روسیه د طالبانو د پوځي تجهیزاتو د ترمیم هوکړه عملي کوي

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، مسکو به د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د شوروي دورې پوځي تجهیزات ترمیم او بېرته فعال کړي.

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، مسکو به د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د شوروي دورې پوځي تجهیزات ترمیم او بېرته فعال کړي.
کابلوف د روسیې دولتي خبري اژانس «ریا نووستي» ته ویلي چې دغه هوکړه تېره اوونۍ په مسکو کې د نړیوال امنیت فورم پر مهال لاسلیک شوې او د دواړو لورو ترمنځ د پوځي همکاریو د عملي کېدو لومړنی ګام بلل کېږي.
د راپورونو له مخې، طالبان د ۲۰۲۱ کال له واکمنېدو وروسته د هغو پخوانیو شوروي جوړو ټانکونو، زغرهوالو موټرو او چورلکو مالک شول چې د افغانستان په پوځ کې پاتې وې. په دغو تجهیزاتو کې د «ټي-۵۵» او «ټي-۶۲» ټانکونه، «بياېمپي-۱» او «بياېمپي-۲» جنګي وسایط او «مي-۱۷» او «مي-۲۴» چورلکې شاملې دي.
کابلوف ویلي چې افغان لوری تر ډېره د روسي جوړو پوځي تجهیزاتو د ترمیم او بېرته فعالولو غوښتنه لري.
د ناټو د پخواني ملاتړ لرونکي حکومت یو شمېر امنیتي چارواکي وايي، طالبان د لوېدیځو تجهیزاتو د ساتنې او کارونې لپاره اړین تخنیکي او مالي امکانات نه لري.
د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس احمد ضیا سراج ویلي چې د لوېدیځو تجهیزاتو ساتنه ګرانه ده او د ناټو له ملاتړ پرته یې کارول ستونزمن دي. هغه ادعا کړې چې د طالبانو مشر شاوخوا یو نیم کال وړاندې د شوروي دورې د وسلو او تجهیزاتو د ترمیم امر کړی و.
سراج زیاته کړې چې طالبانو د پخوانیو حکومتونو تخنیکي کارکوونکي په کندهار کې راټول کړي وو څو زاړه ټانکونه او نور درانه تجهیزات ورغوي، خو د روسیې له پرزو او مرستو پرته یې دا کار ستونزمن بللی دی.
بلخوا د افغانستان د پخواني حکومت یو امنیتي چارواکي احمد شجاع جمال ویلي، د طالبانو او روسیې ترمنځ دغه پوځي همکاري له تاریخي پلوه د پام وړ ده، ځکه د طالبانو ډېری مشران د شوروي اتحاد پر ضد جګړو کې را لوی شوي وو.
هغه ویلي، که روسیه د دغو وسلو په ترمیم کې بریالۍ شي، د طالبانو پوځي ځواک به د امریکايي سپکو وسلو او د شوروي دورې د درنو تجهیزاتو ګډه بڼه خپله کړي.
روسیې په وروستیو کلونو کې له طالبانو سره خپلې سیاسي او اقتصادي اړیکې پراخې کړې دي، خو د طالبانو حکومت لا هم د نړۍ د ډېری هېوادونو له لوري په رسمیت نه دی پېژندل شوی.

د طالبانو د سرحدي پولیسو پوځي مرستیال مولوي عبدالمنان حسان د بدخشان ولایت واخان ولسوالۍ ته د رسمي سفر پر مهال د سرحدي امنیتي پوستو او څارنیزو مرکزونو وضعیت ارزولی او د پامیر له اوسېدونکو سره یې لیدنې کړې دي.
د سرحدي پولیسو د خبرپاڼې له مخې، مولوي عبدالمنان حسان د واخان بندر له امنیتي پوستو او چیکپواینټونو څخه لیدنه کړې او د سرحدي ځواکونو د فعالیتونو او امنیتي تدابیرو ارزونه یې کړې ده.
نوموړي د پامیر له اوسېدونکو سره په کتنه کې د هغوی ستونزې او غوښتنې اورېدلي او اړوندو مسولینو ته یې سپارښتنه کړې چې د خلکو ستونزو ته پر وخت رسېدنه وکړي او له سیمهییزو اوسېدونکو سره خپلې همکارۍ لا پیاوړې کړي.
