• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

افغان اېواک: یوې امریکایۍ محکمې د افغانانو د تابعیت قضیو د ځنډېدو پرېکړه لغوه کړه

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۵ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۳۳ GMT+۱تازه شوی: ۱۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۵ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۰۹ GMT+۱

د امریکا یوې فدرالي محکمې د دغه هېواد د کډوالۍ او تابعیت ادارې هغه پرېکړه لغوه کړې، چې له مخې یې د افغانانو او نورو پناه غوښتونکو د دوسیو څېړنه تر نامعلوم وخت پورې ځنډولې وه. افغان اېواک بنسټ دا اقدام د افغان پناه غوښتونکو لپاره یو «بریالی» ګام وباله.

د افغان کډوالو د ملاتړ یاد بنسټ مشر شان ونډیور د جمعې په ورځ (د غبرګولي ۱۵مه) په یوې اعلامیه کې د محکمې دغه پرېکړه د قانون د حاکمیت او د زرګونو هغو افغانانو لپاره یو لوی بریالی ګام وباله چې ټول قانوني پړاوونه یې بشپړ کړي دي.

شان ونډیور وویل، چې په تېرو میاشتو کې ګڼو افغان همکارانو د کاري جوازونو د پای ته رسېدو، د تابعیت د مراسمو د لغوه کېدو او د دایمي استوګنې یا ګرین کارت د دوسیو د ځنډېدو له امله له سختو ستونزو او بې برخلیکۍ سره مخ وو.

هغه زیاته کړه، چې په همدې اونۍ کې یې په ډالاس او فورټ ورت ښارونو کې له داسې کورنیو سره لیدلي چې د کاري جوازونو د نه تمدیدېدو له امله یې د دندو د له لاسه ورکولو وېره درلوده او د بې برخلیکۍ له امله یې خپلې زده کړې او سفرونه ځنډولي وو.

د افغان اېواک مشر د محکمې له دې پرېکړې مننه وکړه چې د دغو کورنیو ستونزې یې درک کړي او ثابته یې کړه، چې دولتي ادارې باید د قانون په چوکاټ کې کار وکړي. د هغه په وینا، هېڅوک باید یوازې د خپل زیږون د ځای له امله له عادلانه چلند او د دوسیو له څېړلو بې برخې نه‌شي.

له بلې خوا، ونډیور د امریکا پر کانګرس نیوکه وکړه، چې د افغان همکارانو او د هغوی د کورنیو د برخلیک په اړه یې د مدافعینو، تجربه کارو سرتېرو او حقوقي بنسټونو له پرله پسې خبرداریو سره سره جدي ګامونه نه‌دي پورته کړي. هغه وویل، چې په دغو کسانو کې داسې سرتېري او همکاران شته چې د امریکایي ځواکونو تر څنګ یې خپل ژوند په خطر کې اچولی وو او اوس باید په اداري بندیز کې پاتې نه‌شي.

ترویج لرونکی

افغان ایواک: د امریکا نوې طرحه زرګونه افغان متحدین د قانوني کار له حقه بې‌برخې کولی شي
۱

افغان ایواک: د امریکا نوې طرحه زرګونه افغان متحدین د قانوني کار له حقه بې‌برخې کولی شي

۲

د ایستل‌شویو افغانانو د الوتنې لغوه؛ طالبان جرمني کې د نورو ډیپلوماتانو د ملنو غوښتنه کوي

۳
تازه خبر

سرچینې: د ازبکستان په ترمذ ښار کې د طالبانو او پاکستاني چارواکو تر منځ ناسته ترسره شوې

۴

متقي: موږ ۲۰ کاله له ۵۰ هېوادونو سره جنګېدلي یو اوس دا توقع نه‌لرو چې پر موږ ګلان وشیندي

۵

یوې موسسې په جوزجان کې له نږدې ۷ زره کورنیو سره نغدي او د خوراکي توکو مرسته کړې

•
•
•

نور کیسې

په افغانستان کې د اقلیمي بدلون اغېزې؛ یونیسف وایي د اوبو رسولو هڅې یې ګړندۍ کړي

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۵ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۵۲ GMT+۱
په افغانستان کې د اقلیمي بدلون اغېزې؛ یونیسف وایي د اوبو رسولو هڅې یې ګړندۍ کړي
100%

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق استازي تاج‌الدین اویواله د چاپیریال د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، پر ماشومانو د اقلیم د بدلون ناوړه اغېزې خورا سختې دي. هغه ټینګار کړی، دغه اداره له شته ننګونو سره سره افغانستان کې د اوبو رسولو د سیسټمونو پر پیاوړتیا کار کوي.

اویواله د جمعې په ورځ (د غبرګولي ۱۵مه) په خپله اېکس‌پاڼه زیاته کړې، چې د بودجې له جدي محدودیتونو سره سره، یونیسف او د هغوی همکاران په افغانستان کې د اوبو د دوامداره رسولو لپاره له هرې ممکنې لارې کار اخلي. د هغه په وینا، د ځمکې لاندې د اوبو د زېرمو سروې او په نښه کول د دوی د ژمنو او روانو هڅو یوه مهمه برخه ده.

