• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په جرمني کې یو افغان کډوال د چاقو په برید کې وژل شوی

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۵ جون ۲۰۲۶، ۱۵:۱۳ GMT+۱تازه شوی: ۱۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۵ جون ۲۰۲۶، ۱۶:۱۳ GMT+۱

د جرمني پولیسو ویلي، چې یو ۴۰ کلن افغان د بایرن ایالت د هرشینګ ښار د کډوالو په کمپ کې له بل افغان سره د شخړې پر مهال د چاقو په برید کې وژل شوی دی.

د جرمني رسنیو د پنجشنبې په ورځ راپور ورکړی چې یاد دواړه افغان کډوال د کډوالو د استوګنې په یوه مرکز کې له یو بل سره شخړه کړې وه. د پولیسو د لومړنیو موندنو له مخې، ۳۶ کلن افغان وګړي د شخړې پر مهال چاقو راایستلی او څو ځله یې پر بل افغان برید کړی دی.

عیني شاهدانو ویلي، چې قرباني د سر او ځیګر برخه کې سخت ټپي شوی و، خو د بیړنیو مرستندویه خدماتو او د ډاکټرانو د هڅو سربېره یې په روغتون کې ساه ورکړه.

پولیسو شکمن کس له هېڅ ډول مقاومت پرته د هغه د استوګنې له کانتینر څخه نیولی دی.

پولیسو ویلې، قاضي د شکمن کس د موقتې توقیف او زندان ته لېږدولو پرېکړه کړې ده.

د جرمي پولیسو او څارنوالۍ د دې پېښې د انګېزې او نورو جزییاتو په اړه جلا څېړنې پیل کړې دي.

ترویج لرونکی

افغان ایواک: د امریکا نوې طرحه زرګونه افغان متحدین د قانوني کار له حقه بې‌برخې کولی شي
۱

افغان ایواک: د امریکا نوې طرحه زرګونه افغان متحدین د قانوني کار له حقه بې‌برخې کولی شي

۲

د ایستل‌شویو افغانانو د الوتنې لغوه؛ طالبان جرمني کې د نورو ډیپلوماتانو د ملنو غوښتنه کوي

۳

متقي: موږ ۲۰ کاله له ۵۰ هېوادونو سره جنګېدلي یو اوس دا توقع نه‌لرو چې پر موږ ګلان وشیندي

۴
تازه خبر

سرچینې: د ازبکستان په ترمذ ښار کې د طالبانو او پاکستاني چارواکو تر منځ ناسته ترسره شوې

۵

یوې موسسې په جوزجان کې له نږدې ۷ زره کورنیو سره نغدي او د خوراکي توکو مرسته کړې

•
•
•

نور کیسې

تېره ورځ له پاکستان او ایران نه څه باندې ۳زره کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۵ جون ۲۰۲۶، ۱۴:۵۹ GMT+۱
تېره ورځ له پاکستان او ایران نه څه باندې ۳زره کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي
100%

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، چې تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۵۶۴ افغان کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي. یاد افغان کډوال د تورخم، سپین بولدک، د ورېښمو پُل او اسلام کلا له لارو هېواد ته داخل شوي دي.

د طالبانو د ویاند مرستیال نن جمعې ورځ، د غبرګولي پر ۱۵مه په اېکس کې لیکلي، چې دغو راستنېدونکو کورنیو ته په بېلابېلو سرحدي سیمو کې مالي، روغتیايي او ترانسپورټي خدمات وړاندې شوي دي.

د خپرو شویو شمېرو له مخې، د تورخم له لارې ۴۹۲ کورنۍ چې ۲۷۰۹ تنه کېږي هېواد ته راستنې شوې، چې له دې جملې څخه ۴۷۵ کورنۍ ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته لېږدول شوې دي.

د طالبانو ادارې د دغو کورنیو د لېږد لپاره له ۲ میلیونه او ۱۷۰ زره څخه ډېرې افغانۍ کرایه ورکړې او له ۵۰۵ کورنیو سره یې مالي مرسته کړې ده.

په دې وروستیو کې د پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو د جبري اېستلو پروسه په چټکۍ سره ادامه لري او دوی د کابل په ګډون په بېلابېلو ولایتو کې مېشت شوي دي.

ملګرو ملتونو په کابل کې د خپلې یوې کارکوونکې مړینه تایید کړه

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۵ جون ۲۰۲۶، ۱۳:۱۸ GMT+۱
ملګرو ملتونو په کابل کې د خپلې یوې کارکوونکې مړینه تایید کړه
100%

په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر د جمعې په ورځ، د فرشتې عمادي په نوم د خپلې یوې کارکوونکې د مړینې خبر تایید کړ. د ملګرو ملتونو دفتر د مېرمن عمادي پر مړینه خواشیني ښودلې خو د هغې د مړینې د لامل په اړه څه نه دې ویلي.

