین غبرګون وښوده چې کرملېن د جګړې پای ته رسول نه‌غواړي.

هغه د روسیې دغه دریځ کمزوری وباله او زیاته یې کړه، چې پر مسکو باید اقتصادي او سیاسي فشارونه نور هم زیات شي، څو د عوایدو سرچینې یې کمې شي.

ولادیمیر پوتین د پنجشنبې په ورځ له نړیوالو رسنیو سره په خبرو کې پر خپل سخت دریځ ټینګار کړی او ویلي یې وو، چې ځواکونه یې هره ورځ په جګړه کې پرمختګ کوي، خو زیاته یې کړه، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سولې وړاندیزونه کولای شي جګړه پای ته ورسوي که چېرې کېیف جوړجاړي ته چمتو وي.

دا په داسې حال کې ده، چې روانه اونۍ روسیې یو ځل بیا د اوکراین پر ښارونو لسګونه توغندي او ډرون وتوغول او اوکراین هم د روسیې د تېلو پر تصفیه کونکو کارخونو خپل بریدونه زیات کړي دي.

ترویج لرونکی

افغان ایواک: د امریکا نوې طرحه زرګونه افغان متحدین د قانوني کار له حقه بې‌برخې کولی شي
۱

افغان ایواک: د امریکا نوې طرحه زرګونه افغان متحدین د قانوني کار له حقه بې‌برخې کولی شي

۲

د ایستل‌شویو افغانانو د الوتنې لغوه؛ طالبان جرمني کې د نورو ډیپلوماتانو د ملنو غوښتنه کوي

۳
تازه خبر

سرچینې: د ازبکستان په ترمذ ښار کې د طالبانو او پاکستاني چارواکو تر منځ ناسته ترسره شوې

۴

متقي: موږ ۲۰ کاله له ۵۰ هېوادونو سره جنګېدلي یو اوس دا توقع نه‌لرو چې پر موږ ګلان وشیندي

۵

یوې موسسې په جوزجان کې له نږدې ۷ زره کورنیو سره نغدي او د خوراکي توکو مرسته کړې

•
•
•

نور کیسې

شفیع جان: عمران خان له ۷ میاشتو راهیسې زندان کې په «انزوا» کې ساتل کېږي

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۵ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۲۱ GMT+۱
شفیع جان: عمران خان له ۷ میاشتو راهیسې زندان کې په «انزوا» کې ساتل کېږي
100%

د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر شفیع جان ویلي، د پاکستان تحریک انصاف ګوند بنسټګر عمران خان له ۱۰۰۰ څخه زیاتې ورځې په زندان کې تېرې کړي او په وینا یې، پر هغه «ناحقه» دوسیې جوړې شوي او له ۷ میاشتو راهیسې په زندان کې په «انزوا» کې ساتل کېږي.

د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر شفیع جان د جمعې په ورځ (د غبرګولي ۱۵مه) په پېښور کې یوې خبري غونډې ته وویل، له عمران خان سره د هغه کورنۍ او وکیلان یې د لیدو اجازه نه‌لري.

هغه زیاته کړه، چې له عمران خان سره یې وکیلانو په وروستی ځل د تېر کال په اکتوبر میاشت کې لیدلي وو او کورنۍ یې هم په وروستي ځل د ډسمبر په میاشت کې ورسره کتلي وو.

نوموړي د عمران خان د درملنې په اړه وویل، هغه د شپې له خوا په پټه د پمز روغتون ته لېږدول کېږي، خو نه یې کورنۍ او نه هم د ګوند مشران له دې چارې خبرېږي.

هغه وویل: «دا د زندان له اصولو سره په ټکر کې دي، ځکه د مقرراتو له‌مخې له ماښام وروسته هېڅ بندي له زندان څخه نه‌شي اېستل کېدای».

هغه ادعا وکړه، چې نه یوازې عمران خان، بلکې د هغه مېرمن بشرا بي بي هم په پټه روغتون ته لېږدول کېږي او خپلو شخصي ډاکټرانو ته د مراجعې کولو فرصت نه‌ورکول کېږي.

