• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اروپايي ټولنه د ښځو پر حقونو د محدودیتونو سربېره د طالبانو پلاوی بروکسل ته وربولي

۱۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۶ جون ۲۰۲۶، ۰۸:۵۳ GMT+۱تازه شوی: ۱۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۶ جون ۲۰۲۶، ۱۰:۱۹ GMT+۱

اروپايي ټولنه په داسې حال کې بروکسل ته د طالبانو د یوه پلاوي د ورتګ او خبرو اترو چمتووالی نیسي چې تر دې وړاندې یې د ښځو او نجونو پر حقونو د طالبانو محدودیتونه غندلي وو او خبرداری یې ورکړی و چې دغه کړنې ښايي د جنسیت پر بنسټ ځورونې تر کچې ورسېږي.

د اروپايي کمېسیون په وینا، ټاکل شوې خبرې اترې به په تخنیکي کچه ترسره شي او تمرکز به یې د هغو افغان وګړو پر بېرته ستنولو وي چې اروپايي هېوادونه یې امنیتي ګواښ یا په جرمونو کې ښکېل کسان بولي. اروپايي چارواکي وایي، په دغو غونډو کې به لوړپوړي سیاسي استازي ګډون ونه کړي، ځکه اروپايي ټولنه نه غواړي د طالبانو واکمنۍ ته د مشروعیت ورکولو تاثر رامنځته شي.
دا لیدنه په داسې وخت کې کېږي چې په افغانستان کې نجونې لا هم له شپږم ټولګي پورته له رسمي زده کړو بې‌برخې دي. اروپايي ټولنې په ۲۰۲۳ کال کې د طالبانو د پوهنې پر وزیر حبیب الله اغا بندیزونه لګولي وو، ځکه د نجونو د زده کړو د بندیز پالیسي یې عملي کړې وه.
د پټو زده‌کړیزو مرکزونو د شبکې همغږي کوونکی احمد منصور رمېزي وایي، له ۲۰۲۱ کال راهیسې یې د هغو نجونو لپاره پټ ټولګي جوړ کړي چې له رسمي زده کړو محرومې شوې دي. د هغه په وینا، اوس مهال په اتو ولایتونو کې شاوخوا ۳۰ پټ مرکزونه فعال دي او یوازې سږ کال یې نږدې دوه زره نجونې جذب کړې دي.
رمېزي وایي، په دغو مرکزونو کې نجونو ته لیک لوست، ریاضي، کمپیوټري زده کړې او نور بنسټیز مضامین ورښودل کېږي. نوموړی زیاتوي چې ټول فعالیتونه په پټه ترسره کېږي، څو د طالبانو له څار څخه خوندي پاتې شي.
بلخوا، د اروپا پارلمان غړې هانا نویمان د طالبانو د پلاوي پر بلنه نیوکه کړې او ویلي یې دي چې میلیونونه افغان نجونې لا هم له زده کړو بې‌برخې دي، خو د طالبانو استازي اروپا ته د سفر فرصت ترلاسه کوي. د هغې په وینا، که اروپايي ټولنه د خپلو بنسټیزو ارزښتونو پر ځای سیاسي او اداري ګټې لومړیتوب وګرځوي، نو خپل اعتبار به زیانمن کړي او نورو استبدادي حکومتونو ته به هم ناسم پیغام ولېږي.
د بشري حقونو فعالان ټینګار کوي چې له طالبانو سره هر ډول اړیکې باید د افغان ښځو او نجونو د حقونو له موضوع جلا ونه ګڼل شي او نړیوال فشارونه باید دوام ومومي.