دوه ورځې وړاندې پر ټولنیزو رسنیو باندې د ملګرو ملتونو د دفتر د کارکوونکې فرشتې عمادي د وژل کېدو خبرونه خپاره شول.

نن د جمعې په ورځ په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر د مېرمن عمادي د مړینې په اړه پر خپل اېکس‌پاڼه لیکلي:«په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولي د وګړو صندوق د کورنۍ د ارزښتمنې غړې اغلې فرشتې عمادي پر مړینې ژوره خواشیني څرګندوي. د هغې نشتون به په کلکه احساس شي. موږ د هغې له کورنۍ، خپلوانو او دوستانو سره خپله د زړه له کومې خواخوږي شریکوو».

په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر غوښتنه کړې، چې د مېرمن عمادي د کورنۍ شخصي حریم ته دې درناوی وشي.

طالبانو تر اوسه د فرشتې عمادي د مړینې او یا هم وژل کېدو په اړه څه نه دې ویلي.

د فولادو د اتحادیې مسوولان: په افغانستان کې د اوسپنې ویلې کولو ۴۸ فابرېکې فعالې دي

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۵ جون ۲۰۲۶، ۱۳:۰۸ GMT+۱
د فولادو د اتحادیې مسوولان: په افغانستان کې د اوسپنې ویلې کولو ۴۸ فابرېکې فعالې دي
100%

د فولادو د صنعت اتحادې مسوولان وايي، په افغانستان کې د فولادو تولید د پام وړ پرمختګ کړی او د کورنیو اړتیاوو د پوره کولو تر څنګ نورو هېوادونو ته د صادراتو وړتیا هم لري. د دوی په خبره دمګړی په افغانستان کې د اوسپنې ویلې کولو ۴۸ فابرېکې فعالیت لري.

د افغانستان د فولادو د صنعت اتحادیې رییس عبدالنصیر ریښتیا ځايي رسنیو ته ویلي، چې د افغانستان او ترکمنستان د اوسپنې فابرېکو ترمنځ د ۱۵۰ زره ټنه ګول سېخ تړون لاسلیک شوی دی او د اتقال پروسه یې هم پیل شوې ده.

نوموړی ویلي، چې تېر کال یې یوازې پاکستان ته ۶۰ زره ټنه ګول سېخ صادر کړی دی.

د اوسپنې د وېلو کولو د فابرېکو ځینو مسوولان ویلي، چې د افغانستان د اوسپنې فابرېکو د تولید کیفیت نړبوال معیارونو سره برابر دي.

په ورته وخت کې د بلخ ولایت د اوسپنې فابرېکو ټولنې مسوولین وايي، چې په دغه ولایت کې ۴ د اوسپنې د وېلو کولو فابرېکې فعالیت لري.

د طالبانو د بلخ ځايي چارواکو د اوسپنې د وېلې کولو یوې فابرېکې پرانیستلو پرمهال ویلي، افغان سوداګر دې د اوسپنې وېلو کولو پرخه خپلې پانګونې زیات کړي. د دوی په وینا، پخوا اوسپنیز کباړ توکي بهرنیو هېوادونو ته صادرېدل، خو اوس ترې په کور دننه بېلابېل فولادي محصولات تولیدېږي.

مسوولین زیاتوي، د فولادو د تولید پراختیا نه یوازې د صنعتي ودې لامل شوې، بلکې د کارموندنې او اقتصادي پرمختګ لپاره یې هم نوي فرصتونه رامنځته کړي دي.

د نجونو پر زده کړو ۱۷۲۱ ورځنۍ بندیز؛ افغانې نجونې وایي هېڅوک زموږ مرستې ته نه راځي

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۵ جون ۲۰۲۶، ۱۳:۰۲ GMT+۱
د نجونو پر زده کړو ۱۷۲۱ ورځنۍ بندیز؛ افغانې نجونې وایي هېڅوک زموږ مرستې ته نه راځي
100%

د طالبانو له لوري د نجونو پر زده کړو د بندیز له لګېدو ۱۷۲۱ ورځې تېرې شوې، خو لا هم میلیونونه نجونې له زده کړو بې برخې دي او د جبري ودونو، کورني تاوتریخوالي، رواني ستونزو او ټولنیز انزوا له پراخ ناورین سره مخ دي.

د ګارډین ورځپاڼۍ د راپور له مخې، د ۲۰۲۱ کال له اګست راهیسې، شاوخوا ۱،۲ میلیونه نجونې له منځنیو او لېسو زده کړو محرومې شوې دي. د راپور له مخې، د زده کړو بندیز د ګڼو نجونو د ژوند لوری بدل کړی او ډېری یې د کم عمره ودونو او محدودیتونو ښکار شوې دي.

