• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د « غدیر خُم » روایت او د علي (رض) امامت

ولي الله ملکزی
ولي الله ملکزی

لیکوال او څېړونکی

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۵ جون ۲۰۲۶، ۰۱:۴۲ GMT+۱

غدیر خُم د اسلامي تاریخ یوه مهمه پېښه ده چې د هجرت په لسم کال د حجةُ الوداع څخه د راستنېدو پر مهال په کې رسول الله د حضرت علي کرم الله وجهه په اړه وویل: «د چا چې زه مولا یم، علي یې هم مولا دی». ددې پېښې اصل د مسلمانانو ترمنځ منل شوی، خو د «مولا» د کلمې په تفسیر کې اختلاف شته.

غدیر خم چې د اسلامي تاریخ په اکثرو متونو کې ځانګړی ځای لري، د مکې مکرمې شمال ته د ۱۸۳ کیلو مترو په واټن پروت دی او د شام حاجیان خپل اِحرام همدلته تړي. پخوا دا ځای د کاروانونو پنډغالی او مهمه څلورلارې وه؛ حاجیانو، سوداګرو او مسافرو به دمه کوله او بیا به خپلو سیمو ته روانېدل. د «غدیر» کلمه په عربي ژبې کې د اوبو هغه ډنډ ته ویل کېږي چې د باران یا سیلاب اوبه په کې راټولې شي او «خُم» د هماغې سیمې نوم وو.

د هجرت په لسم کال، رسول الله د خپل یوازیني حج «حَجةُ الوِداع» له مراسمو وروسته د ذالحجې په اتلسمې نېټې مدینې منورې ته په لارې،‌ غدیر خُم کې تم شو او خپلو یارانو ته یې وینا وکړه. د خبرو په ترڅ کې یې د علي کرم الله وجهه په اړه چې تازه له پریمانه غنیمتونو سره له یمن څخه راستون شوې وو، داسې وویل: «مَنْ كُنْتُ مَوْلَاهُ فَعَلِيٌّ مَوْلَاهُ - د چا چې زه مولا یم، علي یې هم مولا دی». د غدیر خُم دې مهمې پېښې ته په بخاري او مسلم کې اشارې شوېدي، خو د نورو سني او شیعه تاریخي سرچینو په شان یې د حدیث دغه الفاظ نه دي روایت کړي.

دلته اختلاف د پېښې په تفسیر او د «مولا» د کلمې په معنا کې دی. اهل سنت چې د دوه میلیارده مسلمانانو غوڅ اکثریت یعنې ۸۹ سلنه جوړوي، په دې باور دي چې د رسول الله د وینا مطلب د علي مقام، فضیلت او د مسلمانانو له خوا د هغه د ملاتړ څرګندونه ده. د دوئ په تفسیر کې د «مولا» کلمه د دوست، منلي او ملاتړ کوونکي په معنا ده، نه د ځای ناستي او وارث په توګه. سني عُلَما استدلال کوي چې که د رسول موخه د راتلونکي خلیفه ټاکل وای، نو ولی یې دومره بنسټیزه موضوع یوه اونۍ وړاندې د عرفات په غونډۍ کې چې له یولک څخه زیات اصحاب ورته غوږ غوږ وو، اعلان نه کړه؟ بیا یې مازې د اتیا یا نوي تنو اصحابو په وړاندې، د خلیفه په ځای ولی د مولا په نوم یاد کړ؟ له همدې امله سنیان دا حدیث د علي د فضیلت دلیل ګڼي او د خلافت د نص په توګه یې نه تفسیروي.

د اهل سنت له نظره، د رسول الله له وفات وروسته د سَقِيفَه بَني سَاعِدة په جریان کې مخکښو اصحابو د خلافت مسئله د شورا له لارې حل کړه او که دوئ د غدیر خم وینا د صریح نص په توګه منله، نو د سقيفې بحث به نه رامنځته کېده. همدا شان، حضرت علي بیا د حضرت ابوبکر او حضرت عمر فاروق سره بېعت وکړ، د قاضي القضات او مشارو په صفت یې ورسره کار وکړ او ډېره جالبه دا چې علي بن ابي طالب خپله لور، ام كلثوم عمر (رض) ته په نکاح ورکړه چې د قناعت معنا لري.

خو اهل تشیع چې د دې ستر امت ۱۱ سلنه ده؛ باور لري چې د غدیر خُم پېښه د علي بن ابي طالب د امامت او رهبرۍ رسمي اعلان وو. د دوی په اند د «مولا» کلمه د مشر، سرپرست او د واک د خاوند په معنا کارول شوې او دا پېښه د امامت د عقیدې له بنسټیزو دلایلو څخه ګڼي. شیعه مسلمانان په سقیفه بني ساعده کې له ابوبکر (رض) سره بېعت او د هغه د رهبرۍ مشروعیت تر پوښتنې لاندې راولي. همدا شان دوئ عقیده لري چې د رسول الله (ص) د وفات په ورځ علي بن ابي طالب او د کورنۍ نور مهم غړي یې د تجهیز او تدفین په چارو بوخت وو او په دغې مهمې پرېکړې کې د دوئ شتون، ناشوني وو.

د ډېرو محدثینو او مؤرخینو د روایت له مخې، رسول الله له حَجةُ الوِداع څه وخت وړاندې حضرت علي یمن ته د دعوت، زکات او ځُمس د راټولو لپاره استولی وو. کله چې هغه بېرته له یمن څخه راستون شو نو د مدینې په ځای سیده د حج په مراسمو کې د ګډون لپاره د رسول الله خوا ته لاړ. د فریضې له اداء وروسته، د هغه د ملګري لښکر څو تنو د علي بن ابي طالب څخه شکایتونه درلودل او د هغه په ځینو پرېکړو یې نیوکې کولې چې بالآخره د رسول ترمقام ورسېدلی. له همدې امله، د غدیر خُم په تم ځای کې رسول الله د حضرت علي څرګند ملاتړ وکړ ترڅو رامنځته شوې ناخوښي او بدګوماني لېرې کړي.

بالمقابل، شیعه علما باور لري چې د حضرت پېغمبر (ص) دا وینا یوازې د شکایتونو د رفع کولو لپاره نه وه، بلکې د حضرت علي د امامت او رهبرۍ اعلان وو؛ نو ځکه هرکال د ذوالحجې اتلسم د هغه د امامت د جشن په توګه نمانځي. شک نه شته چې غدیر خُم د اسلامي روایاتو د فکري او کلامي تاریخ له مهمو موضوعاتو څخه شمېرل کېږي چې خپلمنځي واټن یې کله ناکله د سمندر د دوو غاړو په څېر وي چې هېڅکله نه یوځای کېږي. سقیفه او غدیر خم د مسلمانانو د شفاهي تاریخ د بدلون خورا مهم ټکی دی چې د معنا او تعبیر په هکله یې دواړه اړخونه جلا جلا تفسیرونه لري. د دې موضوع بشپړ عقیدوي حل د اسلامي تاریخ په اوږدو کې نه دی شوی او هر مذهب خپل دلایل او علمي میراث لري.

