• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان په کراچۍ کې په تېرو ۵ مياشتو کې د ټرافيکي پېښو له امله ۳۲۲ کسان مړه شوي

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۵ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۴۵ GMT+۱تازه شوی: ۱۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۶ جون ۲۰۲۶، ۰۰:۴۷ GMT+۱

د پاکستان د مهم اقتصادي ښار کراچۍ د ټرافیک پولیسو ويلي، د ۲۰۲۵ کال پرتله د ۲۰۲۶ کال په لومړیو پنځو میاشتو کې په ټرافیکي پېښو کې د خلکو د مړينې کچه راټيټه شوې، خو بيا هم د یادو پېښو له امله سلګونه کسان مړه شوي دي.

د کراچۍ پوليسو د ارقامو له‌مخې، د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه د مې تر ۳۱مې پورې د ښار په بېلابېلو سیمو کې ۲۹۶ ټرافیکي پېښې ثبت شوې دي، په داسې حال کې چې تېر کال په همدې موده کې دا شمېر ۳۹۱ وو.

د سرچینې په وینا، د روان کال په لومړو پنځو مياشتو کې په بېلابېلو ټرافیکي پېښو کې ۳۲۲ کسان مړه شوي او ۵۰۲ نور ټپيان شوي دي.

په پاکستان کې ډېری ټرافيکي پېښې د سړکونو د خرابوالي، اضافه وزن او د ټرافیکي قوانینو او اصولو د نه مراعاتېدو له امله رامنځته کيږي.

ترویج لرونکی

په کونړ کې د مارکېټ پر سر شخړه؛ د طالبانو محکمې د ۳۵ زره ډالرو په بدل کې پرېکړه بدله کړې
۱
ځانګړی

په کونړ کې د مارکېټ پر سر شخړه؛ د طالبانو محکمې د ۳۵ زره ډالرو په بدل کې پرېکړه بدله کړې

۲

ننګرهار کې یو طالب چارواکی: «موسسات د دجال لښکر دی»

۳

په سپين بولدک کې د انساني قاچاق تور بازار؛ ولس قرباني خو طالبان او مافیا ګټونکي دي

۴

د پاکستان په کراچۍ کې یوه خاوند خپله مېرمن له کوروالي څخه د انکار له امله وژلې ده

۵

متحده ایالاتو د ملګرو ملتونو په لېست کې د بلوڅ وسله‌والو د شاملولو هڅه رد کړه

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې ولسي ګډه کاري کمېټه د ناقانونه ډلې په توګه اعلان شوه

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۵ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۰۷ GMT+۱
د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې ولسي ګډه کاري کمېټه د ناقانونه ډلې په توګه اعلان شوه
100%

د پاکستان تر ولکې لاندې د کشمیر حکومت ولسي ګډه کاري کمېټه یوه ناقانونه ډله اعلان کړې او د سیمې د ترهګرۍ پرضد قانون په لومړي جدول کې یې شامله کړې ده.

د کشمیر د کورنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ (د غبرګولي ۱۵مه) په يوې خبرپاڼه کې ادعا کړی، چې دغه ډله «پر ترهګرۍ ککړه ده» او داسې کړنې یې ترسره کړي، چې د هېواد «سولې او امنیت ته زیان رسوي».

د ازاد جمو کشمیر ولسي ګډي کاري کمېټې د حکومتي اعلان په غبرګون کې وويل: «په حقیقت کې د ولسي ګډې کاري کمېټې د ناقانونه اعلانولو پرېکړه یوازې د دې کمېټې پر ضد نه، بلکې د کشمیر د هغو میلیونونو خلکو پر ضد ده، چې د خپل کار، عزت او غوره راتلونکي لپاره غږ پورته کوي».

یادې کمېټۍ په خپله اېکس‌پاڼه زیاته کړې: «حکومت د ولسي غوښتنو د اورېدو پر ځای د ولس د غږ چوپ کولو هڅه کوي. خو تاریخ شاهد دی، چې ولسي شعور نه د بندیزونو په وسیله درېدلی شي او نه هم د حکومتي اعلانونو په زور له‌منځه تللی شي».

په حکومتي خبرپاڼه کې ويل شوي، چې ياده کمېټه د خلکو په وېرولو، د کرکې په خپرولو او په ټولنه کې د ناامنۍ د احساس په رامنځته کولو سره «په هېواد کې د ګډوډۍ په جوړولو» کې ښکېله ده.

د کشمير د حکومت له‌خوا دا کمېټه په داسې حال کې ناقانونه اعلان شوه، چې کمېټې د جون په نهمه د پاکستان تر ولکې لاندې کشمير کې کاربنديز اعلان کړی دی.