کارډین د اسما په نوم د یوې نجلۍ کیسه هم راخیستې چې وایي د ښوونځي له تړل کېدو وروسته یې کورنۍ واده ته اړ کړه. نوموړې اوس امېندواره ده او د خپل راتلونکې او د خپل راتلونکې لور د ژوند په اړه اندېښنه لري.

ګارډین د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د حقونو د برخې د چارواکې هېدر بار له قوله لیکلي چې طالبانو د نجونو یوازې زده کړې نه دي درولې، بلکې د هغوی هیلې او راتلونکی یې هم له منځه وړی دی.

په راپور کې راغلي چې د زده کړو له بندیز وروسته د نجونو ترمنځ د خپګان، اضطراب او نورو رواني ستونزو کچه لوړه شوې ده. د ملګرو ملتونو د یوې سروې له مخې، ډېری افغانو ښځو او نجونو خپل رواني وضعیت «بد» یا «ډېر بد» ارزولی دی.

کارډین د یوې افغانې مور له قوله لیکلي چې د خپلې لور د راتلونکې په اړه هېڅ هیله نه لري او باور لري چې «هیڅوک زموږ د مرستې لپاره نه راځي».

فریحه چې په کابل کې د یوې ۱۶ کلنې نجلۍ مور ده، وايي لور یې لا هم هیله لري چې یوه ورځ به ښوونځي بېرته پرانستل شي، خو نوموړې خپله هېڅ هیله نه لري. هغې وویل: «دا یوازې زموږ د لوڼو تراژیدي نه ده، بلکې د افغانستان او ټولې نړۍ لپاره یوه ستره غمیزه ده. زه پوهېږم چې هېڅوک زموږ د مرستې لپاره نه راځي.»

ملګرو ملتونو په یوه سروې کې موندلې چې ۷۶ سلنه ښځو او نجونو خپل رواني وضعیت «بد» یا «ډېر بد» بللی دی. بې خوبي، خپګان، اضطراب، د اشتها له لاسه ورکول او دوامداره سر درد د هغو ستونزو له ډلې دي چې ښځې او نجونې ورسره مخ دي.

ګارډین د افغانو میندو له قوله لیکلي چې د هغوی لوڼې د ښوونځیو له تړل کېدو وروسته منزوي شوې او د راتلونکې په اړه یې هیله کمه شوې ده.

راپور زیاتوي مرضیه، چې د ۱۵ کلنې ارزو مور ده، وايي لور یې له ښوونځي د محرومېدو وروسته ډېره ګوښه او خپه شوې ده. هغې وویل: «کمې خبرې کوي او ډېری وخت ویده وي. زه پوهېږم چې لامل یې د ښوونځي تړل دي، خو زموږ له لاسه هېڅ نه کېږي».

د بشري حقونو فعالان وايي، د زده کړو او ټولنیز ژوند له لاسه ورکول د نجونو پر رواني او ټولنیز وضعیت ژور اغېز کړی دی. دوی خبرداری ورکوي چې که نړیواله ټولنه چوپه پاتې شي، د افغان ښځو او نجونو وضعیت به لا پسې خراب شي.د راپور له مخې، بشري حقونو سازمانونه له نړیوالې ټولنې غواړي چې د افغان نجونو د زده کړو او اساسي حقونو د خوندیتوب لپاره جدي اقدامات وکړي.

په کابل کې د طالبانو د مرستیال والي کور ته څېرمه چاودنه شوې

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۵ جون ۲۰۲۶، ۱۱:۳۲ GMT+۱
په کابل کې د طالبانو د مرستیال والي کور ته څېرمه چاودنه شوې
100%

سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د جمعې په ورځ، د کابل ښار د ۱۱مې حوزې اړوند سیمه کې د کابل لپاره د طالبانو د مرستیال والي قدرت الله امیني کور ته څېرمه چاودنه شوې ده.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، دغه چاودنه د غرمې په شاوخوا کې د سیدالناصري په نوم د هلکانو د یوه ښوونځي مخې او د کابل لپاره د طالبانو د مرستیال والي کور ته څېرمه شوې ده.
افغانستان انټرنشنل ته په رارسېدلو ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې د طالبان یو ټپي کس په خپل رنجر موټر کې له سیمې څخه لېږدوي.

د دغې چاودنې د څرنګوالي او د سر د زیانونو د کره شمېر په اړه تر اوسه پورې دقیق معلومات نه دي خپاره شوي.

قدرت الله امیني چې اوسمهال د کابل لپاره د طالبانو د والي د مرستیال په توګه دنده ترسره کوي، د پنجشېر ولایت اوسېدونکی دی.

نوموړی تر دې وړاندې په پنجشېر ولایت کې د طالبانو د والي په توګه هم کار کړی دی.

تر اوسه پورې د طالبانو چارواکو د دغې چاودنې په اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي او هېڅ کومې ډلې هم د دغه برید مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.