مولوي عبدالمنان حسان د سیمې خلکو ته ډاډ ورکړی چې د هغوی د ستونزو د حل او د اړینو خدمتونو د برابرولو لپاره به لازمې همکارۍ دوام ولري.
دا سفر په داسې مهال ترسره کېږي چې واخان دهلېز د افغانستان له مهمو ستراتیژیکو سیمو څخه ګڼل کېږي او په وروستیو کلونو کې د چین سره د احتمالي ځمکنۍ نښلونې، د ترانزیټي لارو او سرحدي امنیتي موضوعاتو له امله د پام وړ بحثونو مرکز ګرځېدلی دی.
د نجف په ښار کې د ایتالله محمد اسحاق فیاض مړینه د هغه شخصیت د ژوند د اوږدې لارې پای وو، چې د افغانستان له تر ټولو بېوزلو سیمو څخه پیل شوې وه او د شیعه نړۍ تر ټولو لوړو دیني او علمي مقامونو ته ورسېده.
د هغه رسمي دفتر د ۱۴۰۵ کال د پنجشنبې ورځ د غبرګولي په ۱۴مه د نوموړي د مړینې خبر خپور کړ او په خپره شوې خبرپاڼه کې یې د هغه د لسګونو کلونو تدریس، د زدهکوونکو روزنې او علمي فعالیتونو یادونه وکړه.
د نړۍ د شیعه مسلمانانو په منځ کې د ایتالله فیاض د ستر مرجع په توګه منل کېدل، د یوه اوږد، ستونزمن او له دودیزو مذهبي قدرتي مرکزونو څخه د لرې سفر پایله وه. نوموړی په ۱۳۰۹ لمریز کال کې د افغانستان د غزني په یوه هزاره او بزګرې کورنۍ کې وزېږېد. د هغه د ژوندلیک له مخې، پلار یې محمدرضا نومېده او یو ساده بزګر وو. کورنۍ یې له سختو اقتصادي ستونزو سره ژوند کاوه.
د فیاض ژوند یوازې یو مذهبي ژوندلیک نهدی، بلکې یوه ټولنیزه کیسه هم ده؛ د داسې کس کیسه چې له جغرافیایي او ټولنیز پلوه له یوې څنډې څخه راپورته شو او د شیعه نړۍ د تر ټولو مهمو دیني بنسټونو تر زړه پورې ورسېد. دا موضوع په ځانګړې توګه د افغانستان د هزاره او شیعه ټولنې لپاره د یوه شخصي بریالیتوب تر کچې ډېره پراخه معنا لري.
د مور مړینه او د علم په لټه کې هجرت
فیاض په کوچنیوالي کې لومړني دیني علوم زده کړل او په یوه سیمهییزه ديني مدرسه کې یې زدهکړې وکړې. په ځوانۍ کې د مور مړینې پر هغه ژوره اغېزه وکړه. د هغه د ژوندلیک له مخې، دغه غم دومره دروند وو، چې د یوې مودې لپاره ناروغ شو.
خو همدا سخته دوره د هغه په ژوند کې د بدلون پيلامه وګرځېده. وروسته د نورو زدهکړو لپاره مشهد ته لاړ. هغه مهال مشهد د افغانستان او منځنۍ اسیا د ډېرو دیني زدهکوونکو لپاره له نجف مخکې یو مهم علمي تمځای بلل کېده.
په نجف کې علمي مقام؛ له کډوال طالبالعلم څخه تر اغېزناک استاد پورې
له مشهد وروسته، فیاض نجف ته لاړ؛ هغه ښار چې د نوموړي لپاره یوازې د زدهکړو ځای نهوو، بلکې د شیعه نړۍ د یوه تر ټولو پخواني او پیاوړي علمي او فقهي دود مرکز ګڼل کېده.
هغه په دې سفر کې له ګڼو ستونزو سره مخ وو؛ له وطنه لرېوالی، اقتصادي تنګسیا، کم عمر، د ژوند لږه تجربه او د مور د مړینې رواني فشارونه. خو بیا هم په ۱۳۶۹ قمري کال کې یې د لارې یوه برخه پلې ووهله او بالاخره نجف ته ورسېد.
نجف ته له رسېدو وروسته یې خپلې زده کړې په چټکۍ سره پرمخ یووړې. پخواني درسونه یې بشپړ کړل او وروسته یې د لوړو دیني زدهکړو مهم کتابونه لکه «کفایة الاصول»، «رسائل» او «المکاسب» له نوموتو استادانو څخه ولوستل.