ترویج لرونکی

افغان ایواک: د امریکا نوې طرحه زرګونه افغان متحدین د قانوني کار له حقه بې‌برخې کولی شي
۱

افغان ایواک: د امریکا نوې طرحه زرګونه افغان متحدین د قانوني کار له حقه بې‌برخې کولی شي

۲
تازه خبر

سرچینې: د ازبکستان په ترمذ ښار کې د طالبانو او پاکستاني چارواکو تر منځ ناسته ترسره شوې

۳

د ایستل‌شویو افغانانو د الوتنې لغوه؛ طالبان جرمني کې د نورو ډیپلوماتانو د ملنو غوښتنه کوي

۴

یوې موسسې په جوزجان کې له نږدې ۷ زره کورنیو سره نغدي او د خوراکي توکو مرسته کړې

۵

ننګرهار کې یو طالب چارواکی: «موسسات د دجال لښکر دی»

•
•
•

نور کیسې

عاصي: لوېدیځ‌پال افراطي فیمینسټان د افغان ښځو کړاوونه د شهرت او پیسو د ګټلو وسیله ګرځوي

۱۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۶ جون ۲۰۲۶، ۰۸:۴۴ GMT+۱
عاصي: لوېدیځ‌پال افراطي فیمینسټان د افغان ښځو کړاوونه د شهرت او پیسو د ګټلو وسیله ګرځوي
100%

د افغانستان د پخواني جمهوري نظام د دفاع وزارت د پالیسۍ او ستراتېژۍ مرستیال تمیم عاصي ادعا کړې چې یو شمېر «لوېدیځ‌پال افراطي فیمینستان» د افغان ښځو د درد، ځورونې او بشري حقونو د سرغړونو پېښې د شخصي شهرت، مالي ګټو او د لوېدیځو بنسټونو د جایزو د ترلاسه کولو لپاره کاروي.

عاصي په خپل ایکس‌پاڼه کې لیکلي چې دغه کسان د رسنیو، د ښځو د حقونو د فعالانو، لیکوالانو او نورو مدني عنوانونو تر چتر لاندې فعالیت کوي، خو د ده په وینا، د افغان ښځو د ستونزو روایتونه د «پروژو» په بڼه وړاندې کوي.

نوموړي ادعا کړې: «د افغان ښځو د ځورونې او تاوتریخوالي دردناکې کیسې د پیسو ګټلو، شهرت ترلاسه کولو او د افغان ټولنې د ښځو او نارینه‌وو ترمنځ د واټن د زیاتولو لپاره کارول کېږي.»

د هغه په وینا، ځینې فعالان هڅه کوي هغه افغان نارینه هم په نښه کړي چې د ښځو د حقونو د ترلاسه کولو په برخه کې د ښځو ملاتړ کوي، او دا چاره د ټولنې د لا زیات وېش سبب ګرځي.

تمیم عاصي همداراز ویلي چې په لوېدیځو هېوادونو کې د قانون حاکمیت شته او هغه کسان چې د محکمې له پرېکړې او قانوني اسنادو پرته د خلکو نومونه او انځورونه خپروي، له حقوقي تعقیب سره مخ کېدای شي.

هغه زیاته کړې چې د «بدنامولو، حیثیت ته د زیان رسولو، روحي زیانونو او مسلکي شهرت ته د صدمې» په څېر قضیې د محاکمو له لارې تعقیبېدای شي او قربانیان کولای شي د قانوني دعوو له لارې د تاوان غوښتنه وکړي.

طالبان د خپل مشر د فرمانونو په اړه خلکو ته د وضاحت او سپیناوي سیمینارونه نیسي

۱۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۶ جون ۲۰۲۶، ۰۸:۱۰ GMT+۱
طالبان د خپل مشر د فرمانونو په اړه خلکو ته د وضاحت او سپیناوي سیمینارونه نیسي
100%

نیمروز کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست د دغه ولایت په مرکز کې د ملا هبت‌الله د ۱۷م فرمان د تشریح او عملي کېدو په موخه یو ورځنی سیمینار جوړ کړی دی. ورته مهال د ملا هبت الله وروستیو فرمانونو، په ځانګړي ډول د ښځو او کورنیو چارو اړوند مقرراتو، پراخې نیوکې راپارولې دي.

