د سیمهییزو ترینګلتیاوو تر سیوري لاندې؛ د ناټو تر ټولو ستر سمندري پوځي تمرین پیل شو

د ناټو د «۲۰۲۶کال بالتوپس» په نوم د بالتیک عملیاتو ۵۵م پړاو د پنجشنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۴مه) د پولنډ د ګدنیا له بندر نه د ناټو د غړو هېوادونو د ۲۰ بېړیو په وتلو سره پیل شو. دغه پوځي تمرین د امریکا د سمندري ځواکونو د شپږمې بېړۍ ډلې په مشرۍ ترسره کېږي.
