• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پېښور کې یو افغان کډوال خپل دوه زامن په ډزو وژلي دي

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۵ جون ۲۰۲۶، ۰۷:۱۷ GMT+۱

پاکستاني پولیسو ویلي، چې د پېښور په ناصر باغ سیمه کې یو افغان کډوال د خپل یوه زوی سره په ګډه خپل دوه نور زامن په ډزو وژلي دي. پولیسو د لومړنیو پلټنو له مخې ویلي، چې د پلار او زامنو ترمنځ لومړی لفظي شخړه رامنځته شوه او بیا وروسته دغه شخړه په تاوتریخوالي واوښته.

پېښور کې پولیسو ویلي، په یاده پېښه کې نورالله او باور خان د خپل پلار له‌خوا په ډزو تر ټپي کېدو وروسته په روغتون کې ساه ورکړې ده. د پولیسو په خبره؛ د یادې پېښې پرمهال په کورنۍ کې ښځې او ماشومان هم وو.

سرچینو ویلي، چې تر پېښې وروسته پلار او یو بل زوی له سیمې تښتېدلي او پولیسو یې د نیولو هڅې پیل کړې دي.

ترویج لرونکی

په کونړ کې د مارکېټ پر سر شخړه؛ د طالبانو محکمې د ۳۵ زره ډالرو په بدل کې پرېکړه بدله کړې
۱
ځانګړی

په کونړ کې د مارکېټ پر سر شخړه؛ د طالبانو محکمې د ۳۵ زره ډالرو په بدل کې پرېکړه بدله کړې

۲

په کوټه کې پر ښځینه ډاکټرې د تېزابو برید؛ د ډاکټر ماه نور ۳۵ سلنه بدن سوځېدلی

۳

طالبانو او ایراني چارواکو په مشهد کې د افغان بندیانو پر لېږد خبرې کړې دي

۴

متحده ایالاتو د ملګرو ملتونو په لېست کې د بلوڅ وسله‌والو د شاملولو هڅه رد کړه

۵

روسیه د طالبانو د پوځي تجهیزاتو د ترمیم هوکړه عملي کوي

•
•
•

نور کیسې

سرچینې: د ازبکستان په ترمذ ښار کې د طالبانو او پاکستاني چارواکو تر منځ ناسته ترسره شوې

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۴ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۲۱ GMT+۱
سرچینې: د ازبکستان په ترمذ ښار کې د طالبانو او پاکستاني چارواکو تر منځ ناسته ترسره شوې
100%

باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې د ازبکستان په ترمذ ښار کې د طالبانو او پاکستاني چارواکو تر منځ غیر رسمي ناسته شوې ده. د دوی په وینا، دغه ناسته د ازبکستان په منځګړیتوب او غوښتنه ترسره شوې ده.

سرچینو نن پنجشنبه د غبرګولي ۱۴مه افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، په دې کتنه کې د پاکستان له لوري ډاکټر امنه خان او په کابل کې د پاکستان پخواني سفیر منصور خان او د طالبانو له لوري ذاکر جلالي او غنچه ګل ارمان ګډون کړی دی.

سرچینې وایي، چې دغه کتنه د ازبکستان په غوښتنه او د طالبانو او پاکستان په سلا ترسره شوې ده.

طالبانو او پاکستان لا تر اوسه د دغې غونډې په تړاو څه نه‌دي ویلي او همداراز په یاده غونډه کې د مطرح شویو مسایلو په تړاو هم څه جزییات نه‌دي ورکړل شوي، خو ښايي په دې ناسته کې د افغان طالبانو او پاکستان تر منځ د وروستیو ناندریو د حل لپاره، دا یوه هڅه وي.

پاکستان له امریکا سره د ایران د اټومي پروګرام اړوند معلوماتو شریکولو راپورونه رد کړل

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۴ جون ۲۰۲۶، ۱۲:۲۷ GMT+۱
پاکستان له امریکا سره د ایران د اټومي پروګرام اړوند معلوماتو شریکولو راپورونه رد کړل
100%

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په واشنګټن کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو سره د لیدنې پر مهال د ایران د اټومي پروګرام په اړه معلومات شریک کړي دي.

اسحاق ډار د مې په ۲۹مه واشنګټن ته د خپل لنډ سفر پر مهال له مارکو روبیو سره ولیدل.

دواړو لوریو په دې لیدنه کې د دوه اړخیزو همکاریو او سیمه‌ییز امنیت په اړه خبرې کړې وې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي د پنجشنبې په ورځ په خپله اونیزه خبري غونډه کې وویل، هغه راپورونه ردوي چې ادعا کوي اسحاق ډار د ایران د اټومي پروګرام په اړه هر ډول معلومات له امریکايي لوري سره شریک کړي دي.