د یاد ریاست په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دغه سیمینار کې د طالبانو د محلي مسوولینو ترڅنګ دیني عالمانو، قومي مشرانو، فرهنګیانو او ځوانانو ګډون کړی و.

د نیمروز لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس حبیب‌الله الهام ګډونوالو ته ویلي چې د مشر فرمانونه په ټولنه کې «ځانګړی اهمیت» لري او د ۱۷م فرمان پلي کول د هر افغان مسوولیت دی. نوموړي ادعا کړې چې د دغه فرمان عملي کېدل به ټولنیزې ستونزې راکمې او د خلکو د هوساینې زمینه برابره کړي.

طالبان وایي چې د ملا هبت‌الله ۱۷م فرمان د هغو دودونو او رواجونو د مخنیوي لپاره صادر شوی چې دوی یې «ناوړه رسمونه» بولي، او موخه یې د ټولنیزو او اقتصادي ستونزو کمول او د اسلامي ارزښتونو پیاوړتیا ده.

خو په وروستیو میاشتو کې د طالبانو د مشر له لوري یو لړ نور فرمانونه، په ځانګړي ډول د ښځو د ټولنیز حضور، د کار محدودیتونو او د کورنیو د شخصي چارو د تنظیم په اړه صادر شوي مقررات، په کور دننه او نړیواله کچه له سختو نیوکو سره مخ شوي دي. منتقدان وایي چې دا ډول فرمانونه د ښځو د اساسي حقونو، د کورنۍ د ازاد انتخاب او د ټولنیز ژوند د محدودېدو لامل کېږي او د خلکو پر ورځني ژوند مستقیم اغېز لري.

د کرنې وزارت: د بزګرانو او مالدارانو د ملاتړ لپاره یو شمېر پروګرامونه عملي شوي

۱۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۶ جون ۲۰۲۶، ۰۷:۰۷ GMT+۱
د کرنې وزارت: د بزګرانو او مالدارانو د ملاتړ لپاره یو شمېر پروګرامونه عملي شوي
100%

د طالبانو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وایي، د تېرې یوې اونۍ په ترڅ کې یې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ګڼ کرنیز او د مالدارۍ اړوند فعالیتونه ترسره کړي دي.

یاد وزارت په خپل اونیز راپور کې ویلي چې دغه فعالیتونه په کابل، بلخ، پکتیکا، بدخشان، ننګرهار، سمنګان او بغلان ولایتونو کې ترسره شوي دي.

د راپور له مخې، د کابل ولایت د خاکجبار ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې پنځه شنې خونې جوړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.

وزارت همداراز ویلي چې په بلخ ولایت کې یې ۷۰ اړمنو کورنیو ته هګۍ اچوونکې چرګې وېشلې دي. په ننګرهار ولایت کې هم ۲۵ راستنو شویو کډوالو او کونډو کورنیو ته د چرګانو د روزنې او ساتنې اړین وسایل او چرګې وېشل شوې دي.

د راپور له مخې، په سمنګان ولایت کې یو شمېر مالدارانو ته د څارویو خوراکي توکي وېشل شوي، څو د مالدارۍ سکتور پیاوړی او د حیواناتو تغذیه ښه شي.

د کرنې وزارت دغه راز ویلي چې په بدخشان ولایت کې یې د نباتي افتونو پر ضد د کیمیاوي مبارزې کمپاین پیل کړی دی.

وزارت زیاتوي چې په پکتیکا ولایت کې یې د ځنګلونو د ساتنې په موخه د لرګیو د ناقانونه پرېکولو او لېږد مخه نیولې او په دې تړاو یې دوه تراکتورونه، چې لرګي یې لېږدول، درولي دي.

دغه وزارت د یادو فعالیتونو موخه د کرنې او مالدارۍ د ودې، د بزګرانو او مالدارانو د ملاتړ او د کلیوالو کورنیو د اقتصادي وضعیت ښه والي ښودلی.