د اختلاف د مدیریت او مذهبي کړکېچ د مخنیوي په خاطر، باید چې یو د بل مقدساتو او شخصیتونو ته درناوی وشي او سرې کرښې وګڼل شي. د تاریخي او عقیدوي سرچینو عادلانه مطالعه، له تکفیر او سپکاوي څخه ډډه کول او د مفاهمت فرهنګ پیاوړی کول؛ زموږ د پوهانو او اغېزمنو سټو دیني وجیبه ده. د یوې پاېلې په توګه ویلای شو چې د غدیر خم اړوند اختلاف د پېښې پر اصل نه، بلکې د هغې پر تفسیر دی. د عقیدتمندو انسانانو ترمنځ د یووالي لپاره تر ټولو عملي لاره دا ده چې په اختلافي مسایلو کې یو بل وزغمي او په ګډو ارزښتونو (توحید، نبوت، قرآن او اخلاقو) تمرکز وکړي؛ ترڅو د مذهبي شخړو لمبې تتې او د نه ختمېدونکې کرکې رنګ، کمرنګه شي.

الله مې دې زاړه ایمان ته خېر کړي!

ترویج لرونکی

افغان ایواک: د امریکا نوې طرحه زرګونه افغان متحدین د قانوني کار له حقه بې‌برخې کولی شي
۱

افغان ایواک: د امریکا نوې طرحه زرګونه افغان متحدین د قانوني کار له حقه بې‌برخې کولی شي

۲

د ایستل‌شویو افغانانو د الوتنې لغوه؛ طالبان جرمني کې د نورو ډیپلوماتانو د ملنو غوښتنه کوي

۳
تازه خبر

سرچینې: د ازبکستان په ترمذ ښار کې د طالبانو او پاکستاني چارواکو تر منځ ناسته ترسره شوې

۴

یوې موسسې په جوزجان کې له نږدې ۷ زره کورنیو سره نغدي او د خوراکي توکو مرسته کړې

۵

هبت الله وايي چې له مخالفانو سره یې نه مخکې حساب کړی او نه یې اوس ورسره کوي

•
•
•

نور کیسې

د جمعي فعالیتونو د مهارت تشه

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲ جون ۲۰۲۶، ۱۴:۳۱ GMT+۱
•
شاه محمود میاخېل
د جمعي فعالیتونو د مهارت تشه
100%

د افغانانو اکثره تعلیم یافته قشر، په خپل تصور کې د خپلو روانونو د تسکین لپاره، د ځمکني واقعیتونو خلاف، مدینه فاضله په خپلو مغزو کې جوړه کړی ده. د دوی وخت، انرژي او مالي منابع په خپلو منځو کې د یو بل په غندلو او نفې کولو مصرف کیږي.

د همدغه خیالي تصور له امله، تعلیمیافته قشر، په خپلو منځو کې او هم د افغانانو په منځ کې د جمعي فعالیتونو زمینه او امکانات کم او یا له منځه وړي دي.

تر څو چې تعلیمیافته نسل د جمعي (Collective Action) مهارتونو ظرفیت په خپلو منځو کې پیدا نه کړي، د دوی فعالیتونه به ملموسه نتیجه ونه لري.

د افغانستان سیاست او قدرت به د هغه ډلې او ګروپ په انحصار کې وي چې د جمعي فکر او فعالیتونو مهارت لري. د همدې جمعي مهارتونو په وسیله طالبان قدرت ته ورسیدل یا ورسول شول، او په مقابل کې تعلیمیافته قشر د ټولو امکاناتو، ولسي او نړیوال حمایت سره سره وپاشل شو ځکه چې دوی د جمعي فکر مدیریت او په خپلو منځو کې د تعهد جمعي مهارتونه نه درلودل.

د جمهوریت د سقوط نه وروسته اکثره تعلیمیافته قشر نورهم سره په فکري لحاظ پاشل شوي او د جمعي کار او فکر مهارت یې نور هم د لاسه ورکړېدی. زیات یې د بیکارې له امله په رواني مرضونو اخته او نه پوهیږي چې ځانونه څنګه او په څه مصروف وساتي.

همدې سر درګمي، له دوی نه «ګوسفندي ژورنالستان، ګوسفندي مدني فعالان، ګوسفندي سیاسیون او ګوسفندي لیکوالان» جوړ کړیدي. د ګوسفندي تیوري په هکله مې پخوا یوه لیکنه کړې وه. هغه کسان چې خپل فکر، تولید او تګلاره ونه لري، یا د نورو تقلید کوي او همیشه د نورو په فعالیتونو نیوکې او هغه نفې کوي، خو د ټولنې د اصلاح لپاره څه نه لري، هغوي د ګوسفندي ډلو په قطار کې محسوبیږي.

تاسې که دا ډول ژورنالیزم، لیکوالانو، سیاسیونو او مدني فعالانو او په خاصه توګه د ټولینزو رسنیو اکثره کارونوکو ته نظر واچوئ، دوی د یو بل سره جوړ نه راځي او خپله انرژي د یو بل په ضد او په ماضي خبرو مصرفوي. دوی د اوس او راتلونکې لپاره هیڅ د حل لار نه لري ځکه چې دوی د جمعي فعالیتونو مهارتونه او ظرفیتونه په خپلو منځو کې نه لري. هره ورځ په ورځیني سوژو چې زیاتره د استخباراتي کړیو له خوا مطرح کیږي، دوی عکس العملي غبرګونونه ښیي او اوږدمهاله تګلاره نه لري. دوی غواړي چې ټولنه هم د خپلو ځانونو غوندي په تاویلو ماویلو مصروفه او په رواني مرضونو اخته کړي.

که د افغانانو تعلیمیافته قشر واقعا غواړي چې مثبت رول ولوبوي، باید د جمعي فعالبتونو مهارتونه په خپلو منځو کې پیدا کړي. که نه، همداسې به سر ګردانه وي او د دوی د سرنوشت په هکله به هغه کسان پریکړې کوي څوک چې د جمعي فعالیتونو مهارتونه لري ولو کې د دوی نه یې د تعلیم کچه ټیټه او یا د ښه بیګروند څښتنان نه وي.

که د جمهوریت شل کلن دور ته نظر واچول شي، قدرت د هغه کسانو سره و چې د جمعي فعالیتونو مهارتونه یې درلود که نه د اکثره کسانو بیکرونډ ښه نه و او د تعلیم کچه یې هم ټیټه وه. هغو ډلو چې د جمعي فعالیتونو لپاره مدني ګروپونه او سياسي تنظیمونه درلودل، په ټولو سیاسي او تصمیم نیونکو پریکړو کې مطرح و او تعلیمیافته قشر نظر مهم نه و.

اوس هم د هیواد نه بهر، د هغه کسانو اوازونه اوچت دي چې د جمعي فعالیتونو مهارتونه په خپلو منځو کې لري. که نه، نه د دوی سابقه سمه ده او نه کومه ښه کاري تجربه، پوهه او د راتلونکې لپاره تګلاره لري.

له بده مرغه، د افغانستان تعلیم یافته قشر «د فیل په غوږ کې ویده» دی. یوازې تعلیم، د انسان نه روښانفکره نه جوړوي بلکې تعلیم د روښانفکرې لپاره زمینه مساعدوي. که تعلیم د انسان فکر روښانه نه کړي او د جمعي فعالیتونو د مهارتونو کمال په ځانونو کې پیدا نه کړي، بیا علم او پوهه د شیطان د پوهې غوندې وي چې نور ګمراه کوي، ولس د یو بل په مقابل کې په ټکر کې راولي او په فکري لحاظ یې وژني.

