• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
ستاسو روایت

د تخار یو اوسېدونکی: د کوکچې مواصلاتي لارې خرابوالي خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۵ جون ۲۰۲۶، ۰۵:۰۱ GMT+۱

د تخار ولایت د کوکچې سیمې یوه اوسېدونکي افغانستان انټرنشنل ته په استول شوي پیغام کې ویلي، چې د کوکچې هاخوا سیمو مواصلاتي سړک له کلونو راهیسې په ډېر خراب وضعیت کې دی او د سیمې خلک یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

د نوموړي په وینا؛ د سړک خرابوالي د ناروغانو، زده‌کوونکو، بزګرانو او مساپرو لپاره جدي ستونزې رامنځته کړې دي. هغه زیاتوي، چې د کلونو په تېرېدو لاهم د دغه لارې د بیارغونې او ترمیم لپاره جدي اقدام نه‌دی شوی.

د سیمې اوسېدونکو له طالبانو او اړونده ادارو غوښتي، چې د خلکو ستونزو ته رسېدنه وکړي او ژر تر ژره د دغه سړک د بیارغونې چارې پیل کړي. دوی ټینګار کوي، چې مناسبو لارو ته لاسرسی د خلکو بنسټیز حق دی او د معیاري بنسټیزو زېربناوو له جوړېدو پرته د سیمې پرمختګ ناشونی دی.

د یادونې وړ ده، چې په وروستیو میاشتو کې د افغانستان په شمالي ولایتونو کې سختو بارانونو او سېلابونو د ګڼو سیمو مواصلاتي لارې زیانمنې کړې دي. د دغه طبیعي پېښو له امله سړکونه، پلچکونه او ځینې عامه تاسیسات ویجاړ شوي چې د خلکو پر تګ‌راتګ او ورځني ژوند یې منفي اغېز کړی دی.

ځايي اوسېدونکي وايي، د سېلابونو له امله هغه لارې چې له وړاندې هم په نامناسب وضعیت کې وې لا ډېرې خرابې شوې دي. د دوی په باور، د زیانمن شویو سړکونو بیارغونه او ترمیم نه یوازې د خلکو د تګ‌راتګ ستونزې کمولی شي؛ بلکې د سیمو د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ لپاره هم اړین ګڼل کېږي.

ترویج لرونکی

په کوټه کې پر ښځینه ډاکټرې د تېزابو برید؛ د ډاکټر ماه نور ۳۵ سلنه بدن سوځېدلی
۱

په کوټه کې پر ښځینه ډاکټرې د تېزابو برید؛ د ډاکټر ماه نور ۳۵ سلنه بدن سوځېدلی

۲

سوداګر او صرافان: د طالبانو د ننګرهار د استخباراتو اوپراتیفي مرستیال له سوداګرو باج اخلي

۳

هيله نجيب سعد محسني ته: ستاسو په څېر افغان نارينه د ښځو د نه پرمختګ لاملونه دي

۴

هرات کې د امر بالمعروف او ځایي اوسېدونکو ترمنځ د یوې ښځې د نیولو پر سره نښته رامنځته شوې

۵

په بلوچستان کې یو خبریال د ناپېژندو وسله‌والو له لوري په ډزو وژل شوی دی

•
•
•

نور کیسې

د کندهار اوسېدونکی: د سپين بولدک او چمن پر دروازه له ناروغانو ناقانونه پیسې اخیستل کېږي

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۵ جون ۲۰۲۶، ۰۴:۰۹ GMT+۱
د کندهار اوسېدونکی: د سپين بولدک او چمن پر دروازه له ناروغانو ناقانونه پیسې اخیستل کېږي
100%

د کندهار د سپين بولدک ولسوالۍ یو اوسېدونکي افغانستان انټرنشنل ته په یوه لېږلي پيغام کې ویلي، چې د سپین بولدک او چمن پر دروازه له ناروغانو پېسې اخیستل کېږي او ځورول کېږي. نوموړي ادعا کړې، چې د پاکستان په زندانونو کې افغان مېرمنې جنسي ځورول کېږي.

