په لاس لیکل شوی قرانکریم؛ طالبان وایي د پنجشیر یوه اوسېدونکي ۸۰۰ کاله پخوانۍ نسخه ورسپارلې

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویلي، د قرانکریم یوه په لاسلیکل شوې نسخه چې نږدې اته پېړۍ لرغونتوب لري، د پنجشېر د ابشار ولسوالۍ د یوه اوسېدونکي له لوري د دوی ولایتي ریاست ته سپارل شوې ده.