يادې کمېټۍ له دې وړاندې هم اعتراضي لاريونونه کړي. دغه کمېټه د قانون جوړونې اسمبلۍ د ۱۲ ځانګړو څوکيو، د واکمنې اشرافیې امتيازاتو ختمولو او د کوټې سېستم د لغوه کولو ترڅنګ د نورو اصلاحاتو غوښتنې لري.

پاکستان د ګلګت بلتستان د ټاکنو په تړاو د هند ادعاوې رد کړې

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۵ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۳۶ GMT+۱
پاکستان د ګلګت بلتستان د ټاکنو په تړاو د هند ادعاوې رد کړې
100%

پاکستان د هند هغه څرګندونې، چې ګواکې د ګلګت بلتستان د ټاکنو په اړه «سخت احتجاج» شوی، رد کړې. هند له دې وړاندې د پاکستان تر ولکې لاندې ګلګت بلتستان کې هم ټاکنې ناقانونه بللې وې.

د هند بهرنيو چارو وزارت په يوې اعلامیې کې ويلي: «هند، ګلګت بلتستان او د جمو او کشمیر سره لداخ هم د خپلې خاورې برخه ګڼي او هلته د ټاکنو ترسره کېدل نه‌مني».

په اعلامیه کې ویل شوي، چې هند هغه ټولې هڅې ردوي چې له لارې یې پاکستان کوشش کوي، چې په خپلې ولکې لاندې سیمو کې هر ډول اداري او سیاسي بدلون راولي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ (د غبرګولي ۱۵مه) په يوې خبرپاڼه کې وويل، چې «پاکستان د ګلګت بلتستان په راتلونکو ټاکنو پورې اړوند د هند بې‌بنسټه او ګمراه کوونکي بیانونه په څرګند او روښانه بڼه ردوي».

د هند د بيان په غبرګون کې د پاکستان بهرنيو چارو وزارت زياته کړه، د پاکستان دریځ دا دی، چې هند په «درواغجنو پروپاګند» کې په نړیواله کچه پېژندل شوی او دا وروستي تورونه یې د حقیقت د مسخ کولو د یوې زړې او منظمې هڅې تسلسل دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي: «پاکستان یو ځل بیا دې ته اشاره کوي، چې هند په نړیواله کچه د منل شوې لانجمنې سیمې جمو او کشمیر باندې غیرقانوني اشغال ساتلی دی. دا شخړه، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په اجنډا کې تر ټولو له اوږدې مودې راهیسې د حل غوښتونکی مساله ده، په ۱۹۴۷م کال کې د هندي ځواکونو د ناحقه او په زور نیونې څخه پیل شوې ده».

خبرپاڼه زیاتوي: «د دې مسالې یوازنی عادلانه او دایمي حل د ملګرو ملتونو د اړوندو پرېکړه‌لېکونو بشپړ پلي کول دي، چې له‌مخې یې د کشمیر خلکو ته د ځان‌ ارادیت حق ورکړل شوی، څو د ملګرو ملتونو تر څار لاندې په ازاده او بې‌طرفه ټولپوښتنه کې خپله راتلونکې وټاکي».

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت همداراز ویلي: «د ګلګت بلتستان په اړه د هند بې‌بنسټه دعوې په اصل کې له دې کرغیړني حقیقت څخه د نړۍ د پام اړولو هڅه ده، چې په نیول شوي کشمیر کې هندي اشغالګر ځواکونه د بشري حقونو په جدي او منظم سرغړونو کې ککړ دي».

ټاکل شوې چې د جون پر ۷مه د پاکستان تر ولکې لاندې ګلګت بلتستان کې ټاکنې وشي.

شفیع جان: عمران خان له ۷ میاشتو راهیسې زندان کې په «انزوا» کې ساتل کېږي

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۵ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۲۱ GMT+۱
شفیع جان: عمران خان له ۷ میاشتو راهیسې زندان کې په «انزوا» کې ساتل کېږي
100%

د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر شفیع جان ویلي، د پاکستان تحریک انصاف ګوند بنسټګر عمران خان له ۱۰۰۰ څخه زیاتې ورځې په زندان کې تېرې کړي او په وینا یې، پر هغه «ناحقه» دوسیې جوړې شوي او له ۷ میاشتو راهیسې په زندان کې په «انزوا» کې ساتل کېږي.

د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر شفیع جان د جمعې په ورځ (د غبرګولي ۱۵مه) په پېښور کې یوې خبري غونډې ته وویل، له عمران خان سره د هغه کورنۍ او وکیلان یې د لیدو اجازه نه‌لري.

هغه زیاته کړه، چې له عمران خان سره یې وکیلانو په وروستی ځل د تېر کال په اکتوبر میاشت کې لیدلي وو او کورنۍ یې هم په وروستي ځل د ډسمبر په میاشت کې ورسره کتلي وو.

