• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
لوبې

په ایران کې مېشت ۱۴ افغان لوبغاړي د افغانستان د ۱۷ کلنو فوټسال لوبډلې کمپ ته بلل شوي دي

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۵ جون ۲۰۲۶، ۰۵:۴۸ GMT+۱

د افغانستان د فوټبال فدراسیون اعلان کړی، چې په ایران کې مېشت ۱۴ تنکي‌ افغان ځوان لوبغاړي د هېواد د ۱۷ کلنو فوټسال ملي لوبډلې د چمتووالي کمپ ته وربلل شوي دي. دغه لوبډله د ۲۰۲۶کال د ځوانانو نړۍوالو المپیک سیالیو لپاره چمتووالی نیسي.

د یاد فدراسیون په وینا؛ دغه لوبغاړي به د ۱۷ کلنو فوټسال ملي لوبډلې د روزونکي بهروز جعفري تر څار لاندې د هېواد دننه رابلل شویو لوبغاړو سره ګډ تمرینونه وکړي. د فوټبال فدراسیون ویلي، چې له ایران نه رابلل شوي لوبغاړي باید کابل ته سفر وکړي او د غوراوي وروستي پړاو په تمریناتو او تخنیکي ارزونو کې برخه واخلي.

ټاکل شوې ده، چې د کابل د دغه تمریناتي کمپ له پای ته رسېدو وروسته به د افغانستان د ۱۷ کلنو فوټسال ملي لوبډلې وروستی نوملړ اعلان شي؛ څو د ۲۰۲۶کال د ځوانانو نړۍوالو المپیک سیالیو کې ګډون وکړي.

افغانستان د فوټسال په برخه کې د اسیا د اتل او استازي په توګه د ۲۰۲۶کال ځوانانو نړۍوالو المپيک سیالیو ته لار موندلې ده، چې په سینګال کې به ترسره شي. د فوټبال فدراسیون هیله څرګنده کړې، چې د هېواد دننه او بهر د افغان استعدادونو په راټولولو سره به یوه پیاوړې او سیالۍ ته چمتو لوبډله جوړه کړي.

ترویج لرونکی

افغان ایواک: د امریکا نوې طرحه زرګونه افغان متحدین د قانوني کار له حقه بې‌برخې کولی شي
۱

افغان ایواک: د امریکا نوې طرحه زرګونه افغان متحدین د قانوني کار له حقه بې‌برخې کولی شي

۲

ایټالیا کې ژغورل شوی افغان: د مزدورۍ پیسو د غوښتلو له امله یې اور را واچاوه

۳

د طالبانو چاپېریال ساتنې ادارې د ملګرو ملتونو د درول شویو پروژو د بیا پیلولو غوښتنه کړې

۴

متقي: موږ ۲۰ کاله له ۵۰ هېوادونو سره جنګېدلي یو اوس دا توقع نه‌لرو چې پر موږ ګلان وشیندي

۵

د ایستل‌شویو افغانانو د الوتنې لغوه؛ طالبان جرمني کې د نورو ډیپلوماتانو د ملنو غوښتنه کوي

•
•
•

نور کیسې

طالبانو سره د ورزشي همکاریو پراختیا؛ داغستان افغانستان ته د ورزشکارانو د لېږلو ژمنه کړې

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۵ جون ۲۰۲۶، ۰۰:۱۰ GMT+۱
طالبانو سره د ورزشي همکاریو پراختیا؛ داغستان افغانستان ته د ورزشکارانو د لېږلو ژمنه کړې
100%

د طالبانو تر ادارې لاندې د المپیک، بدني روزنې او سپورټ ادارې مشر مولوي احمدالله وثیق، د روسیې په سنټ پترزبورګ ښار کې د نړیوال اقتصادي فورم په څنډه کې د داغستان جمهوریت د ورزش له وزیر ساجد سره د ورزشي همکاریو او دوه‌اړخیزو اړیکو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

د المپیک، بدني روزنې او سپورټ ادارې د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې د دواړو لورو ترمنځ د ورزش په بېلابېلو برخو کې د همکاریو پر پراختیا، د ورزشکارانو د ظرفیت لوړولو او د ګډو تمریناتي پروګرامونو پر پلي کېدو بحث شوی دی.

د خبرپاڼې له مخې، د داغستان د ورزش وزیر ویلي چې هېواد یې چمتو دی د ځینو ورزشي څانګو ورزشکاران افغانستان ته واستوي، څو له افغان ورزشکارانو سره ګډ تمرینات ترسره کړي او د ظرفیت لوړونې په موخه دوستانه سیالۍ هم ولري.