په همدې وخت کې یې د نویو زدهکوونکو تدریس هم پیل کړ، چې د حوزې په دود کې د علمي وړتیا او د استادانو د باور نښه ګڼل کېږي. نوموړي دغه پړاو تر معمول لنډ وخت کې بشپړ کړ او د «درس خارج» مرحلې ته داخل شو.
د شل کلنۍ په پیل کې درس خارج ته رسېدل د هغه په علمي ژوند کې مهم بدلون وو. وروسته یې د څو درسي حلقو له ګډون وروسته د ایتالله ابوالقاسم خویي درسونه غوره کړل. خویي په نجف کې د فقهې او اصولو له سترو استادانو او مراجعو څخه وو.
فیاض پنځلس کاله پرلهپسې د هغه په درسونو کې ګډون وکړ، یادښتونه یې واخیستل او ورو ورو یې خپلې لیکنې بشپړې کړې. د همدې هڅو پایله د «المحاضرات فی اصول الفقه» په نوم کتاب وو، چې چاپ شو او ایتالله خویي پرې تقریظ هم ولیکه او د هغه علمي وړتیا او لیکوالي یې وستایله.
ولې دا بریا د هزارهګانو لپاره مهمه وه؟
د افغانستان د هزاره ټولنې لپاره د فیاض مقام هغه مهال ښه درک کېدای شي چې د دې ټولنې تاریخ ته وکتل شي. هزارهګان په معاصر تاریخ کې څو ځله له تبعیض، ځپنې، جبري کډوالۍ، له قدرتي جوړښتونو څخه د ایستلو او اقتصادي او تعلیمي محرومیت سره مخ شوي دي.
په داسې شرایطو کې د یوه هزاره روحاني د نجف له سترو مراجعو څخه کېدل یوازې شخصي بریا نهوه. دا له ټولنیز او فرهنګي پلوه د یوې نوې لارې نښه وه؛ داسې لاره چې هزاره شیعه ټولنه یې د دیني پوهې د تولید او مذهبي رهبرۍ تر لوړو پوړونو رسولای شوه او له نړیوالې شیعه شبکې سره یې نښلولای شوه.
په بل عبارت، ایتالله فیاض د هزارهګانو لپاره یوازې د تقلید مرجع نهوو، بلکې دا یې وښوده، هغه ټولنه چې ډېری وخت د افغانستان په ملي جوړښت کې څنډې ته شوې وه، کولی شي د شیعه نړۍ په مهمو دیني مرکزونو کې لوړې رهبرۍ ته ورسېږي او د افغانستان د شیعه ټولنې نفوذ او دریځ پیاوړی کړي.
د هغه مرجعیت څه ډول وو؟
په شیعه نړۍ کې ستر مرجع کېدل یوازې علمي مقام نهدی، بلکې یو نړیوال نفوذ او پراخه شبکه هم ګڼل کېږي. کله چې یو مرجع دې کچې ته ورسېږي، اغېز یې د یوه قوم، سیمې او ان یوه هېواد له پولې هم اوړي.
فیاض هم دې کچې ته ورسېد. د هغه د رسمي وېبپاڼې د اثارو لېست ښيي چې نوموړي یوازې پر دودیزې فقهې بسنه نهده کړې، بلکې د اسلامي حکومت، په اسلامي سیاسي نظام کې د ښځې ځای، اسلامي بانکولي، طبي مسئلې، نوې رامنځته شوې فقهي پوښتنې او د فکري ملکیت حقونو په اړه یې هم لیکنې کړې دي.
دا تنوع ښيي چې د هغه پام یوازې عباداتو او دودیزو معاملو ته نهوو، بلکې د معاصرې نړۍ ستونزو او پوښتنو ته هم متوجه وو.
سره له دې، د هغه مرجعیت سیاسي او دولتي بڼه نهلرله. نوموړی د هغه دود استازی وو چې مرجعیت له دولت څخه خپلواک بنسټ ګڼي؛ داسې بنسټ چې پر علم، زدهکړو، فتوا او اخلاقي اعتبار ولاړ وي، نه پر سیاسي واکمنۍ.
