د افغان کډوالو د قاچاق په پېښه کې؛ په برېتانیا کې د یوې ډلې غړي مجرم وپېژندل شول

د برېتانیا یوې محکمې د انګلستان ختیځ اسکس ولایت د یوې ډلې څو غړي د افغان کډوالو د ناقانونه لېږد او د پیسو مېنځلو په جرمونو کې مجرم پېژندلي دي. د معلوماتو له مخې؛ دغه ډلې په ۲۰۱۹کال کې د یوې لارۍ پرمټ د افغان سېک کډوالو یوه ډله له فرانسې نه برېتانیا ته قاچاق کړې وه.