له جهاده تر سیاسي معاملو؛ د طالبانو او جهادي ډلو د روایت تاریخي تضاد

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲ جون ۲۰۲۶، ۱۴:۲۹ GMT+۱
•
محبوب‌ شاه محبوب
له جهاده تر سیاسي معاملو؛ د طالبانو او جهادي ډلو د روایت تاریخي تضاد
100%

څلور لسیزې وړاندې افغانستان د جګړو ډګر و، شوروي اتحاد د ببرک کارمل له حکومت سره همکاري کوله او اسلامي ډلو یې پر وړاندې د جهاد تر شعار لاندې د امریکا او غربي بلاک په ملاتړ جګړه کوله. دا یوازې د واک جګړه نه وه؛ بلکې د ایډیولوژۍ، دین او نړۍوال سیاست تر منځ یو څو اړخیز ټکر و.

په همدې فضا کې یو نسل راټوکېد، هغه نسل چې وروسته د طالبانو د رهبرۍ بنسټ وګرځېد. ملا محمد عمر، ملا هبت الله اخوندزاده، ملا اختر محمد منصور او ملا محمد حسن اخوند، ټول د همدې جهادي چاپېریال محصول وو. د دوی لپاره جګړه یو مقدس ماموریت و؛ شوروي اتحاد “کافر” ګڼل کېده او د هغوی ملاتړ کوونکی افغان حکومت “د دین دښمن” بلل کېده.

دغه تعبیر یوازې تبلیغاتي نه و؛ دا د جګړې د مشروعیت بنسټ و. د همدې منطق له مخې، د شوروي اتحاد هر ډول حضور له نظامي تجهیزاتو نیولې تر دولتي زیربناوو پورې د مشروع هدف په توګه تعریف شوی و. دا هغه پړاو و چې پکې دیني روایت د جګړې د بسیج لپاره په پراخه کچه وکارول شو.

100%

خو نېږدې ۴۵ کاله وروسته هماغه نسل په افغانستان کې واک ته رسېدلی او هماغه روسیه چې یو وخت “کافره” بلل کېده، د سیاسي تعامل شریک ګرځېدلې ده. طالبان له مسکو سره اړیکې پراخوي، اقتصادي او امنیتي همکارۍ لټوي او د متقابل درناوي ژبه کاروي. یوه غوره بېلګه یې د طالبانو او روسیې تر منځ د پوځي او تخنیکي همکاریو تړون دی.

دا بدلون یوازې د سیاست یو عادي تحول نه دی؛ دا د یو پخواني عقیدوي روایت اساسي بدلون ته اشاره کوي.

له یوې خوا، استدلال کېږي چې نړۍوال سیاست ثابت نه دی. شوروي اتحاد ړنګ شوی او معاصره روسیه د کمونیزم هغه ایډیولوژیکه بڼه نه لري چې په ۱۹۸۰مو کلونو کې موجوده وه. له بلې خوا، طالبان نور یوه یاغي ډله نه ده، بلکې د یوه دولت په توګه عمل کوي او دولتونه اړ دي چې د خپلو ګټو پر بنسټ سیاست وکړي. خو دا استدلالونه د انتقاد څخه خلاص نه دي.

که جګړه په رښتیا هم د “عقیدې” لپاره وه، نو ولې د هماغه “دښمن” سره نن سیاسي او اقتصادي اړیکې توجیه کېږي؟ او که نننۍ اړیکې د “ملي ګټو” پر بنسټ دي، نو ایا دا معنا نه لري چې پروننۍ جګړه هم تر ډېره سیاسي وه، نه یوازې عقیدوي؟

همدا تضاد د طالبانو د روایت تر ټولو مهمه کمزورې نقطه ده.

کټ مټ د امریکا په اړه دریځ هم بدلون موندلی. هغه وخت، امریکا د مجاهدینو ستر ملاتړی هېواد و او د شوروي پر وړاندې یې کلیدي رول درلود. خو نن هماغه امریکا د طالبانو له نظره اصلي دښمن ګڼل کېږي. دا بدلون ښيي چې د “دښمن” او “ملګري” تعریف تر ډېره د سیاسي شرایطو تابع دی، نه د ثابتو اصولو، دیني روایتونو او مذهبي تفکراتو.

له همدې امله ده، چې یوه پوښتنه هم راپورته کیږي، ایا دیني مفاهیم د سیاست لپاره کارول شوي او که سیاست د دیني مفاهیمو تابع و؟

د افغانستان د تېرو نېږدې ۱۱۰ کلونو تجربه ښيي چې دیني روایتونه ډېر ځله د سیاسي بسیج لپاره کارول شوي دي. “جهاد” د یوه مقدس ارزښت په توګه وړاندې شوی، خو عملي تطبیق یې د وخت له سیاسي اړتیاوو سره سم بدلون موندلی.

دا وضعیت نه یوازې تاریخي، بلکې اخلاقي پوښتنې هم راولاړوي، چې طالبان او هغه ډلې چې له دیني روایتونو یې ورته استفاده کړې باید ځواب ویوونکي شي.

ایا د یوه نظام د بدلون لپاره د میلیونونو انسانانو قرباني توجیه کېدای شي؟

ایا هغه ویجاړۍ چې افغانستان یې تجربه کړې د هغه “جهاد” طبیعي پایله وه، که د سیاسي محاسبو نتیجه؟

نن چې طالبان د نړۍوال مشروعیت په لټه کې دي او له پخوانیو دښمنانو سره اړیکې جوړوي، دا پوښتنې نورې هم مهمېږي. ځکه دا یوازې د تېر تحلیل نه دی، بلکې د راتلونکي د سیاست لپاره هم لارښوونه ده او له سیاسي دینه د استفادې اینه ده.

که په لنډ ډول ووایو، د طالبانو د دریځ بدلون یوازې یو سیاسي انعطاف نه دی؛ دا د یو اوږد تاریخي تضاد څرګندونه ده. یو داسې تضاد چې د عقیدې او عمل تر منځ موجود دی، د شعار او واقعیت تر منځ ښکاري، او د جهاد او سیاست تر منځ موږ حس کړی دی.

یو بندي، چې د طالبانو او امریکا ترمنځ یې د خبرو اترو دروازه پرانېسته

۱۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۱ می ۲۰۲۶، ۰۹:۳۰ GMT+۱
•
نذیراحمد سهار
یو بندي، چې د طالبانو او امریکا ترمنځ یې د خبرو اترو دروازه پرانېسته
100%

د ۲۰۰۹ کال په جون کې د امریکايي ځواکونو د بلک فوټ کمپنۍ د دویم کنډک سرتېرو د پکتیکا ولایت د یوسف خېلو ولسوالۍ د میست څارونکې پوستې لپاره دفاعي خنډونه جوړول، اغزن سیم یې غځاوه اوله جالیو جوړ خنډونه یې له تېږو او خاورې ډکول.

ددویم کنډک مشر جان بیلینګز د خپلې ډلې له روغتیايي مرستیال سره تر سګرټ څکولو وروسته خپل موټر چلوونکي ته مخ واړاوه او ویې ویل: « زه به لږ پرېوځم او یوه سترګه خوب به وکړم».