دا ځانګړنه د هزاره ټولنې لپاره هم مهمه وه، ځکه د هزارهګانو ډېری مذهبي ژوند پر دیني مراسمو، مذهبي احساساتو، ټولنیزو اړیکو او دیني مرجعیت ولاړ دی، نه پر ایډیالوژیک دولت جوړونې.
د فیاض له نظره د دیني حکومت مفهوم
د ایتالله فیاض د فکر یو مهم اړخ د حکومت او سیاسي واک په اړه د هغه لیدلوری وو.
د پوهنتون استاد او د دین او فلسفې څېړونکي ډاکټر محمد امین احمدي په وینا، فیاض د دیني احکامو د پلي کېدو او د حکومت د الهي مشروعیت ترمنځ روښانه توپیر کاوه.
د هغه په اند، یوازې هغه حکومت دیني بلل کېدای شي چې مشري یې داسې کس وکړي، چې د خدای له لوري د واک چلولو حق ولري. د شیعه اثناعشري عقیدې لهمخې، د غیبت په زمانه کې دا صلاحیت یوازې هغه فقیه لري، چې د خپل وخت تر ټولو ستر او اعلم فقیه وي.
فیاض باور درلود چې له دغه اعلم فقیه پرته بل هېڅوک الهي مشروعیت نهلري او د هغه حکومت هم دیني نهګڼل کېږي. له همدې امله نوموړي ټینګار کاوه، چې په نننۍ نړۍ کې هېڅ بشپړ دیني حکومت نهشته او ټول هغه حکومتونه چې ځان دیني بولي، په حقیقت کې غیر دیني حکومتونه دي.
سره له دې، هغه حکومت د ټولنیز نظم د ساتلو لپاره اړین او نهبدلېدونکې اړتیا بلله.
د ایران له ولایت فقیه نظریې سره توپیر
د فیاض لیدلوری له هغه څه سره توپیر درلود چې د ایران په اسلامي جمهوریت کې د ولایت فقیه په نوم پېژندل کېږي.
د هغه په اند ولایت د ستر دیني مرجع له مقام سره تړاو لري او یوازې هغه فقیه ته رسېږي، چې د مومنانو لوی اکثریت یې د اعلم فقیه په توګه ومني. له همدې امله ولایت له مرجعیت څخه نهشي بېلېدای.
خو د ایران د اسلامي جمهوریت په نظریه کې د حکومتولۍ د اړتیاوو لهمخې د مرجعیت او اعلمیت شرط له رهبرۍ څخه لرې کړل شو او اساسي قانون هم همدغسې بدل شو.
فیاض باور درلود، چې داسې حکومت دیني نهشي بلل کېدای او د الهي واک دعوه هم نهشي کولای، بلکې د نورو عرفي حکومتونو په څېر یو غیر دیني حکومت دی.
د عراق په سیاسي جوړښت کې د دې لید اغېز
د ډاکټر احمدي په وینا، دغه لیدلوري په څو قومي او څو مذهبي عراق کې مهم رول ولوباوه.
دا فکر د دې لامل شو چې عراقي شیعهګان، سره له دې چې د هېواد اکثریت جوړوي، د دیني حکومت د جوړولو هڅه ونهکړي او له نورو سیاسي ځواکونو، په ځانګړي ډول کُردانو سره په تفاهم کې د فدرالي پارلماني جمهوریت جوړښت ومني.
د مرحوم ایتالله علوي، چې د ایتالله فیاض د استفتایاتو د دفتر پخوانی مشر وو، له قوله ویل کېږي: «که د عراق شیعهګانو پر دیني حکومت ټینګار کړی وای، د نفوسو د اکثریت له امله به هغه حکومت حتمي شیعه حکومت ګرځېدلی وای او په هغه صورت کې به عراق ټوټې ټوټې شوی وای».
ښځې؛ دودیزه فقه له نسبتاً پراخ لید سره
د ټولنیزو موضوعاتو، په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو او مقام په برخه کې، د ایتالله فیاض دریځونه د ځینو سختدریځو فقهي تفسیرونو پرتله د پام وړ وو.
ډاکټر محمد امین احمدي وایي، فیاض د ښځو د ټولنیز او سیاسي ګډون، او ان د لوړو اداري، رهبرۍ او قضايي دندو د ترسره کولو پر وړاندې کوم شرعي خنډ نهلیده، په ځانګړې توګه په مدني او غیر دیني حکومتونو کې.