د یونیسف استازي په خپل پیغام کې روښانه کړې، چې د اوبو د دوامداره او پاکو سرچینو د چمتو کولو لپاره په دې هېواد کې له لمریزې انرژۍ څخه ګټه اخیستل کېږي. دا هڅې د دې لپاره دي چې په لرې پرتو سیمو کې ماشومان او کورنۍ پاکو اوبو ته لاسرسی ولري او د اقلیمي بدلون له امله لږ زیانمن شي.

یونیسف د چاپیریال ساتنې د نړیوالې ورځې په مناسبت پر نړیوالې ټولنې غږ کړی، چې په افغانستان کې د اقلیمي بدلون له امله د اغېزمن شویو ماشومانو ملاتړ وکړي. دغه بنسټ وایي، چې د بودجې کمښت د دوی پر فعالیتونو اغېز کړی، خو د خپلو همکارانو په مرسته په بېلابېلو سیمو کې خپلو بشري هڅو ته دوام ورکوي.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د چاپیریال ساتنې د نړیوالې ورځې په مناسبت اعلان کړی، چې د هېواد له نیمایي زیات نفوس د وچکالۍ او د اوبو د سخت کمښت له امله اغېزمن شوی دی. یوناما خبرداری ورکړی، چې وچکالي او د اوبو نشتوالی په دغه هېواد کې تر ټولو جدي ګواښونه بلل کېږي او د خلکو ژوند یې له خطر سره مخ کړی دی.

د جلاوطنه افغان ښځینه فوټبال بریا؛ د برېتانیا استازي افغانستان کې د سپورټ پر حق ټینګار وکړ

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۵ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۲۹ GMT+۱
د جلاوطنه افغان ښځینه فوټبال بریا؛ د برېتانیا استازي افغانستان کې د سپورټ پر حق ټینګار وکړ
100%

د افغانستان لپاره د برېتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لینډسي په جلاوطنۍ کې د افغانستان د ښځو د فوټبال ملي لوبډلې ته د هغوی د لومړۍ نړیوالې لوبې د ترسره کولو له امله مبارکي ویلې ده. لینډسي ټینګار کړی، چې ورزش ته باید ټول لاسرسی ولري او هېڅوک ترې محروم نه‌شي.

د افغانستان لپاره د برېتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لینډسي د جمعې په ورځ (د غبرګولي ۱۵مه) په خپله اېکس پاڼه د افغان ښځینه فوټبالرانو هوډ او د سیالۍ لپاره د هغوی هڅې وستایلې او هغه یې الهام بښونکې وبللې.

هغه زیاته کړه، چې د دغو ښځو د لوبېدو هوډ په داسې حال کې د ستاینې وړ دی، چې په کور دننه په افغانستان کې نورې ښځې او نجونې له دغه حق څخه بې برخې دي.

ریچارډ لیندسي وویل، چې سپورټ د هر انسان حق دی او باید هېڅوک ترې محروم نه‌شي. د نوموړي په وینا، په جلاوطنۍ کې د افغان نجونو د فوټبال لوبډلې لومړنۍ نړیواله لوبه ښيي، چې افغان ښځې لا هم د خپلو حقونو او غوښتنو لپاره هڅې کوي. د جلا وطنه افغان ښځو لوبډلې په نوي‌زیلانډ کې د کوک جزیرې لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د یادولو وړ ده، چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته پر ښځو ګڼ محدودیتونه لګول شوي او هغوی په کور دننه له هر ډول سپورټي او تعلیمي فعالیتونو څخه محرومې شوې دي. په جلاوطنۍ کې د افغانستان د ښځو د فوټبال ملي لوبډله له دغو سختو شرایطو سره سره خپلو تمریناتو او سیالیو ته دوام ورکوي.

د ترکیې په ختیځ کې یو افغان شپون د بل افغان له لوري وژل شوی دی

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۵ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۲۴ GMT+۱
د ترکیې په ختیځ کې یو افغان شپون د بل افغان له لوري وژل شوی دی
100%

د ترکیې په ختیځ کې د یوې نښتې په پایله کې یو افغان شپون وژل شوی او په تړاو یې یو بل افغان نیول شوی دی. د ترکیې پولیسو تر اوسه د دغې پېښې د لامل او د دواړو لورو د هویت په اړه نور جزییات نه‌دي ورکړي، خو په تړاو یې د څېړنو له دوامه خبر ورکړی دی.

د دغه هېواد د اغري د والي دفتر د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، دغه پېښه ۵ ورځې مخکې (د غبرګولي په ۱۰مه) د دغه ولایت د تاشلي‌چای ولسوالۍ اړوند د «دیلک‌یازي» په کلي کې رامنځته شوې ده.

د اعلامیې پر بنسټ، د دوو افغانانو ترمنځ د نښتې په جریان کې، یوه افغان شپون د سختو ټپونو له امله ساه ورکړې ده.

