• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د جلاوطنه افغان ښځینه فوټبال بریا؛ د برېتانیا استازي افغانستان کې د سپورټ پر حق ټینګار وکړ

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۵ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۲۹ GMT+۱

د افغانستان لپاره د برېتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لینډسي په جلاوطنۍ کې د افغانستان د ښځو د فوټبال ملي لوبډلې ته د هغوی د لومړۍ نړیوالې لوبې د ترسره کولو له امله مبارکي ویلې ده. لینډسي ټینګار کړی، چې ورزش ته باید ټول لاسرسی ولري او هېڅوک ترې محروم نه‌شي.

د افغانستان لپاره د برېتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لینډسي د جمعې په ورځ (د غبرګولي ۱۵مه) په خپله اېکس پاڼه د افغان ښځینه فوټبالرانو هوډ او د سیالۍ لپاره د هغوی هڅې وستایلې او هغه یې الهام بښونکې وبللې.

هغه زیاته کړه، چې د دغو ښځو د لوبېدو هوډ په داسې حال کې د ستاینې وړ دی، چې په کور دننه په افغانستان کې نورې ښځې او نجونې له دغه حق څخه بې برخې دي.

ریچارډ لیندسي وویل، چې سپورټ د هر انسان حق دی او باید هېڅوک ترې محروم نه‌شي. د نوموړي په وینا، په جلاوطنۍ کې د افغان نجونو د فوټبال لوبډلې لومړنۍ نړیواله لوبه ښيي، چې افغان ښځې لا هم د خپلو حقونو او غوښتنو لپاره هڅې کوي. د جلا وطنه افغان ښځو لوبډلې په نوي‌زیلانډ کې د کوک جزیرې لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د یادولو وړ ده، چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته پر ښځو ګڼ محدودیتونه لګول شوي او هغوی په کور دننه له هر ډول سپورټي او تعلیمي فعالیتونو څخه محرومې شوې دي. په جلاوطنۍ کې د افغانستان د ښځو د فوټبال ملي لوبډله له دغو سختو شرایطو سره سره خپلو تمریناتو او سیالیو ته دوام ورکوي.

ترویج لرونکی

افغان ایواک: د امریکا نوې طرحه زرګونه افغان متحدین د قانوني کار له حقه بې‌برخې کولی شي
۱

افغان ایواک: د امریکا نوې طرحه زرګونه افغان متحدین د قانوني کار له حقه بې‌برخې کولی شي

۲

د ایستل‌شویو افغانانو د الوتنې لغوه؛ طالبان جرمني کې د نورو ډیپلوماتانو د ملنو غوښتنه کوي

۳
تازه خبر

سرچینې: د ازبکستان په ترمذ ښار کې د طالبانو او پاکستاني چارواکو تر منځ ناسته ترسره شوې

۴

متقي: موږ ۲۰ کاله له ۵۰ هېوادونو سره جنګېدلي یو اوس دا توقع نه‌لرو چې پر موږ ګلان وشیندي

۵

یوې موسسې په جوزجان کې له نږدې ۷ زره کورنیو سره نغدي او د خوراکي توکو مرسته کړې

•
•
•

نور کیسې

د ترکیې په ختیځ کې یو افغان شپون د بل افغان له لوري وژل شوی دی

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۵ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۲۴ GMT+۱
د ترکیې په ختیځ کې یو افغان شپون د بل افغان له لوري وژل شوی دی
100%

د ترکیې په ختیځ کې د یوې نښتې په پایله کې یو افغان شپون وژل شوی او په تړاو یې یو بل افغان نیول شوی دی. د ترکیې پولیسو تر اوسه د دغې پېښې د لامل او د دواړو لورو د هویت په اړه نور جزییات نه‌دي ورکړي، خو په تړاو یې د څېړنو له دوامه خبر ورکړی دی.

د دغه هېواد د اغري د والي دفتر د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، دغه پېښه ۵ ورځې مخکې (د غبرګولي په ۱۰مه) د دغه ولایت د تاشلي‌چای ولسوالۍ اړوند د «دیلک‌یازي» په کلي کې رامنځته شوې ده.