د هغه په باور، که ځینو فقیهانو د مرجعیت، قضاوت او د حکومت د مشرۍ لپاره نارینهتوب شرط بللی وي، نو دا یوازې د دیني حکومت په چوکاټ کې مطرح کېدای شي، نه په غیر دیني حکومتونو کې.
فیاض دا هم ټینګار کاوه، چې له قران او سنتو څخه داسې کوم پیاوړی او څرګند دلیل نهشته چې ښځه دې له دغو مقامونو څخه منع کړي.
له دې سربېره، نوموړي ښځو ته د کار او په ټولنیزو چارو کې د مشروع ګډون حق ورکاوه او باور یې درلود، چې مېړه نهشي کولای خپله ښځه له مشروع کار څخه منع کړي.
فقه او د معاصر ژوند اړتیاوې
فیاض یوازې د دودیزو فقهي متنونو عالم نهوو. د هغه رسمي آثار ښيي چې نوموړي د طبي موضوعاتو، بانکولۍ، نویو فقهي مسئلو، فکري ملکیت او حکومت په اړه هم څېړنې کړې دي.
دا ښيي چې هغه فقه یو جامد او له تاریخي پوښتنو سره محدود علم نهګاڼه، بلکې باور یې درلود چې فقه باید د معاصر ژوند بدلونونو او اړتیاوو ته ځواب ووایي.
د ډاکټر احمدي په وینا، فیاض عصري پوهه، زدهکړه، روغتیا او ټکنالوژي د اسلامي ټولنو د پرمختګ لپاره اړین وسایل بلل.
دا لیدلوری د هغه د مرجعیت په ټولنیزو فعالیتونو کې هم څرګند وو؛ لکه د روغتیايي مرکزونو جوړول، د زدهکړو بورسونه ورکول، له بېوزلو سره مرسته او په افغانستان کې د اوبو د څاهګانو کیندل.
په دې معنا، د هغه مرجعیت یوازې د فتوا ورکولو اداره نهوه، بلکې د عامه هوساینې، زدهکړو او ټولنیز خدمت یوه سرچینه هم وه.
ژوند د دین او ټولنې په څلورلارې کې
د ایتالله محمد اسحاق فیاض ژوند په درېیو مهمو ټکو کې راټولېدای شي: له څنډې څخه تر مرکز پورې هجرت، په یوې سختې علمي دودیزې فضا کې ځان تثبیتول او له سیاسي واک څخه د خپلواک مرجعیت استازیتوب.
هغه د افغانستان له یوه لرې پراته کلي څخه راپورته شو، د بېوزلۍ، کډوالۍ او کورني غم له ستونزو تېر شو، په نجف کې د ایتالله خویي له مخکښو شاګردانو څخه شو او بالاخره داسې مقام ته ورسېد چې ارزښت یې د افغانستان او حتی د هزاره قوم له چوکاټه هم واوښت.
د هزارهګانو لپاره هغه یوازې یو نوموتی فقیه او د تقلید مرجع نهوو، بلکې د دې ثبوت وو چې دوی هم کولی شي د شیعه نړۍ د دیني واک او علم د تولید په مهمو ډګرونو کې اغېزناک حضور ولري.
د نجف لپاره، هغه د داسې دود استازی وو چې علم، تدریس او د حوزې خپلواکي تر دولت او سیاسي نندارو مهم ګڼي.
همدا راز د بهرنیو څارونکو لپاره، هغه د دې بېلګه وه چې یو دودیز دیني شخصیت هم کولی شي د حکومت، ښځو، نویو مسئلو او ټولنیزې هوساینې په برخو کې ژور، انعطاف منونکی او د پام وړ لیدلوری ولري.
يوراکټيو چې د اروپايي ټولنې پر تګلارو تمرکز لرونکې اروپايي رسنۍ ده، بروکسل ته د طالبانو د بلنې په اړه نيوکه کړې او د دې ټولنې غړو ته يې ورياده کړې،چې د طالبانو د پوهنې وزير حبيبالله اغا په ۲۰۲۳کال کې د نجونو د زده کړو د مخنيوي او بشري حقونو سرغړونو له امله بنديزونو سره مخ شوی و.
ټاکل شوې، چې اروپايي ټولنه د اوړي له پای ته رسېدو وړاندې په بروکسل کې د طالبانو د يوه پلاوي کوربتوب وکړي.