دوی غوښتنه وکړه، چې عمران خان دې شفا روغتون ته ولېږدول شي او د هغه د شخصي ډاکټرانو له خوا دې درملنه وشي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند ادعا کوي، چې عمران خان او د هغه مېرمنې ته د شخصي روغتون او ډاکټرانو ته د لاسرسي اجازه نه‌ورکول کېږي. خو د پاکستان حکومت تل دغه ادعاوې رد کړي او ویلي یې دي، چې کله اړتیا وي، عمران خان روغتون ته لېږدول کېږي او ورسره د قانون له مخې چلند کېږي.

محسن رضايي: که جګړه دوام وکړي، نښته به د سره، مدیترانې او د هند سمندرونو ته وغځوو

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۵ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۰۶ GMT+۱
محسن رضايي: که جګړه دوام وکړي، نښته به د سره، مدیترانې او د هند سمندرونو ته وغځوو
100%

د ایران د رهبر مجتبی خامنه‌يي پوځي سلاکار محسن رضايي خبرداری ورکړی، که روانه جګړه دوام ومومي او پر ایران لګېدلې سمندري محاصره پای ته ونه‌رسېږي، تهران به د جګړې جغرافیه پراخه کړي.

رضايي له یوې امریکايي ټلوېزیوني شبکې سره په مرکه کې ویلي، ایران به د جګړې لمن د هند سمندر، باب‌المندب تنګي، سره سمندر او د مدیترانې سمندر ته وغځوي او پر هغو امریکايي اډو به هم بریدونه وکړي، چې د ده په وینا، مخکې یې هم په نښه کړې دي.

هغه ادعا کړې، چې د جګړې د پراخېدو په صورت کې به امریکا له درنو زیانونو سره مخ شي او د واشنګټن تاوانونه به «ډېر درانه» وي.

د مجتبی خامنه‌يي دغه پوځي سلاکار همداراز له ډونالډ ټرمپ څخه وغوښتل، چې د اسراییل له پالیسۍ څخه پرته په خپلواکه توګه پرېکړې وکړي، د ایران د خلکو حقونه په رسمیت وپېژني، پر ایران لګېدلې محاصره پای ته ورسوي او د ایران کنګل شوې شتمنۍ ازادې کړي.

رضايي ویلي، د دغو ګامونو اخیستل کولی شي د ایران او امریکا ترمنځ د اړیکو لپاره نوی باب پرانیزي.

د روغتیا نړۍوال سازمان په افریقا کې د اېبولا د مخنیوي لپاره ۵۱۸ میلیونه ډالر ځانګړي کړل

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۵ جون ۲۰۲۶، ۱۶:۲۷ GMT+۱
د روغتیا نړۍوال سازمان په افریقا کې د اېبولا د مخنیوي لپاره ۵۱۸ میلیونه ډالر ځانګړي کړل
100%

د روغتیا نړۍوال سازمان په کانګو او یوګانډا کې د اېبولا د کابو کولو لپاره د ۵۱۸ میلیونه ډالرو په ارزښت یو شپږ میاشتنی ګډ پلان اعلان. یاد سازمان ویلي، په دغه پلان کې د دواړو هېوادونو د‌ پولو کلکه څارنه هم شامله ده، څو اېبولا ویروس نورو هېوادونو ته خپور نه شي.

د روغتیا نړیوال سازمان عمومي رییس ټیډروس اډانوم ګیبریسوس د جمعې په ورځ ویلي، چې د اېبولا کابو کول سیاسي ژمنتیا، دوامدارو مالي سرچینو او په ټولنو کې د باور رامنځته کولو ته اړتیا لري. ټیډروس زیاته کړې:«دا ناروغي په خورا چټکتیا سره د خپرېدو په حال کې ده او موږ لا هم د هغې د کنټرولولو هڅه کوو».

په ورته مهال د افریقا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز په ورته خبري غونډه کې وویل، دغه ساري ناروغي تر اونیو پورې ناپېژانده پاتې شوې وه، چې له امله یې روغتیايي چارواکي د وضعیت په اداره کولو او کنټرول کې له ستونزو سره مخ شوي دي.

د راپورونو له‌مخې، دا ځل خپره شوې ناروغي د اېبولا د نادره ډول (بونډیبوګیو) پورې اړه لري، چې د مخنیوي لپاره یې تر اوسه کومه تایید شوې درملنه یا واکسین شتون نلري.

د افریقا د ناروغیو د کنټرول او تشخیص مرکز عمومي رییس ژان کاسیا په دې اړه وویل: «دا خپره شوې ناروغي خورا جدي ده. که دا د بونډیبوګیو د تېرو پېښو سره پرتله کړو، دا د دې ډول تر ټولو خطرناکه څپې ده.»