دغه کس په خپل غږیز پیغام کې ویلي، تازه د چهارشنبې د ورځې د سترګو لیدلی حال شریکوي او زیاتوي چې ځینې کسان له ناروغانو څخه تر یو لک کلدارو اخلي؛ ترڅو پاکستان ته یې واړوي. د هغه په خبره؛ دغه انساني چاقاق کوونکي د طالبانو او پاکستاني پولیسو سره اړیکې لري او دواړه خواوو ته خپله ونډه ورکوي.

نوموړي زیاته کړې: «ډېری وخت چې پاکستاني پوځيان راشي، د پیسو برخه نه وي‌ ورکول شوې بیا افغانې مېرمنې وهي، ظلم ورسره کوي، زندانونو ته یې وړي او ان هلته یې جنسي ځوروي». هغه ادعا کړې، چې د جنسي‌ ځورولو څو قضیې یې لیدلې او خلک له مجبوریته غږ نه‌شي‌ اوچتولی.

هغه د دواړه خواوو له مسوولو چارواکو د یادې ستونزې د څار او مخنیوي غوښتنه کړې ده.

کابل مېشتی: د طالبانو د اسنادو په محکمه کې درغلي او نا غیړي شته

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۵ جون ۲۰۲۶، ۰۳:۵۴ GMT+۱
کابل مېشتی: د طالبانو د اسنادو په محکمه کې درغلي او نا غیړي شته
100%

یو کابل مېشتي افغانستان انټرنشنل ته په لېږلي پیغام کې ویلي، چې د کابل د جنګلک په سیمه کې د طالبانو تر واک لاندې د اسنادو او وثیقو د محکمې کارکوونکي د کار پرمهال له خلکو سره ناسم چلند کوي او کارونه په ډېر ځنډ مخ ته وړي.

دغه اوسېدونکي زیاته کړې، چې خلک د دغه محکمې د کارکوونکو له چلند ستړي شوي؛ ځکه عادي‌ چارې میاشتې او کلونه وخت نیسي، درانه لګښتونه، واسطه او د بډې اخیستل په‌کې خورا زیات دي.

د نوموړي په خبره؛ ډېری وخت د یادې ادارې کارکوونکي خلکو ته سپکاوی هم کوي. هغه زیاته کړې: «له واسطې، کمېشن کارۍ او د پیسو له ورکړې پرته په دغه محکمه کې هيڅ کار پر مخ نه ځي».

دغه کابل مېشتي ویلي، که د طالبانو تر واک لاندې په دولتي ادارو کې دغه ډول وضعیت دوام وکړي؛ نو په داسې یو وضعیت کې دغه ډله څنګه له بهر مېشتو افغانانو غواړي، چې بېرته دې افغانستان ته ستانه شي.

د یوه کابل مېشتي شکایت: له درېیو کلونو راهیسې بې‌کاره یم، له واسطې پرته دنده نه‌راکول کېږي

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۱۶ GMT+۱
د یوه کابل مېشتي شکایت: له درېیو کلونو راهیسې بې‌کاره یم، له واسطې پرته دنده نه‌راکول کېږي
100%

یوه کابل مېشتي افغانستان انټرنشنل ته په استولي پیغام کې ادعا کړې، چې له درېیو کلونو راهیسې بې‌کاره دی او د دندې موندلو لپاره یې کړې هڅې بې‌پایلې پاتې شوې، ځکه چې په وینا یې «واسطه» نه‌لري. هغه زیاتوي، د طالبانو په حاکمیت کې له «واسطې» پرته دنده نه‌ورکول کیږي.

نوموړي ویلي، چې درې کاله وړاندې یې د کابل په څلور سوه بستریز روغتون کې دنده ترسره کوله، خو اوس له اوږدې مودې راهیسې بې‌کاره پاتې شوی او دمګړۍ له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی.

د هغه په وینا، په دې موده کې یې د بېلابېلو دولتي او خصوصي بنسټونو د ازموینو او سیالیو په بهیر کې ګډون کړی او په ډېریو دغو ازموینو کې بریالی شوی ، خو ادعا کوي، چې د واسطې او اړیکو د نشتوالي له امله ورته دنده نه‌ده سپارل شوې.

هغه زیاتوي: «درې کاله کېږي چې د کار لپاره مې هره دروازه وټکوله، خو دنده نه‌شم پیدا کولی. هر ځای چې امتحان ورکوم بریالی کېږم، خو دنده ځکه نه‌راکول کېږي چې واسطه نه‌لرم».

