• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
ستاسو روایت

سرچینه: طالبان په هرات کې د حجاب د سرغړونې په تور ښځې نیسي

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۵ جون ۲۰۲۶، ۱۵:۳۵ GMT+۱تازه شوی: ۱۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۵ جون ۲۰۲۶، ۱۷:۰۳ GMT+۱

په هرات کې یو طالب سرچینې ادعا کړې چې د هرات د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ریاست به هغه ښځې چې له چادرۍ پرته، په لوڅ مخ، تنګو جامو یا له سینګار سره په بازارونو او عامه ځایونو کې ولیدل شي، د ځانګړو ګزمو ډلو له خوا به ونیول شي.

یو طالب سرچینې افغانستان انټرنشنل پښتو ته په استولي پیغام کې ادعا کړې چې د هرات د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ریاست په یوې غونډه کې ګډونوالو ته داسې لارښوونې او مکتوبونه وېشلي چې له مخې به یې د ښځو د حجاب د څار او کنټرول لپاره نوي اقدامات عملي کېږي.

د سرچینې په وینا، په یاده غونډه کې د هرات ولایت د یوې پرېکړې جزییات هم ګډونوالو ته رسېدلي دي. نوموړی ادعا کوي چې دا پرېکړه د ولایت د والي او د امر بالمعروف ریاست د چارواکو په ګډون په یوه غونډه کې شوې او ټاکل شوې چې د شوراګانو د رییسانو، د ګذر د وکیلانو او د جوماتونو د امامانو له لارې خلکو ته ورسول شي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په پرېکړه کې راغلي چې د بې‌حجابۍ د مخنیوي او د حجاب اړوند د «شرعي احکامو» د پلي کېدو په موخه به هغه ښځې چې له چادرۍ پرته، په لوڅ مخ، تنګو جامو یا له سینګار سره په بازارونو او عامه ځایونو کې ولیدل شي، د ځانګړو ګزمويي ډلو له خوا ونیول شي.

سرچینه زیاتوي چې دغه ډلې به د امر بالمعروف د استازو ترڅنګ له ښځینه او نارینه پولیسو څخه جوړې وي او سرغړونکي ښځې به د هرات ښځینه زندان ته ولېږدول شي.

د سرچینې په وینا، ټاکل شوې چې د دې پرېکړې عملي کېدل د ۱۴۰۵ کال د غبرګولي له ۱۶مې نېټې، چې د شنبې له ورځې سره برابره ده، پیل شي.

د یادونې وړ ده چې دا یوازې د هرات ولایت د یوه اوسېدونکي روایت دی، افغانستان انټرنشنل- پښتو یې په خپلواکه توګه نه تاییدوي.

ترویج لرونکی

په کوټه کې پر ښځینه ډاکټرې د تېزابو برید؛ د ډاکټر ماه نور ۳۵ سلنه بدن سوځېدلی
۱

په کوټه کې پر ښځینه ډاکټرې د تېزابو برید؛ د ډاکټر ماه نور ۳۵ سلنه بدن سوځېدلی

۲

سوداګر او صرافان: د طالبانو د ننګرهار د استخباراتو اوپراتیفي مرستیال له سوداګرو باج اخلي

۳

هيله نجيب سعد محسني ته: ستاسو په څېر افغان نارينه د ښځو د نه پرمختګ لاملونه دي

۴

هرات کې د امر بالمعروف او ځایي اوسېدونکو ترمنځ د یوې ښځې د نیولو پر سره نښته رامنځته شوې

۵

په بلوچستان کې یو خبریال د ناپېژندو وسله‌والو له لوري په ډزو وژل شوی دی

•
•
•

نور کیسې

پېښور کې د طالبانو کونسلګري د توکو انتقال د اسنادو په بدل کې پیسې اخلي

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۵ جون ۲۰۲۶، ۱۳:۳۵ GMT+۱
پېښور کې د طالبانو کونسلګري د توکو انتقال د اسنادو په بدل کې پیسې اخلي
100%

یو شمېر افغان کډوالو افغانستان انټرنشنل پښتو ته په رالېږلو پیغامونو کې ادعا کړې چې په پېښور کې د طالبانو د سوداګرۍ اتشه د سوداګریزو توکو د انتقال اسناد د کمېشن‌کارانو له لارې د اووه سوه زره پاکستانیو کلدارو په بدل کې پلوري.

دوی د هغو اسنادو انځورونه هم استولي چې په وینا یې د افغان سوداګرو او کډوالو د توکو د انتقال لپاره کارول کېږي. دوی ادعا کوي چې دغه سندونه پېښور کې د طالبانو د کونسلګرۍ د سوداګرو د اتشه مفتي محمد ګل سعید له لوري د کمېشن‌کارانو په وسیله پلورل کېږي.

