د ملګرو ملتونو دغه بنسټ ویلي، چې د توکو لېږدوونکي باروړونکي موټر د سوداګریزو توکو د لېږد په اصلي لارو کې د ګډوډۍ او خنډونو له امله اړ شوي چې له بدیلو لارو څخه ګټه واخلي.
د خوړو نړیوال پروګرام همدارنګه زیاته کړې، چې پر ایران د امریکا او اسراییل ګډو بریدونو، د هُرمز تنګي له لارې د تګ راتګ د بهیر ګډوډېدو او د نفتو د بیو لوړېدو یو نیم میلیون کسان لا زیات د لوږې له ګواښ سره مخ کړي دي.
دغه بنسټ د روان کال په مارچ میاشت کې اټکل کړی وو، که د جون میاشتې تر پایه د نفتو د هر بېرل بیه شاوخوا ۱۰۰ ډالرو کې پاتې شي، ښایي ۴۵ میلیونه کسان د خوړو له سختې ناامنۍ سره مخامخ شي. د ملګرو ملتونو دغه اداره وایي، چې اوس دغه سناریو د عملي کېدو په حال کې ده، ځکه د خامو نفتو بیه د مارچ له پیل راهیسې تر همدې کچې لوړه پاتې شوې ده.
د خوړو نړیوال پروګرام په وینا، په افغانستان، سومالیا او سریلانکا کې کورنۍ د هغو ډلو له ډلې دي چې تر ټولو زیاتې زیانمنېدونکې دي. دغه کورنۍ د سونتوکو د لګښتونو له زیاتوالي، د خوراکي توکو د بیو له لوړېدو، د عایداتو له کمېدو او د سوداګرۍ بهیر له ګډوډۍ سره مخ دي.
په سومالیا کې به په ۲۰۲۶ کال کې ۶،۵ میلیونه کسان، چې د دغه هېواد نږدې یو پر درېیمه برخه وګړي جوړوي، له سختې لوږې سره مخامخ شي.
د دغه بنسټ په وینا، که اوسني خنډونه او ګډوډۍ دوام وکړي، نو په سومالیا کې به ۲،۵ میلیونه نور کسان او په افغانستان کې به ۲،۳ میلیونه نور کسان هم د خوړو د ناامنۍ له جدي ګواښ سره مخ شي.
د خوړو نړیوال پروګرام زیاته کړې، چې افغانستان او سومالیا دواړه د انرژۍ او خوراکي توکو پر وارداتو ډېره تکیه لري او د نړیوالو بازارونو له بدلونونو ژر اغېزمنېږي.
دا کړکېچ په داسې حال کې دوام لري، چې مرستندویه بنسټونه له سخت مالي کمښت سره مخ دي او د اړتیا وړ بودجې د برابرولو له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
په سومالیا کې له پنځو کلونو څخه د کم عمره هغو ماشومانو لپاره چې په منځنۍ کچه خوارځواکي لري، د مغذي خوړو زېرمې ښایي د جولای میاشتې تر پایه پای ته ورسېږي.
د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی، چې افغانستان ښایي په ۲۰۲۶ کال کې له ۱۷،۴ میلیونه هغو کسانو سره مخ شي چې د خوړو له ناامنۍ او د کافي خوراکي توکو له نشتوالي څخه ځورېږي.