تېره ورځ له ایران او پاکستان نه تر ۳زرو ډیر کډوال افغانستان ته جبري ستانه شوي دي

۱۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۶ جون ۲۰۲۶، ۰۵:۳۶ GMT+۱
تېره ورځ له ایران او پاکستان نه تر ۳زرو ډیر کډوال افغانستان ته جبري ستانه شوي دي
100%

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، چې تېره ورځ ۶۸۲ کډوالې کورنۍ چې ټول ۳زره او ۵۷۴ کسان کېږي، له ایران او پاکستان نه افغانستان ته جبري ستانه شوې دي.

د دغه کمېسیون د راپور له مخې، دغه کډوال د ننګرهار د تورخم، د کندهار د سپین بولدک، د هرات د اسلام‌کلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ستانه شوي دي.

راپور زیاتوي، له یادو کورنیو څخه ۶۳۱ کورنۍد تورخم له لارې، ۱۸کورنۍ د سپین بولدک له لارې،۱۹ کورنۍ د ورېښمو پله له لارې، او ۱۴کورنۍ د اسلام‌کلا له لارې افغانستان ته ستنې شوې دي.

د کمېسیون د معلوماتو پر بنسټ، راستنو شویو کورنیو سره د اړتیا وړ مرسته هم شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي رېچارډ بېنېټ په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې افغانستان د ستنېدونکو لپاره یو خوندي هېواد نه دی. د نوموړي په وینا، هغه افغانان چې بېرته دغه هېواد ته ستنېږي، له ځورونې، نیول کېدو، شکنجې، لوږې او نورو ګواښونو سره مخامخ کېږي.

ستاسو روایت؛ د کانال ریاست د استخدام په بهیر کې د روڼتیا د نشتوالي ادعا

۱۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۶ جون ۲۰۲۶، ۰۴:۳۰ GMT+۱
ستاسو روایت؛ د کانال ریاست د استخدام په بهیر کې د روڼتیا د نشتوالي ادعا
100%

یو فېسبوک کاروونکي فواد مومند ادعا کړې چې د ننګرهار کانال ریاست اړوند د پلان امریت د بست لپاره په اخیستل شوې ازموینه کې، سره له دې چې د ده په وینا ټولې پوښتنې یې سمې ځواب کړې وې، نه بریالی اعلان شو او نه هم د مرکې پړاو ته ور وبلل شو.

مومند په خپل فېسبوک پوسټ کې لیکلي چې د یاد بست لپاره یې د تحریري ازموینې پارچه «سل په سلو کې» سمه حل کړې وه او ان د ازموینې پوښتنې او ځوابونه یې اوس هم په یاد دي. هغه ادعا کوي چې د ازموینې د پاڼې انځورونه د کانال ریاست او د ننګرهار د رسنیو مرکز له لوري هم خپاره شوي وو، خو بیا هم د ازموینې پایلو کې بریالی ونه ګڼل شو.

نوموړي ویلي: «په دې باوري وم چې په تحریري ازموینه کې به بریالی شم او مرکې ته به راوغوښتل شم، خو نه یوازې بریالی اعلان نه شوم، بلکې مرکې ته هم راونه بلل شوم.»

د هغه په وینا، د ازموینې پایلې له ځنډ وروسته هم په رسمي ډول اعلان نه شوې او د بست لپاره بل کس وګومارل شو. مومند ادعا کوي چې د استخدام بهیر نمایشي و او له وړاندې ټاکل شوی کس په دنده وګومارل شو.

هغه همداراز د کانال ریاست د بشري سرچینو د برخې پر چلند نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د ازموینې د نمرو او د استخدام د پایلو په اړه ورته لازم معلومات نه دي ورکړل شوي.

مومند په خپل پوسټ کې ادعا کړې چې د استخدام مسولان د استخدامي بهیر له اصولو او کړنلارو سره هم کافي بلدتیا نه لري او ازموینې د وړ او مناسب کس د ټاکلو پر ځای د خلکو د تېرایستلو لپاره ترسره کېږي.