بدل اعاشه هغه مالي مرسته ده چې مستحقو زدهکړیالانو ته ورکول کېږي څو د هغوی د خوراک، استوګنې او ورځني ژوند د لګښتونو یوه برخه پرې پوره شي. په افغانستان کې دا مرسته عموماً هغو زدهکړیالانو ته ورکول کېږي چې د زدهکړو لپاره له لرې پرتو ولایتونو او ولسوالیو څخه دولتي پوهنتونونو ته ځي، په دولتي لیلیو کې ورته ځای نه پیدا کېږي او اړ کېږي چې په کرایي کورونو یا شخصي لیلیو کې ژوند وکړي.
په بامیان کې اووه میاشتنی ځنډ
د بامیان پوهنتون یو شمېر زدهکړیالان وایي چې اووه میاشتې کېږي د اعاشې بدل یې نه دی ترلاسه کړی.
د هغوی په وینا، ډېری زدهکړیالان د هېواد له لرې پرتو سیمو څخه د سخت اقتصادي وضعیت له امله بامیان ته د زدهکړو لپاره راغلي او په کرایي خونو کې ژوند کوي. دوی وایي چې د اعاشې بدل نه ورکول د ژوند لګښتونه او د زدهکړو دوام ورته ستونزمن کړی او پر درسي بهیر یې هم منفي اغېز کړی دی.
په جوزجان کې دوه سمسټرونه بې له بدل اعاشې
د جوزجان پوهنتون زدهکړیالان هم وایي چې له دوو سمسټرونو راهیسې د دوی د اعاشې بدل نه دی ورکړل شوی.
د دوی په وینا، دې وضعیت لامل شوی چې ګڼ شمېر زدهکړیالان د شخصي لیلیو کرایه او د برېښنا لګښتونه ورنه کړای شي. ځینو زدهکړیالانو ویلي چې د لګښتونو د نه ورکولو له امله د شخصي لیلیو له ځینو مالکانو سره له نامناسب چلند سره مخ شوي دي.
هغوی دا ادعا هم کوي چې د لګښتونو د نه ورکړې له امله د ځینو لیلیو برېښنا پرې شوې ده.
د البیروني پوهنتون محصلان پنځه میاشتې انتظار باسي
د البیروني پوهنتون یو شمېر زدهکړیالان هم وایي چې شاوخوا پنځه میاشتې کېږي د اعاشې بدل یې نه دی ترلاسه کړی.
د دوی په وینا، هغه زدهکړیالان چې په دولتي لیلیو کې ځای نه لري او اړ دي په شخصي لیلیو کې واوسي، تر نورو ډېر تر اقتصادي فشار لاندې دي. دوی وایي چې د ورځني ژوند لګښتونه او د استوګنې د مصارفو یوه برخه یې له همدې پیسو څخه پوره کېده، خو د دغې مرستې ځنډ د خوړو برابرول او د کرایې ورکول ورته ستونزمن کړي دي.
«نه هم بدل اعاشه او نه هم لیله»
د کندوز پوهنتون یوه زدهکړیال افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې طالبانو په تېرو شپږو میاشتو کې د دې پوهنتون د محصلانو د اعاشې بدل نه دی ورکړی.
هغه زیاته کړې چې په دې موده کې ډېرو زدهکړیالانو ته د لیلیې اسانتیا هم نه ده برابره شوې او په شخصي لیلیو کې د استوګنې لګښتونه په بېساري ډول لوړ شوي دي. د نوموړي په وینا، د پخواني حکومت پر مهال د بدل اعاشه هره میاشت په منظم ډول ورکول کېده.
د تخار محصلان: چوپتیا ته ګواښل شوي یو
د تخار پوهنتون یو شمېر زدهکړیالان، چې له بېلابېلو ولایتونو او ولسوالیو څخه دغه پوهنتون ته تللي، وایي چې په تېرو شپږو میاشتو کې یې د بدل اعاشېنه دی ترلاسه کړی.
د دوی په وینا، وروستی ځل دا مرسته د تېر کال د تلې میاشتې لپاره ورکړل شوې وه. زدهکړیالان وایي چې د مالي ستونزو له امله د کور کرایې ورکولو او د خوړو برابرولو په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دي.
دوی همداراز ادعا کوي چې په تخار کې د طالبانو مسئولانو نه یوازې د دې ستونزې د حل لپاره د دوی غوښتنو ته ځواب نه دی ویلی، بلکې ځینې معترض زدهکړیالان یې چوپ پاتې کېدو ته هم ګواښلي دي.
افغانستان انټرنشنل موندلې چې د ننګرهار، پکتیا، لغمان، کونړ او خوست ولایتونو د زدهکړیالانو بدل اعاشې هم نه دی ورکړل شوی.
بدل اعاشه؛ لږه خو حیاتي مرسته
د لوړو زدهکړو وزارت د مقرراتو له مخې، حکومت مکلف دی هغو زدهکړیالانو ته چې د کانکور له لارې د خپل استوګنځي له سیمې لرې دولتي پوهنتونونو ته بریالي کېږي، یا لیلیه برابره کړي او یا هم د بدل اعاشې په نوم مالي مرسته ورکړي.
د دغو مقرراتو له مخې، مستحق زدهکړیالان باید هره میاشت ۱۸۰۰ افغانۍ او په هر سمسټر کې ۷۲۰۰ افغانۍ ترلاسه کړي.
زدهکړیالان وایي چې دا اندازه پیسې له پخوا هم د ژوند لګښتونو ته بسنه نه کوله، خو اوس له میاشتو راهیسې همدا لږه مرسته هم نه ده ورکړل شوې. د دوی په وینا، ګڼ شمېر زدهکړیالان د خوړو، د استوګنې د کرایې او نورو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره له سختو ستونزو سره مخ دي.
افغانستان انټرنشنل د دې موضوع په اړه د وضاحت ترلاسه کولو لپاره د طالبانو له مسئولانو سره اړیکه نیولې، خو تر اوسه یې کوم ځواب نه دی ترلاسه کړی.