خو یو ساعت وروسته، سرتېرو هغه وخوځاوه: «صاحب، مهرباني وکړئ راپاڅئ، برګډال نشته».

بیلینګز لومړی فکر وکړ چې سرتېري ټوکې کوي، خو هغوی ټینګار وکړ:« صاحب، موږ ونه موند. هغه ورک دی».

د جون له ۳۰مې څخه د جولای تر پایه او بیا د اګست تر نیمایي پورې امریکايي ځواکونو پرله‌پسې ګزمې او هوايي او ځمکني عملیات وکړل، خو بو برګډال یې ونه موند.

هغه څو کاله د القاعدې او حقاني شبکې تر څار او توقیف لاندې د وزیرستان په بېلابېلو سیمو کې په سختو شرایطو کې ساتل کېده. برګډال دوه ځله د تېښې هڅه وکړه، خو وروسته حقاني شبکې په اوسپنیز قفس کې واچاوه.

د حقاني شبکې د ځانمرګو بریدګرو د کنډک مشر بدرالدین حقاني له بو برګډال سره په شمالي وزیرستان کې
100%
د حقاني شبکې د ځانمرګو بریدګرو د کنډک مشر بدرالدین حقاني له بو برګډال سره په شمالي وزیرستان کې

د ۲۰۱۴ کال د مې پر۳۱مه ماښام، شاوخوا ۶:۳۰ بجې، امریکايي ځواکونه وتوانېدل چې بو برګډال د یوې معاملې په پایله کې د خوست د علیشیر ولسوالۍ په بټې تاڼې سیمه کې له طالبانو تسلیم کړي.

د طالبانو د پلاوي مشري قاري عبدالله معراج کوله، چې د بدري لښکر د بنسټګر بدرالدین حقاني نږدې ملګری او د خوست د لکڼ سیمې اوسېدونکی و. معراج وروسته د ۲۰۱۷ کال د مارچ پر دویمه په خوست کې د امریکايي بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.

طالبانو پر همدې شپه د یوې اعلامیې په خپرولو سره اعلان وکړ، چې د دوی پنځه تن مشران؛ ملا محمد فاضل اخوند، ملا نورالله نوري، ملا عبد الحق وثیق، ملا خیرالله خیرخواه او مولوي محمد نبي عمري د افغانستان پر وخت ماښام ۷ بجې د قطر هېواد هغه پلاوي ته سپارل شوي، چې له درې ورځو راهیسې د طالب بندیانو د ور سپارلو لپاره یې انتظار کاوه.

د اروزګان د چارچینو ولسوالۍ اوسیدونکی ملا محمد فاضل اخوند د طالبانو په واکمنۍ کې د دفاع وزارت مرستیال و، چې په ۲۰۰۱ کال کې جنرال دوستم ونیوه او وروسته یې امریکایانو ته وسپاره. ملا نور الله نوري هم، چې د زابل د شاجوي ولسوالۍ اوسیدونکی دی او د طالبانو په لومړۍ دوره کې د بلخ والي و، په ۲۰۰۱ کال کې د مزارشریف له سقوط وروسته له ملا محمد فاضل سره یو ځای د دوستم لاس ته لوېدلی و.

نبي عمري د حقاني شبکې جګپوړی غړی، د جلال الدین حقاني د کوربه توب او د شاهیکوټ په جګړه کې د القاعدې او نورو بهرنیو جنګیالیو د ملاتړ په تور نیول شوی و. د کندهار اوسېدونکی ملا خیر الله خیرخواه د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د هرات والي او ملا عبدالحق وثیق د طالبانو په لومړنۍ دوره کې ددې ډلې د استخباراتو د لوی ریاست مرستیال وو، چې په ۲۰۰۱ او ۲۰۰۲ کلونو کې ګوانتانامو زندان ته ولېږدول شول.

دوی هر یوه نږدې ۱۳ کاله د امریکا په توقیف کې تېر کړي وو. دغه بندیاند جون پر لومړۍ نېټه قطر ته ورسېدل او د طالبانو د سیاسي دفتر غړو ښه راغلاست ورته ووایه. وروسته پنځو واړو د طالبانو په اداره کې مهمې څوکۍ ترلاسه کړې.

د ولسمشر حامد کرزي تر مشرۍ لاندې افغان دولت دا پرېکړه وغندله او ویې ویل چې د نړیوالو قوانینو له مخې باید دغه بندیان افغانستان ته سپارل شوي وای. کابل ټینګار کاوه چې د افغان دولت له پامه غورځول د افغانستان د ملي حاکمیت کمزوري کول دي.

د ۲۰۱۴ کال د مې پر ۳۱مه د امریکا پخوانی ولسمشر بارک اوباما د سپینېه ماڼۍ په ګلبڼ کې د امریکايي سرتېري بو برګډال د خوشې کېدو اعلان کوي. له اوباما سره د بو برګډال مور جاني برګډال او پلار باب برګډال هم ولاړ دي.
100%
د ۲۰۱۴ کال د مې پر ۳۱مه د امریکا پخوانی ولسمشر بارک اوباما د سپینېه ماڼۍ په ګلبڼ کې د امریکايي سرتېري بو برګډال د خوشې کېدو اعلان کوي. له اوباما سره د بو برګډال مور جاني برګډال او پلار باب برګډال هم ولاړ دي.

ایا طالبان د یرغمل نیونې ډیپلوماسي کاروي؟

د یرغمل نیونې ډیپلوماسي تر ډېره دولتونه د سیاسي فشار د یوې وسیلې په توګه کاروي، خو په ځینو مواردو کې داسې وسله‌والې ډلې هم ترې ګټه اخلي، چې یا د ډیفاکټو واکمنو بڼه غوره کوي او یا د دولتونو ترمنځ په سیاسي معادلاتو کې د تعامل وړ لوبغاړي ګرځي.

په دولتي کچه د دا ډول ډیپلوماسۍ بېلګې ډېری په روسیه، ایران او وینزویلا کې ترسترګو کیږي، خو په وسله والو ډلو کې د تاکتیک په ډول ددې بنسټ القاعدې کېښود. په عراق او پاکستان کې له ایراني ډیپلوماټانو سره د القاعدې د جګپوړو غړو تبادلې افغان طالبان هم دې ته وهڅول، چې له یرغمل نیونې نه د امتیازونو لپاره کار واخلي. له دې وړاندې د بهرنیانو تښتونو ډېری مالي اړخ درلود.

د برګډال له قضیې څخه تر دوحې بهیر او د بندیانو تر لویو تبادلو تحول ډېر د اټکل وړ نه و. په پیل کې دا د جګړې او اسیر نیونې دود عمل برېښېده، خو وروسته، چې طالبانو د امریکا پر دولت کورني سیاسي فشارونه ولیدل، د یوې لویې معاملې او نویو فرصتونو لپاره یې وکاراوه.

طالبانو د هغه په نیولو سره دا امتیاز ترلاسه کړ، چې د خپلو شرایطو په رڼا کې له ګونتانامو زندان نه خپل جګپوړي غړي قطر ته ولیږدوي او حتا له امریکا سره د خبرو اترو ور پرانیزي. دې معاملې په پای کې د دوحې پروسې ته لاره پرانېسته، چې په پایله کې یې د افغانستان له زندانونو نه ددې ډلې نږدې ۵۰۰۰ جنګیالي خوشي شول او له افغانستان نه په تدریج د امریکايي ځواکونو وتل هم پیل شول.