د دغو کډوالو په وینا، هر سند د شاوخوا اووه سوه زره پاکستانیو کلدارو په بدل کې ترلاسه کېدای شي او هغه کسان چې غواړي خپل توکي او د هټیو سامانونه افغانستان ته انتقال کړي، اړ کېږي د کمېشن‌کارانو له لارې دغه پیسې ورکړي.

دوی زیاتوي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ د محدودیتونو او د افغان کډوالو د اېستلو له روان بهیر سره هممهاله، ګڼ شمېر افغان سوداګر هڅه کوي خپل سوداګریز توکي افغانستان ته انتقال کړي، خو د انتقال د اسنادو ترلاسه کول کې له ستونزو او اضافي لګښتونو سره مخ شوي دي.

د دوی په وینا، سوداګر دغه اسناد ځکه اخلي چې د توکو د انتقال پر مهال، په ځانګړي ډول د پېښور د عمري کمپ او نورو اړوندو ادارو کې، له احتمالي خنډونو او ستونزو سره مخ نه شي.

د یادونې وړ ده چې دا یوازې پېښور کې د یو شمېر افغان کډوالو روایت دی، افغانستان اڼترنشنل-پښتو یې په خپلواکه توګه نه شي تاییدولی.

د تخار یو اوسېدونکی: د کوکچې مواصلاتي لارې خرابوالي خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۵ جون ۲۰۲۶، ۰۵:۰۱ GMT+۱
د تخار یو اوسېدونکی: د کوکچې مواصلاتي لارې خرابوالي خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي
100%

د تخار ولایت د کوکچې سیمې یوه اوسېدونکي افغانستان انټرنشنل ته په استول شوي پیغام کې ویلي، چې د کوکچې هاخوا سیمو مواصلاتي سړک له کلونو راهیسې په ډېر خراب وضعیت کې دی او د سیمې خلک یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

د نوموړي په وینا؛ د سړک خرابوالي د ناروغانو، زده‌کوونکو، بزګرانو او مساپرو لپاره جدي ستونزې رامنځته کړې دي. هغه زیاتوي، چې د کلونو په تېرېدو لاهم د دغه لارې د بیارغونې او ترمیم لپاره جدي اقدام نه‌دی شوی.

د سیمې اوسېدونکو له طالبانو او اړونده ادارو غوښتي، چې د خلکو ستونزو ته رسېدنه وکړي او ژر تر ژره د دغه سړک د بیارغونې چارې پیل کړي. دوی ټینګار کوي، چې مناسبو لارو ته لاسرسی د خلکو بنسټیز حق دی او د معیاري بنسټیزو زېربناوو له جوړېدو پرته د سیمې پرمختګ ناشونی دی.

د یادونې وړ ده، چې په وروستیو میاشتو کې د افغانستان په شمالي ولایتونو کې سختو بارانونو او سېلابونو د ګڼو سیمو مواصلاتي لارې زیانمنې کړې دي. د دغه طبیعي پېښو له امله سړکونه، پلچکونه او ځینې عامه تاسیسات ویجاړ شوي چې د خلکو پر تګ‌راتګ او ورځني ژوند یې منفي اغېز کړی دی.

ځايي اوسېدونکي وايي، د سېلابونو له امله هغه لارې چې له وړاندې هم په نامناسب وضعیت کې وې لا ډېرې خرابې شوې دي. د دوی په باور، د زیانمن شویو سړکونو بیارغونه او ترمیم نه یوازې د خلکو د تګ‌راتګ ستونزې کمولی شي؛ بلکې د سیمو د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ لپاره هم اړین ګڼل کېږي.

د کندهار اوسېدونکی: د سپين بولدک او چمن پر دروازه له ناروغانو ناقانونه پیسې اخیستل کېږي

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۵ جون ۲۰۲۶، ۰۴:۰۹ GMT+۱
د کندهار اوسېدونکی: د سپين بولدک او چمن پر دروازه له ناروغانو ناقانونه پیسې اخیستل کېږي
100%

د کندهار د سپين بولدک ولسوالۍ یو اوسېدونکي افغانستان انټرنشنل ته په یوه لېږلي پيغام کې ویلي، چې د سپین بولدک او چمن پر دروازه له ناروغانو پېسې اخیستل کېږي او ځورول کېږي. نوموړي ادعا کړې، چې د پاکستان په زندانونو کې افغان مېرمنې جنسي ځورول کېږي.

دغه کس په خپل غږیز پیغام کې ویلي، تازه د چهارشنبې د ورځې د سترګو لیدلی حال شریکوي او زیاتوي چې ځینې کسان له ناروغانو څخه تر یو لک کلدارو اخلي؛ ترڅو پاکستان ته یې واړوي. د هغه په خبره؛ دغه انساني چاقاق کوونکي د طالبانو او پاکستاني پولیسو سره اړیکې لري او دواړه خواوو ته خپله ونډه ورکوي.

