د روغتیا نړۍوال سازمان په افریقا کې د اېبولا د مخنیوي لپاره ۵۱۸ میلیونه ډالر ځانګړي کړل

د روغتیا نړۍوال سازمان په کانګو او یوګانډا کې د اېبولا د کابو کولو لپاره د ۵۱۸ میلیونه ډالرو په ارزښت یو شپږ میاشتنی ګډ پلان اعلان. یاد سازمان ویلي، په دغه پلان کې د دواړو هېوادونو د پولو کلکه څارنه هم شامله ده، څو اېبولا ویروس نورو هېوادونو ته خپور نه شي.
