محمودخان اڅکزی: که د چمن دروازه خلاصه نهشي، لوی پرلت به پيل کړو

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمودخان اڅکزي خبرداری ورکړی، که د چمن دروازه د ځايي خلکو پر مخ خلاصه نهشي؛ نو دوی به يو پراخ پرلت پيل کړي، چې له امله به یې ټولې چارې ټکنۍ شي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمودخان اڅکزي خبرداری ورکړی، که د چمن دروازه د ځايي خلکو پر مخ خلاصه نهشي؛ نو دوی به يو پراخ پرلت پيل کړي، چې له امله به یې ټولې چارې ټکنۍ شي.
نوموړي د پنجشنبې په ورځ په کوټه کې د ګوند د مطبوعاتي دفتر په خبري غونډه کې وويل، د لارو تړل يوازې د پښتنو ستونزه نهده؛ بلکې د ټولې سيمې د خلکو د ژوند او روزګار مسله ده. هغه له بلوڅانو وغوښتل، چې په دې مبارزه کې دې ورسره همکاري وکړي.
اڅکزي وويل، پخوا به هره ورځ شاوخوا يو لک کسانو د تورخم له لارې او ۱۰زره نور د سپين بولدک ـ چمن له لارې تګراتګ کاوه او د همدې لارې له برکته يې روزګار چلېده؛ خو اوس دواړه لارې د ځايي خلکو پر مخ تړلې دي.
هغه يو ځل بيا ټينګار وکړ، که افغانستان له بېثباتۍ او ناامنۍ سره مخ شي؛ نو د سيمې نور هېوادونه به هم د هغې اغېزې احساس کړي. د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر وويل، دوی په بلوچستان کې د پښتنو او بلوڅانو ترمنځ د کرکې او نفاق د خپرېدو پلوي نهدي؛ خو د پښتنو ګاډي او مالونه سوځول کېږي او دغه چاره د سيمې د خلکو په زيان ده.
هغه وويل، که بلوڅ وسلهوالې ډلې په دغه پېښو کې لاس نهلري؛ نو بايد په ښکاره ډول ووايي چې دا کار يو «درېيم ځواک» کوي، چې د پښتنو او بلوڅانو ترمنځ د بېلتون او نفاق د رامنځته کولو هڅه ده.
اڅکزي وويل، په پښتون مېشتو سيمو کې هره ورځ خلک وژل کېږي؛ خو د وژنو عاملين نه معلومېږي. نوموړي په طنزيه ډول زياته کړه: «که دا پيريان وي؛ نو موږ به ملايانو ته ورشو چې له پيريانانو سره خبرې وکړي».
هغه د پاکستان پر روانو سياسي او اقتصادي حالاتو هم نيوکې وکړې او ويې ويل، چې هېواد له سختو ستونزو سره مخ دی او د اساسي قانون ۲۸م بدلون به نورې ستونزې هم وزېږوي.
اڅکزي ادعا وکړه، چې په بلوچستان کې له دولتي دندو نيولې تر پارلماني څوکيو پورې هر څه د پيسو په بدل کې ترلاسه کېږي. هغه وويل: «کله چې يوه څوکۍ په لسګونه کروړه روپيو خرڅېږي؛ نو بيا رښتينې ټاکنې څنګه کېدای شي؟»