• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

متحده ایالاتو د ملګرو ملتونو په لېست کې د بلوڅ وسله‌والو د شاملولو هڅه رد کړه

۱۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۶ جون ۲۰۲۶، ۰۴:۴۰ GMT+۱تازه شوی: ۱۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۶ جون ۲۰۲۶، ۰۷:۵۸ GMT+۱

متحده ایالاتو د پاکستان او چین هغه ګډ وړاندیز رد کړی چې غوښتل یې د بلوڅ ازادۍ غوښتونکې ډلې « بي ايل اې» او د «مجید بریګېډ» وسله‌واله ډله د ملګرو ملتونو د ۱۲۶۷ د ترهګرۍ د بندیزونو په لېست کې شامله کړي.

د معلوماتو له مخې، واشنګټن ویلي چې د دې ډلو او القاعده یا داعش ترمنځ د مستقیم تړاو لپاره کافي شواهد نه شته، نو ځکه یې د نړیوال بندیز ملاتړ نه دی کړی.
دغه پرېکړه د نړیوالو سیاسي اختلافاتو یوه نوې نښه بلل کېږي.
راپور زیاتوي چې د پاکستان پوځ د فیلډ مارشال عاصم منیر په مشرۍ، هڅه کړې وه چې د دې ډلو پر ضد نړیوال بندیزونه پراخ کړي او د خپل امنیتي دریځ ملاتړ ترلاسه کړي، خو د امریکا مخالفت دغه هڅه له خنډ سره مخ کړې ده.
له بلې خوا، چین هم په تېرو وختونو کې د ورته وړاندیزونو پر مهال د ځینو ډلو پر ضد د بندیزونو په اړه د نړیوالو هڅو مخه نیولې یا یې ځنډولې ده.
د راپور له مخې، پاکستان چې اوس د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غیر دایمي غړی هم دی، هڅه کوي د بندیزونو لپاره نور نړیوال میکانیزمونه پیدا کړي ترڅو د دغو وسله‌والو ډلو پر ضد فشارونه زیات کړي.
د نړیوالو چارو شنونکي وايي، دا پرېکړه ښيي چې د ترهګرۍ د تعریف او نړیوالو بندیزونو په اړه د لویو قدرتونو ترمنځ ژور سیاسي اختلافات موجود دي، چې د سیمه‌ییزو امنیتي ستونزو پر حل مستقیم اغېز لري

ډېر لیدل شوي

ډاکټر فیض‌الله جان: د پاکستان او طالبانو ترمنځ ناندرۍ او جګړه یوه ډرامه ده
۱

ډاکټر فیض‌الله جان: د پاکستان او طالبانو ترمنځ ناندرۍ او جګړه یوه ډرامه ده

۲

د طالبانو د رسنیو د ملاتړ ژمنې؛ د خبریالانو نیول او د خپلواکو رسنیو تړل لاهم دوام لري

۳

د بشري حقونو فعالان: اروپايي هېوادونه دې له طالبانو سره د کډوالو د بېرته ستنولو خبرې ودروي

۴

بې‌کاري او د ژوند لوړ لګښتونه؛ افغانان اروپا ته د تګ لپاره خپلې شتمنۍ پلوري

۵

طالبانو د الله داد فدایي له نیولو څو ورځې وروسته د هغه د جبري اعتراف ویډیو خپره کړه