د افریقا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز د معلوماتو له مخې، تر اوسه پورې په کانګو کې د اېبولا ۳۸۱ تایید شوې پېښې او ۶۲ مړینې ثبت شوې دي. په ورته وخت کې یوګانډا د ۱۹ پېښو او ۲ مړینو رپوټ ورکړی دی.

ایران د عمان په خلیج کې د امریکا د سمندري کښتیو په لور خبرداری ورکوونکي توغندي توغولي دي

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۵ جون ۲۰۲۶، ۱۳:۴۹ GMT+۱
ایران د عمان په خلیج کې د امریکا د سمندري کښتیو په لور خبرداری ورکوونکي توغندي توغولي دي
100%

د ایران دولتي رسنیو د دغه هیواد د پوځ عامه اړیکو د دفتر له قوله راپور ورکړی چې د عمان په خلیج کې یې د امریکا پر سمندري کښتیو خبرداری ورکوونکي توغندي او بې پیلوټه الوتکې بریدونه کړي دي.

د ایران پوځ ویلي چې دغه سمندري بېړۍ چې د DDG-103 او DDG-87 په نوم پېژندل کېږي، له دې اقدام وروسته د عمان سمندر پرېښی او د هند سمندر پر لور تللي دي.

د ایران د پوځ د سمندري ځواکونو مرکز ویلي، که اړتیا وي نو له لا اوږد واټن ویشتونکو توغندیو څخه به هم ګټه واخلي.

له بلې خوا، د امریکا سمندري قوماندانۍ ویلي: «موږ به د ناقانونه شبکو د ګډوډولو او د هغو بېړیو د درولو لپاره چې ایران ته مادي ملاتړ برابروي، په ټوله نړۍ کې سمندري اجراتو ته دوام ورکړو، هغه که هر ځای وي.»

دا په داسې حال کې ده چې د ایران شاوخوا د سمندري امنیت په اړه ترینګلتیاوې زیاتې شوې او واشنګټن د ایران ته د تېلو لیږد بندیزونه عملي کوي چې تهران بیا څو ځله د هرمز تنګي او شاوخوا اوبو کې د بېړیو د تګ راتګ د ګواښ خبرداری ورکړی دی.

د اوکراین پر پلازمېنه د روسیې د بې‌پیلوټه الوتکو په برید کې څلور کسان وژل شوي

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۵ جون ۲۰۲۶، ۱۲:۰۰ GMT+۱
د اوکراین پر پلازمېنه د روسیې د بې‌پیلوټه الوتکو په برید کې څلور کسان وژل شوي
100%

اوکرایني چارواکو ویلي، چې د پلازمېنې کیف په شاوخوا سیمه کې د ماشومانو د خوړو د تولید پر یوه فابریکه د روسیې د بې‌پیلوټه الوتکو په برید کې څلور کسان وژل شوي او اووه نور ټپیان دي.

د کییف والي میکولا کلاشینیک پر ټیلیګرام لیکلي چې په نښه شوې فابریکه کې د ماشومانو لپاره مستې او نور لبنیات تولیدېدل.او بیړنیو خدماتو ډلو په ساحه کې اور مړ کړی دی.

په ورته مهال د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي پر اېکس په سخت غبرګون کې ویلي، چې د روسیې د وروستیو بریدونو په لېست کې اوس د ماشومانو د خوړو د تولید دغه کارخانه هم شامله شوه. زیلنسکي زیاته کړې چې روسي ځواکونو په ورته وخت کې په دایپروپیتروفسک کې د خوړو پر ګودامونو او پوستي مرکز، په خرسون کې پر یوه امبولانس، په سومي کې پر یوه ښوونځي، په اودیسا کې د بندر پر زیربناوو او په خارکیف کې پر یوه کلینیک هم بریدونه کړي دي.

د اوکراین ولسمشر یو ځل بیا له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د هېواد د هوايي دفاع په پیاوړتیا او پر مسکو د اقتصادي او د بندیزونو د فشارونو په ساتلو کې مرسته وکړي ترڅو دغه جګړه چې اوس یې پېنځم کال روان دی، پای ته ورسېږي. هغه وویل، د بالستیک ضد دفاعي ملاتړ او د وسلو په تولید کې ګډې هوکړې د خلکو ژوند ژغورلی شي.