هغه ټینګار کړی چې دا ډول ورزشي تبادلې کولای شي د دواړو لورو د ورزشکارانو د تجربو په شریکولو او د ورزشي اړیکو په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.

د مالدیف څلور اړخیزې سیالۍ؛ افغان فوټبال لوبډلې له بنګله‌دېش سره لوبه مساوي کړه

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۴ جون ۲۰۲۶، ۲۰:۲۲ GMT+۱
د مالدیف څلور اړخیزې سیالۍ؛ افغان فوټبال لوبډلې له بنګله‌دېش سره لوبه مساوي کړه
100%

د طالبانو د المپیک، بدني روزنې او سپورټ ادارې ویلي، چې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د مالدیف ۲۰۲۶ کال په څلور اړخیزو سیالیو کې خپله دویمه لوبه د بنګلادېش د ۲۳ کلونو څخه د کم عمرو له لوبډلې سره صفر پر صفر مساوي پای ته ورسوله.

دغه لوبه چې د دواړو لوبډلو ترمنځ خورا سخته وه، په پای کې هېڅ لوري ونه شو کولای ګول ووهي او لوبه په بې‌ګوله ډول مساوي پای ته ورسېده.

د دغه ریاست د معلوماتو له مخې، افغان لوبډلې په دغو سیالیو کې تر دې وړاندې په خپله لومړۍ لوبه کې کوربه هېواد مالدیف ته ماتې ورکړې وه او ښه پیل یې درلود. د فوټبال دغه ملي لوبغاړي اوس د خپلې بلې لوبې لپاره چمتووالی نیسي ترڅو په دغو سیالیو کې خپل دریځ نور هم پیاوړی کړي.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د روانې میلادي میاشتې پر اوومه نېټه په خپله درېیمه لوبه کې د پاکستان د ملي لوبډلې پر وړاندې میدان ته ووځي. د سپورت مینه وال د دغې لوبې لیدو ته ډېر په تمه دي ځکه د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ لوبې تل ځانګړی حساسیت لري.

دا څلور اړخیزې سیالۍ د مالدیف په کوربه‌توب د افغانستان، مالدیف، بنګلادېش او پاکستان د لوبډلو په ګډون د روانې میلادي میاشتې پر لومړۍ نېټه پیل شوې دي. د تنظیموونکو په وینا، دغه سیالۍ به د روانې جون میاشتې تر ۱۰مې نېټې پورې دوام وکړي ترڅو اتله لوبډله معلومه شي.

کورنۍ لوبې؛ سپین غر کرېکټ لوبډلې د اې نوملړ سیالیو د اتلولۍ جام وګاټه

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۴ جون ۲۰۲۶، ۱۵:۱۰ GMT+۱
کورنۍ لوبې؛ سپین غر کرېکټ لوبډلې د اې نوملړ سیالیو د اتلولۍ جام وګاټه
100%

د زونونو په کچه د اې نوملړ کرېکټ سیالیو پایلوبې ته امو او سپین غر لوبډلې وتلې وې چې په پایله کې سپن غر لوبډلې امو لوبډلې ته د ۸۴ منډو په توپیر ماته ورکړه او د لېسټ اې سیالیو جام یې په خپل نوم کړ.

د زونونو په کچه د لېسټ اې کرېکټ سیالۍ د مې میاشتې په ۱۷مه نېټه په ننګرهار کې د پنځو لوبډلو ترمنځ پیل شوې.

په یادو لوبډلو کې امو او سپین غر لوبډلې تر نورو مخکښې وې او نن یې یو د بل په وړاندې د جام ګټلو په موخه سیالې وکړه.

د لوبې په لومړي پړاو کې د سپین غر لوبډلې توپ وهنه وکړه او د لوبډلمشر درویش رسولي او عصمت عالم د سلیزو په مټ یې سیالې لوبډلې ته د ۲۸۷ منډو هدف ورکړ.

خو امو لوبډلې ونه شو کړای چې په پنځوس اورونو کې ټاکلی هدف پوره کړي او لوبه یې د ۸۴ منډو په توپیر وبایلله.

د افغانستان د ښځینه فوټبال لوبډله له کوک ټاپوګانو سره دوستانه سیالۍ کوي

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۴ جون ۲۰۲۶، ۰۰:۵۹ GMT+۱
د افغانستان د ښځینه فوټبال لوبډله له کوک ټاپوګانو سره دوستانه سیالۍ کوي
100%

نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې د افغانستان د ښځینه فوټبال لوبډله، د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) له لوري په نړیوالو سیالیو کې د ګډون د اجازې د ترلاسه کولو وروسته، په نیوزیلنډ کې د کوک ټاپوګانو د ښځینه فوټبال لوبډلې پر وړاندې د دوستانه سیالیو ډګر ته ښکته کېږي.