هغه ټینګار وکړ: «هېڅ ډول معلومات نه دي شریک شوي».

دا څرګندونې وروسته له هغې وشوې چې د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې (سي‌ای‌اې) پخواني شنونکي لېري جانسن د یوې نامعلومې سرچینې له قوله وویل چې اسحاق ډار له مارکو روبیو سره په خبرو کې د ایران د دریځ په اړه داسې معلومات ورکړي چې امریکايي چارواکي یې اندېښمن کړي دي.

مارکو روبیو هم د امریکا کانګرس ته د حاضرېدو پر مهال دغه ادعاوې رد کړې. هغه وویل چې نه یې دا راپورونه لیدلي او نه هم له داسې کوم پیغام څخه خبر دی.

پاکستان په سپین بولدک ولسوالۍ کې نږدې ۲۰۰ افغان بندیان طالبانو ته سپارلي

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۴ جون ۲۰۲۶، ۱۰:۲۵ GMT+۱
پاکستان په سپین بولدک ولسوالۍ کې نږدې ۲۰۰ افغان بندیان طالبانو ته سپارلي
100%

د کندهار ولایت د سپین بولدک له لارې ۱۹۹ افغان بندیان چې تازه د پاکستان له زندانونو خوشې شوي وو، نن طالبانو ته وسپارل شول. په کندهار کې د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو ادارې ویلي، چې په دې ډله کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د طالبانو یادې ادارې ویلي، په دغه بندیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي چې د پاکستان د کراچۍ ښار په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي وو. د طالبانو یادې ادارې زیاته کړې، چې یادو کسانو شاوخوا شپږ میاشتې د پاکستان په زندانونو کې تېرې کړې دي.

د دوی په خبره؛ د بند پرمهال له زندانیانو څخه د هغوی شخصي او ګران بیه توکي او نغدې پیسې هم اخیستل شوې دي. د معلوماتو له مخې؛ د خوشې شویو کسانو ډېری برخه د افغانستان د شمالي ولایتونو اوسېدونکي دي، چې د بېلابېلو لاملونه له امله پاکستان ته تللي وو او وروسته هلته نیول شوي وو.

ورته مهال د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۴مه) خبر ورکړی، ۷۹ افغان کډوال چې د پاکستان په زندانونو کې بندیان وو؛ له زندانه تر خوشې کېدو وروسته د تورخم له لارې بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

له افغانستان سره د لارو بندېدو او سیمه‌ییزې بې‌ثباتۍ پاکستان ته ۱،۴میلیارد ډالر زیان اړولی

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۴۶ GMT+۱
له افغانستان سره د لارو بندېدو او سیمه‌ییزې بې‌ثباتۍ پاکستان ته ۱،۴میلیارد ډالر زیان اړولی
100%

د پاکستاني چارواکو په وینا، د افغانستان سره پر ډیورند کرښه د لارو د تړل کېدو او د سیمې د سوداګریزو مسیرونو د ګډوډۍ له امله د دغه هېواد بهرنۍ سوداګرۍ ته تر ۱،۴ میلیارد ډالرو زیات زیان اوښتی دی.

د «ګلوبل مېټس» د راپور له مخې، دغه معلومات د پاکستان د پارلمان یوې کمېټې ته وړاندې شوي او په کې ویل شوي چې د افغانستان له لارې د تګ‌راتګ بندېدل او د فارس خلیج په سوداګریزو لارو کې بې‌ثباتي د پاکستان پر صادراتو او ټرانزیټي فعالیتونو منفي اغېز کړی دی.

راپور څرګندوي چې د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر په ۱۱مه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو له تړل کېدو وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري نږدې په ټپه درېدلې ده. د پاکستاني چارواکو په وینا، افغانستان ته د پاکستان صادرات د روان کال تر اپرېل میاشتې ۸۵،۶ میلیون ډالرو ته راټیټ شوي، په داسې حال کې چې د تېر کال په ورته موده کې دا کچه شاوخوا ۸۱۸ میلیون ډالره وه.

د راپور له مخې، د لارو د تړل کېدو له امله تر ۷ زره او ۵۰۰ ډېر کانټینرونه په بندرونو او دروازو کې بند پاتې شوي او د درملو، سمنټو، ټراکټورونو، موټرسایکلونو، خوراکي غوړیو او نورو خوراکي توکو صادرات له جدي ستونزو سره مخ شوي دي.

پاکستاني چارواکو ویلي چې د ټرانزیټي لارو ګډوډي د منځنۍ اسیا هېوادونو، لکه قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان، د پاکستان بندرونو ته لاسرسی هم اغېزمن کړی دی.