د اعلامیې پر بنسټ، د دوو افغانانو ترمنځ د نښتې په جریان کې، یوه افغان شپون د سختو ټپونو له امله ساه ورکړې ده.

د پېښې له رامنځته کېدو وروسته، د ترکیې د ژاندارم ځواکونو د تورن کس د لټون او تعقیب عملیات پیل کړل او بالاخره دغه کس د اغري–ارزروم د لویې لارې په اوږدو کې ونیول شو.

د ترکیې سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې نیول شوی افغان د «عمدي قتل» په تور تر تعقیب لاندې وو او د پوښتنو ګروېږنو د پروسې له بشپړېدو وروسته قضايي ارګانونو ته ورپېژندل شوی دی. محکمې هم د یوه حکم په صادرولو سره هغه توقیف او زندان ته لېږلی دی.

په جرمني کې یو افغان کډوال د چاقو په برید کې وژل شوی | افغانستان انټرنشنل پښتو

دا په داسې حال کې ده، چې د جرمني د بایرن ایالت د کډوالو په کمپ کې هم تېره ورځ یو افغان د بل افغان له لوري د چاقو په وسیله وژل شوی دی.

ملګري ملتونه: یوازې ۳۳ سلنه افغانان برېښنا ته لاسرسی لري

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۵ جون ۲۰۲۶، ۱۷:۲۲ GMT+۱
ملګري ملتونه: یوازې ۳۳ سلنه افغانان برېښنا ته لاسرسی لري
100%

د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام (یو این ډي پي) وایي، چې په افغانستان کې یوازې ۳۳ سلنه وګړي برېښنا ته لاسرسی لري او دا شمېره په کلیوالي سیمو کې تر ۲۰ سلنې هم ټیټه ده.

د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام د وروستې د راپور له مخې، په افغانستان کې د هر وګړي کلنی د انرژۍ مصرف ۷۰۰ کیلوواټه ساعتونه دی. دغه اداره وایي دا اندازه د نړیوال اوسط په پرتله ۳۰ برابره ټیټه ده، چې د افغانستان د پراختیا پر وړاندې جدي ننګونه ښيي.

په راپور کې راغلي، چې په افغانستان کې د پاکې انرژۍ لور ته تګ یوازې د ککړتیا د کمولو موضوع نه ده، بلکې د انساني کرامت، معیشت او د خلکو د بقا سره مستقیم تړاو لري.

یاد راپور زیاتوي چې په ډېرو کلیوالو سیمو کې ښځې اړې دي چې د سون لپاره د بوټو راټولو لپاره لرې واټونونه ووهي.

د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام خبرداری ورکړی چې په کلیوالو سیمو کې د جامدو سون توکو کارول د کور دننه د هوا د ککړتیا له امله جدي روغتیایي خطرونه رامنځته کوي او د پراختیا فرصتونه، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو لپاره، محدودوي. دغه اداره وایي چې د دې وضعیت د ښه کولو لپاره یې په افغانستان کې د بیارغیدونکې وړ انرژۍ پروژې عملي کړې دي.

د راپور له مخې، له ۲۰۲۱ کال راهیسې د دې ادارې د انرژۍ پروګرامونو تر ۶ زرو زیات مرکزونو کې لمریز سیستمونه نښلولي دي او په دغو مرکزونو کې له ۵ زرو ۴۲۰ څخه زیات روغتیایي مرکزونه، له ۸۰۰ څخه زیات ښوونځي او له ۸۵۰ څخه زیات کاروباري مرکزونه شامل دي.

په راپور کې ویل شوي چې دغه پروژې هر کال د ۳۳ زره ټنه کاربن ډای اکسایډ د خپرېدو مخه نیسي او د ۱۲ میلیونو لیټرو ډیزلو مصرف کموي.

طالبانو د کابل په یوولسمه حوزه کې چاودنه تایید کړه

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۵ جون ۲۰۲۶، ۱۷:۲۱ GMT+۱
طالبانو د کابل په یوولسمه حوزه کې چاودنه تایید کړه
100%

د طالبانو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته تایید کړه، چې نن سهار د کابل د یوولسمې حوزې اړوند سیمه کې چاودنه شوې. د طالب سرچینو په وینا، په یاده چاودنه کې درې ملکي وګړي ټپیان شوي او د چاودیدونکو توکو انتقالونکی کس هم په ټپي حالت کې نیول شوی دی.