د راپور لهمخې، د بروکسل خبرې اترې به په تخنيکي کچه ترسره شي او اصلي موضوع به يې د هغو افغانانو د اېستلو بهير اسانه کول وي، چې د امنيتي ګواښ په توګه پېژندل شوي يا په جنايي جرمونو محکوم شوي دي.
يوراکټيو ليکلي، چې دغه بلنه څو مياشتې وروسته له هغې ورکول کېږي، چې د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو ادارې د طالبانو لهخوا د ښځو او نجونو د حقونو پرلهپسې او منظمې سرغړونې وغندلې.
دې رسنۍ دا هم ياده کړې، اروپايي ټولنې مخکې خبرداری ورکړی وو، چې په افغانستان کې د ښځو د حقونو دغه سرغړونې ښايي د «جنسيتي ځورونې» تر کچې ورسېږي.
رسنۍ له يوه افغان سره هم خبرې کړي، چې د افغانستان په دېرشو بېلابېلو سيمو کې د شاوخوا دوه زره افغان نجونو لپاره په پټه او حضوري توګه د زدهکړو يوه شبکه چلوي.
نوموړي يوراکټيو ته ويلي، چې د طالبانو د پلاوي د رسمي هرکلي او مېلمستيا په اړه د اروپايي ټولنې پرېکړه ورته ډېره ناهيله کوونکې او خواشينوونکې ښکاري.
په همدې حال کې، د اروپايي پارلمان د شنو ګوندونو غړې هانا نويمان له يوراکټيو سره په خبرو کې بروکسل ته د طالبانو پر بلنه نيوکه کړې او ويلي يې دي، هغه هېوادونه چې د خپلې بهرنۍ تګلارې بنسټيز اصول د اېستلو او بېرته لېږدولو د تړونونو لپاره قرباني کوي، «هم خپل باور او اعتبار له لاسه ورکوي او هم خپله امنيتي ګټه».
هغې زياته کړې، چې دا پرېکړه په داسې وخت کې شوې چې لا هم ميليونونه افغانې نجونې له زده کړو بېبرخې دي، خو د طالبانو استازي کولای شي اروپا ته سفر وکړي.
نويمان خبرداری ورکړی، چې د دې پرېکړې اغېزې يوازې تر افغانستان پورې نه محدودېږي. د هغې په وينا، که اروپا دا وښيي چې په اسانۍ سره د فشارونو تر اغېز لاندې راځي، نو واکمن او استبدادي حکومتونه به هم له دې حالت څخه خپلې ځانګړې پايلې او برداشتونه واخلي.
د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وایي، چې په منځني ختیځ کې روان کړکېچ او د سونتوکو د بیو لوړېدو افغانستان ته د بشري مرستو د رسولو موده له لسو ورځو څخه تر ۷۵ ورځو پورې غځولې او د لېږد لګښتونه یې هم تر پنځه برابره لوړ کړي دي.
د ملګرو ملتونو دغه بنسټ ویلي، چې د توکو لېږدوونکي باروړونکي موټر د سوداګریزو توکو د لېږد په اصلي لارو کې د ګډوډۍ او خنډونو له امله اړ شوي چې له بدیلو لارو څخه ګټه واخلي.
د خوړو نړیوال پروګرام همدارنګه زیاته کړې، چې پر ایران د امریکا او اسراییل ګډو بریدونو، د هُرمز تنګي له لارې د تګ راتګ د بهیر ګډوډېدو او د نفتو د بیو لوړېدو یو نیم میلیون کسان لا زیات د لوږې له ګواښ سره مخ کړي دي.
دغه بنسټ د روان کال په مارچ میاشت کې اټکل کړی وو، که د جون میاشتې تر پایه د نفتو د هر بېرل بیه شاوخوا ۱۰۰ ډالرو کې پاتې شي، ښایي ۴۵ میلیونه کسان د خوړو له سختې ناامنۍ سره مخامخ شي. د ملګرو ملتونو دغه اداره وایي، چې اوس دغه سناریو د عملي کېدو په حال کې ده، ځکه د خامو نفتو بیه د مارچ له پیل راهیسې تر همدې کچې لوړه پاتې شوې ده.
د خوړو نړیوال پروګرام په وینا، په افغانستان، سومالیا او سریلانکا کې کورنۍ د هغو ډلو له ډلې دي چې تر ټولو زیاتې زیانمنېدونکې دي. دغه کورنۍ د سونتوکو د لګښتونو له زیاتوالي، د خوراکي توکو د بیو له لوړېدو، د عایداتو له کمېدو او د سوداګرۍ بهیر له ګډوډۍ سره مخ دي.