له روسیې او نورو هېوادونو سره د بندیانو د تبادلې په برخه کې د متحده ایالاتو لېوالتیا طالبانو ته داذهنیت ورکړ، چې د یرغمل نیونې له تاکتیک څخه د مذاکراتي فشار د وسیلې په توګه کار واخلي او دغه چلند یې په ۲۰۲۱ کال کې واک ته له رسېدو وروسته هم روان وساته. طالبانو ښايي دا عمل د محدودو سیاسي تعاملاتو او د مستقیم ډیپلوماټیک تماس د نشتوالي له امله د ستونزو د مدیریت یوه لاره ګڼله.

له بلې خوا د امریکا حکومت په وروستیو کلونو کې د دې ستونزې د حل لپاره ځانګړې تګلارې جوړې کړې. د ۲۰۲۰ کال د لیونسن قانون له مخې، که یو امریکایي وګړی د سیاسي فشار په موخه نیول شوی وي، د بهرنیو چارو وزیر کولی شي هغه «ناحقه توقیف شوی» اعلان کړي، چې د خوشې کېدو لپاره یې ځانګړي مذاکرات پیلېږي.

د بو برګډال او نورو امریکايي وګړو په یرغمل نیونې طالبانو له امریکايي استازو او پلاویو سره مستقیمې اړیکې پیدا کړې، خپل پیغامونه یې ولېږدول، بندیان یې را خوشي کړل او ځینې امتیازات یې هم ترلاسه کړل.

امیر امیري، چې د ۲۰۲۴ کال له ډسمبر راهیسې په افغانستان کې بندي و، د ۲۰۲۵ کال د سپټمبر په ۲۸مه خوشې شو. په انځور کې له هغه سره د ټرمپ د یرغمل شویو کسانو د چارو ځانګړی استازی ادم بولر، د امریکا د ولسمشر مرستیال سلاکار او د ترهګرۍ ضد چارو لوړپوړی مسوول سباستین ګورکه او یو قطري ډیپلومات هم لیدل کېږي.
100%
امیر امیري، چې د ۲۰۲۴ کال له ډسمبر راهیسې په افغانستان کې بندي و، د ۲۰۲۵ کال د سپټمبر په ۲۸مه خوشې شو. په انځور کې له هغه سره د ټرمپ د یرغمل شویو کسانو د چارو ځانګړی استازی ادم بولر، د امریکا د ولسمشر مرستیال سلاکار او د ترهګرۍ ضد چارو لوړپوړی مسوول سباستین ګورکه او یو قطري ډیپلومات هم لیدل کېږي.

خو د ۲۰۲۵ کال د سپتمبر پر۵مه، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو نوی اجرایي فرمان لاسلیک کړ چې موخه یې له بهرنیو هېوادونو سره د هغو قضیو په اړه مبارزه ده چې امریکایي وګړي په ناحقه نیسي. یانې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د امتیازغوښتې په نامه د امریکايي وګړو نیول او بندي کول ودروي.

دغه فرمان چې «د امریکا د وګړو د ناحقه توقیف پر ضد د خونديتابه هڅو پیاوړتیا» نومېږي، د «ناحقه توقیف ملاتړي دولت» په نوم درجه بندي ټاکي. د دغه فرمان پر بنسټ، که یو هېواد د امریکایانو د ناحقه توقیف ملاتړی وبلل شي،د بندیزونو، د سوداګرۍ کنټرول، پر ویزو او اړوند هېواد ته د امریکايي وګړو پر تګ او راتګ د بندیزونو په څېر عواقب درلودای شي.

د امریکايي استازو او طالبانو ترمنځ له څو ناکامو ناستو وروسته د مارچ پر ۱۰مه سپینې ماڼۍ افغانستان د «ناحقه توقیف د ملاتړي دولت» په توګه ونوماوه او طالبان یې تورن کړل چې امریکایان د فشار د وسیلې په توګه ساتي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وویل، طالبان له «ترهګریزو تاکتیکونو» کار اخلي، چې د تاوان یا سیاسي امتیازاتو د ترلاسه کولو لپاره پکې د خلکو تښتول شامل دي. هغه خبرداری ورکړ، چې افغانستان د امریکايي مسافرو لپاره خوندي نه دی.

امریکا له دې وړاندې د فبروري پر ۲۷مه ایران هم په دغه نوملړ کې شامل کړی و.

«امریکايي بندیان د طالبانو په اوږو بار دي»

طالبانو د مارچ میاشتې په پای کې د روبیو له خبرداري وروسته امریکایی وګړی ډینس کویل خوشی کړ او ویې ویل چې نوموړی یې د ښه نیت په دود خوشی کړی دی.

سپینې ماڼۍ د طالبانو دغه ګام مثبت وباله خو ویې ویل، چې لا هم ډېر کار پاتې دی او درې نور امریکايي وګړي محمود حبیبي، پاول اوربي او نور هم باید خوشي شي.

طالبانو له دې یو کال وړاندې جورج ګلېزمن امریکایی وګړی هم د خلیلزاد په مشرۍ د یوه امریکايي پلاوي له ورتګ وروسته خوشی کړی و.هغه ۸۳۶ ورځې د طالبانو په بند کې و.

زلمی خلیلزاد د امریکايي زنداني ډینس کویل له خوشي کېدو وروسته له نوموړي سره په الوتکه کې
100%
زلمی خلیلزاد د امریکايي زنداني ډینس کویل له خوشي کېدو وروسته له نوموړي سره په الوتکه کې

د امریکايي بندیانو په بدل کې د طالبانو یوه غوښتنه په ګوانتانامو زندان کې د بن لادن د یوه نږدې پیغام رسوونکي عبدالرحیم افغاني خوشي کول دي، خو متحده ایالاتو دغسې معاملې ته تر اوسه ځواب نه دی ویلی.

د ډینس کویل له خوشې کېدو شاوخوا دوه میاشتې اوړي، خو طالبانو لا دوه نور امریکايي وګړي نه دي خوشي کړي او نه هم متحده ایالتونو خپل پخوانی ګواښ تکرار کړی دی. دا ښايي د تدریجي خوشې کېدو بهیر، د طالبانو قضایي توجیهات او یا هم پر نورو کړکېچونو د امریکا د تمرکز له امله وي.

د «یرغمل نیونې ډیپلوماسي»، چې طالبانو له خپل اړخه رد کړې، ښايي ځینې لنډمهاله سیاسي او ډیپلوماتیک امتیازات ولري، خو په نړیوالو اړیکو کې لوړګواښې او غیرمستحکمه وسیله ګڼل کېږي، ځکه د دوامدارې ډیپلوماسۍ پر ځای د فشار او معاملې منطق ته وده ورکوي.

په ورته وخت کې، دغه کړنلاره پر طالبانو د نورو بندیزونو، سیاسي انزوا او متقابل فشار احتمال زیاتوي، چې په اوږده مهال کې یې له نړۍ سره د تعامل کړۍ نوره هم محدودیږي.