له دې وړاندې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، دغه چاودنه غرمه مهال د سیدالناصري په نوم د هلکانو د یوه ښوونځي مخې او د کابل لپاره د طالبانو د مرستیال والي کور ته څېرمه شوې ده. افغانستان انټرنشنل ته په رارسېدلو ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې د طالبان یو ټپي کس په خپل رنجر موټر کې له سیمې څخه لېږدوي.

قدرت الله امیني چې اوسمهال د کابل لپاره د طالبانو د والي د مرستیال په توګه دنده ترسره کوي، د پنجشېر ولایت اوسېدونکی دی.

نوموړی تر دې وړاندې په پنجشېر ولایت کې د طالبانو د والي په توګه هم کار کړی دی.

په جرمني کې یو افغان کډوال د چاقو په برید کې وژل شوی

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۵ جون ۲۰۲۶، ۱۵:۱۳ GMT+۱
په جرمني کې یو افغان کډوال د چاقو په برید کې وژل شوی
100%

د جرمني پولیسو ویلي، چې یو ۴۰ کلن افغان د بایرن ایالت د هرشینګ ښار د کډوالو په کمپ کې له بل افغان سره د شخړې پر مهال د چاقو په برید کې وژل شوی دی.

د جرمني رسنیو د پنجشنبې په ورځ راپور ورکړی چې یاد دواړه افغان کډوال د کډوالو د استوګنې په یوه مرکز کې له یو بل سره شخړه کړې وه. د پولیسو د لومړنیو موندنو له مخې، ۳۶ کلن افغان وګړي د شخړې پر مهال چاقو راایستلی او څو ځله یې پر بل افغان برید کړی دی.

عیني شاهدانو ویلي، چې قرباني د سر او ځیګر برخه کې سخت ټپي شوی و، خو د بیړنیو مرستندویه خدماتو او د ډاکټرانو د هڅو سربېره یې په روغتون کې ساه ورکړه.

پولیسو شکمن کس له هېڅ ډول مقاومت پرته د هغه د استوګنې له کانتینر څخه نیولی دی.

پولیسو ویلې، قاضي د شکمن کس د موقتې توقیف او زندان ته لېږدولو پرېکړه کړې ده.

د جرمي پولیسو او څارنوالۍ د دې پېښې د انګېزې او نورو جزییاتو په اړه جلا څېړنې پیل کړې دي.

تېره ورځ له پاکستان او ایران نه څه باندې ۳زره کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۵ جون ۲۰۲۶، ۱۴:۵۹ GMT+۱
تېره ورځ له پاکستان او ایران نه څه باندې ۳زره کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي
100%

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، چې تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۵۶۴ افغان کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي. یاد افغان کډوال د تورخم، سپین بولدک، د ورېښمو پُل او اسلام کلا له لارو هېواد ته داخل شوي دي.

د طالبانو د ویاند مرستیال نن جمعې ورځ، د غبرګولي پر ۱۵مه په اېکس کې لیکلي، چې دغو راستنېدونکو کورنیو ته په بېلابېلو سرحدي سیمو کې مالي، روغتیايي او ترانسپورټي خدمات وړاندې شوي دي.

د خپرو شویو شمېرو له مخې، د تورخم له لارې ۴۹۲ کورنۍ چې ۲۷۰۹ تنه کېږي هېواد ته راستنې شوې، چې له دې جملې څخه ۴۷۵ کورنۍ ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته لېږدول شوې دي.

د طالبانو ادارې د دغو کورنیو د لېږد لپاره له ۲ میلیونه او ۱۷۰ زره څخه ډېرې افغانۍ کرایه ورکړې او له ۵۰۵ کورنیو سره یې مالي مرسته کړې ده.

په دې وروستیو کې د پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو د جبري اېستلو پروسه په چټکۍ سره ادامه لري او دوی د کابل په ګډون په بېلابېلو ولایتو کې مېشت شوي دي.