د راپورونو له مخې، دغه لوبډله به د روانې اوونۍ په ترڅ کې له کوک ټاپوګانو سره دوه دوستانه لوبې ترسره کړي. اې‌بي‌سي نیوز راپور ورکړی چې د افغانستان د ښځینه فوټبال لوبډلې ۲۳ غړې دا مهال د نیوزیلنډ په اوکلنډ ښار کې په یوه تمریناتي کمپ کې حضور لري او د راتلونکو سیالیو لپاره چمتووالی نیسي.

فیفا هم تر دې وړاندې اعلان کړی و چې د افغانستان د ښځینه فوټبال لوبډله به د جون په ۴مه او ۸مه نېټه په اوکلنډ ښار کې د اوقیانوسیې سیمې له استازې لوبډلې، یعنې د کوک ټاپوګانو له لوبډلې سره دوه دوستانه سیالۍ ترسره کړي.

د لوبډلې مشرې روزونکې، پائولین همیلl، ویلي چې دغه سیالۍ د لوبغاړو لپاره مهم فرصت برابروي څو له نړیوالو سیالیو، فشارونو او بېلابېلو شرایطو سره لا ډېر بلد شي او خپلې تخنیکي او سیالیزې وړتیاوې پیاوړې کړي.

هغې زیاته کړې چې د لوبغاړو د چمتووالي لپاره په بېلابېلو هېوادونو کې تمریناتي کمپونه جوړېږي، څو د لوبډلې غړې د راتلونکو نړیوالو سیالیو لپاره لا ښه همغږي او چمتووالی ترلاسه کړي.

د «افغان متحدو ښځو» د فوټبال لوبډله، چې د افغانستان د ښځینه فوټبال لوبغاړو له ډلې جوړه شوې، د ۲۰۲۵ کال په مې میاشت کې رامنځته شوه. دغې لوبډلې د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر او نومبر میاشتو کې د لومړي ځل لپاره د مراکش په کوربتوب د فیفا د ښځو د لړۍ سیالیو کې ګډون کړی و.

د افغانستان د ښځینه فوټبال لوبډلې راتلونکې دوستانه سیالۍ د نړیوالو سیالیو لپاره د دې لوبډلې د چمتووالي او تجربې د لوړولو په برخه کې یو مهم ګام بلل کېږي.

شپږ لوبډلې د افغانستان د فوټبال اتلانو لیګ د غوراوي پړاو د بریا لپاره سیالي کوي

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۴ جون ۲۰۲۶، ۰۰:۴۰ GMT+۱
شپږ لوبډلې د افغانستان د فوټبال اتلانو لیګ د غوراوي پړاو د بریا لپاره سیالي کوي
100%

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د فوټبال فدراسیون اعلان کړی، چې د هېواد د فوټبال اتلانو لیګ د لومړي پړاو غوراوي سیالۍ د مرکزي زون په کچه پیل شوې دي. دغه سیالۍ د کابل په کوربتوب ترسره کېږي او د بېلابېلو ولایتونو شپږ لوبډلې پکې د بل پړاو د جواز ترلاسه کولو لپاره سیالي کوي.

د سیالیو له پیل مخکې د ګډون کوونکو لوبډلو د مسئولانو او مدیرانو ګډه غونډه او د پچې اچونې مراسم ترسره شول. په دې غونډه کې، چې د کابل د فوټبال فدراسیون د تخنیکي مرستیال محمدشریف چاه‌ابي په حضور کې جوړه شوې وه، د سیالیو اصول، مقررات او د ترسره کېدو څرنګوالی هم د لوبډلو استازو ته تشریح شول.

د مرکزي زون په دغو سیالیو کې د اردو فوټبال کلب کابل، د پروان عقابان، د پنجشېر افق سبز، د دایکنډي افتخار کیټي، د لوګر باستان او د کاپیسا اله‌سای لوبډلې برخه لري.

د اعلان شوې مهالوېش له مخې، سیالۍ نن د دوو لوبو په ترسره کېدو سره پیلېږي. په لومړۍ لوبه کې به د دایکنډي افتخار کیټي لوبډله د پروان د عقابانو پر وړاندې میدان ته ښکته شي او په دویمه لوبه کې به د کاپیسا اله‌سای لوبډله د پنجشېر له افق سبز لوبډلې سره مخامخ شي.

دغه سیالۍ د افغانستان د فوټبال اتلانو لیګ دویم پړاو ته د غوره لوبډلو د ټاکلو بهیر یوه مهمه برخه ده او د مرکزي زون لوبډلو ته دا فرصت برابروي چې خپلې وړتیاوې او سیالیز ځواک د هېواد په کچه نندارې ته وړاندې کړي.