طالبان په اوسمهالي کړکیچن نړیوال او سیمه ییز وضعیت کې ښايي دې مسالې ته ځیر وي.

زلمي خلیلزاد، چې د طالبانو له بنده یې د څو امریکايي زندانیانو د خلاصون په خبرو اترو کې ونډه درلوده، د تېر کال په تلې میاشت کې وویل، « طالبان ښايي دې ته متوجې وي، چې له دوی سره یرغمل امریکایان د شتمنۍ پرځای، ددوی پر اوږو بار شوي دي».

خو د محمود حبیبي او دوو نورو امریکايي وګړو نه‌خوشي کېدل ښيي، چې د یرغمل نیونې موضوع لا هم د امریکا او طالبانو ترمنځ ناحل شوې مساله ده.

له طالبانو سره د روسیې تړون؛ پوځي همکاري که د مسکو د نفوذ پراختیا؟

۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۸ می ۲۰۲۶، ۱۵:۱۶ GMT+۱
•
محبوب‌ شاه محبوب
له طالبانو سره د روسیې تړون؛ پوځي همکاري که د مسکو د نفوذ پراختیا؟
100%

طالبانو په لومړي ځل په رسمي کچه له روسیې سره د پوځي او تخنیکي همکاریو تړون لاسلیک کړی دی؛ دا تړون چې که څه هم جزییات یې تر ډېره پټ ساتل شوي، خو سیاسي او امنیتي پیغامونه یې خورا روښانه دي.

دا پرمختګ په داسې حال کې رامنځته کېږي چې مسکو په ښکاره ډول اعلان کوي، چې په افغانستان او سیمه کې د امریکا او ناټو هر ډول پوځي حضور ورته د منلو نه دی.

د روسیې د ملي امنیت شورا منشي سرګي شویګو په وروستیو څرګندونو کې دا دریځ لا پسې واضح کړی. هغه وایي، په افغانستان یا د هغه په ګاونډیو هېوادونو کې د لوېدیځ پوځي تاسیسات «یو نه منونکی اقدام» دی. نوموړي همداراز ټینګار کړی چې د افغانستان وضعیت لا هم نازک دی؛ د مخدره توکو او وسلو قاچاق دوام لري او د ترهګرو ډلو فعالیتونه پای ته نه دي رسېدلي.

دا دوه موازي پیغامونه، یعنې له طالبانو سره همکاري او لوېدیځ سره مخالفت یوه اساسي پوښتنه راپورته کوي: ولې مسکو له طالبانو سره اړیکې پراخوي، خو په عین وخت کې لوېدیځ ته دروازه تړي؟

د تړون ماهیت: امنیت که نفوذ؟

که څه هم د دې تړون بشپړ متن نه دی خپور شوی، خو د ورته نړۍوالو تړونونو پر بنسټ، دا ډول همکارۍ عموماً څو مهم اړخونه لري:

  1. د ځواکونو روزنه،
  2. د وسلو تخنیکي ملاتړ،
  3. استخباراتي همکاري،
  4. د ترهګرۍ ضد عملیات،
  5. لوژستیکي مرسته،
  6. امنیتي همغږي.

په ظاهره، دا ټول هغه عناصر دي چې د یو هېواد د امنیتي ظرفیت د پیاوړتیا لپاره مهم ګڼل کېږي. خو د روسیې د اوسني سیاست په رڼا کې دا تړون یوازې یو تخنیکي یا نظامي سند نه ښکاري، بلکې د نفوذ د پراخولو یوه وسیله هم بلل کېدای شي.

مسکو هڅه کوي چې د افغانستان په معادله کې خپل ځای بېرته له سره تعریف کړي، هغه هېواد چې د شوروي اتحاد له ماتې وروسته تر ډېره د لوېدیځ د نفوذ تر سیوري لاندې و.

تضاد که تکتیک؟

په دې تړون کې یو ښکاره تضاد هم تر سترګو کېږي. روسیه له یوې خوا له طالبانو سره “بشپړ مشارکت” یادوي، خو له بلې خوا خپله اعتراف کوي چې افغانستان لا هم د ناامنۍ، قاچاق او ترهګرۍ له جدي ګواښونو سره مخ دی.

روسیې په افغانستان کې د امریکا او ناټو د پوځي تاسیساتو له جوړېدو سره مخالفت څرګند کړ

په ځانګړي ډول، د داعش - خراسان څانګه هغه موضوع ده چې مسکو پرې ډېر تمرکز کوي. دا ډله نه یوازې د افغانستان لپاره، بلکې د منځنۍ اسیا د هېوادونو لپاره هم یو بالقوه ګواښ بلل کېږي، هغه سیمه چې روسیه یې د خپل امنیتي کمربند برخه ګڼي.

نو پوښتنه دا ده: که طالبان لا هم د بشپړ امنیت د تامین توان نه لري، نو ولې روسیه ورسره نظامي همکاري کوي؟

ځواب ښایي په “تکتیکي واقعیت” کې پروت وي. مسکو پوهېږي چې طالبان اوس د افغانستان غیر رسمي واکمنان دي او هر ډول امنیتي تعامل باید له همدې واقعیت سره سم تنظیم شي.

ډېری شنونکي په دې باور دي چې دا تړون تر ډېره “سمبولیکه” بڼه لري. یعنې، داسې نه ښکاري چې روسیه دې په نږدې راتلونکي کې طالبانو ته پرمختللې پوځي ټېکنالوژي وسپاري یا پراخ نظامي ملاتړ برابر کړي.

پر ځای یې، دا تړون د حضور اعلان دی، دا پیغام چې روسیه غواړي په افغانستان کې فعاله ونډه ولري، خو د خپلو شرایطو له مخې او شرایط یې روښانه کړي دي.

بل مهم اړخ دا دی چې مسکو په ښکاره ډول وایي چې د سیمې امنیت باید د سیمه‌ییزو قدرتونو له خوا مدیریت شي، نه د لوېدیځ له لوري. دا دریځ په اصل کې د یوې لویې جیوپولیټیکي سیالۍ انعکاس دی، چې پکې روسیه هڅه کوي د امریکا او ناټو نفوذ محدود کړي.

د قدرتونو د سیالۍ تکرار

د روسیې او طالبانو ترمنځ دا تړون تر دې دمه د وسلو د پراخ انتقال یا نظامي بدلون نښه نه ده، بلکې د سیاست او نفوذ یوه معامله ده. مسکو طالبانو ته لاس ورکوي، خو لوېدیځ ته دروازه بندوي.

دا وضعیت ښيي چې افغانستان لا هم د نړۍوالو قدرتونو د سیالۍ په تقاطع کې پروت دی. د کابل راتلونکی یوازې د داخلي سیاست موضوع نه ده، بلکې د هغو لویو ستراتیژیو برخه ده چې په مسکو، واشنګټن او نورو پلازمېنو کې طرحه کېږي.

په همدې اساس، دا تړون باید یوازې د یوې دوه اړخیزې همکارۍ په توګه ونه کتل شي، بلکې د سیمې د راتلونکي امنیتي نظم د یوې نښې په توګه باید تحلیل شي.

