عاصي: لوېدیځپال افراطي فیمینسټان د افغان ښځو کړاوونه د شهرت او پیسو د ګټلو وسیله ګرځوي

د افغانستان د پخواني جمهوري نظام د دفاع وزارت د پالیسۍ او ستراتېژۍ مرستیال تمیم عاصي ادعا کړې چې یو شمېر «لوېدیځپال افراطي فیمینستان» د افغان ښځو د درد، ځورونې او بشري حقونو د سرغړونو پېښې د شخصي شهرت، مالي ګټو او د لوېدیځو بنسټونو د جایزو د ترلاسه کولو لپاره کاروي.