نوموړي د عمران خان د درملنې په اړه وویل، هغه د شپې له خوا په پټه د پمز روغتون ته لېږدول کېږي، خو نه یې کورنۍ او نه هم د ګوند مشران له دې چارې خبرېږي.

هغه وویل: «دا د زندان له اصولو سره په ټکر کې دي، ځکه د مقرراتو له‌مخې له ماښام وروسته هېڅ بندي له زندان څخه نه‌شي اېستل کېدای».

هغه ادعا وکړه، چې نه یوازې عمران خان، بلکې د هغه مېرمن بشرا بي بي هم په پټه روغتون ته لېږدول کېږي او خپلو شخصي ډاکټرانو ته د مراجعې کولو فرصت نه‌ورکول کېږي.

دوی غوښتنه وکړه، چې عمران خان دې شفا روغتون ته ولېږدول شي او د هغه د شخصي ډاکټرانو له خوا دې درملنه وشي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند ادعا کوي، چې عمران خان او د هغه مېرمنې ته د شخصي روغتون او ډاکټرانو ته د لاسرسي اجازه نه‌ورکول کېږي. خو د پاکستان حکومت تل دغه ادعاوې رد کړي او ویلي یې دي، چې کله اړتیا وي، عمران خان روغتون ته لېږدول کېږي او ورسره د قانون له مخې چلند کېږي.

سرچینې: د ازبکستان په ترمذ ښار کې د طالبانو او پاکستاني چارواکو تر منځ ناسته ترسره شوې

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۴ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۲۱ GMT+۱
سرچینې: د ازبکستان په ترمذ ښار کې د طالبانو او پاکستاني چارواکو تر منځ ناسته ترسره شوې
100%

باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې د ازبکستان په ترمذ ښار کې د طالبانو او پاکستاني چارواکو تر منځ غیر رسمي ناسته شوې ده. د دوی په وینا، دغه ناسته د ازبکستان په منځګړیتوب او غوښتنه ترسره شوې ده.

سرچینو نن پنجشنبه د غبرګولي ۱۴مه افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، په دې کتنه کې د پاکستان له لوري ډاکټر امنه خان او په کابل کې د پاکستان پخواني سفیر منصور خان او د طالبانو له لوري ذاکر جلالي او غنچه ګل ارمان ګډون کړی دی.

سرچینې وایي، چې دغه کتنه د ازبکستان په غوښتنه او د طالبانو او پاکستان په سلا ترسره شوې ده.

طالبانو او پاکستان لا تر اوسه د دغې غونډې په تړاو څه نه‌دي ویلي او همداراز په یاده غونډه کې د مطرح شویو مسایلو په تړاو هم څه جزییات نه‌دي ورکړل شوي، خو ښايي په دې ناسته کې د افغان طالبانو او پاکستان تر منځ د وروستیو ناندریو د حل لپاره، دا یوه هڅه وي.

پاکستان له امریکا سره د ایران د اټومي پروګرام اړوند معلوماتو شریکولو راپورونه رد کړل

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۴ جون ۲۰۲۶، ۱۲:۲۷ GMT+۱
پاکستان له امریکا سره د ایران د اټومي پروګرام اړوند معلوماتو شریکولو راپورونه رد کړل
100%

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په واشنګټن کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو سره د لیدنې پر مهال د ایران د اټومي پروګرام په اړه معلومات شریک کړي دي.

اسحاق ډار د مې په ۲۹مه واشنګټن ته د خپل لنډ سفر پر مهال له مارکو روبیو سره ولیدل.

دواړو لوریو په دې لیدنه کې د دوه اړخیزو همکاریو او سیمه‌ییز امنیت په اړه خبرې کړې وې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي د پنجشنبې په ورځ په خپله اونیزه خبري غونډه کې وویل، هغه راپورونه ردوي چې ادعا کوي اسحاق ډار د ایران د اټومي پروګرام په اړه هر ډول معلومات له امریکايي لوري سره شریک کړي دي.

هغه ټینګار وکړ: «هېڅ ډول معلومات نه دي شریک شوي».

دا څرګندونې وروسته له هغې وشوې چې د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې (سي‌ای‌اې) پخواني شنونکي لېري جانسن د یوې نامعلومې سرچینې له قوله وویل چې اسحاق ډار له مارکو روبیو سره په خبرو کې د ایران د دریځ په اړه داسې معلومات ورکړي چې امریکايي چارواکي یې اندېښمن کړي دي.

مارکو روبیو هم د امریکا کانګرس ته د حاضرېدو پر مهال دغه ادعاوې رد کړې. هغه وویل چې نه یې دا راپورونه لیدلي او نه هم له داسې کوم پیغام څخه خبر دی.