د ولسمشر غني اختریز پیغام که خبرداری؟

۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۶ می ۲۰۲۶، ۱۷:۵۷ GMT+۱
•
اسماعیل میاخېل
د ولسمشر غني اختریز پیغام که خبرداری؟
100%

د ولسمشر محمد اشرف غني اختر پیغام یوازې یو موسمي مبارکي نه ده، بلکې دا یو سیاسي خبرداری، اخلاقي غوښتنه او د ملي مسؤلیت غږ دی؛ په داسې وخت کې چې افغانستان د خپل معاصر تاریخ له تر ټولو خطرناکو پړاوونو څخه تېرېږي.

ولسمشر غني په خپل پیغام کې افغانانو ته یو ځل بیا یادونه کړې چې شاوخوا شپږ میاشتې مخکې یې خبرداری ورکړی و چې ملت د یوې تاریخي دوه لارې پر سر ولاړ دی. نن، د هغه په وینا، دا انتخاب لا ډېر بېړنی شوی دی.

هغه وايي: «ملت د ژوند او بربادۍ ترمنځ په دوه لارې ولاړ». نوموړی زیاتوي چې وضعیت لا جدي شوی او «دوه لارې د ګړنګ تر غاړې رسېدلې ده.»

د پیغام یوه اصلي خبره دا ده چې وايي افغانستان نه شي کولای په همدې روان مسیر دوام وکړي. هېواد یوازې له سیاسي بحران سره نه، بلکې د مشروعیت، حکومتولۍ، حقونو، اقتصاد او ملي بقا له بحران سره مخ دی.

د ولسمشر غني تر ټولو مهم سیاسي ټکی د مشروعیت مسئله ده. هغه په څرګندو ټکو وايي: «مشروعیت با زورِ تحمیل و ادعا، به‌دست نمی‌آید». د هغه په وینا، مشروعیت د ولس حق دی او یوازې د ولس له ازادې ارادې او ازاد انتخاب څخه ترلاسه کېدای شي.

دا یوازې یو تحلیل یا نظر نه دی. دا د افغانستان د بحران مرکزي نقطه ده. هېڅ نظام نه شي کولای یو ویاړلی، متنوع او سیاسي شعور لرونکی ملت د تل لپاره په زور اداره کړي. تاریخ، په افغانستان او نورو ځایونو کې، دا ښودلې چې دیکتاتوري او استبداد کېدای شي خلک د یوې مودې لپاره چوپ کړي، خو ثبات، سوکالي او دوامداره سوله نه شي راوستلی.

نږدې پنځه کاله کېږي چې ګڼو افغانانو زموږ د جمهوریت له چارواکو نیولې، تر هغو چې لا هم په سوله باور لري د خبرو اترو لپاره هره ممکنه دروازه ټکولې ده. موږ په مستقیم او غیر مستقیم ډول غوښتنه کړې چې طالبان دې د ملي بحث دروازه پرانیزي. موږ هغوی ته ویلي چې د انحصار پر ځای خبرې، د حذف پر ځای ملي اجماع، او د انزوا پر ځای سیاسي جوړجاړی غوره کړي. خو د سولې او ملي ډیالوګ د دروازې د پرانیستلو پر ځای، طالبانو سیاسي فضا تړلې، افغان وژنه او ځپنه یې ژوره کړې او د میلیونونو افغانانو مشروع غوښتنې یې له پامه غورځولې دي.

د ولسمشر غني پیغام همدې ګواښ ته مستقیمه اشاره کوي. هغه خبرداری ورکوي چې افغانستان په بې‌سارې توګه منزوي شوی دی. نوموړی وايي نړۍ نږدې پنځه کاله انتظار وکړ چې وګوري په افغانستان کې څه بدلون راځي، خو دا تمه اوس پر ناهیلۍ بدلېږي. نن ډېری هېوادونه افغانستان ته د یوه عادي ګاونډي پر ځای د امنیتي ګواښ په سترګه ګوري. دا د هغه سیاسي نظم پایله ده چې ملي مشروعیت نه لري او له ټول‌شموله جوړجاړي څخه انکار کوي.

اوس ګواښ دا دی چې کله د سولې هره دروازه وتړل شي، نارضایتي او حق غوښتنه له منځه نه ځي؛ بلکې بڼه بدلوي. ټولو ته روښانه ده چې د طالبانو پر ضد ځینې وسله‌والې ډلې په بېلابېلو نومونو فعالیت کوي. یوناما مخکې په څو ولایتونو کې د طالبانو ضد وسله‌والو ډلو د ادعا شویو بریدونو یادونه کړې، او د جګړو وروستۍ څارنې هم د طالبانو پر پوستو او موقعیتونو د بریدونو راپورونه ورکړي دي.

هېڅ مسؤل افغان بله جګړه نه غواړي. هېڅ افغانه کورنۍ نه غواړي خپل بل زوی غرونو، زندان یا هدېرې ته واستوي. خو تاریخ بیا بیا ثابته کړې چې استبداد او دیکتاتوري دایمي چوپتیا نه زېږوي. که د طالبانو ظلمونه په همدې ډول دوام وکړي، که ښځې په کورونو کې بندې وساتل شي، که نجونې له ښوونځي منع پاتې شي، که پخواني سرتېري تعقیب، شکنجه یا وژل کېږي، او که د ملي خبرو هر غږ رد شي، قیام به زیاتېږي. د ډېرو افغانانو د صبر کاسه نسکوره شوې. دا ګواښ نه دی؛ دا د تاریخ خبرداری دی. طالبان باید اوس د رښتینو مذاکراتو دروازه پرانیزي، مخکې له دې چې افغانستان لا ډېر د بدبختیو پر لور ټېل وهل شي.

د دې بحران بیه عام افغانان پرې کوي

ولسمشر غني وايي افغانې کورنۍ اوس دې حالت ته رسېدلي چې لومړی د کوم ماشوم خېټه مړه کړي. دا خبرې دردونکې دي، ځکه د میلیونونو کورنیو واقعي حالت انځوروي. افغانستان لا هم د نړۍ له سختو خوراکي بحرانونو څخه دی. د ملګرو ملتونو او نړیوال خوراکي پروګرام له راپورونو سره سم، تر ۱۷ میلیونو ډېر افغانان د شدیدې خوړو ناامنۍ له ګواښ سره مخ دي، چې میلیونونه یې د بیړنۍ لوږې کچې ته رسېږي.

ولسمشر غني سم وايي چې: «زموږ لوږه ازلي نه ده». په افغانستان کې فقر تقدیر نه دی. دا د انتخابونو پایله ده: سیاسي انزوا، د ادارو سقوط، د ښځو پر کار بندیزونه، د پانګونې له منځه تګ، د مرستو کمېدل، اقلیمي ټکانونه او د یوه مشروع ملي چوکاټ نشتوالی.

د افغان ښځو او نجونو وضعیت لا ډېر اندېښمنوونکی دی. ولسمشر غني وايي انجونېله زده‌کړو محرومول او د ځوانانو نامعلوم برخلیک فرعي موضوعات نه دي. هغه وايي: «دا اصلي مسئله ده». نوموړی زیاتوي: «هېڅ ملت په یوه پښه مزل نه شي کولای.»