په سومالیا کې به په ۲۰۲۶ کال کې ۶،۵ میلیونه کسان، چې د دغه هېواد نږدې یو پر درېیمه برخه وګړي جوړوي، له سختې لوږې سره مخامخ شي.
د دغه بنسټ په وینا، که اوسني خنډونه او ګډوډۍ دوام وکړي، نو په سومالیا کې به ۲،۵ میلیونه نور کسان او په افغانستان کې به ۲،۳ میلیونه نور کسان هم د خوړو د ناامنۍ له جدي ګواښ سره مخ شي.
د خوړو نړیوال پروګرام زیاته کړې، چې افغانستان او سومالیا دواړه د انرژۍ او خوراکي توکو پر وارداتو ډېره تکیه لري او د نړیوالو بازارونو له بدلونونو ژر اغېزمنېږي.
دا کړکېچ په داسې حال کې دوام لري، چې مرستندویه بنسټونه له سخت مالي کمښت سره مخ دي او د اړتیا وړ بودجې د برابرولو له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
په سومالیا کې له پنځو کلونو څخه د کم عمره هغو ماشومانو لپاره چې په منځنۍ کچه خوارځواکي لري، د مغذي خوړو زېرمې ښایي د جولای میاشتې تر پایه پای ته ورسېږي.
د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی، چې افغانستان ښایي په ۲۰۲۶ کال کې له ۱۷،۴ میلیونه هغو کسانو سره مخ شي چې د خوړو له ناامنۍ او د کافي خوراکي توکو له نشتوالي څخه ځورېږي.
د امریکا یوې فدرالي محکمې د دغه هېواد د کډوالۍ او تابعیت ادارې هغه پرېکړه لغوه کړې، چې له مخې یې د افغانانو او نورو پناه غوښتونکو د دوسیو څېړنه تر نامعلوم وخت پورې ځنډولې وه. افغان اېواک بنسټ دا اقدام د افغان پناه غوښتونکو لپاره یو «بریالی» ګام وباله.
د افغان کډوالو د ملاتړ یاد بنسټ مشر شان ونډیور د جمعې په ورځ (د غبرګولي ۱۵مه) په یوې اعلامیه کې د محکمې دغه پرېکړه د قانون د حاکمیت او د زرګونو هغو افغانانو لپاره یو لوی بریالی ګام وباله چې ټول قانوني پړاوونه یې بشپړ کړي دي.
شان ونډیور وویل، چې په تېرو میاشتو کې ګڼو افغان همکارانو د کاري جوازونو د پای ته رسېدو، د تابعیت د مراسمو د لغوه کېدو او د دایمي استوګنې یا ګرین کارت د دوسیو د ځنډېدو له امله له سختو ستونزو او بې برخلیکۍ سره مخ وو.
هغه زیاته کړه، چې په همدې اونۍ کې یې په ډالاس او فورټ ورت ښارونو کې له داسې کورنیو سره لیدلي چې د کاري جوازونو د نه تمدیدېدو له امله یې د دندو د له لاسه ورکولو وېره درلوده او د بې برخلیکۍ له امله یې خپلې زده کړې او سفرونه ځنډولي وو.
د افغان اېواک مشر د محکمې له دې پرېکړې مننه وکړه چې د دغو کورنیو ستونزې یې درک کړي او ثابته یې کړه، چې دولتي ادارې باید د قانون په چوکاټ کې کار وکړي. د هغه په وینا، هېڅوک باید یوازې د خپل زیږون د ځای له امله له عادلانه چلند او د دوسیو له څېړلو بې برخې نهشي.
له بلې خوا، ونډیور د امریکا پر کانګرس نیوکه وکړه، چې د افغان همکارانو او د هغوی د کورنیو د برخلیک په اړه یې د مدافعینو، تجربه کارو سرتېرو او حقوقي بنسټونو له پرله پسې خبرداریو سره سره جدي ګامونه نهدي پورته کړي. هغه وویل، چې په دغو کسانو کې داسې سرتېري او همکاران شته چې د امریکایي ځواکونو تر څنګ یې خپل ژوند په خطر کې اچولی وو او اوس باید په اداري بندیز کې پاتې نهشي.