ناپېژاندو وسلهوالو په سویلي وزیرستان کې د یوه قبایلي مشر دوه زامن په ډزو وژلي دي

ناپېژاندو وسلهوالو د خیبر پښتونخوا په سویلي وزیرستان کې د توجيخېلو د قبیلې مشر ملک جمیل وزیر دوه زامن په ډزو وژلي دي. ځایي پولیسو ویلي، پېښه د سویلي وزیرستان د کډي کوټ بازار په سیمه کې شوې چې پهکې د ملک جمیل وزیر زامن معین الدین او نوید وژل شوي او یو لاروی ټپي شوی دی.
د ځایي چارواکو په وینا؛ امنیتي او د ژغورنې ډلې له پېښې وروسته سیمې ته رسېدلې او مړي او ټپي کس یې روغتون ته لېږدولي دي. ځایي پولیس زیاتوي، چې بریدګر له سیمې تښتېدلي او د پېښې د څرنګوالي او انګېزې معلومولو لپاره یې پلټنې پیل کړې دي.
ملک جمیل وزیر د توجيخېلو د قبیلې مشر دی، چې پخوا هم پرې څو ځله بریدونه شوي دي. د راپورونو له مخې؛ تېر کال هم د هغه یو زوی د ناپېژاندو کسانو لهخوا وژل شوی و. لاتر اوسه کومې ډلې د دغه برید مسوولیت نهدی منلی.