دا خبره باید طالبان په روښانه ډول واوري. افغانستان هیڅکله نه شي جوړېدای چې د نفوس نیمایي برخه یې له ټولګیو، کارځایونو او عامه ژوند څخه بې برخې وي. یونیسکو وايي افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې نجونې او ښځې پکې له ثانوي او لوړو زده‌کړو څخه په سخت ډول منع دي، او نږدې ۲.۲ میلیونه نجونې له ابتدايي زده‌کړو وروسته له ښوونځي محرومې شوې دي.

دا یوازې د بشري حقونو ناورین نه دی؛ دا ملي فاجعه ده. کله چې نجونې له زده‌کړو منع کېږي، کورنۍ لا بېوزلې کېږي، روغتیايي خدمتونه کمزوري کېږي، اقتصاد کوچنی کېږي او راتلونکو نسلونو ته فرصت له منځه ځي. د ولسمشر غني دا جمله چې «یوه باسواده نجلۍ پنځه نسلونه بدلولی شي»یوازې شعار نه دی؛ دا د پرمختګ حقیقت دی.

د بیان ازادي هم ځپل شوې ده. یوه ټولنه هغه وخت ځان نه شي اصلاح کولای چې خبریالان چوپ کړای شي، مدني ټولنه محدوده شي او وګړي له خبرو کولو ووېرېږي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر او یوناما راپور ورکړی چې په افغانستان کې خبریالان له ګواښ، خپل‌سرو نیونو، توقیف، ناوړه چلند او مبهمو محدودیتونو سره مخ دي.

دا د وېرې فضا له سولې سره نه جوړېږي. سوله یوازې د جګړې نشتوالی نه دی. سوله دا معنا لري چې خلک له وېرې پرته خبرې وکړي، نجونې له وېرې پرته زده‌کړې وکړي، پخواني سرتېري او چارواکي له وېرې پرته ژوند وکړي، او سیاسي مخالفان له ورکېدو او زندان پرته خپل مخالفت څرګند کړي.

له پخوانیو افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو سره چلند د تېرو پنځو کلونو له تر ټولو دردناکو ټپونو څخه دی. دغو ځوانانو او ښځو د افغانانو او افغانستان خدمت وکړ. ډېرو یې د عمومي بښنې پر ژمنه باور کړی و. موږ د عمومي بښنې عیني شاهدان یوو. د ملګرو ملتونو راپورونو هم د پخوانیو حکومتي چارواکو او پخوانیو امنیتي ځواکونو پر ضد جدي سرغړونې مستندې کړې دي، چې پکې له قضایي بهیر پرته وژنې، اجباري ورکېدل، شکنجه، ناوړه چلند او خپل‌سرې نیونې شاملې دي.

دا کړنې هیڅکله بې ځوابه نه پاتې کېږي. خو که سوله وشي د بخښنې چارې زیاتوي.

د ولسمشر غني پیغام له دې امله هم مهم دی چې هغه تاوتریخوالی ردوي. نوموړی په څرګنده وايي چې هېڅ سیاسي هدف یا نارضایتي نه شي کولای د افغان په لاس د افغان د وژنې دروازه بیا پرانیزي. د هغه په وینا: «هیچ هدفی و هیچ نارضایتی نمی‌تواند بازگشودن درِ کشتار افغان به دست افغان را توجیه کند. آن در باید بسته بماند.»

دا مسؤلانه دریځ دی. افغانستان بله کورنۍ جګړه نه غواړي. زموږ خلکو ډېر زامن او لوڼې خاورې ته سپارلي دي. خو د تاوتریخوالي ردول باید د چوپتیا، تسلیمۍ یا دایمي حذف د توجیه لپاره ونه کارول شي. د جګړې بدیل دیکتاتوري نه ده. د جګړې بدیل خبرې، اساسي مشروعیت، ټول‌شمولیت او ملي اجماع ده.

اشرف غني: افغانستان په بې ساري ډول منزوي شوی او ګاونډیان د ګواښ په توګه ورته ګوري

له همدې امله، د ولسمشر غني د ملي خبرو غوښتنه پر وخت ده. هغه له افغانانو غواړي چې درې پوښتنې وڅېړي: په نږدې پنځو کلونو کې څه ترلاسه شوي؟ په بدل کې یې څه بیه ورکړل شوې؟ او که همدا مسیر پنځه کاله نور هم دوام وکړي، پایله به یې څه وي؟

دا هغه پوښتنې دي چې هره افغانه کورنۍ یې لري. او دا هغه پوښتنې دي چې طالبان یې باید ځواب کړي.

ځواب تبلیغات نه شي کېدای. ځواب پوځي، اقتصادي او د پلونو جوړولو نمایشونه، اجباري چوپتیا یا سمبولیکې ناستې نه شي کېدای. ځواب باید د افغانانو ترمنځ جدي ملي ډیالوګ وي: ښځې او نارینه، دیني عالمان او مسلکي کسان، پخواني چارواکي او اوسني واکمنان، ځوانان او مشران، د افغانستان دننه ټولنې او له هېواده بهر افغانان. هېڅ یوه ډله د افغانستان مالکیت نه لري. هېڅ یوهډله یوازې د ملي ګټو تعریف نه شي کولای.

ولسمشر غني وايي: «اجماع د یوه کس یا ډلې له لورې نه راځي». اجماع د هغه ملت له ملي ارادې راځي چې مشروع نظام، سوله او باعزته ژوند غواړي.

طالبان فکر کوي چې حذف، ځپنې او انزوا پر همدې لاره دوام کولی شي، په دې فکر دي چې وخت به موجود حالت په عام افغانانو کې عادي کړي. خو د دوی تېره دوره او تاریخ ثابتوي چې استبدادي نظامونه دوام نه شي کولی. کېدای شي د یوې شېبې لپاره نظم تحمیل کړي، خو مشروعیت نه شي راوستلی. کېدای شي ادارې کنټرول کړي، خو د خلکو زړونه نه شي ګټلی. کېدای شي انتقاد چوپ کړي، خو د عدالت، زده‌کړو، عزت او استازیتوب غوښتنه نه شي له منځه وړلای.

طالبان کولای شي له خپلې تېرې دورې او د افغانستان له تاریخه زده کړه وکړي او بله لاره غوره کړي: د مذاکراتو دروازې پرانیزي، ومني چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی، او د مشروع او ټول‌شموله سیاسي جوړجاړي پر لور رښتینی بهیر پیل کړي.

د ولسمشر غني پیغام باید د یوه خبرداري او فرصت په توګه ولوستل شي. هغه وايي د ځان لپاره هېڅ نه غواړي، خو چمتو دی چې د لازمي اجماع په رامنځته کولو کې خپله ونډه ادا کړي، د مرګ پر ځای ژوند، د فقر پر ځای سوکالي، او د دښمنۍ پر ځای سوله او پرمختګ غوره کړي.

همدا باید اوسنی مسیر وي. افغانستان سولې ته اړتیا لري، خو سوله پر چوپتیا نه جوړېږي. افغانستان ثبات ته اړتیا لري، خو ثبات پر حذف نه جوړېږي. افغانستان رسمیت پېژندنې ته اړتیا لري، خو رسمیت مشروعیت نه شي بدلولای.

د افغان په لاس د افغان د وژنې دروازه باید بنده پاتې شي. خو د ملي ډیالوګ دروازه باید همدا اوس پرانیستل شي.

که داسې ونه شي طالب په هیڅ قیمت دوام نه شي کولی.