نوموړي زیاته کړې: «ډېری وخت چې پاکستاني پوځيان راشي، د پیسو برخه نه وي‌ ورکول شوې بیا افغانې مېرمنې وهي، ظلم ورسره کوي، زندانونو ته یې وړي او ان هلته یې جنسي ځوروي». هغه ادعا کړې، چې د جنسي‌ ځورولو څو قضیې یې لیدلې او خلک له مجبوریته غږ نه‌شي‌ اوچتولی.

هغه د دواړه خواوو له مسوولو چارواکو د یادې ستونزې د څار او مخنیوي غوښتنه کړې ده.

کابل مېشتی: د طالبانو د اسنادو په محکمه کې درغلي او نا غیړي شته

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۵ جون ۲۰۲۶، ۰۳:۵۴ GMT+۱
کابل مېشتی: د طالبانو د اسنادو په محکمه کې درغلي او نا غیړي شته
100%

یو کابل مېشتي افغانستان انټرنشنل ته په لېږلي پیغام کې ویلي، چې د کابل د جنګلک په سیمه کې د طالبانو تر واک لاندې د اسنادو او وثیقو د محکمې کارکوونکي د کار پرمهال له خلکو سره ناسم چلند کوي او کارونه په ډېر ځنډ مخ ته وړي.

دغه اوسېدونکي زیاته کړې، چې خلک د دغه محکمې د کارکوونکو له چلند ستړي شوي؛ ځکه عادي‌ چارې میاشتې او کلونه وخت نیسي، درانه لګښتونه، واسطه او د بډې اخیستل په‌کې خورا زیات دي.

د نوموړي په خبره؛ ډېری وخت د یادې ادارې کارکوونکي خلکو ته سپکاوی هم کوي. هغه زیاته کړې: «له واسطې، کمېشن کارۍ او د پیسو له ورکړې پرته په دغه محکمه کې هيڅ کار پر مخ نه ځي».

دغه کابل مېشتي ویلي، که د طالبانو تر واک لاندې په دولتي ادارو کې دغه ډول وضعیت دوام وکړي؛ نو په داسې یو وضعیت کې دغه ډله څنګه له بهر مېشتو افغانانو غواړي، چې بېرته دې افغانستان ته ستانه شي.

د یوه کابل مېشتي شکایت: له درېیو کلونو راهیسې بې‌کاره یم، له واسطې پرته دنده نه‌راکول کېږي

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۱۶ GMT+۱
د یوه کابل مېشتي شکایت: له درېیو کلونو راهیسې بې‌کاره یم، له واسطې پرته دنده نه‌راکول کېږي
100%

یوه کابل مېشتي افغانستان انټرنشنل ته په استولي پیغام کې ادعا کړې، چې له درېیو کلونو راهیسې بې‌کاره دی او د دندې موندلو لپاره یې کړې هڅې بې‌پایلې پاتې شوې، ځکه چې په وینا یې «واسطه» نه‌لري. هغه زیاتوي، د طالبانو په حاکمیت کې له «واسطې» پرته دنده نه‌ورکول کیږي.

نوموړي ویلي، چې درې کاله وړاندې یې د کابل په څلور سوه بستریز روغتون کې دنده ترسره کوله، خو اوس له اوږدې مودې راهیسې بې‌کاره پاتې شوی او دمګړۍ له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی.

د هغه په وینا، په دې موده کې یې د بېلابېلو دولتي او خصوصي بنسټونو د ازموینو او سیالیو په بهیر کې ګډون کړی او په ډېریو دغو ازموینو کې بریالی شوی ، خو ادعا کوي، چې د واسطې او اړیکو د نشتوالي له امله ورته دنده نه‌ده سپارل شوې.

هغه زیاتوي: «درې کاله کېږي چې د کار لپاره مې هره دروازه وټکوله، خو دنده نه‌شم پیدا کولی. هر ځای چې امتحان ورکوم بریالی کېږم، خو دنده ځکه نه‌راکول کېږي چې واسطه نه‌لرم».

دغه کس ادعا کوي، چې د طالبانو تر ادارې لاندې د ګومارنو په بهیر کې «شخصي اړیکې» او «واسطې» مهم رول لري او هغه څوک چې واسطه ونه‌لري، د دندې ترلاسه کولو چانس یې خورا کم وي.

د یادونې وړ ده چې دا یوازې د یوه کابل مېشتي کس روایت دی، افغانستان انټرنشنل- پښتو یې په خپلواکه توګه نه تاییدوي، خو تر دې وړاندې ګڼو نړۍوالو بنسټونو په افغانستان کې د کار روزګار د کمښت په تړاو راپورونه ورکړي دي.