په ورته وخت کې د فارس خلیج په سیمه کې سیاسي او امنیتي ترینګلتیاوو پر سمندري او هوايي لېږد رالېږد اغېز کړی او د خلیج د همکارۍ شورا غړو هېوادونو ته د پاکستان صادرات یې راکم کړي دي.

د راپور پر بنسټ، د ۲۰۲۵ کال د جولای او اپرېل ترمنځ خلیج هېوادونو ته د پاکستان صادرات ۲،۲ سلنه کم شوي او تر ټولو لوی کمښت عمان، قطر او بحرین ته په صادراتو کې ثبت شوی دی.

پاکستاني چارواکو خبرداری ورکړی چې که سیمه‌ییزه بې‌ثباتي دوام وکړي، ښايي صادرات نور هم راکم شي او هېواد له سلګونو میلیونو ډالرو اضافي زیان سره مخ شي.

د دې وضعیت د جبران لپاره د پاکستان حکومت د سوداګریزو چارو د همغږۍ ځانګړي میکانیزم، د لېږد لګښتونو د کمولو او د بار وړونکو الوتنو د زیاتولو خبر ورکړی دی. همداراز د پاکستان د صادراتو یوه برخه د سیمې بدیلو بندرونو، لکه جده، صحار او صلاله، ته اړول شوې ده.

راپور زیاتوي چې پاکستان د افغانستان د لارو د تړل کېدو د اغېزو د کمولو لپاره د ایران له لارې د منځنۍ اسیا پر لور د ټرانزیټي لارو کارول زیات کړي او زرګونه باروړونکي موټرونه د کرنیزو محصولاتو او خوراکي توکو په لېږد بوخت دي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو میاشتو کې د اسلام‌اباد او طالبانو ترمنځ کړکېچونو او اختلافاتو څو ځله د ډیورنډ په کرښه د دروازو د تړل کېدو او د سوداګرۍ د بهیر د ګډوډېدو لامل شوي دي. پاکستاني چارواکي وایي چې د افغانستان سره د لارو محدودیتونه او د فارس خلیج روانه بې‌ثباتي لا هم د دغه هېواد د بهرنۍ سوداګرۍ لپاره جدي ګواښ بلل کېږي.

په ایټالیا کې د څلورو پاکستاني وګړو د وژنې په تور دوه نور پاکستانيان نيول شوي

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲ جون ۲۰۲۶، ۲۰:۰۹ GMT+۱
په ایټالیا کې د څلورو پاکستاني وګړو د وژنې په تور دوه نور پاکستانيان نيول شوي
100%

په جنوبي ايټالیا کې د څلورو پاکستاني کارګرانو مړي د يو سوځېدلي موټر څخه ترلاسه شوي دي، د دغو کسانو د وژلو په تور دوه نور پاکستاني وګړي نيول شوي، خو د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي، د وژل شویو کسانو «دقیق هویت» لا نه دی تایید شوی.

د سه شنبې په ورځ د ايټاليا کوريره دلا سرا ورځپاڼې خبر ورکړی، چې د جنوبي ايټاليا د کلابريا په سيمه کې په يو سوځول شوي موټر کې د څلورو کسانو مړي موندل شوي دي.

د خبر له مخې، دغه د کرنې په یوه لویه ساحه کې د امندولارا کلي ته نږدې په یوه پمپ سټیشن کې وموندل شو. په خبر کې د سرچينو له قوله ویل شوي، د پمپ سټیشن د امنیتي کامرو انځورونو ښودلې چې دوو کسانو له بهر څخه د موټر دروازې بندې کړې او دننه یې مایع وپاشله.

په خبر کې زیاته کړل شوې، د اور وژنې ډلې د اور له مړ کولو وروسته دننه جسدونه وموندل. همداراز د ځايي پولیسو مشر انتونیو بوریلي ویلي: «دا په پرېکنده توګه قتل دی، موږ یوازې باید پر جزیاتو کار وکړو».

ورځپاڼې ليکلي، چې په وروستیو میاشتو کې په دې سیمه کې د پاکستانیانو د لېږدونکو موټرو د سوځولو ۱۴ پېښې شوې دي، چېرته چې د کرنې د کار د وېش، د استوګنې د اسنادو او ځای پر سر د کډوالو ترمنځ تاوتریخوالی شتون لري.

د پاکستان ډان ورځپاڼې د خبر له مخې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ وویل، چې د وژل شویو کسانو «دقیق هویت» لا نه دی تایید شوی.

وزارت زیاته کړې، دا موضوع د ځايي پولیسو له خوا تر څېړنې لاندې ده، او «په ایټالیا کې د پاکستان سفارت دا موضوع تعقیبوي او د نورو پرمختګونو په اړه له ځايي چارواکو سره په اړیکه کې دی».