د پېښې له رامنځته کېدو وروسته، د ترکیې د ژاندارم ځواکونو د تورن کس د لټون او تعقیب عملیات پیل کړل او بالاخره دغه کس د اغري–ارزروم د لویې لارې په اوږدو کې ونیول شو.

د ترکیې سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې نیول شوی افغان د «عمدي قتل» په تور تر تعقیب لاندې وو او د پوښتنو ګروېږنو د پروسې له بشپړېدو وروسته قضايي ارګانونو ته ورپېژندل شوی دی. محکمې هم د یوه حکم په صادرولو سره هغه توقیف او زندان ته لېږلی دی.

په جرمني کې یو افغان کډوال د چاقو په برید کې وژل شوی | افغانستان انټرنشنل پښتو

دا په داسې حال کې ده، چې د جرمني د بایرن ایالت د کډوالو په کمپ کې هم تېره ورځ یو افغان د بل افغان له لوري د چاقو په وسیله وژل شوی دی.

ملګري ملتونه: یوازې ۳۳ سلنه افغانان برېښنا ته لاسرسی لري

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۵ جون ۲۰۲۶، ۱۷:۲۲ GMT+۱
ملګري ملتونه: یوازې ۳۳ سلنه افغانان برېښنا ته لاسرسی لري
100%

د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام (یو این ډي پي) وایي، چې په افغانستان کې یوازې ۳۳ سلنه وګړي برېښنا ته لاسرسی لري او دا شمېره په کلیوالي سیمو کې تر ۲۰ سلنې هم ټیټه ده.

د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام د وروستې د راپور له مخې، په افغانستان کې د هر وګړي کلنی د انرژۍ مصرف ۷۰۰ کیلوواټه ساعتونه دی. دغه اداره وایي دا اندازه د نړیوال اوسط په پرتله ۳۰ برابره ټیټه ده، چې د افغانستان د پراختیا پر وړاندې جدي ننګونه ښيي.

په راپور کې راغلي، چې په افغانستان کې د پاکې انرژۍ لور ته تګ یوازې د ککړتیا د کمولو موضوع نه ده، بلکې د انساني کرامت، معیشت او د خلکو د بقا سره مستقیم تړاو لري.

یاد راپور زیاتوي چې په ډېرو کلیوالو سیمو کې ښځې اړې دي چې د سون لپاره د بوټو راټولو لپاره لرې واټونونه ووهي.

د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام خبرداری ورکړی چې په کلیوالو سیمو کې د جامدو سون توکو کارول د کور دننه د هوا د ککړتیا له امله جدي روغتیایي خطرونه رامنځته کوي او د پراختیا فرصتونه، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو لپاره، محدودوي. دغه اداره وایي چې د دې وضعیت د ښه کولو لپاره یې په افغانستان کې د بیارغیدونکې وړ انرژۍ پروژې عملي کړې دي.

د راپور له مخې، له ۲۰۲۱ کال راهیسې د دې ادارې د انرژۍ پروګرامونو تر ۶ زرو زیات مرکزونو کې لمریز سیستمونه نښلولي دي او په دغو مرکزونو کې له ۵ زرو ۴۲۰ څخه زیات روغتیایي مرکزونه، له ۸۰۰ څخه زیات ښوونځي او له ۸۵۰ څخه زیات کاروباري مرکزونه شامل دي.

په راپور کې ویل شوي چې دغه پروژې هر کال د ۳۳ زره ټنه کاربن ډای اکسایډ د خپرېدو مخه نیسي او د ۱۲ میلیونو لیټرو ډیزلو مصرف کموي.

طالبانو د کابل په یوولسمه حوزه کې چاودنه تایید کړه

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۵ جون ۲۰۲۶، ۱۷:۲۱ GMT+۱
طالبانو د کابل په یوولسمه حوزه کې چاودنه تایید کړه
100%

د طالبانو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته تایید کړه، چې نن سهار د کابل د یوولسمې حوزې اړوند سیمه کې چاودنه شوې. د طالب سرچینو په وینا، په یاده چاودنه کې درې ملکي وګړي ټپیان شوي او د چاودیدونکو توکو انتقالونکی کس هم په ټپي حالت کې نیول شوی دی.

له دې وړاندې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، دغه چاودنه غرمه مهال د سیدالناصري په نوم د هلکانو د یوه ښوونځي مخې او د کابل لپاره د طالبانو د مرستیال والي کور ته څېرمه شوې ده. افغانستان انټرنشنل ته په رارسېدلو ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې د طالبان یو ټپي کس په خپل رنجر موټر کې له سیمې څخه لېږدوي.

قدرت الله امیني چې اوسمهال د کابل لپاره د طالبانو د والي د مرستیال په توګه دنده ترسره کوي، د پنجشېر ولایت اوسېدونکی دی.

نوموړی تر دې وړاندې په پنجشېر ولایت کې د طالبانو د والي په توګه هم کار کړی دی.