امریکا پر ایران نوي بندیزونه ولګول

د امریکا د خزانې وزارت اعلان کړی چې د ایران سره د تړاو په تور یې پر یو شمېر اشخاصو، بنسټونو او بېړیو نوي بندیزونه لګولي دي. یاد وزارت د جمعې په ورځ، ویلي دغه بندیزونه د ترهګرۍ ضد اقداماتو د نوې ارزونې په چوکاټ کې وضع شوي دي.
