د جوزجان اوسېدونکی: طالبانو په شبرغان کې د ترکاڼو هټۍ تړلې دي

د جوزجان یوه اوسېدونکي افغانستان انټرنشنل ته په یوې لېږلې ویډیو کې ویلي، چې طالبانو په جوزجان کې د ترکاڼو (نجارانو) هټۍ تړلې دي. نوموړي ویلي، طالبانو خبرداری ورکړی چې دوی دې له ښاره یوې بلې سیمې ته خپلې هټۍ انتقال کړي.
