په افغانستان کې د اقلیمي بدلون اغېزې؛ یونیسف وایي د اوبو رسولو هڅې یې ګړندۍ کړي

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق استازي تاجالدین اویواله د چاپیریال د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، پر ماشومانو د اقلیم د بدلون ناوړه اغېزې خورا سختې دي. هغه ټینګار کړی، دغه اداره له شته ننګونو سره سره افغانستان کې د اوبو رسولو د سیسټمونو پر پیاوړتیا کار کوي.