دغه کس ادعا کوي، چې د طالبانو تر ادارې لاندې د ګومارنو په بهیر کې «شخصي اړیکې» او «واسطې» مهم رول لري او هغه څوک چې واسطه ونه‌لري، د دندې ترلاسه کولو چانس یې خورا کم وي.

د یادونې وړ ده چې دا یوازې د یوه کابل مېشتي کس روایت دی، افغانستان انټرنشنل- پښتو یې په خپلواکه توګه نه تاییدوي، خو تر دې وړاندې ګڼو نړۍوالو بنسټونو په افغانستان کې د کار روزګار د کمښت په تړاو راپورونه ورکړي دي.

د کندوز یو اوسېدونکی: د طالبانو استخبارات بې‌ګناه کسان نیسي او بډې ترې اخلي

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳ جون ۲۰۲۶، ۰۷:۰۳ GMT+۱
د کندوز یو اوسېدونکی: د طالبانو استخبارات بې‌ګناه کسان نیسي او بډې ترې اخلي
100%

د کندوز یو اوسېدونکی چې د طالبانو په زندان کې بندي وو؛ له زندانه تر خوشې کېدو وروسته یې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو زندانونه له بې‌ګناه وګړو ډک دي او طالب استخبارات ترې بډې اخلي.

نوموړي زیاته کړې، چې د طالبانو په زندانونو کې «ظلم، فساد او رشوت» په پراخه کچه دوام لري. د هغه په خبره؛ طالب استخبارات عام وګړي په بېلابېلو تورونو نیسي او زنداني کوي یې.

هغه زیاته کړې، چې زندانونه له بې‌ګناه خلکو ډک دي: «زه د کندوز یو اوسېدونکی یم، څه موده د طالبانو په زندان کې بندي وم. په افغانستان کې د طالبانو له زندانونو او حوزو شکایت لرم، استخبارت له شواهدو پرته خلک د بېلابېلو تورونو په تړاو نیسي، زندانونه له بې‌ګناه خلکو ډک دي».

د ۲۰۲۱کال له اګست وروسته د طالبانو تر کنټرول لاندې د زندانونو وضعیت څو ځله د کورنیو او نړۍوالو بنسټونو د بحث موضوع ګرځېدلې ده. د بندیانو کورنیو او د بشري حقونو ځینو سازمانونو د خپلسرو نیونو او د بندیانو د حقونو سرغړونې په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي؛ خو طالبان بیا وایي چې ټولې چارې د قانون او شریعت له مخې ترسره کېږي.

د نرسنګ فارغانې د اګزیټ ازموینې د ځنډ له امله له نامعلوم برخلیک سره مخ دي

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲ جون ۲۰۲۶، ۱۶:۱۹ GMT+۱
د نرسنګ فارغانې د اګزیټ ازموینې د ځنډ له امله له نامعلوم برخلیک سره مخ دي
100%

له کابل څخه یوه کس افغانستان انټرنشنل پښتو ته په رالېږلي پیغام کې ویلي چې خویندې یې د قابلګۍ له څانګې فارغې شوې دي، خو تر اوسه ترې د اګزیټ یا خروجي ازموینه نه ده اخیستل شوې. هغه وایي له اګزیټ ازموینې پرته یې خویندې په روغتون کې کار نه شي کولای.

دغه کس، چې نه غواړي نوم یې خپور شي، وایي چې د اګزیټ ازموېنې د نه اخیستل کېدو له امله د هغه خویندو ته اسناد نه دي ورکړل شوي.

د ده په وینا، د اسنادو له نشتوالي پرته د نرسنګ فارغانې نه شي کولای په دولتي ادارو کې دندې ترلاسه کړي او د ښځو د روغتیایي خدمتونو په برخه کې کار وکړي.

هغه ویلي، خویندې یې غواړي د شریعت له اصولو سره سم د هېواد د ښځو لپاره روغتیایي خدمتونه وړاندې کړي، خو د خروجي (اګزیټ) امتحان نه اخیستل د دوی د کار او اسنادو د بشپړېدو مخه نیولې ده.

دغه کس له طالبانو غوښتي چې د نرسنګ فارغانو ته د اګزیټ ازمیونې زمینه برابره کړي.